خاین ته نوې سزا کشف سوه
18.12.2016 16:46طنز
ساده پټانان په دې ښارکې کله دوام کوای سي
یوازې مور ازاره لوچکان دلته لازوال سي
په لویوغټو خبرو خلک دلته اوس چاغیږي
کوچنی کیسه بر دلته کله لوی کوټوال سي
چې په حمام کې ږغ خپل یو واري واوري
سبا بیا تلویزیونو کې پتلون څیري قوال سي
پيسه ډالر دلته په واکمنو ډیرښه لګیږي
پوخ واسطه دار مو اخیرنسلي واکوال سي
تر هر څه ساز او موسیقي ډیره وده کړې
ښه سازي دلته تر ټولو ښه چغنیوال سي
هغه ټګ پر مخ ځي دې ښه ودان وطن کې
چې هر ه ورځ یې له مشره سره جنجال سي
هغه چې دې وطن ته تر پردو غلو ښه غواړي
زموږ واکمنو ته هغه طالب یا ترهوال سي
هغوچې زموږ وطن سم و پلور او ویجاړ کړ
هغه دامریکا لخوا زموږ غټ پازوال سي
هغه چې بیګناه تر ټولو بیخی ډیر مړه کړه
هغه اخیر ارشد مشاور وزیر یا ښاروال سي
دښځو او سپین ږیرو حقوق دلته خوندې دي
ځکه لوی لواط او زناکار اول مرستیال سي
دیموکراسي ده واکمن هر څه کولاي سي
باید هر کارمند دخاینانو غوړه مال سي
کنه خدای دي ساته د مرستیال له زاړه متاره
وايي په لسو متارانو د بدو دبدبه کله پایمال سي
خوشحاله وم دخیره یوخاین بهر محاکمه سو
خبرنه وم خلکو ته لا ښه د هغه دسپي اعمال سي
مشر وایي هغسې خاین ته خدای ورکوي سزا
ولي زما ګران خاینان ناحقه اوس سر بدال سي
یو وار اوازه سو ه څنګه محاکمه خاینان سي
ښه جزا ده که د وستم اوباډیګاردان یې فعال سي
دا ډاډ درکوم خیانت له دې وطنه ورکیږي
که یو وار دا نوې سزا ونیول په نیک فال سي
د خاین د کالو ځای به ونیسي ټیمي پرتوګان
ان دارګ سینګاریان به اغوستی ترپال سي
ددې ښه مرستیال بله ګټه نسته بیله دا
دا کار به وړونکی د اسکار جایزې د کال سي
خدای دی ان خاین د اخیري برچې ساتي
په دې سزا به ټو ل خیانتونه دلته ډوکال سي
نوم به په دې کار د مشرانو ډیر والامقام سي
ځکه مشهور به یې ابتکار داول مرستیال سي
ټول خاینان به له وطنه په یو تراټ وتښتي
په بل څه ولس خوښ نسو په دی به خوشحال سي
دا ډول طبیعي سزا په دنیا کې ښه ابتکار دی
ډبل متفکر به باچا او دهغه اول مرستیال سي
دارګ هغه نارینو ته چې سینګار کوي په کار ده
چي له دوستمه ساتونکی دخپل مالاومنال سي
چغنیوال ( نداف ) ډوکال(قحط)