د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځئ مسلمانان ښکار کړو!!!

محمود نظری 15.05.2016 13:06

د چرګ حلالول آسانه دي تر بې سره مسلمان
دهرڅه د وژولو پوښتنه سته نه د بې بره مسلمان
ټوله دنیا يې په سپینه ورځ په سپين بمبارد وژني
وژني په آسانه هضم یو بل بې هنره مسلمان
شوراو غلبله ده دټولو اسلامي ملکونوپه دیګو کې
دټولو موخه یوه ده پخول غوښه د دربدره مسلمان
دې د نیا ته ولي یوازې مسلمانان بدوربوزي سول؟
تر ټولو دینونوتر خلکو یوازې سوه بدتره مسلمان
داچې داسلام ټول پاچاهان ددجال مرییان سوي
خودبه اشر وي په کور ددي بې رهبره مسلمان
په فلسطین، سوريه اوعراق کې هم اتش بازی ده
هم ټوله دنیا افغان ګڼې ډیر سخت سره مسلمان
که مسلمان یو مړ کړي هغه جاني او تروریست دی
که یهود سل مړه کړي لا دی ډیر بهتره ترمسلمان
دسترګی تړلی پیغلی دتلې موازینه بې پانګه سوې ده
دیهود په یو مړي دفلسطین په زر ده لا بره د مسلمان
که په بمبارد کې ماجد، پټی کور دمسلمان ویجاړ سي
تروریست دی چې پاته ترې روغ سي یو جره مسلمان
دا دوه رنګه سیاست به تر هغه په دې دنیا کې چلیږي
تر هغه چې یو موټي نسي ټول له یوه سره مسلمان
دا هغه وخت کیدای سي چې هیڅ امکان نه لري
چې اسلامي مشران نسي په خدای نا باوره مسلمان
اسلام ته یو شین خوټي پوه مشر اوس په کار دی
چې وي هغه نا پوهې او تیري ته بادساره مسلمان
***
فرض او واجب دي له ټولو ښو مسلمانانو پاته
په بدلو حدیثو یې سوه خبره اتره د ښه مسلمان
له علم او پوه څخه ټوله سل میله لیري پاته سول
په بې علمي افتخار کوي جاهل خپلسره مسلمان
دقران په سمه مانا یو مسلمان سم نه پو هیږي
په بدل حدیث سر ماتوي دا بې باوره مسلمان
یو اسلام ځکه اوس دوه اویا فرقې سو
په خوله کوي د شیطان هر بې خبره مسلمان
***
راځي یو وار په پاک قران خپله سر خلاص کړو
مشرک باید نسي موږ کې تر ټولو پوه تره مسلمان
راځئ چې په خپله لاره چاره یو وار وکړو بیا غور
په قران باید نسې یو هم بې خبره مسلمان
پیغمر چې څیري کړ خپل لیکلی حدیث
پوهیده ژر غولیږي په دې بداختره مسلمان
شیطان په حدیثونو کې اختلاف پیدا کړ
دوه اویا ټوټې یې کړ اسلام بې مهتره مسلمان
یو دبل دښمنان سوله ټوله مسلمانان
ټوله وژني لکه مچان دا بې خبره مبره مسلمان
وروره قران ولوله یو وار په خپله مورنۍ ژبه
مه کوه هغه چې کوي هر خرمهره مسلمان
نه چي سي مسلمان ستړی خدا ی ناراضه
مړ مو دوږخي سي شهید مو بې بهره مسلمان
په اوسنیو ملایانو باور مه کوه مسلمانه
نن پیسو ته ایمان نه لري اکثره مسلمان
دا دبې ګناهو وژل ګوره جهاد دی ته اوخدای
داعملونه دی داسلام دډیربې خبره بسلمان
غچ،مرض او لیونتوب يي بوله نه جهاد
جهاد په بالغ فرض دی نه کم عمره مسلمان
د ټولو بیګناه شهیدانو خون دی د هغه په غاړه
چې ان شیطان دی دهغه لا هم بهتره مسلمان
تره (ویره)، نااتره( بی خبره) . جره( یوازی)