د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پرتله ييزه توګه د نړۍ تر ټولو لوړ معاشونه

حکمت الله حکمت 26.03.2008 21:33

دنړۍ ترټولولوړمعاش لرونکی دډنمارک دهيواد دپلازمينې کوپنهاګين کارکونکی دې

دسويس د UBS کمپنۍ دسروۍ له مخې دنړۍ لوړ معاش اخيستونکي تر کوپنهاګين راوروسته د Oslo ښار دوهم د Zurich ښار دريم اودGeneve او Dublin ښارونه څلورم او پنځم ښارونو کارکونکي دي چې لوړ معاشونه ترلاسه کوي ٠

د دې سروۍ له مخې ډيرامريکا يي ښارونه شاته شويدي چې علت يې دامرکا يي ډالر ټيټوالی او دامريکا د اقتصاد سست پرمختګ دی ٠ دبيلګې په ډول د Chicago ښار چې ډير وخت يې يولسم ځای درلود اوس اتلسم ځای لري٠
ولې دسودا درانيولو توان د خپل معاش په پيسو د Zurich بيا د Geneve يا Luxemburg او Dublin داوسيدونکو سره د کوپنهاګين داوسيدونکو په کچه لوړ دی٠
ديوه سيلاني يا توريست لپاره د نړ ۍ تر ټولو ګران ،قيمتي، ښار Oslo دوهم Copenhagen او بيا London ياد شوی دی٠ نن يوه سيلاني ته New York د London په پرتله په سلو کې ٢٦ ارزانه تماميږي .دسيلانيانو لپاره نن تر ټولو ارزانه ښارونه دجنوبي اسيا اوجنوبي امريکا ښارونه دي٠ دهغو نه د Bombay يا Kuala Lumpur او Buenos Aires نومونه يادولی شو٠

د UBS په قول دکور قيمت او کرايه په London کی تر هر بل ښار جګه ده ٠

يادونه : داليکنه د سويډن د Aftonbladet دورځپاڼې د مارچ د ٢٥ نيټی د ګڼې نه ژباړل شوې ده٠ ما هڅه وکړه چې د ليکونکي ژورناليست سره اړيکي ونيسم چې د خپل هيواد د کار کونکو دمعاش کچه د مقايسې لپاره درنو لوستو نکو ته وړاندې کړم خو په دې کار بريالی نه شوم ٠ ولي هغه څه چې ددې ورځپاڼې کار کونکو راسره ومنله هغه داوه چې بهرني کار پوهان چې زموږ هيواد ته د دندې لپاره ځي نو معاشونه يې د کوپينهاګين تر کارکونکو هم جګ وي ٠

ځکه نو ويلای شو چې افغانستان د نړۍ يواځينی هيواد دی چې يو کار کونکې (کورنۍ)يې دنړۍ تر ټولو ټيټ اويو بل ( بهرنۍ) يې بيا د نړۍ تر ټولو لوړ معا ش لری٠

اوس نو هر چاته ممکنه ده چې زموږ په هيواد کې د شلو ميليارد و په سلو کې ځلويښت ورکی شوی پيسې څرنګه او چيری پيدا کړی ٠