د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوه ترهګر سره د 3519 ورځو د جګړی پورامریکا ته څو مره تمام سو؟

حکمت الله حکمت 06.05.2011 17:55

Huffington Post;E24 نه په استفادې سره

د 2001کال د سپتمبر د 11 نه د 2011د می تر لمړې پوری دنړی لوې ځواک دیو سړی په نیولو او یا وژلو پسی پوره 3519 ورځی تیری کړی تر ځو هغه سړۍ ( اسامه بن لادن) ووژنی..؟.
دنړی د رسانیوپه قول د امریکا کانګریس شاوخوا 1280 میلیارده دالر د ترهګری سره په مبارزه کی لګولی دی. د 11 د سیپټمبر وروسته د امریکا اقتصاد لوۍ تاوان ولید.د بیلګی په ډول په لمړیو ورځو کی امریکایانو په الوتکوکی د سفرکولو نه ډاردرلود. ځکه نو کانګریس د هواﺉ شرکتونو د مرستی لپاره 15میلیارده ډالر مرسته ورکړه .
د تیلو قیمتونه جګ شول ، په 2007او 2008 کلونوکی اقتصادی بهران را منځ ته شو.... ددی ټولو مشکلاتو سره بیا هم د سبینی ماڼۍ نیت د سړی جګړی د وخت د خپل ټینګ ملګری خو اوسنی دښمن( بن لادن ) دوژلو لپاره ټینګ پاته شو.
امریکا لمړی افغانستان ته د جګړی په نیت ورودانګل او بیا ﺉ عراق کی نیواک ګره جګړه پیل کړه . په دی ډول د افغانستان جګړه تر 2011کال پوری امریکا ته په 444میلیارده ، د عراق جګړه 806میلیارده ،د امنیتی چارو لګښت 35میلیاردډالروتمامی شوی.

دپورتنو پیسو یواځی شپږمه سلنه په دپلوماتیکو او مرستنندویوچارو او نوری ﺉ د پنتاګون له لاری په جګړه کی لګیدلی دی ...
دترهګرۍ سره مبارزی پرونۍ بډایه امریکا په نننې پوروړی امریکا بدله کړه ، دبن لادن وژنه که رښتیا هم وی ددی جګړی ختم نه شو ګڼلې .
امریکا داوس هم د جاپان او چین هیوادونوپه پور داجګړه مخی ته وړی . دراوان کال د می تر 16نیټی پوری د امریکا د بودجی کسریا کمښت 14292میلیارده ډالره وه .
د امریکا لپاره د دی جګړی ټول مصارف به تر کال 2021پوری 1800میلیارده ډالرو ته جګ شی .
هغه هیواد (پاکستان) چی د بن لادن کوربه توب ﺉ د ا فغانستان د بربادې لپاره په 1980 کالونو کی ومانه تر ننه د دی خونړې لوبی اصلی لوبغاړې دې
د امریکا بربادی به د هغه هیواد په لاس وشی کوم چی خپله ﺉ په1947کی د افغانستان او هندوستان له خاوری نه ددواړو ملتونو د غوښتنی خلاف جوړکړ. ددی خبری ثبوت د بن لادن د کوربه هیواد دو مخی سیاست دی چی د ترهګرې سره د مبارزی تر نامه لاندی ﺉ مخ ته وړی.

د امریکا ولسمشر په خپلو ویناو کی خداې ج ته دعا کوی چی خداې دی امریکا وساتی خو دانه واي چی د چا نه ؟
په کار ده چی وواﺉ چی د پاکستان او اسرآیلو ددوستې نه دی خداې ج امریکا وسااتی که نه نو ددوعا د قبلیدو امکان به ﺉ کم وی...