قصیده
12.03.2012 17:21پسرلی راغـــــــی هــــوابله چـــمن بــل سو
پـه ګــلبڼ کي رنـګارنګ ګـلونه وااوسنبل بـل ســو
دښتــونو اورغــونــو،رنګ واخست دګـلـنـو
سره خوله بیا دغونچې، په موسکا سره سورګل سو
الوزي مرغان پرښاخونودګـلونو وي نڅاوي
پـرڅانګه د ګــــل ناست بلبل، نازاواز یــې بــل سو
راوسته خوښي پسرلي څـرګــند پرټول نړۍ
ټول بوخت سوه په کارونو،ژوندون ورځنی بل سو
وچ غر اودامان هم ســي بیا په پسـرلي شنه
پــکـــښې د زرکـــو ږغ وي اواز دقـُــمّري بـل سو
دشــاه کـــوتـــر کوکونارې په ســردروکــي
ورکـــوي ښــه زېـری دپســرلي غــومبـریې بل سو