د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوږ مې ګټلو سر مې بایللو!

حکمت الله حکمت 25.07.2010 22:48

دشاهد شفق وردګ په نامه دیو کس ليکنه مې دټول افغان په وېب پاڼه کې تر سترګو شوه، دلیکنې سرلیک و ( شیخ الاحرار مجاهد حکمتیار ) سر لیک ددې څرګندويي کوله چې ګواکي دښاغلي حکمتیار هغه کړنې څېړي کومې چې له خپلواکۍ، جهاد او آزادۍ سره تړاو لري، خو کله مې چې دليکنې په لوستلو پیل وکړ نو تر ډېره ځایه له یوې اوږدې عاطفي او احساساتي سریزې سره مخ شوم، او داسې مې وانګیرله چې ګواکي په کومه لویه تشریفاتي غونډه ناست یم، که څه هم چې دا خو دهر چا حق دی چې دخپلو مشرانو او مخکښانو په هکله ددرناوي ښکارندويي وکوي، ويې ستايي، پرې وویاړي، خو ددې مانا دا نه ده چې دالوهیت او نبوت مرتبو ته يې وخېژوي، هغه کېدای شي پرې خبر هم نه وي، خوده بېچاره دبل چا لپاره هغه هم دهغه په نا خبرۍ کې خپل دآخرت پېټي دروند کړی او ځان یې دالله جل جلاله دعذاب وړ ګرځولی وي، لیکلوال داحساساتو تر اغېزې لاندې ټول هغه خلک چې له ښاغلي حکمتیار سره مخالفت کوي یا يې ورسره لري له کمونیستانو، غربیانو او دهغوی له ګوډاګیانو او تور مغزه قوم پالونکو سره تړاو ورکړی دی، په دې مانا چې له حکمتیار سره باید هېڅوک مخالفت ونه کوي او که څوک یې کوي هغه بیا نو سم مسلمان نه دی! مګر له دېنه نا خبره دی چې دا مرتبه یوازې او یوازې دانبیاء علی نبینا وعلیهم الصلاة والسلام ده، ځکه چې هغوی معصوم دي، اوپه بشریت کې عصمت یوازې دپیغمبرانو څانګړنتیا ده، تر دې چې اصحاب کرام رضی الله عنهم هم معصوم نه دي، نو کله چې اصحاب کرام معصوم نه وي بیا فلانی او بیستانی څنګه د عصمت درجې ته رسېدلای شي، خوخیر کېدای شي لیکوال له دین نه دومره معلومات ونه لري هسې داحساساتو او عاطفې جپو په سر اخیستی وي، خو بیا هم باید دېته پام وشي چې هره لیکنه دقرآن او اسلام له اصولو سره سمه ولیکل شي.

له دې نه وروسته بیا لیکوال په ږیرورو پسې را اخیستې ده، او داسې پوه شوي چې هر څوک چې ګېره لري هغه به خامخا دحکمتیار مخالفت کوي، او له لیکنې نه يې داسې برېښي لکه په ږیره یې چې مسخرې کړې وي، دادی وایي: (زه خپله هغه مهال چې په څه نه وم خبر یواځې دې ته تشویش وړی وم چې ولې زما دغه لوی ږیره ور کلیوال چې تسبېح یی له لاسه هېڅ نه لوېږي د حکمتیار او د هغه د ملګرو څخه وېره لري او هغه ښه نه ګڼي ،او هم مې ولیدل چې کله ځنو همدغو ږیره ورو افغانانو ته... ) دلته باید لیکوال دې ته پام وکړي چې ګوره خپله حکمتیار هم ږیرور دي، او ډېر پیروان يې ږیرور دي، نو داسې نه چې له یوې خوا حکمتیار ستايې او له بې خوا یې کنځي، دا خو لا څه کوي چې ږیره داسلام یوه شعیره ده، ټولو پیغمبرانو علیهم السلام او زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، تابعینو او ددین سترو سترو علماوو ږيرې لرلي او لري یي، که یې څوک په قصد سره سپکاوی وکوي نو ایمان یې له خطر سره مخ کېږي، داسې نه هغه دچا خبره وایي غوږ مې ګټلو سر مې بایللو، ته به حکمتیار ستايي هغه به دې ایمان له منځه تللی وي.

په لیکنه کې ددې یادونه هم شوې ده چې په دیني مسایل باندې پوهه یوازې دده په اصطلاح تر ملایانو پورې نه ده ځانګړې شوې، بلکې هر څوک کولای شي چې ددین په هکله معلومات لاس ته راوړي، او کتابونه ولیکي، دا بالکل سمه خبره ده چې دین دټولو مسلمانانو دی، هر څوک چې لا اله الا الله محمد رسول الله وایي هغه باید خپل دین زده کړي، خو دلته یوه ټکي ته پاملرنه په کار ده ، هغه دا چې یو ددین په عامو مسایلو باندې پوهېدل دي او یو هم ددین په باریکو او دقیقو مسایلو باندې، دغه باریک او دقیق مسایل بیا خاصه پوهه، طریقه، ځای او خاص خلک غواړي، هر څوک نشي کولای چې ددیني مسایلو متخصص شي، لکه څنګه چې دا شونې نه ده چې هر کس دې ډاکتر شي، هر کس دې انجینر شي، هر کس دې ساینس پوه شي،او ... که څوک غواړي چې ددغو چارو متخصص شي هغه بیا باید دهغه فن ټول اسباب او غوښتنې په ځان کې راولي، او که نه نو بیا به داسې څه کوي چې هم به دده لپاره ګټور نه وي او هم دخلکو لپاره، او داسې سهوې به ترېنه کېږي چې بیا به یې جبیره کولای نه شي، لکه څه رنګه چې ډاکتري، انجینري، ساینس، او نور کسبونه او فنون پرته له استاذ نه امکان نه لري همدا رنګه دین هم، بلکې دین بیا تر ټولو مهم دی، سمه ده حکمتیار صاحب به څه لوستل او لیکل کړي وي یا به یې کوي، خو دا چې دیني علوم یې له استاذانو نه په پوره او مفصله توګه لوستي وي دا بیا هغه څه دي چې دی ترېنه بې برخې دۍ، او همدا لامل دی چې ده په خپل تفسیر کې داسې څه لیکلي چې داسلامي امت دجمهورو او مشهورو او تکړه مفسرینو څخه یې مخالفت پکې کړی، دمثال په طور لکه دآدم علیه السلام خلقت، دابابیلو کېسه، او همدا رنګه په خپلو ځينو لیکنو کې یې آن چې صحابوو ته داسې نسبتونه کړي دي چې ډېر خطرناک تمامیږي، داسراء او معراج، دپیریانو دلیدو او داسې نورو مسایلو کې یې لویې لويې سهوې کړي دي، چې دلته دټولو څېړل امکان نه لري، که څه هم چې دځينو په هکله یې ځینو لیکوالانو او علماوو لیکنې کړي دي، چې دهغې له جملې څخه یوه هم په همدغه ټول افغان کې دعبد الرحمن فدایي په نامه کوم لیکوال لیکنه کړېده، هغه څه یې پکې لیکلي دی کوم چې حکمتیار دصحابوو په هکله ویلي دي، چې ګواکي صحابوو باید احادیث راټول کړي وای په یوکتاب کې یې لیکلي وای، په دې مانا چې حکمتیار له صحابوو څخه ښه پوهيږي، او ستونزه همدلته ده چې حکمتیار له کتاب نه ځان ملا کړی استاذ ته نه دی ناست نو ځکه له دا رنګه مشکلاتو سره مخ کیږي او له دې نه خو بیا خطرناکه دا ده چې دی دا نه مني چې احادیث وحیې دي، نو شاهد جانه! لږ له احتیاط نه کار اخله داسې نه چې دبل چا لپاره خپل ایمان په خطر کې واچوي، وردګ خو دینداره نیک او اسلامي شعایرو ته احترام کونکی قوم دی، دادی اوس دنیواکګرو په وړاندې سخت مقاومت کوي، نه پوهېږو چې ته ولي ددیني شعایرو په هکله دومره بې پروا یي؟!