د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستی لیک

حکمت الله حکمت 04.08.2011 14:56

خپل شهید ورور لوی لالک حاجی محمد هاشم (وطنوال ) ته !

1
خپل شهید ورور لوی لالک حاجی محمد هاشم (وطنوال ) ته !
اول خو ګرانه ، زوره وره ، یارباشه،دیارانو چوپړي،د غریبانو او مظلومانو لاس نیونکی چی د چا دا خبره ونه منی چی ته نور زمو‌‌ږ سره نه ي !
ته زموږ سره وی ،یې او وې به !
هو ! دامنم چی دمور او پلار یواځیني زوې وې او دمورکی خوا ته دی د ورتګ تلوسه دپخوا نه په زړه کی وه او دادی د لوی پروردګار په دربار کی دی دا ارزو هم پوره سو.
باور لرم چی اوس به دی په لیدو بوډا پلار ځوان او مهربانه مورکه دخوښي په کالو کی نه ځایږې.
په یاددی دی چی مورکی به ویل چی د (یوه) زوی تبه پر مور لکه مرګ تیریږی ، ځکه دیوه زوي مرګ خو دپلار د میراث کیدو په معنی وی.
آوس خو به دی ورته ویلی وی چی د نعیم جان ، قسیم جان او نسیم جان تر څنګ دی په زرګونو وروڼه هم دوعا ګویه دی ؟ ځکه نو د ملا صاحب کور نه یواځی چی میراث نه سو بلکی د تل لپاره به نوم پاتی وی .
2
ګوره لوي لالکه !
زموږ د ټولګي نه به ناببره او بی وخته تګ دی روزګانیان ، کندهاریان ،هلمندیان،خوستوال ، لوګریان ،هراتیان ،کابلیان ...او دلراوبر د هندو او مسلمان غم لړلي ټغر نور هم غمګین کړ .
دا ته څه وکړل ؟ ولی؟ دڅه لپاره؟ او د چا لپاره ؟
په جواب دی پوهیږم چی اول به د لایق صاحب په ژبه راته واﺉ چی ،
ژوند یو راتګ دي بقا یی نشته
مرګ بیرته تګ دي شفا یی نشته
له ژونده مرګ ته ، له مرګه ژوند ته
تګ او را تګ دی دوا یی نشته
او بیا به وایی چی د وطن لپاره ، دوطنوالو لپاره ، د یارانو لپاره ا و دراتلونکو نسلونو لپاره او .. زما او ستا لپاره .
خو زما پوښتنه داده چی ولی ته ؟ ولی بل څوک نه ؟
بیا هم د لایق صاحب خبره کوی چی ،
3
نر هغه ځوک دی چی تسلیم نه شي ،
نه د چا زر ته ، نه د چا زورته ،
ماتې راتلای شي د هوډ په کار کې ،
وارخطا نه شې دچا پیغور ته
او یا وایی چی که زه نه نو بیا څوک ؟ ایا زما دتور پاج اوږده شمله ، زما کوږ اوږ تګ زما د غیرت او میړانی ثبوت نه وه ؟
کو چني لالکه !
ته خو تر بل هر چا ښه پو هیږی چی زه خداي ( ج ) سختیو ، زندانونو ، شکنجو ، مجازاتو او چوپړ ته پیدا کړی وم . نو په دی لاره کی هغه څه چی پر 17د جولاي را په برخه شول ، زه يي د لوی څښتن له لوری ډالي ګڼم او وایم چی الله (ج) تل پر حق دي .
شهیده وطنواله !
دتل به شان زه او ته په خبرو کی یو او بل نه سو قانع کولاي خو اوس زه تا پر حق ګنم .
شهیده وروره !
څو ورځی مخکی می ستا یادونه پر هغو مینو چی ناستی ولاړی مو پر کړی وی د یارانو سره بیا بیا را تکرار کړل .
هو! د پخوانی سری امپراتورۍ مرکز ته پس له شاوخوا 17 کلونو ورغلي وم .
4
څو واره مو پر څو ځایه زما د پرونیو ، ستا د پرونیو اواوسنیو یارانو سره چی اوس هلته مهاجر دی یاد کړی . اوس هم د پخوا په شان درته درناوی کیدی، چا دی په نوم ویاړل د چا بیا قصد کیدی او ویل یی دي اوس هم د سیاسی کاږه واږه لوړ تګه نه دی لویدلي او ویل به یی افرین صد افرین ریشتیني مباریزین
داسی وی لکه وطنوال ... د خوست غښتلی پښتانه هندوان می ولیدل چی لومړۍ پوښتنه او غوښتنه یی ستا د صحت او سلامتي وه ... ما هم ځان سر لوړي لیدي چي دوی می د ورور او پرونی ملګری دومره ښه ویل ...
پر 17 د جولای د ماپښین د ددو بجو پر شاوخوا مو دلر او بر افغان ولس د لوی شاعر، لیکوال ، ژورنالیست ، تاریخ پوه ، ویاند ... ښاغلی( جهانی ) صاحب سره د پیترز بورګ دښار په یوه تاریخی پارک کی قدم وهی چی جهانی صاحب دی څنګه پر نامه راغلي ، هغه جهانی چی چندان یی د چا صفت کول نه خوښیږی ستا نوم یی په مینه یاد کړی او په کابل کی د وروستی بانډار یادونه وکړل ... وروسته په ګډه هغه درنی غوندی او مشا عری ته وره غلو چی د پیترز بورګ د اوسیدونکو افغانانو له خوا د جهانی صاحب په ویاړ جوړه شوی وه .
د غوندی ګډون کونکو په درناوی ستا نوم او سیاسی فعالیت یاد کړی ...
د غونډی وروستی شیبی وی چی تلفون ته می سمونوال نجیب الله سمسور چی د کابل د پولیسو ددریمی امنیتی حوزی امر دی او اوس په مسکوکی ددکتورا لپاره زده کړی کوی له خوا زنګونه راتلل . نوموړی غوښتل چی د کابل د غم لړلی روانی پیښی چی دده د حوزی په ساحه کي یی جریان درلودی حالات را سره شریک کړی .مخکی تر دی چی تلفون جواب کړم چی زما او ستا یو بل یار حاجی فاروق په داسی حال کی چی رنګ یی اوښتي ، سترګی یی داوښکو
5
ډکی او ستونی یی نیولي وه راته اشاره وکړه چی ورسم او دویلو څه راته لری...
تر لاس یی ونیولم او دویلو لپاره چی څه غوښتل ووایی هغه یی پر خوله نه راتلل . پوښتنه می ورڅخه وکړه چی خیریت دی ؟ ولی دی حالت داسی خراب دی او .... حاجی فاروق په داسی حال کی چی سترګی یی دغم د اوښکو د
نیولو توان نه درلودی په نیولی اواز یی وویل : په کابل کی د جان محمد خان پر کور برید سوی او وطنوال صاحب ...
د هغه ورځی ماځیګر ته به تا هم ما غوندی دلایق په خوله غوښتل ووایی چی :
زما د عمر ټیټ ماځیګره ،
چی زه دی لوټ کړم په نا ببره ،
اوس خو نو دومره راته دمه شه ،
چی رخصت واخلم له تلونکی لمره
خو هغه غم لړلی ماځیګر نه تاته د لمر سره دبیا لیدو موقع در کړل او نه یی موږ ستا د بیا لیدو جوګه وبللو .
دحقوقو په علم کی یوه مقوله ده چی وایی د عدالت د عملی کولو لپاره د بی عدالتي نه کار اخیستل عادلانه وی. خو هغه څه چی د خداي (ج) له لوری وی هغه که ډیر زوره ونکی هم وی باید ورته عدالت ووایو او قبول یی کړو .
د هغه ماځیګر د حاجی فاروق نوری خبری می په یاد کی نه دی پاتی ، دومره می په یاد دی چی یو چا راڅخه د جهانی صاحب خوا ته دورتلو غوښتنه وکړه ...
6
سفر مو را لنډ کړ او دریل ستیشن ته په رسیدو مسکو ته روان سو .
ټول راسره ملګری مو دغم په فکر کی ډوب وه ، هرچابه خپل تیر خاطرات را په یادول ،خو زه لا په دی فکرکی وم چی د اغمجن خبر یو خوب دي او بس .، غوښتل می چی یو څوک می له خوبه راویښ کړی او راته ووایی چی ...
خو لکه پښتانه چی وایی له پیښی تیښته نه سته . ما هم دا خبرهغه وخت یو حقیقت قبول کړی چی زما لور هوسې را ته په تلفون کی لیک راواستوی او په کی لیکلی یی وه ( پلاره ، زموږ ګران او مهربان کاکا وطنوال یی مړ کړ ، خدای دی وبخښی ، موږ ډیر خفه یو ، اوس د کاکا کورته ورځو ، ته ژیر راسه ) د هوسۍ جانی د تلفونی لیک لوستلو می دمقاومت څلی رامات کړل د ریل دلاس پریولو ځای ته ننوتم ....مخ می پریوي او د ریل کوټی ته راستون شوم .
په کوټه کی خبری بیا هم د کابل پر وروستۍ پیښی را پیل شوی بیا دی لوی جهانی صاحب دتورپاج ، ښایسته پراخ مخ او نورو سپیڅلتیاو پادونه وکړه ،ډاکتر شیر حسن حسن دی روسیې ته دوروستی سفر خاطری یادی کړی ،حاجی امین باوری خپل د ماشومتوب او ستا د مستی ځوانې یادونه رایاد کړل ، ما هم زما او ستا د تل پاتی وروری او زړی سیاسی ملګرتیا ډیری خوږی او لږ ترخی ورځی راپه یاد کړی ،دڅه کم یو دیرش کالو یارانه می را ګز ګړل، سترګو ته می تللی یاران ، ستړی یاران ( شهید فضل ربی ،شهید غنی ، اصولی،نړیوال ، لعلی ...) یو یو ودریدل و د هر یوه انځور چی به مخی ته راتلی ته به بیا بیا ورسره مل وی ...
7
ګرانه شهیده وروره !
یاد به دی په دوعا کی ، دیارانو په مجلسو کی هرو مرو بیا بیا کوم او د لوي څښتن نه به درته د پردیس پلار او مهربانی مورکی په څنګ کی د فردوس جنت ددایمی ژوند غوښتنه کوم .
د جهانی صاحب د کوه طور نه دا څو بیتونه درته ډالۍ کوم :
یارچي له اغیاره سره مل سو اوس به څه وایو
درد چي له پرهاره خپل سو اوس به څه وایو
ولاړودشهیدوسفرونو له کاروان سره
ورک چي مو له سیوري سره پل سو اوس به څه وایو
موږ خو پسرلی ته دګلونو کچکول ونیوی
اوریې داوربل پرسینه بل سو اوس به څه وایو
خپل نصیب مي لاره پر سکروټو را ښوولې وه
ورک مو له منزل سره مزل سو اوس به څه وایو
موږ په قافلوکي غبرګي سترګي پسي یووړلې
ولاړی دیوسف کمیس بدل سو اوس به څه وایو
ما تر کوه قافه بوري هر قدم شمیرل ؤ
خپل قسمت په لار کي راته غل سو اوس به څه وایو
8
ما لا جهانی زلمي کلونه ورته ایښي وه
ږغ مي په کوګل کي داجل سو اوس به څه وایو
د یارانو د اجل ږغ دی ورک وی ، ستا پاک روح دی ښاد وی
کورنۍ ته دی صبر غواړم .
ستا کوچني لالک حاجی حکمت الله ( حکمت ) د مالمو ښار سویډن
2011-08-04