د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې کیچړۍ

محمود نظری 14.02.2016 12:30

پښتو له دې واکمنو سره نه جوړیږي
له دښمن سره هرواکمن لري تاړۍ
هیڅ ډول ښه سوچ دلته نه چلیږي
هریو دی رهي پسې د هوایي پوکناړۍ
دپوه په خوله څوک کېله نه سپينوي
که دهغه څیري په بابولالوسي غړۍ
دلته مشاور، وزیرهغه څوک کیږي
چې سمه نه لري پزه ،وي بورۍ
***
پوهانو د لیونو د لاسه وطن پرېښود
یا یی ډالرو خولې ته اچولې تمبړۍ
څوکۍ ټولي له یوه سره ارثې سوې
نامخدا هر واکمن دچوچ پوچ لري لړۍ
چا ښوولئ دا پښتون دنیا ته دی حیوان
هغه دي چې تل په پښتون وهي دړۍ
هغه بل څوک نه دي همدا واکمنان دي
پايي د پښتنو دمړو په حلوا و غړۍ
هر لوی واکمن وژلي دي په زرو پښتانه
دهغو په وینو يې تر اوسه څرخي ارغړۍ

***
دښمن وايي پښتانه غولان بمبارد وو
د طالب په نامه ورکوو د پښتون زړۍ
ورک به اخیرنسل د مردار پښتون کړو
ځکه دهغه ټوله بدن جوړ دی د چیچړۍ
هغه ځوان چې د وطن آزادي غواړي
د هغوټولو لاسو ته اچول سوي اتکړۍ
هغه چې د ازادۍ لپاره هر خوامنډه وهي
دهغو هر یوه پښو ته اچول سوي بیړۍ
***
خیر چې د پښتون بیه لویدلې ده دنیا کې
ددنیا په بازار کې بیه نلري د یوې کوړۍ
واکمن غواړي پښتون چټ او پوپنا سي
ځکه هغه دنیا ته ښوول سوی بادجړۍ
دښت لیلي یې دپښتنوپه وینو اوبه کړه
تا وارویده کوم نرۍ ږغ د بشری نړۍ
عبدالرحمن چي په مرګ محکوم سو
په ژغورولویې ددنیا پورته سوه لمغړۍ
آمریکا غواړي خپل مرییان دلته واکمن کړي
چې موپه شتو او ناموس وکړي رغړۍ
مریی یې چې هرخیرن واکمن راولي
اعتماد ته هغه اول دپښتون ماتوي کوپړۍ
***
پوهیږي که یووار پښتون یو لاس سو
له وطنه به ټوله کړي د خراسانیانو شړۍ
هغه وخت به بیه لوړه سي د پښتون
چې د ډرن پښتون واکمن پرې سي جرړۍ
ټول پوهیږي څوک وطن آزاد غواړي
څوک غواړي ورکي کړي کږې پګړۍ

***
دا واکمنان هیڅ وخت سوله نه غواړي
ځکه دهغو د ډالري ګټو شلیږي پړۍ
په رښتیا سولې کې دوی ته څه رسیږي
هریو به بیا تښتي تر کولابه بې کیړۍ
«نظری» سوله نه راځي چې دا واکمن وي
هغوی نه دي یوازې پښتون دی خاوند مړۍ
تمبړۍ ( وړه تمبه)،بورۍ( پلن پوزی)،پوکناړۍ ( بوغی)،تاړۍ ( پیوند)،تروړۍ ( ګیدړه)، بیړۍ ( ځولني).لړۍ ( کتار)، باد جړۍ (سیلۍ راوړې واوره )،رغړۍ( سپین سترګی)، غړۍ(څو لایه غوړه ډوډۍ). کیړۍ (چپلۍ)