د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سېلا د وينو

محمدسروروکيلي 07.04.2012 01:17

سیلاب دوینو:
هېواد چي وي لړلی په سرو وینــو خـودبه خـندا نه وي
په هرګوټ پروت شهید لجن په وینو، خود بـه خندا نه وي
زړَه وي مندي جنډې پر نازولورنګ په رنګ پرهديرو
چي د زړه سرشهید یې وي څرګند، هلته خودبه خندا نه وي
دښتــي مــوســوې ډکـــي پــه کــبرو دشــاه زلــمـیــــو
داشهید کـړي ظالیمانوغلیمانو، ځکه خــــودبـه خــندا نه وي
ټول هېوادمو سو ګــلنــار، پــه وینو د جَګ وُنوځوانانـو
د وینو په سیلاب کي یُــوغــوټـــه، نـــو خــودبـه خندا نه وي
بهیږي ویني پـرهــېــواد مـــو، ځي رواني په څپو څپـو
یُوبه سي غلــیــم سېلاب دوینو، خـــو خـــودبــه خـندا نه وي
لمبيږو ټـــول پـــه ویــنــو کـــي د غلیـــم ظــالم د لاسـه
ګونډیاني ناستي په سروسترګو، یتمانو ته خودبه خندا نه وي
لیکونکی محمد سرور وکیلي