د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا د ویاندمرستیال بیا څه شی دی ؟!

محمود نظری 24.07.2016 23:41

ټوله دنیا دهغه په ټګی برګي کټ کټ خاندي
بادار او یارانو ته یې ناټک او ساتیری وي ویاند
دا کار اوس د نوم لرونکي او چالاکه سړي دی
په خلکو کې چې ګورې هغه سوپری وي ویاند
( سوپری: رذیل)
***
د ویاند اصلي لغوي مانا ده زنه لغړ
د اولنیو په اصطلاح چې وي ښه بازیګر
څه وخت یې نوم شوخ بچه کابل وو
بیا څه مهال وروسته سو هغه لنډغر
په دیموکراسۍ کې دخبرولوچک دی
دهوا په تغیر ښوري دا سیماب د ترمامټر
ارام ناست په درواغو ویلو اخلي تنخواه
درواغ جوړوي لیري له سل او زر کیلومټر
د امر تر شا کلک رهي وي لکه ښه حواله دار
د امر د کلمو دباد ایستلو وي ښه سلنسر
تل ځي هر چیري له نرسره میلمستیا ته
له ډیرو ګډوډو خوړو یې په نس کې وي غرپر
تل لکه کابلی ماش یو ې خوا ته لغړي
په درواغو خورا ټینګ دی لکه غویی اېغړ
دوې سترګې لري ، یوه سترګه یې ده پوچه
ټوله دنیا ته به یوه سترګه ګوري چوغر
انسان دی خو کار یې مزدوري د شیطان ده
هر کار یي دمکاري ډک وي لکه زوړ لومبړ
یو سلو اتیا درجه یې هر ګړی سوچ تغیر یږي
چې سیاست بدل سي دده هم بدل سي ګړ
دمور اوپلار وي لیونی زوی په تول بشپړ
کار یي دی تل اوومه درواغجني او متړ
سمه خبره به ترې وانه وري هیڅکله
خپله لکه جمال کوټه خبر یې دی جړبړ
له مجرم سره سم شریک دی په ګناه کي
خپل ایمان پلوري لپاره د خاین کوناټور
چې ویاند وینې ځینې تښته تر شا مه ګوره
دهغه ان په کلمه ویلو باندې مه کوه باور
دا وو د ویاند بیان څه ته وایي دویاند مرستیال ؟!
دی بیا دچا پسې رهي وي څنګه یې دی ګړبړ؟!
ما دداسې نویو دندو ځار کړې چې پوه یې لري
هم لانت وي هم خیانت وي هم د شیطان شاتر
چوغر ( یو سترکه سړی ). اېغړ(سرتمبه)،لومبړ( ګیدړ) ،متړ( کم عقل)،جړبړ( جلاب)
ګړ( خبره) ، ګړبړ( دبدبه)، شاتر( مریی)