د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چا ته ژوند ښکلی دی ؟!

محمود نظری 30.06.2011 18:53

د واده د ډنګ و ډونګ او اټنونو وروسته
ښکلې ناوی د زوم کره روانه سوه
ناببره د زوم موټر په هواسو
د ناوی پلار، وړونه او زوم اوزی اوزی سوه
ناوی ته بې ز ومه ژوند ښکلی دی ؟!
ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
سپين ږیری د ماجد مخته په دو ګوتو ناست
په چرت کې ډوب و
سترګې یې په رپيدونکو جنډو ګنډلی
چې دزامنو ناویانی او لمسیان به یې څوک ساتي
دتندي خواشینو ګونځو ته يې ژوند ښکلی دی ؟!

ژوند ژ وند
ژوند ښکلی دی
خپل د کورنۍ یوازینی پاته ګوډ ماشوم
خپل ګړوپ سوی کور ته په چګس ولاړ
دهیلو دروازې يې پر مخ تړلی
سربداله دیخوا هاخو ګرځي د کوم شی په لټه
هغه ته یوازی ژوند ښکلی دی ؟!
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

پلار دخپل شهید زوی سر په غیږ کې نیولی
ګوري ګوتې یې نسته !
دپښې بوجله یې څه سوه؟
اریان دریان خپل زوی ته ګوري اوب کوي !
دپښو له تر په لوېدې پلار ته یې ژوند ښکلی دی ؟!

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
د سپین کفنو ماشومانو په کتار کي
دچا پښه دچا سر نسته
هر خواته په خاورو کې غوښې شتلی وهی
پلرونه ته يي د زوی پیدا سوی مړوند ښکلی ده ؟!

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

هر شپه د خیراتي سولاغی الوتکې بونګاده
له غړم سره يې چوپه چوپتیا سي
ورپسې يې بیا د لیوانو انګولا سي
د شپې د ناوی زلفې د عد الت په زمونځ زمونځیږی
زموږ په کلی کي ژوند ښکلی دی ؟!

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی


یه خلکو ! يه خلکو! يه خلکو!
اې بې غمو خلکو !
مه ګوری د درواغو په سترګه
دلته کلي نسته هدیرې دي
زموږ له ښکلو ژوند والاوو څخه ګیلې دی
راسې زموږ د هدیرو جنډې وګورئ
موږ ته په هدیرو کې ژوند ښکلی دی؟!
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
اې د دجال جنتیانو ! د فرعون قبطیانو!
د قارون همسبقانو!
دډالرو دلالانو! د پردو ګوداګیانو!
اوان که زمنت دیګران بیغم است
دلته یوازی هغو ته ژوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
هغو ته ژوند ښکلی دی

په دې خر په خر ګردانه هیواد کي
بزرګانو پښه پر پښه اړولې
یو مو ونې پی کوي
بل مو سرونه پی کوي
کور په شا پښتون ته ژوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی


خیراتی سولاغه( تل په حرکت کي )، اوزی اوزی( اندام اندام)