د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په امریکايي سرتیرو کې د ځان وژنې کچه د افغانستان او عراق د جګړې د و ژل شویو تر کچې رسیږې .

حکمت الله حکمت 07.08.2009 18:00

هغه امریکايي سرتیري چی د افغانستان او عراق د جګړی نه خپل هیواد ته ستنیږې په ډول ډول روانی ناروغیو اخته کیږی . ددی سرتیرو په منځ کی د ځان وژنې موضوع اوس په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده .
دامریکا ددفاع وزیر روبیرت ګیټس کا نګریس ته په خپله وروستۍ لیدنه کی دایوه لویه ستونزه وبلله او د مخ نیوی لپاره د پینتاکون له لوری د ګړندیو ګامونو د پورته کولو ژمنه وکړه .
ددی لپاره چی نورراستانه شوی سرتیری ځانونه ونه وژنی پنتاګون دامریکا د روانې مریضیودملی انستیتوت سره په ګډه د ۵۰میلونو ډالارو یوه پروژه ترلاسلاندی نیولی ده .
په عادی حالاتو کی د دی هیواد په ملکی وګړو کی د ځان وژنی کچه تر سرتیرو جګه وی ولی د عراق او افغانستان جګړو دا حالت ته تغیر ور کړۍ.
د نیو یارک تایمز د ورځپاڼی په قول د تیر کال د څان وژنی په نتیجه کی تر ۱۹۲ زیاتو عادی او د احتیاط ددوری سرتیرو ژوند دلاسه ور کړۍ دۍ . دا د ۲۰۰۳ کال چی د عراق جګړه پیل شوه دوه برابره زیاتوالۍ ښې .
د ۲۰۰۹ په لمړی شپږو میاشتو کی ۱۲۹ دا ډول پیښې شوی چی ددغه مودی په جګړه ( د افغانستان او عراق ) کی د وژل شویو تر کچی ډیر دی . دا شمیره کیداۍشی زیاته هم وی ځکه دا ډول پیښې کله کله د ډول ډول لا املونو له مخی ڼه ثبتیږې.
د دی پیښو علتونه به ډیر وی خو يو ﺉ ددغو سرتیرو وجدانی نا ارامی او مالامتتیا ده چی ځانونه د هغه کړووړو شریکان ګڼې کوم چی دوی کړې اویا ﺉ لیدلی دی ...
ددغو سرتیرو ومشکل د ویتنام د جګړی دسرتیرو سره د مقایسې وړدې .
د افغانستان او عراق د جګړو نه تر ۳۲۰۰۰۰ ډیر سر تیری امریکا ته را ستانه شوی چی تر یو ځل ﺉ زیات هلته دنده تر سره کړی او آوس دداډول مشکل سره مخ دی .
20090807

د سویډنې و رځپاڼی نه په اخیستنه
www.dn.se
http://www.dn.se/nyheter/varlden/sjalvmord-tar-fler-soldatliv-an-krig-1.926163
٠