د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرچپه لقبونه

محمود نظری 22.03.2016 10:42

په دې حال کې څنګه په ارګ کې آرام خوب درځي
ستا په دې بې وسه عبثه ژوند مو ږ ته راځي ژړا
کله خدای سې د ولس قاتل ته ورکوې جنت
کله د بنده بنده سې په لقبونوکې څه ده سخا
خپل زوی، لور او مور ته عدالت ورکوای نسې
دغر اوپيل خبرې پریږده موږمجرم ته غواړو جزا
****
چې له نوم سره صفت وي اسلامي
هر څه یې بوله مه یې بوله اسلامي
چې له نوم سره یې وي دیموکراتیک
کابل ښاریې بوله بیله اشاره او ترافیک
چې د یو دولت نارې وي د دیموکراسي
هغه ځای اصلي دی ځای دخرکوسي
چې نوم دکوم ځای وي سپینه ماڼۍ
هغه دتورو دسیسوبوله توره قطۍ
هغه چې د اسلام په نوم کوي فساد
هغه د مسلمانانو په وژولو کوي جهاد
دوحدت د شهید مقام ورکول مزاري ته
یا د سولې دشهید مقام ورکول رباني ته
د ملي اتل مقام ورکول دشورا نظار مسعود ته
دي لکه د ښه مسلمان لقب ورکول ربی یهود ته
صفتونه په مهرباندې تل چپه وهل کیږي
په خوب کې په خوړو څوک کله مړیږي
ددنیا سیاست په همدې چټلیوچلیږي
ښه په بد، بد په ښه لکه خوب تعبیریږي
***
دهغه چې ټوله انرژي په خبرو لګیږي
کارکولو ته دهغه انرژي کله پاته کیږي
دې دولت ته دغلو دولت ویل کیږي
دهر غل او خاین تلین لمانځل کیږي
چې تر ټولولوی واکمن یې لوی قاتلان وي
خلیلي ،عبداله محقیق سیاف یې ویاندان وي
دا دولت نه دی دا د غلو سمه داړه ده
چور اوچپاول په نامه د جوړه جاړه ده
هر غله ته ورکړل سوی خپله سهمیه ده
هریوپه خپله برخه کې جوړه کړې تړبوخه ده
هغه وخت به بد بد ،ښه ښه بلل کیږي
چې په وطن کی د ولس دولت وچلیږي
تړبوخه( بدبوی )