د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم خبر رښتيا دی ؟ دروغ که تيروتنه ؟

حکمت الله حکمت 04.12.2008 23:41
کابل د ماینونو د بندولو تړون لاسلیک نه کړ
اسوشیټیډ پریس د ناروې د مرکز اوسلو څخه خبر ورکوي چی پرون په دې ښار کی ۹۲ هېوادو د غونچه ای ( خوشه ای ) بمونو بندښت او تمښت لاسلیک کړ لاکن امریکا ، روسیې او افغانستان هغه امضأ نه کړ او په مقابل کی یې ودرېدل . په دې غونډه کی د افغانستان څخه یو ۱۷ کلن ځوان چی غلام حبیب سراج نومېږی او خپلي دواړي پښې یې د ماین په چاودنه کی قطع سوی دي ، هم ګډون درلود . ده پر کابل ږغ وکړ چی خپل فعلی دریځ بدل کړی او د نورو سوله غوښتونکو هېوادو غوندی دا پریکړه لیک امضأ کړی . حبیب وویل چی ما خپله هغه کیسه چی ۷ کاله مخکی می د ماین په چاودنه کی دواړی پښې پرې سوي وې ، په ناروې کی افغان سفیر جاوید لودین ته وکړه او هغه د حامد کرزي سره وږغېد او ژمنه یې وکړه چی موږ به په دې حصه کی فکر وکړو . حبیب وویل چی نن یوه تاریخی ورځ ده . خو د دې پریکړه لیک امضا کونکو حیرانتیا وښودله چی افغانستان تر بل هر هېواد د دې ناولو ماینونو قربانی دی مګر د هغه بندول او تحریم یې لاسلیک نه کړ . د خوشه ای بمونو د بندښت منتظم ( تامس نش ) وویل چی : افغانستان د امریکا تر سخت فشار لاندی و ، که افغانستان د دې فشار په وړاندی درېدلی وای نو نورو به هم دا کار کړی وای . خو څېړونکي معتقد دي چی کابل د خپلو اتباعو د دې سترو فربانیو په مقابل کی سیاسی تړاوونو ته ترجیح ورکوی او دا ثابتوی چی تر خپلو خلکو امریکایان ورتېر دي .
نثار احمد صمد
2- bbc
افغانستان د هغو نژدې سلو هيوادونو په کتار کې راځي چې د ناروې په پلازمېنه اسلو کې يې د جوړ شوي يوه دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د کلسټر يا خوشه يي بمونو د نه کارونې تړون لاسلىک کړ.
په ناروې کې د افغانستان سفىر جاوېد لودين وويل چې دغه تړون يې د افغان ولسمشر حامد کرزي په حکم او په افغانستان او نړۍ کې د هغو کسانو په درناوي لاسلىک کړى چې د يادو شويو بمونو له امله زيانمن شوي دي.
خوشه يي يا کلسټر بمونه له ځانه سره کوچني بمونه هم لري چې تر ډېره ژوندي پاتې کېږي او خلک زيانمنولاى شي.
ددغو بمونو د نه کارونې تړون د خوشه يي بمونو جوړول، کارول او سوداگري منع کوي او د جگړې له قربانيانو سره د حکومتونو همکاري غواړي.
کارپوهان وايي ددغه تړون لاسليکول افغان حکومت ته ددې اجازه ورکوي چې په ياد شوي تړون کې له ژمنه شويو مرستو گټه واخلي او له هغو خوشه يي بمونو خلاص شي چې پخوا په دغه هيواد کې کارول شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې د دغه ډول بمونو د کارونې او زيانمنو شويو کره شمېره نه ده مالومه، خو ويل کېږي چې په تېرو جگړو کې ډېرى افغانان د همدغو بمونو له امله زيانمن شوي او يا وژل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وايي که څه هم هيواد يې د امهال له ترهگرو سره په جگړه بوخت دى خو بىا يې هم د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د مخنيوي لپاره ياد شوى تړون لاسلىک کړ.
\"موږ د ترهگرو په وړاندې جگړه کوو، خو په ورته وخت کې د جگړې ټول قوانين مراعاتوو او تل دا هڅه کوو چې ملکي وگړي په جگړه کې زيانمن او يا ونه وژل شي.\"
يوه مياشت وړاندې له ماىن نه د اغېزمنو شويو افغانانو په نامه يوې ټولنې ويلي و چې لا هم دغه هيواد کې د کلسټر بمونو زېرمې شته، خو د ملي دفاع وزارت دغه خبره رد کړه.
امريکا، روسىه، چىن او اسرائىل هغه هىوادونه دي چې لا يې هم د کلسټر بمونو د نه کارونې تړون نه دى لاسلىک کړى او ويلي يې دي چې ياد شوي بمونه ځينې ځاىونه گټور هم تمامېداى شي.