د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ( مو‌ږ به څه کوو؟ ) یا د ژغورنې ږغ .... په اړوند .

حکمت الله حکمت 07.09.2010 14:57

دهېواد د نومیالی شاعر ، لیکوال ، ژورنالیست ، ویندوى او ملي شخصیت عبدالباري جهاني پر وخت او ځاى د ( مو‌ږ به څه کوو؟ ) لیکنه زما په اند یو تاریخي پیغام دى چې هر پر وطن مین افغان دې ته را بولي تر څو لاس په کار سي او تر خپل وس او توان پورې یو څه وکړي .
زموږ د ګران هېواد سیاسی ، ټولنیز او امنیتي وضیعت ډیر زړه دردونکى دى . دا وضیعت د ګاونډیو هیوادو د بد نیت ، د نړیوالو زبرځواکونو د لویو پټو موخواو د کورنیو ټوپک سالارانو او فاسدو چارواکود کړو وړو نتیجه ده چې د اورپه لمبو کې يې بې ګناه افغانان په خاص ډول پښتانه سوځل کیږي .
په داسې حالاتو کې د جهاني صاحب دې بلنې ته زه د ملی ژغورنې د ږغ په سترګه ګورم اوپر هر وطن پال په خاصه بیا پر روڼ اندويې فرض ګڼم چې ددی ږغ ملا تړې شي .

راځۍ د پرونیو کینو ، ایدیولوژیکو ، سازماني ، قومي ، ژبني ، لهجوي او... اختلافونو پرته دهیواد د راتلونکي لپاره لاسونه سره ور کړو او د جهاني صاحب بلنې ته لبیک ووایو .

حکمت الله حکمت
سویډن 2010907