د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سودا

جاوید احمدزی 03.10.2011 02:22

ږمونږ کلی کې يوه غټه ونه وه
د ډیرو عمرونه ښه پلنه وه
هلکانو په کې زانکل بې غمه
چا به ترې پټ خس څنډل بې غمه
جونو به سيوری لاندې دمه شوې
ځينې،ځينې ګودر ته په غوسه شوې
چا به ویل دا لاره څومره اوږده ده
نورو ویل شکر ونه خو شته ده
هر چا د سيوری نه يې خوند اخيستل
وړو به له خبرو پند اخيستل
غرمو کې به چه لمر سيزل پيل کاوه
مرغانو به ونې له سېل تل کاوه
هو دغه ونه د ټولو تمځای وه
په رښتا چه ښايسته او سمځای وه
که نړۍ وه ودانه يا به شاړه
زمونږ ونه له سدو نه ولاړه
مدام به سيوری د کلی پر سر وو
خلک هم په دې نعيمت ښه خبر وو
ناڅاپه پاڼې په رژيدو شولی
هر يو،يو رکې په ژړيدو شولې
څانکو کې وينې ټوپونه نه وهل
نور توپان سره زورونه نه وهل
چم والا به حيران سيلونه کول
چا به دغې ناورین نکلونه کول
يو شپه توپان وو باران وریده
ونه خواره کې هم ديره لړزیده
سهار چه خلک لمانځه ته ويښيدل
ښاخونه هر يو بند په بند ماتيدل
هره څانکه يې هر چيری پرته وه
ګرده خپه او هم په تماشه وه
چا به وويل دا د توپان له لاسه
چا به وويل را ر باران له لاسه
ناګهانه د ټولو چينجو ته پام سو
کليوالو فکرونه لږ ارام سو
که د سودا چينجی مغزو ته لار شی
عاقبت به دی لکه ونې خوار شی
بلجيم د انتورپن ښار