د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حمزه بابا په ياد

جاوید احمدزی 29.07.2011 00:25

د لوی او بخښونکي خدای په نامه
لکه څرنکه چې تاسو ته پته ده څو ورځی مخکی د ارواښاد حمزه بابا پرمزار حمله او چاودنه وشوه ٠
زه په ډیرو سختو ټکو دغه کار غندم،رب دې وکړی چې بېا داسی زړه بوږنونکی پيښي تکرارې نه شی ،او زمونږ د لراوبر هېواد نه د جهل دا تور تغر د تل لپاره ټول شی ٠
زه خو په ځان کې دومره توان نه وينم چه د حمزه بابا پر نظم يا نثر څه وليکم يا څه ووايم ، خو زه به د بابا سوانح چه د دی په خپل قلم ليکل شوی تاسو ته وړانی کړم ، او همدارنګه د بابا د نثر يوه نمونه تاسو ته پېش کړم ، دا هم اړینه بولم چه ووايم ما دا معلومات د اوسني ليکوال له کتاب نه اخستي دي ٠
حمزه بابا وايی:
- زما نوم امیر حمزه او کنیت (لقب) ابوالمراد دئ،دپلار نامه مې ملک بازميرخان دئ په لواړکي کې په 1907 پيدا شوم د شپږو کالو په عمر کې د لواړکي په مدرسه کې داخل شوم ،د اتو کالو په عمر کې د دارالعلوم اسلاميه پېښور په مدرسه کې داخل شوم، د وړوکوالي نه زما طبیت د سبق سره جوړ نه و او ما به د تعليم نه ګريز کاوه ،په پنځم جماعت کښي زما شاعرانه فطرت غزونه وکړه، او ما د شاعرۍ بسم الله په اردو ژبه وکړه ، مولانای محترم حضرت عبدالقادر صاحب اصلاح راکوله د نهم جماعت نه پس زما ازاد فطرت د هر يو قيد زنځيرونه وشلول او ما تعليم ته په مخه دي ښه وويل،پلار مې يو مالدار او ملک او سرکاري ټېکه دار وو، د معاش د غم نه اوزګار وم په اردو ژبه مې افسانې او غزلې ليکلې او هم دغه وجه و ، چې ما د اسبابو په دې دنيا کې يو کسب هم زده نه کړی شو٠
په 1930ع کال زما والد وفات وموند هم دغه کال و چې زه د تصوف دنیا ته مايل شوم، په 1933 کښي ما ته خپل شيخ سيدعبدالستار صاحب چشتي هدايت وکړ، چې د اردو په ځای د خپلې مورنۍ ژبې پښتو ادب ته توجه وکړم ، ځکه چې د هغو په خيال ما په خپله ژبه ظلم کاوه ، د هغوی د ارشاد څه داسي اثر و چې زم ذهن په معجزانه تور د اردو د ګلانو ډکه لمن څند وهله او د خپلې ژبې اغزن ماحول ته يې غيږ پرانسته زما د وړمی غزل مطلع دا و :
ريږدی د مستۍ نه ساغر، وجد پيمانه کوي
دا ساقي ګلرخ چې نظر دوی ته جانانه کوي

د 1941 په اخر کښي زه د پښتو لیلی مجنون د سندرو او مکالمو لپاره د بمبئ يوې فلمي کمپنۍ وبللم، په دغو ورځو کښي زما شاعرۍ ټول روح د غزل په شکل کې څرګند شوو او د خپل مخصوص رنګ په وجه ما ته د خپل وطن ښاغلو شاعرانو د غزل استاد ویل او ما د پېښور راډيو لپاره ډيري ډرامې او نظمونه ليکلی وو ، د دې نه پخوا ما په 1937ع کښي د تصوف په حقله يو کتاب (تجلیات محمدیه) هم ليکلی وو، چې هغه طبع شوی او هم په دې کال ما د پېښور يوه مجله ((رڼا)) جاي کړيده٠
د 1930ع نه زه په یوه دماغي مرض مبتلا يم دغه وجه ده چې زما اثار ډیر کو دي بېا هم زما موجوده اشعارو تعداد به د شلوزرو نه کم نه وي ٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠
د غزل بابا له 15 نه ډير چاپي اثا لري ، زياتی مقالې ، افسانې او رسالې هم ليکلی دي زه به دبيلکی په توکه دلته د ادبي نثر يوه نمونه وړاندی کړم ٠ زه بې پته نه يم

که هر څه ووايې خو زه بې پته نه يم ٠
جوړ ته مې پښتون نه ګڼی ٠
ما ته غيوره پښتنه ښکارې، دا خبره خو ستا د خولې نه ، نه ښکاري، او د چا اثر درباندي شوی دئ ؟ زما مينې زه بې پته نه يم ٠
زما مينې ! زما خو دومره قصور دئ چې تا ته مې هغه پخوانۍ وعده درياده کړيده ٠ هلته ته پښتنه وې ، او چې پيغلتوب دي د ټولو مستو او رنګينو سره راغی نو سترګې دي بدي کړې ٠
ستا د پښتنولۍ هغه جذبه پروسږنۍ څه شوه ؟
د بې پتۍ اثراتو دې په احساس قبضه وکړه،اوس که تا زه د هغه جذبې د وجی بې پته وکڼم او بې پته درته ووايم نو بېا ځان ته په کومه خوله پتي وايم؟ ځکه خو زه وايم چی زه بې پته نه يم ٠
ما خو دا ويل چې پښتنې جونه ساده او د سپين زړه خاوندي وي خو زه مجبور شوم چې خپله دا نظريه بدله کړم ، خصوصا ستا په حق کښي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠
خپه کيږې به نه خوږې پښتنې !
ستا په شان ډېرو پښتنو جونو خپل تهذيب ته شا کړه ،خپل قامي روايات يې هېر کړل ، د پښتنو جونو هغه غټي غټي دحيا جامې ترکې کړې د دنداسي په ځای يې لپ سټک او پوډر غوره کړل، خپل فطري حسن يې په مغربي سينګار ګاڼه کړو ، ساده کي چې د حسن روح ده پاتی نه شوه، پښتنو جونو په خپل حسن په مغربي نقلي نظر تنقيد کړو٠ خپله ژبه ورته د جاهلانو ښکاره شوه ، د پښتنو تهذيب ورته خنجاړي ژاولي وبريښيدو، او د مغرب د پيغلو نقل ورته ښه ښکاره شو ٠
زه د پخواني تهذيب دلداده، په ږيره بريتو مين، د هيټ په ځای د پګړی خواهشمند د څادر او څپلو غوره کونکی، د سينما هال په ځای د جماعت مينه دار ، که هر څو زه ووايم چی زه بې پته نه يم خو په ګاني جوکه کله لکيدی شی ؟ زه په خپل فطري کړه وړه او امتيازي رنګ کښي تنقيد او ترميم کل د قانون خلاف کڼم، زه د قدرت د دې منشا په مطابق چې په دنيا کښي به هميشه ډير قومونه اباد وي ، او هر يو په خپل معاشرت ، تهذيب او تمدن کښي يو امتيازي رنګ لري پښتون اوسيدل غواړم٠ زما په پس منظر کښي پرښيدلی روايات موجود دي ، که تا د پردي تهذيب چشمې له سترګو پورته کړې او د پښتون تهذيب په چشمو کښي دي ما ته نظر وکړو نو تا ته به خپله غلطي معلومه شی ٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠
ته به زما د محبت ځواب په محبت راکړې ، دا غيرت به دې خوښ شی ، او ته به پوه شې چې دا ټول د خارجي اثراتو وجه ده ٠ بيا به ته ما بې پته نه کڼی او زه به په هسکه غړۍ ویلی شم چې !
زه بې پته نه يم
ارواښاد حمزه شينواری د ١٣٧٢ کال د دلو پر ٢٩ د ٨٧ کالونه په عمر وفات او د دلو پر ٣٠ مه د خېبر درې په خپله پلنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شو ٠ مننه جاويد احمدزی له بلجيم څخه