د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فاتح الملك ننګ يوسفزى:ډرامه د ژوند تر ټولو لنډ، غوره او ورته انځور دى

امیرجان وحید احمدزی 06.02.2011 13:08

يادونه: د هېواد د نوميالي او پياوړي ډرامه ليكوال، شاعر، سياستوال، پوه، درانه، وياړلي او ښاغلي مشر فاتح الملك ننګ يوسفزي ملګرو، مينه والو او خواخوږو د ۱۳۸۹كال په پسرلي كې د نوموړي د ارزښتناكو علمي، ملي، سياسي، هنري او ادبي كړنو، لاسته راوړنو، هلو ځلو او خدمتونو د قدرونې او نمانځې په موخه په پلازمېنه كابل كې د يوې لويې غونډې د رابللو تابيا كړې وه.
د نورو ګڼو ليكوالو په څېر ما هم د يوه كشر په توګه د خپل دغه نوميالي او مستحق مشر ښاغلي ننګ يوسفزي صيب د حق د ادا او پر ځاى كولو په موخه د نوموړي د ډرامو د فن او هنر په هكله د يو څه ليكلو تابيا وكړه، خو د دغه مستحق ليكوال په هكله د څه ليكلو لپاره زه بېخي تش ذهنى وم، ځكه هغه مهال چې د ده ډرامې له كابل راډيو څخه خپرېدلې لا زما پيدايښت نه وو شوى. په كتابونو او چاپي خپروونو كې مې هم د هغه كومه ډرامه نه وه لوستې او نه مې لا تر دغه مهاله له نوموړي سره ليده كاته شوي وو.
له همدې امله مې د خپلې ليكنې د بشپړولو لپاره له ښاغلي ننګ صيب سره مركه غوره وګڼله. همداسې مې وكړل. یو ماښام کېناستم. په څو ساعتونو كې مې څه كم سل پوښتنې سره را جوړې كړې. بيا مې ښاغلي ډاكټر محمداكبر اكبر ته د برېښناليك له لارې واستولې. ډاكټر صيب اكبر خپل ګران اومهربان پلار ښاغلي ننګ صيب ته ايمېل كړې وې.
له همدې امله ښايي مركه له مسلكي پلوه ګڼې نيمګړتياوې ولري او ډېرې پوښتنې په كې چې بايد شوې واى نه وي شوي، ځكه د مركې پرمهال ښاغلى ننګ صيب په پېښور كې وو او زه په كابل كې. ما ورته ليكلې پوښتنې ور واستولې او دروند ننګ صيب په زهير ځان ټول ځوابونه په لاس ليكلي كابل ته را واستول.په ليكنه كې د ښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامو او د ده دډرامه ليكنې د لارو چارو په اړه ډېرڅه لوستلى شئ.
د مركې ټولې نيمګړتياوې د ځان پړه ګڼمه او له امله يې له تاسو ښاغلو لوستونکو څخه مخكې له مخكې بښنه غواړم. اميد دى چې په خپله لویي مې وبښئ.
وحيد احمدزی

پوښتنه: ښاغلى ننګ صيب د ډرامې په تعريفونو كې كوم يوستاسو خوښ دى؟
ځواب: ډېرې خولې ډېرې خبرې. د ډرام په اړه به ډېرو ښاغلو ډېر او بېلابېل تعريفونه كړي وي اوباور دى چې ښه به يې كړي وي، خو زما په اند او فكر ډرام ژوند ته د ژوند تر ټولو لنډ غوره او ورته انځور دى. دا د انساني او په بيا بيا زموږ د پښتنو د ټولينز ژوند د تورو ګوټونو د روڼولو، كږو لارو د نېغولو او د اجتماع د تېروتنو د سمون او اصلاح دپاره ډېره پازه ، منه، اغېزمنه او موثره ذريعه ده. دومره موثره كه زما وس كېدى، نو مابه د تكړه هنرمندانو او لوبغاړو د بېلابېلو ټولګيو او ټيمونو له لارې د ډېرو ليرې ليرې پښتون مېشتو سيمو ګوټ ګوټ ته د ډېرو غښتلو ډرامه ليكونكو اصلاحي ډرامې رسولې واى او په دې ډول به مې د خپل ولس د ژوند د تورو ګوټونو د روڼولو پرلپسې هڅې كړې واى.
پوښتنه: د دې ښېګڼې به څه وي؟
ځواب: د يوه ولس د خرافاتي ژوند له اصلاح نه به لا نورې زياتې ښېګڼې څه وي؟
پوښتنه: د ډرامې په اړه ستاسو خپل تعريف څه شى دى؟
ځواب: همدغه چې د لومړنۍ پوښتنې په ځواب كې مې ليكلى دى.
پوښتنه: ستاسو په نظر ډرامه بايد ډېره بوختونكې (تفريحي) وي او كه پوهنيزه؟
ځواب: د ټولنيز ژوند د سمون دپاره د ليكلو ډرامو ټولې موخې تل پوهنيزې وي، خو زما په فكر ښه ليكنه هاغه ده چې د وړاندې كوونې په وخت كې يې تفريحي اړخ هم په زړه پورې وي، ځكه خو زه دا د يوه ليكوال غښتلتوب او كمال ګڼم چې هاغه خپلې ډېرې پخې خبرې د ګټورو اصلاحي مقاصدو د ترلاسه كولو دپاره خپل ژواكمن استدلال، د طنز او طرح سره ګډ ګا ډېره د خپلو ليدونكو، اورېدونكو او لوستونكو ذهنونو ته په موثر ډول ورسولى شي.
پوښتنه: په ډرامه كې د يو پيغام وركول لازم ګڼئ او كه د څو پيغامونو؟
ځواب: ډرامه ليكلى كېږي هم د يوه پيغام او مقصد رسولو دپاره. دابيا د ليكونكي كمال دى چې هاغه څنګه كولى شي چې په يوه مركزي خيال او پيغام كې نور ملګري او ضمني خيالونه داسې ورګډ كړي چې دليكونكي د مركزي تصور مركزيت ورنه ژوبل نه شي او ليدونكى، اورېدونكى او كتونكى په دې كړكېچ اخته نه كړي چې پوهه يې د لويو او وړو پيغامونو تر منځ خپله لاره وركه كړي.
پوښتنه: ډرامه په هره موضوع ليكل كېدلى شي او كه په ځانګړو؟
ځواب: د ډرامې د ليكلو تر ټولو لوى پلاټ او ډګر انساني ژوند دى. ډرامه د همدې ژوند د انځور تصويركشۍ او اصلاح دپاره ليكل كېږي او څنګه چې د ژوند ډګر ډېر پراخ دى، نو ځكه ټول ژوند، د ټولو ډرامو د ليكلو دپاره تر ټولو لويه موضوع ده.
اوس نو دا د يوه ليكونكي د توان ژواك، ځانګړى انتخابي ذوق او د فكر د معيار په پوړ پوړۍ پورې اړه لري چې هاغه د كومې كچې كومه موضوع د خپلې ليكنې لپاره چوڼ كوي؟ كه دا ډرامه وي، كه افسانه او يا بله كومه ليكنه .
پوښتنه: سياسي ، اقتصادي او نور وچ موضوعات څنګه د ډرامې د هنر په ګاڼه پسوللى شو؟
ځواب: ليكوال چې په هره موضوع ليكلو ته ځان جوړوي، نو تر ټولو دمخه ورته دا پكار دى چې هغه په خپله خپل ځان وتلي چې دى په دغه موضوع باندې د معلوماتو له مخې او عملاً څومره برلاسى دى؟
بله دا چې دا وګوري چې ليدونكي، اورېدونكي او كتونكي يې د فكر او افاقي معلوماتو له مخې د كومې كچې او كوم معيار دى؟
نو كه چېرې دى ځان د دې جوګه وګڼي چې دا څه چې غواړي په داسې كولو د ده مټ بر دى بيا، خو نو واه، واه نو بيا هيڅ مشكل نه وي چې يو ليكوال داسې وچ موضوعات هم د هنر په ګاڼه ونه پسوللى شي او كه داسې نه وي، نو د داسې يوې موضوع د څېړلو او ليكلو هڅه كول پرته له دې چې د يوه ليكوال د نوم شهرت د غاړې غور شي ، بله هيڅ ترې نه جوړېږي.
پوښتنه: په ډرامه كې منطق ته پام پكار دى او كه خيال ته؟
ځواب: انسان ته ځكه د اشرف المخلوقات لوړمقام حاصل دى چې دى د نورو ژوو اوساكښو تر مځ حيوان ناطق دى، خبرې كولى شي او د شعور سره سره د عقل او مميزه قوت له فضليت نه هم برخمن دى، نوځكه د انسان په هره كړنه، كوونه او وينا كې چې دمنطق او استدلال توان ژواك نه وي، بيا خو فكر كوم چې داسې څه به سړى ولې او څنګه د يوه انساني فكر د ښو معيارونو سره سم وګڼي؟
پاتې شوه د خيال خبره، نو خيال يوه ليكوال ته د يوې موضوع په هكله د چوڼ او انتخاب ابتدايي تصور او الهام وركولى شي او بيا وروسته ورسره د الفاظو په اجضار،استخدام او د الفاظو او جملو د غوره او كيڼ ترمنځ په توپير او انتخاب كې مرستندويه كېدلى شي چې دا ټول څه ديوې موضوع د رسولوپه كړنه، كوونه كې ښۀ برخه لري، خو تر دې اخوا نورې خبرې، نو دا په استدلال او منطق پورې اړه لري چې زه په خپله هم داسې فكر كوم. پاتې شوه د نورو ښاغلو خبره نو كېدلى شي چې هغوى له مانه زيات ښۀ فكر كړى وي او يايې وكړي.
پوښتنه: په ډرامه كې د يو ولس د تېر تكرار ګټور دى او كه د راتلونكي لارښوونه؟
ځواب: ډرامه، افسانه او نورې هره يوه ليكنه كېږي هم د دې لپاره چې د يوه ولس د ټولنيز يا ځانګړي ژوند تېروتنې وغندي، تنقيد ورباندې وكړي تر څو چې دغه ولس ته د يوه غوره فكر او سمون لارښوونه وشي. داسې لارښوونه چې د تېر ژوند تېروتنې او كږې كړنې كوونې بېرته راغبرګې نه كړي او نادودې اوناپړيتې يې بابېړى ونه كړي، نو د داسې كولو د پاره چې يوه ليكونكي ته تېر وختونه او ماضي نه وي پرته، نواخر د څه څيز اصلا ح به كوي. له دې كبله د تېر ژوند د تېروتنوپه نښه كولونه وروسته يو ليكونكى د هغو له مخې كولى شي چې د خپل ملت فكر ته د ژوند يو نوى اصلاحي روش او د لارې رڼا وركړي.
پوښتنه: تاسو په خپلو ډرامو كې كوم يوه ته ډېر پام كړى دى؟
ځواب: ما په خپلو ډرامو او افسانو كې همدغه ډول څه كړي دي چې ستاسو د نهمې پوښتنې په ځواب كې مې ليكلي دي.
پوښتنه: د ډرامې ژبه څه وړ پكار ده شاعرانه، عاميانه، هنري، علمي او كه معياري؟
ځواب: ژبه د پوهولو او پوهېدنې، افهام او تفهيم ذريعه ده، نو راځئ چې دا خبره يوه ليكوال ته پرېږدو چې هغه د خپلو نندارچيانو ذهن او فكر ته د خپلې ليكنې مقاصد د ژبې د كوم يو ډول په خپلولو په زيات اغېزمن او موثر ډول رسولى شي. پاتې شوه د معيار خبره، نو هره كړنه ځانته بېلابېل معيارونه لري. ټولې كړنې د يوه ځانګړي معيار په تله نه شو تللى او كه يوليكوال په دې هم نه پوهېږي چې د خپلې ليكنې مقاصد په كومه وړ او مناسبه طريقه د خپلو وګړو ذهنونو ته ورسوي، نو بيا خو دې د دغه ليكوال خداى مل شي.
پوښتنه: څه وخت مو ډرامه ليكنه پيل كړه؟
ځواب: لكه چې يا به يو پنځوسم عيسوي كال وو او يا دوپنځوسم.
پوښتنه: دغه مهال تاسو د څو كالو وئ؟
ځواب: د شلو كالو په خواو شا كې به وم.
پوښتنه: څه دنده مو لرله؟
ځواب: هغه وخت زه د سرحداتو د مستقل رياست د تبليغاتو غړى وم.
پوښتنه: ډرامه ليكنه مو خپله خوښه وه او كه د نورو هڅونه؟
ځواب: د ډرامې ليكنې فن يو ځانګړى استعداد او ذوق ته اړ وي او هر چاته چې رب هم دا څه وركړي وي همغه په دې لاره كې پل اخيستلى او پر مختللى شي.
پاتې شوه د هڅونې خبره، نو فكر كوم چې تر هڅونې به زيات ستاينه اغېزمنه وي، ځكه چې هڅونه له پيل نه مخكې او ستاينه تر كړنې او ليكنې نه وروسته وي.
پوښتنه: په لومړيو كې چا درته لارښوونه كوله يا لږ ترلږه خپلې ليكلې ډرامې مو چاته د كتلو لپاره ورښودلې؟
ځواب: زما غوندې بې ليارو ته به څوك څه لارې ښيي. باور وكړئ چې نه راته چا لاره ښودلې او نه مې خپله ليكلې ډرامه چاته ښودلې ده، ځكه خو لا تراوسه پورې بې لارې يم.
هان يوه خبره ضرور وه چې زه په اردو ژبه بلهار او امباري ښه پوهېږم او د افسانو او ناولونو لوستلوسره مې زياته مينه درلودله، نو د هند د نامتوليكوال منشي پريم چندر يو څو ناولونه لكه ګوډان، سيواسدن،پريم چوپړه او ځينې نور چې اوس يې نومونه رانه هېر دي ما په ډېره مينه لوستلي وو او له هغې نه مې د افسانې او ناول ليكلو فكري او فني الهام اخيستى وو، نو كه د چا د ليكلو په لوستلو، له هغې نه په الهام اخيستلو او د ډرامې او ناول د ليكلو په ډول او طريقه زده كولو بندې هم څوك د چا شاګرد كېدلى شي، نو بيا خو زه په زغرده دا ويلى شم چې منشي پريم چند زما استاد وو او دى.
تر دغې را دېخوا د پښتو د نامتو ليكوال سيد راحت ذاخېلي ځينو ليكنو او د ماسټر عبدالكريم ځينو ډرامو لكه سپور د پرېو تو دى، بي بي بله خړه، د خان مېښې اوځينې نورو ليكنو زما ذوق او ذهن ته ښه بله رڼا را بښلې وه، خو كله چې ما په خپله په ډرامه ليكلو پيل وكړو، نو دغه وخت د افغانستان دروند ادبي او علمي شخصيت استاد عبدالروف بېنوا په افغانستان كې يواځينى پښتو ډرامه ليكوال وو، خو ما كله هم هغوى ته خپله ډرامه د يو شاګرد په حيث د لارښوونې دپاره نه ده وړاندې كړې او كېداى شي چې دا ما ښه نه وي كړي، ځكه چې كه ما د دغه دروندپښتون او غښتلي ليكوال د شاګردي وياړ ترلاسه كړى واى، نو كېداى شوه چې دا زما د ځان او زما د قلمي توان ژواك د لا ژواكمنۍ دپاره ډېر ګټورثابت شوى واى.
خو سره د دې هم د دې لوى سينې خاوند مشر استاد عبدالروف بېنوا زما ډرامې ، اشعار او ليكنې ستايلې او زه يې په خپلې دې پيرزوينې او لورينې وياړمن كړى يم چې داسې كول زه د دغه فاضل شخصيت بزرګوارانه او درنه كړنه ګڼم.
رب دې د دې پوه او عالم پښتون درنه پښتني اروا تل ښاده او ارامه ولري..آمين
پوښتنه: په ياد مو ده چې لومړۍ ډرامه مو د څه شي په هكله وه؟
ځواب: لومړنۍ سټيج ډرامه مې د مات كنډول په نوم د پښتونستان دموضوع په هكله ليكلې وه او دا ډرامه د خوشال خان د لېسې د هغه وخت د زده كوونكو له خوا درې ساعته پرلپسې د پوهنې نندارې په سټېج په ډېر ښه او كامياب ډول لوبولى شوې وه چې اوس د دغو شاګردانو نومونه زما نه هېر دي، خو اوس هم د دوى دغه د قدر او ستاينې وړ زيار زما د ذهن په ژورو كې خوندي دى.
د دې ډرامې د نندارې لپاره د قبايلو مستقل رياست د افغانستان دكابينې غړى لوړپوړي عسكري او ملكي مامورين، درانه ادبي او علمي شخصيتونه لكه علامه قيام الدين خادم، ستر ليكوال استاد بېنوا، د پښتو ژبې فيلسوف شاعر او ليكوال ګل پاچا الفت، استاد صديق الله رښتين، ډېر ښۀ شاعر او ليكوال سيد شمس الدين مجروح چې دغه وخت دى په خپله دقبايلو د مستقل رياست مستقل ريس وو، په پښتو او پښتونولي مين تكړه ليكوال محمدارسلان سليمي وردګ ، استاد خليل الله خان خليلي او ډېر قومي مشران دعوت كړي وو او بيا لا ښه يې دا چې د پښتو د غزل بابا استاد امير حمزه خان شينوارى چې د افغانستان حكومت د افغانستان د خپلواكۍ د جشن په خوښيو كې د ګډون دپاره رابللى وو. هم د دې مات كنډول د ډرامې نندارچي وو. دا ډرامه د دې ټولو نندارچيانو له خوا په پرلپسې ډول د لاسونو په پړكا او چكچكو بدرګه شوه. د ډرامې د پايته رسېدو نه وروسته ډېرو درنو نندارچيانو ماته مباركي وويله او استاد خليلي راته وويل چې ننګ صيب! چند تا قطره هاى اشك خوبه ما ميماندى. او د پښتو د غزل بابا حمزه صيب زه په خوا پورې ونيولم او ويې ويل: زلميه زموږ د ټولوسترګې دې اوچتې كړې. بختور شه. ډېر بختور.
تر دې چې په سبا يې چې د سنبلې لسمه نېټه وه د افغانستان د رسمي او سركاري اخبار د اصلاح ورځپاڼې چې علامه قيام الدين خادم يې مشر چلوونكى وو، يوه ډېره ښكلې او غړانګه سرمقاله ليكلې وه او په دغه سرمقاله كې يې د افغانستان له حكومت نه كلكه غوښتنه كړې وه چې د مات كنډول له ډرامې نه دې فلم جوړ كړي او زه باور لرمه چې اوس به هم دغه سرمقاله د هغه كال د اصلاح د جريدې په كليكسون كې محفوظ او خوندي پرته وي.
پوښتنه: يواځې د افغانستان ملي راډيو ته مو ډرامې ليكلي دي او كه نورو ته هم؟
ځواب: د افغانستان ملي راديو نه پرته د ال انډيا د پښتو پروګرام دپاره مې هم ډرامې ليكلي دغه وخت د هند حكومت د رسمي غوښتنې سره سم د دريو كالو دپاره د افغانستان حكومت زماخدمات د هند حكومت ته وركړي وو او ما هلته د ال انډيا راډيو په پښتو پروګرام كې كار كاوه چې بيا څوكاله وروسته مې د ځينو وجوهاتو په بنا له دغې دندې نه استعفا وركړه او بېرته ګران هېواد ته راستون شوم.
پوښتنه: تر تاسو وړاندې يا ستاسو پرمهال په ملي راډيو كې نور كوم ډرامه ليكوال وو؟
ځواب: ښه مې ياد نه دي، خو لكه چې زه دولس كاله د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو مدير پاتې شوى يم تر دغه وخته، خو په راډيو كې كوم پښتو ډرامه ليكونكى زما په ياد نه دى. البته له راديو له باندې نه يو ځلي استاد محمد اكبر پامير او ښاغلي روشندل خان روشن وردګ يوه يوه ډرامه ليكلې او رالېږلې وه چې دا دواړه ډرامې هغه وخت له افغانستان راډيو نه خپرې شوې وې، خو زما د بيا بيا هيلو سره بيا هم دوى نورې ډرامې راونه لېږلې او يو ځلي لكه چې عبدالوكيل صداقت د مصر د استاد توفيق الحكيم د يوې ډرامې ترجمه چې په كوم عسكري شاه زلمي منصبدار باندې ليكلى شوې وه او كه زما حافظه زما سره لږ پت وپالي او تربګني راسره ونه كړي، نو د دغې ډرامې عنوان وو قهرمان مړشو او قهرمان وزېږېد. دا ډرامه هم خپره شوې وه.
پوښتنه: كوم يو يې ستاسو د خوښې وو؟
ځواب: په كومو ډرامه ليكونكوكې؟
دروندښاغليه!
زما خو هر هغه ډرامه ليكونكى چې په خپلوليكلويې له هره اړخه لاس ښه بر وي ډېر خوښېږي او د زړه له تل نه يې قدر اوعزت كوم.
پوښتنه: د هغه ډرامو څه ښېګڼې لرلې؟
ځواب: په ځانګړې ډول ماته ياد نه دي، خو زماپه عقيده چې هره ليكنه چې اجتماعي مقاصد او اهداف ولري هرومرو ښېګڼيزه وي.
پوښتنه: ستا سو ډرامو د راډيو افغانستان د هغه مهال د نورو ډرامه ليكوالوله ډراموڅخه څه توپيرونه لرل؟
ځواب: جوته ده چې هره موضوع د بلې موضوع او د هر ليكوال د ليكنې سبك د بل ليكوال د ليكنې د سبك او معيار سره توپير او فرق لري. په داسې وخت كې يو سړى نشي كولى چې خپل ځانته يو امتيازي مقام او ځاى وركړى . پاتې شو اورېدونكي، ليدونكي او لوستونكي، نو فكر كوم چې په دې لړ كې به د هغو قضاوت زيات د باوراو قدر وړ وي.
پوښتنه: څومره ډرامې مو د حق الزحمې اوڅومره مو دخپل ذوق د پاللو لپاره ليكلې دي؟
ځواب: هغه وخت ټول جرايد، ملي راډيو اومجلې د حكومت ملكيت وو.
د مامورينو معاشونه لږ وو، نو ځكه حكومت د ليكوالانو سره د مالي مرستې او تشويق دپاره نه يواځې د ډرامو بلكې ټولو ورځپاڼو، مجلو ، ملي راديو او صحنې دپاره ليكونكو ته حق الزحمې وركولې چې په دې حق الزحمې كې د ډرامو ليكلوحق الزحمې يو څه زياتې وې.
پاتې شوه د خپل ذوق دپاره د ډرامو د ليكلو خبره نو تاسو نه دي اورېدلي چې په وږو د خوږ ساز اوازونه هم د ډوډو ټپار زيات خوږ لري او دا هم چې له نهار نه چا پوښتنه وكړه چې پنځه او پنڅه څوكېږي، نو هغه ورته سم دلاسه وويل چې لس ډوډۍ.
پوښتنه: په افغانستان راډيو كې ستاسو ډرامې تر ثبت او خپرولو وړاندې چا ايډيټ كولې؟
ځواب: په لومړيو وختونو كې به لوى مدير يا د راډيو ريس ، دسياسي او نشرياتي پاليسۍ له مخې دا ډرامې كتلې، خو د ډرامې د فن له مخې نه ولې بيا وروسته به زما ډرامې نه چا مخكې كتلې او نه وروسته.
خو فكر كوم يو وخت چې صباح الدين كشككي د راډيو ريس وو، نوهغه بۀ د پښتو اوفارسۍ دواړو ډرامې له ثبت نه وروسته اوله خپرېدو وړاندې اورېدلې.
پوښتنه: د هغوى له ايډيټ څخه څومره خوښ وئ؟
ځواب: لكه چې درته مې وويل چې هيچابۀ يې ايډيټ نه كاوه،نو بيا په كې د خوښۍ ناخوښۍ خبره له كومه راغله؟
پوښتنه: كله مو د ايډيټ په سر له هغه سره غالمغال كړى دى؟
ځواب: ددې پوښتنې هم دغه مخكېنىځواب دى.
پوښتنه: كه ځواب هو وي د كومې ډرامې او بدلونونو له امله؟
ځواب: ددې پوښتنې هم دغه مخكېنى ځواب دى.
پوښتنه: د ډرامه ليكنې په برخه كې مو د چا شاګردي كړې ده؟
ځواب: د هيچا نه.
پوښتنه: ستاسو شاګردان څوك دي؟
ځواب: وروره! په افغانستان كې شكر دى ټول شاګردان استادان شوي دي، خويواځې زه تر اوسه لا شاګرد پاتې يم، نو يوسړى چې په خپله لا استاد شوى نه وي، نود هغه شاګردان به له كومه راشي؟
پوښتنه: په خپلو شاګردانو كې دې كوم يو تر ټولو تكړه وو؟
ځواب: چې شاګردان وي نه، نو تكړه ناتكړه به له كومه راشي؟
پاتې شوه دا چې كه زما سره د كار كولو په وخت زما د ماتو ګوډو كړنو كوونونه چا كومه خبر ه زده كړې وي دا نوبيابېله خبره ده.
البته يوه پېښه داسې ده چې دهغې يادونه خوندوره غوندې ده. نو پرېږدۍ چې ياده يې كړم. وشوه داسې چې د پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي نه څوارلس تنه پښتانه ځوانان فارغ شوي وو.
دغه وخت لكه چې حكومت پرېكړه كړې وه چې داسې فارغ شوي محصلان بۀ په حكومتي ادارو او دفترونو كې له ټاكنې او مقررۍ نه مخكې د خپلوزده كړو په څانګو كې تر دريو مياشتو پورې عملي كار كوي او چې له خپلو عملي زده كړو نه بريالي ووځي نوهله به بيا په رسمي ډول ماموريت ترلاسه كولى شي.
هم دا وه چې د مطبوعاتومستقل رياست چې بيا وروسته د اطلاعاتو اوكلتور د وزارت په نوم نوماند شوه. دا ټول ښاغلي د عملي زده كړې لپاره د راډيو رياست ته رسماٌ را وپېژندل او په دوى كې ځوانانو چې د ډرامو په لړ كې په عملي توګه زده كړه غوښتله هغه يې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو مديريت ته چې زه يې مدير وم راوپېژاندل.
په دې ترڅ كې يوه عجيبه غوندې خبره منځته راغله او هغه دا چې څنګه دوى ته معلومه شوه چې ننګ يوسفزى، خو ايله بيله تر اتم ټولګي پورې مكتب ويلى دى او موږ ټول له فاكولتې فارغ او ليسانسه يوو، نوموږ به څنګه د ده د لاس لاندې كار وكړو. او دا به موږ ته څه زده كړه راكړي؟ چې دا خبره تر وزارته ورسېدله دغه وخت دمطبوعاتو مستقل ريس سيدقاسم رښتيا وو. دې ښاغلو د مطبوعاتو د مستقل ريس ښاغلي سيد قاسم رښتيا سره ملاقات وكړ او خپله دا غوښتنه يې هغوى ته عرض كړه.
خو د اورېدلو سره سم رښتيا صيب ورته وويل چې زلمو دا كار وزارت په پټو سترګو ندى كړى. ښۀ په غور او فكر يې كړى دى. د ننګ يوسفزي دزده كړې او تعليم درجه په تاسو پورې هيڅ تعلق نه لري. نوموړي همدا اوس د راډيو د هنر او ادبياتو مدير او د راډيو د دې اړخ يوه ډېره لويه برخه په بريالي ډول چلوي. او په خپله هم د اسې ليكونكى دى چې نور خو لا څه چې دا زه په خپله هم د ده ليكنې او ډرامې ډېرې خوښوم اوقدريې كوم تر دې چې كه ما په خپله د ډرامې په لړ كې عملاً څه زده كول غوښتلي،نو باور وكړئ چې دا زده كړه به ما له ننګ صيب نه كړى واى. نو زما تاسو ته دامشوره ده چې كه غواړئ عملاً يو څه زده كړئ او ښه يې زده كړئ، نو هم دغلته لاړ شئ، خو د اورېدلو سره سم بيا هم ځينوكسانو په خپله غوښتنه ټينګار وكړ، ځكه چې هغوى لكه دا د خپل تعليمي معيار دپاره مناسب نه ګڼله، خو لنډه دا چې وزارت په خپله پرېكړه ټينګ پاتې شو او وشوه هم داسې چې دا ښاغلى زما دفتر ته د زده كړې دپاره راغلل.
كه څه هم زه له دې ټول جريان نه خبروم، خو چې څنګه دوى راغلل، نو ما په ډېره مينه او خوږلنۍ دوى ته ښه راغلاست ووايه او هيڅ مې په دې پوه نه كړل چې زه ګوندې ستاسو له دې ټولو خبرو نه خبر يم.
لنډه داچې دې زلمو درې مياشتې زما سره په هنر او ادبياتو كې تېرې كړې اوباور مو وشه چې زما په دې نشت نيمګړي چې زما څه زده ووما له دوى نه درېغ نه كړل. په دوى كې ډېرو ښه استعدادونه لرل او په يوه خبره د ځان د رسولو ډېر ښه توان ورسره وو. او درې مياشتې وروسته چې د دوى د زده كړې وخت ختم شو، نو د دوى د عملي زده كړې په هكله مې مقاماتو ته ډېر ښه تصديقي مكتوب وليكه او خداى شته چې دوى په خپله هم ډېر اهل او قابل زلميان وو.
په دوى كې ځينو زلميانو زما لاسونه ښكل كړل او راته يې وويل چې موږ له هره اړخه ستاسو په پېژندلو كې تېروتي وو. موږ ستاسو نه د هغې دپاره بښنه غواړو اوچې ما ورته وويل چې زه هغه وخت هم ستاسوله غوښتنې نه خبروم، خو ما ځان ناخبره او نانګاره اچولى وو. او كه ستاسو په ځاى زه هم واى چې ستاسو په نيمايي تعليم لرم يانې دا چې زه اتم ټولګي والا او تاسو ليسانسه يئ، نو باور وكړئ چې زما غوښتنه بۀ هم كټ مټ دا وه چې اوس دا ستاسو ده. او په دې ترتيب دوى له مانه رخصت شول. خداى خبر چې اوس بۀ دوى چېرته وي، خو همغه وخت چې به كله ناكله له دوى نه كوم يو راسره مخ شو، نو په ډېر درناوي به يې زما عزت كاوه. اوس په دوى كې كه څوك مړه وي، نو رب دې وبښي او كه ژوندي وي، نو په عزت او صحت دې ډېر بركتونه شي.
پاتې شوه د لوبغاړو خبره، نو په لوبغاړو كې تر ټولو ښه او ډېره تكړه لوبغاړي صايمه مقصودي وه. زيبا خادم او تورپېكۍ خادم . همدارنګه په نارينه وكې فضل محمد فضلي، طاهر ستانه هم ډېر ښه لوبغاړى او تكړه اكټوران وو.
پوښتنه: د ډرامې پيل بايد څه وړ وي؟
ځواب: د هرې ډرامې پيل او پاى د هغې د موضوع سره يوڅه اړه لري، خو تر څو پورې چې زما خيال دى د ډرامې پيل ښايي چې ډېر زړه راښكونكى وي اوپاى يې داسې وي چې ليدونكي، اورېدونكي او لوستونكي يې په دې تمه تمه او انتظار كې وساتي چې اخر د دې ډرامې پاى او نتيجه بۀ څه وي؟
پوښتنه: پاى يې څۀ ډول پكار دى؟
ځواب: وبښه داپوښتنه تكرارده.
پوښتنه: تراوسه موټولې څومره ډرامې ليكلې دي؟
ځواب: ښه مې په ياد نه دي، خو فكر كوم چې دوه سټېج ډرامې او اته څلوېښت راډيويي ډرامې ، تمثيل داستانونه او فيچرونه مې ليكلي دي.
پوښتنه: څو يې راډيويي او څويې سټېج ډرامې دي؟
ځواب: اته څلوېښت يې لكه چې راډيويي ډرامې وې او دوه يې سټېج او د دريو سوو شپېتو پاڼو يوناول هم چې شپول نومېده،
پوښتنه: راډيويي او سټېج ډرامې يو له بله څه توپير سره لري؟
ځواب: دسټېج ډرامې لپاره د ليكلو ډګر پراخ وي او دراديو لپاره لنډ تنګ
پوښتنه: تاسو ته د كومو ليكل اسانه دي؟
ځواب: كه سړى هڅه وكړي چې دواړه دې هرو مرو يو څه ناڅه معياري اوپه زړه پورې وي، نوبيا خو د دواړو ليكل ګران دي
پوښتنه: د ډرامه ليكنې په هكله مو خپلې تجربې راته ووايئ يانې د ډرامې سوژه څنګه پيدا كوئ؟
ځواب: ځينې ډرامې له تخيل نه الهام اخلي اوځينې بيا د ژوند او تاريخي پېښو پر بنسټونو اوبنيادونو ولاړې وي.
پوښتنه: خپله سوژه بيا څه ډول په يوې ډرامې بدلوئ؟
ځواب: لكه څنګه يې چې هر ډرامه ليكونكى بدلوي دغسې زه هم.
پوښتنه: وار له واره ډرامه ليكنه پيلوئ او كه يو لنډيز او اوټ لاين برابروئ؟
ځواب: كله داسې ، كله هغسې او كله چې ستاسو جناب څنګه خوښه وي، نو هغسې، ځكه چې كله ناكله يار د يار لپاره خوري د غوايي غوښې.
پوښتنه: د ډرامې كركټرونه څنګه انتخابوئ تر ډرامې وړاندې او كه د ډرامې په منځ كې؟
ځواب: تراوسه لا په دې هم نه يم پوه شوى چې چرګه مخكې پيدا شوې او كه هګۍ؟ او واده له كوژدې نه مخكې وي او كه كوژده له واده نه مخكې؟
پوښتنه: كوم ډول كركټرونه مو خوښېږي كليوال كه ښاري؟
ځواب: د نيږه اوسوچه غوړو او د مارګرين او ډالډا تر منځ دښه ناښۀ فرق او توپير څرګند دى. هر كركټرچې ښه ولوېږي ښه دى.
پوښتنه: له خپلو ټولو كركټرونو سره خواخوږي لرئ او كه له يوه نيم سره يې؟
ځواب: د ډرامې له كركټرونو سره به يو ليكوال څنګه او څومره تربورولي وكړاى شي.
پوښتنه: ستاسو د خپلو تجربو له مخې په يوه ډرامه كې بايد لږ ترلږه او زيات نه زيات څو كركټرونه وي؟
ځواب: دا خو د ډرامې د ضرورت خبره ده چې ډرامه څومره كركټرونو ته اړتيا لري؟
پوښتنه: د كركټرونو كړو وړو، لهجو او نورو ځانګړنو ته څومره پام پكار دى؟
ځواب: ستاسو دا پوښتنه مې په ډېرو خوارو ولوستله .خداى دى وكړي چې اوس مې هم سمه لوستلې وي؟
وروره! ګوره چې څومره زيات وې هغه هومره يې خوږوالى زياتېږي.
پوښتنه: په دې هكله مو نويو ډرامه ليكوالو ته لارښوونه څه ده؟
ځواب: ما په خپله له نورو نه څه زده كړي دي چې نور به يې له مانه زده كړي؟
پوښتنه: د ډيالوګونو د ليكلو په هكله مو خپلې تجربې څه وايي؟
ځواب: پكار دى چې جملې يې لنډې او بامانا وي.
پوښتنه: دډيالوګ ليكلو پرمهال څه ته پام پكار دى؟
ځواب: همدغه ډيالوګ ليكلو ته.
پوښتنه: خپل ليكلي ډيالوګونه څوځله بدلوئ؟
ځواب: هر څومره چې د يوې ليكنې اصلاح وشي هومره ښه وي، خوهله چې وخت ورته ولرې يا دا چې له سير نه يې پارسنګ زيات نه شي.
پوښتنه: ستاسو په نظر د ډرامې تر ټولو ارزښتناكه برخه كومه ده؟
ځواب: هره ډرامه د يوې اصلاح لپاره ليكل كېږي نوپكار ده چې ټوله ټاله ارزښتناكه وي.
پوښتنه: د ډرامه ليكنې پرمهال د ډرامې په كومه برخه كې ځان ارام محسوسوئ؟
ځواب: هره برخه يې چې زياته په زړه پورې وليكلى شي.
پوښتنه: دډرامې كومې برخې ته مو زړه په تنګېږي؟
ځواب: د چا د ډرامې د خپلې ډرامې د ليكلو په وخت او كه د نوروډرامو د لوستلو ، ليدلو يا اورېدلو په وخت؟
پوښتنه: د ورځې په كومه برخه كې د ډرامه ليكنې لپاره ذهناٌ تيار يئ؟
ځواب: د حق الزحمې د ډرامې ليكلو ته هر وخت تيار يم، خو دخپل ذوق دتسكين او تسلۍ لپاره چې يې ليكم نو د ګهيځ ، دبريځره څاښت وخت راباندې ښه لګي.
پوښتنه: په يوه ناسته كې خپله ډرامه بشپړوئ او كه په څو ناستو كې؟
ځواب: ماچې كله هم ډرامه ليكلې، نو په يوه ناسته كې مې ليكلې ده خو چې كله مې په يوه ناسته كې ډرامه نيمګړې پريښې، نو د دغې ډرامې تخيلي پرلپسېتوب او تسلسل شلېدلى. او پړوكى پړوكى شوېده او دې ته اړ شوى يم چې له سره بيابله ډرامه وليكم.
پوښتنه: د خپلې كومې ډرامې د ليكلو، اورېدلو او ننداره كولو پرمهال مو له سترګو اوښكه څڅېدلى ده؟
ځواب: هسې خوزه له ځايه ډېر جذباتي اونرى زړه لرم او په ډېرو داسې وختونو كې مې اوښكې له سترګو تللي او ځي، خو نورې داسې پېښې مې له ذهنه وتلي . البته د ځانګو ډرامې په ځينو پېښو اوپه شهنشاه شېرشاه سوري باندې چې ما كومه راډيو ډرامه ليكلې وه او د افغانستان له راډيونه خپره شوې وه د هغې په دې پېښه مې له سترګو څپې څپې اوښكې تللې وې.
اوښكې دبڼو په سرچې راشي نه درېږي
نه دي چا بند كړي په ګياسره سيندونه
پېښه دا وه چې د مغل پاچا همايون له تښتېدلو او د شېرشاه سوري د ډيلي د تخت دنيولو نه وروسته چې څه وخت يې د همايون پاچا ملكه په ډولۍكې دپښتون پاچا شېرشاه سوري مخې له راوړه او د هغې په مخ د اوښكو چړۍ را روانه وه، نو د ستر پښتون پاچا د پښتني دروند دود سره سم له خپلې غاړې نه د هغه وخت د دريو لكو روپو د قېمت د ملغلرو امېل راووېست. د همايون ملكې ته يې په مخكې كېښود چې زما له خوا دا ستا پړونى دى او ورته يې وويل چې بس بي بي نوره مه ژاړه، ځكه چې زه وېرېږم چې چېرته ستا د اوښكو په سېلاب كې د پښتنو دا ګټلى تاج او تخت لاهونه شي او بله دا چې كه ته غواړې نو زه به دوى هندوستان د پاچا هۍ داګټلى تاج او تخت بېرته تاته په پړوني كې دركړم، خو داچې هغه وخت مغل هم يو شهنشاه قام وو نو دهمايون ملكې خپلې اوښكې په خپل پلو وچې كړې او ويې ويل چې: ماژړل ځكه چې فكر مې كاوه ګوندې دلوى هندوستان په تخت اوتاج د چا غل ډاكو غدۍ پرېوته خواوس چې پوه شوم چې نا. داسې نده او ده داسې چې له يوه شهنشاه نه يوبل شهنشاه د هندوستان تاج او تخت د مټ او تورې په زور اخيستى دى، نو دا دى اوس خپلې اوښكې وچوم. نوره نه ژاړم، خو تاسو اعلحضرت ته دومره وايم چې زه ستاسو نه دهندوستان پاچاهي د خير په كاسه كې نه غواړم اوكه زما په څښتن همايون كې ستاسو نه زيات اهليت او صلاحيت وو، نو بېرته هم دا تاج او تخت ستا نه دتورې په زور واخلي.
د همايون دملكې د دې درندې خبرې له اورېدلو نه وروسته شهنشاه شېرشاه سوري خپل زوى شهزاده عادل شاه راوغوښت او ورته يې وويل چې دې بي بي ته زما د خور او د خپلې ترور په نظر وګوره او هم دا وه چې اعليحضرت شېرشاه سوري دخپل زوى عادل شاه او ډېر لوى وسله وال فوځ په بدرګه كې په ډېر عزت د ايران تر سرحد ورسوله او له هغه ځايه يې همايون ته چې ايران ته تښتېدلى وو خبر وركړ . همايون راغى او د ټول خارګاه او بارګاه سره له شهزاده عادل شاه په ډېر عزت او درناوي دهمايون ملكه هغه ته وسپارله چې په دې ډول د پښتون پاچا د پښتني شرافت ، دروندوالي او دعظمت دا لوړ دود عملاً سرته ورسېد.
ښه نوګرانه وروره! اوس نو ته ووايه چې د دې هر څه له لوستلو نه وروسته ستاخپلې سترګې اوس په څومره اوبو كې دي؟
پوښتنه: كه ځواب هو وي كله او كومې ډرامې ته؟
ځواب: د زړه سره! څنګه لكه چې دشپېتمې پوښتنې په ځواب مو تنده ماته نه شوه؟
پوښتنه: ډرامې ته نوم په پيل كې انتخابوئ او كه په پاى كې؟
ځواب: نوم كه د ډرامې وي او كه د سړي د نوم اېښودونكي هڅه دا وي چې ښه او خوږ نوم كېږدي. دا چې څه وخت ؟ دا هم د وخت وخت خبره ده او دا چې په خپله به ستاسو څه ډول نوم خوښېږي نو باورلرم چې تاسو به هم دښه او موزون نوم په اېښودلو زيات خوښېږئ.
پوښتنه: ستاسو په نظر نوم بايد څه وړ وي؟
ځواب: هر وړ چې وي خو چې وړ او ډېر وړ وي.
پوښتنه: د يوې بريالۍ ډرامې ښېګڼې كومې دي؟
ځواب: ډرامې ليكلى كېږي هم دښېګڼيزو مقاصدو لپاره. هره ډرامه چې څومره موثريت ولري وګڼئ چې همغومره ښېګڼيزه بۀ وي.
پوښتنه: په خپلو ډرامو كې كومه يوه ډېره بريالۍ درمعلومېږي؟
ځواب: په خپلو بچو كې د غوره اوګيڼ توپير كول كومه اسانه خبره نه وي بيا هم ستاسو دپوښتنې په احترام دومره بۀ درته ووايم چې په مات كنډول، زرغون ټال، ځانګو او ضمير باندې مې زړه زياتې اوبه څښلي وي. تر دې چې د راډيو د رياست او مطبوعاتو دوزارت په لارښوونه دا ډرامه درې څلور واره له راديو نه خپره شوه چې اوس هم دافغانستان راديوپه ماسټر ټيپ كې خوندي ده.
پوښتنه: د ډرامه ليكنې لپاره د كومو وړتياو لرل اړين ګڼئ؟
ځواب: د تخيل توان، په ژبه دمټ بروالى، دخپلو قومي،ولسي يا هرې هغې موضوع چې سړى ورباند ې ليكل غواړي د خواوشاتاريخي معلوماتو نه خبرتيا د دود دستورسره اشنايي او پېژندګلوي. د خپلو نندارچيانو دپوهې د سطحې او كچې سره بلدتيا. لكه چې هم دا د دې وړتيا او اړتياغټې غټې خبرې وې.
پوښتنه: د ډرامه ليكنې په برخه كې مو كومې تېروتنې كړې دي؟
ځواب: هيڅ كړنې بې تېروتنې نه وي اوهره تېروتنه د يوه راتلونكي سمون اواصلاح دپاره نوې لارې پرانيزي چې دا تيوري په ساينسي كړنو كې هم زياته منلې شوې ده.
پاتې شوه د تېروتنې خبره نوزما په فكر هره انساني كړنه ارومرو تېروتنه ولري لكه چې د اردو يو شاعر وايي:
ګرتې هي شهسوار هې ميدان جنګ مي
وه طفل كيا كرېګاجو كهټنون كې بل چلې
اويا زما د ځوى ډاكټر اكبر د ژباړې په ژبه:
دا د خاپوړو ماشومان له نيلو نه پرېوځي
د جنګ ډګر كې كه پرېوځي شهسوار پرېوځي

پوښتنه: كومې يوې ته يې ډېر ځورېدلى يې؟
ځواب: كه ستاسو مطلب زما په كومه ډرامه زماله زورېدنې نه وي نوانسان چې هر كار كوي كړېدنه اوزورېدنه به هرومروورسره وي او بيا لا دا چې په پښتو كې ليكل كوې نو دزورېدنو به څه كمى وي.باوروكړئ چې په دې بې څوكه ژبه كې ليكل په خپله لويه زورېدنه اوسرخوږى دى
پوښتنه: كومې ډرامې مو ډېره واويلا جوړه كړې ده؟
ځواب: د سپېځلي پوليس په ډرامه. دا ډرامه ما دقاچاق په خلاف ليكلې وه چې د اورېدونكو له خوا له حدنه زيات هركلى اوستايل شوې وه. تردې چې د راډيو درياستا و دمطبوعاتو د وزارت په لارښوونه دا ډرامه څلور وارې له راډيو افغانستان نه خپره شوه او په ماسټرټيپ كې د خوندي كولو لپاره هم چوڼ شوه. ولې په دې لړ كې د ځينو منفي ذهنيتونو له خواځينې ناوړه كړنې وشوې چې ډېرزيات تريخوالى يې پيدا كړ.
په دې اړوندځينې داسې تفصيلات شته چې اوس يې له ويلو نه نه ويل ښه دي، خو كه ژوند راسره پدې دوه كم اتياكلنۍ كې لږنور پت هم وپاله او دبېلابېلو رنځونو شيشكو راباندې لږ زړونه وسول او د نور سا اخيستلو وخت مې وموند، نوزه ژمنه كوم چې د تېر ژوند ډېرې ناوړه او د پښتوسره دشو نادودو اوناپړيتو دډېروكاسوله لاندې به ډېرې نيم كاسې راوباسم او دا له زهروزيات تراخه به را جوت كړم چې:
په بل غشي بل ټوپك ويشتلىنه يم
كه ويشتلى يم بيا هم په خپل ټوپك يم.
پوښتنه: هغه د څه په هكله وه؟
ځواب: درته مې وويل چې دقاچاق په هكله وه.
پوښتنه: خپله كومه ډرامه مو خلكو ډېره خوښه كړې ده؟
ځواب: ترڅو پورې چې زما ياد دي لكه چې زما د مات كنډول سټيج ډرامه دځانګو،ضمير، زرغون ټال، وطن په نوم ډرامه چې ټوله په شعر كې وه او له ستر واكمن شهنشاه يما نه نيولې د اعلحضرت غازي امان الله خان او د افغانستان د وروستي پاچا اعلحضرت ظاهرشاه تر دورې پورې د افغانستان په څوزره كلن تاريخ باندې ليكل شوې وه. سپېڅلى پوليس، غيرتي مېرمن، شېرشاه سوري، خټګر، نوم وركى شپون كه نامتو توركښ شهيد او ښۀ مې په ياد نه دي، خو فكركوم زما د خټګر ډرامې او كه كومې بلې يوې د مطبوعاتو د وزارت درحمان بابا دوهمه جايزه هم اخيستې وه.
پوښتنه: د كومې ډرامې له امله ستايل شوي يئ؟
ځواب: ديوې ليكنې ستاينه په خپله د ليكونكي ستاينه وي، نو هركله چې اورېدونكى، لوستونكى او كتونكى د ليكونكي كومه ليكنه وستايي نو قدرتي خبره ده چې دا بۀ د يوه ليكوال ستاينه اونمانځنه وي.
پوښتنه: څه وړ ستاينه وه ؟
ځواب: اورېدونكو دليكونواوخطونوله لارې خپلې خوښۍ څرګندولې او د وخت حكومتونو بۀ د ستاينليكونو، بخششيواو تقديرناموله لارې خو ماته دومره د دومره ډېرو ليكونوسره بيا هم د دولسو كالو په دا دومره اوږده موده كې نه هغو حكومتونو كوم بخشش راكړى ، نه ستاينليك او نه تقدير نامه نه پوهېږم چې دا به زما ګناه وي اوكه د دې سپېر مخې پښتو؟
پوښتنه: د ډرامې لوبول څومره مهم دي؟
ځواب: څومره يې چې ليكل مهم دي، ځكه چې كه يوه ډرامه ښۀ ونه لوبولى شي نو دليكنې افاديت او ډرامايي پازه اواثريې له منځه ځي.
پوښتنه: د ډرامې لوبول زيات اثر لري او كه ليكل؟
ځواب: دواړه سره خور او ورور او ديوه انځور دوه مخونه دي.
پوښتنه: د خپلوډرامو د لوبولو لپاره ستاسو معيارونه كوم وو؟
ځواب: دايواځې زماد ډرامو د لوبولو خبره نه ده.د هرې ډرامې د لوبولولپاره فكر كوم چې همدا معيارونه دي.
 د مايكروفون لپاره د غږ وړتيا.
 د لهجې صراحت اوكره توب.
 دا چې ژبه يې ګانګوړه نه وي او لوكنت ونه لري.
 د ډرامې ژبه يې مورنۍ ژبه وي او په هم دې خواوشا كې ځينې نورې وړې وړې خبرې هم .
پوښتنه: د خپلو ډرامو لپاره د لوبغاړو انتخاب ستاسو په خپله خوښه وو او كه د سركار په خوښه؟
ځواب: دا كومه حكومتي كړنلاره اوپاليسي نه وه چې حكومت به ورله خلك خوښولى. يوه هنري فني او نشرياتي اړتيا وه او د دې اړتيا د پوره كولو ليكوال او ډايريكټر زيات ښۀ پوهېدل.
پوښتنه: د ډرامې تر لوبولو دمخه مو له لوبغاړو سره څومره خواري كوله؟
ځواب: څومره خواري چې د يوې ډرامې د ښه لوبولو لپاره ضروري وي او كېداى شي همدومره؟

پوښتنه: د خپلو ډرامو ډايريكټر په خپله وې او كه كوم بل څوك وو؟
ځواب: د خپلوډرامو لارښوونه به هم ما په خپله كوله، ځكه چې داسې څوك نه وو چې زړه مې ورباندې اوبه څښلې واى. پرته د فارسي لوبغاړي كاكامنجاني نه اوهغه يو خود صحنې لوبغاړى وو او بله داچې په پښتو نه پوهېده.
هان بيا وروسته بۀ مې فضل محمدفضلي دډايريكشن په وخت دځان سره دڅار كوټې په سټوډيوكې كېناوه اودلارښوونې موقع به مې هم وركوله، خوبيا هم مې دازړه نه شو كولى البته د دې دپاره چې پرلپسې د ډرامې نه مخكې د انانس له راډيو نه تلل چې ليكنه او لارښوونه ننګ يوسفزى په ما په خپله هم ښه نه لګېدل، نو د اناسن شكل ته موبدلون وركړاو د ظاهري ډرامې په انانس كې د ليكنې سره زما نوم اخيستلى كېده خو ورسره به د فضلي نوم دلارښوونكي په ډول نشركېده او تر څو پورې چې زه په راډيوكې وم، نو دا سلسله هم داسې روانه وه، خو كله چې زه له راډيو نه لاړم او زما په ځاى د پښتو خوږ ژبى شاعر ښاغلى نصرالله حافظ راغى، نو چې بيا به څنګه كېدل هغه بياد دوى كار او بېله خبره وه.
پوښتنه: ستاسو په نظر ډايريكټر بايد كوم خويونه ولري؟
ځواب: د ډرامې د يو لارښوونكي او ډايريكټر لپاره تر ټولو دمخه لويه سينه او دزغم اوصبر كولو توان ولري، ځكه چې كه داصفات ونه لري او په هره سهوه او غلطي بيا بيا په قارېږي، نو قدرتي خبره ده چې لوبغاړي وارخطا كېږي، حوصله بايلي او د يوتندك په ځاى څلور تيندكونه خوري او غلطي كوي. ولې كه يولارښوونكى باحوصله او مهربانه وي. لوبغاړي خپل كشران وګڼي. مينه ورسره وكړي، نو بيايو لوبغاړى ډېر زرپه دې توانېږي چې خپلې سهوې اصلاح كړي او خپل كردار ډېر ښه ولوبوي. بله دا چې ډايريكټر بايد د ډرامې دليكنې په روحيه او اهدافو باندې پوه وي.
د ډرامې دژبې په ګرايمري اوادبي اړخونومسلط وي.په هنري ، فني او ادبي نزاكتونود سم پوهېدلواستعداد ورسره وي او په عمومي ډول د اورېدونكو د خوښۍ ناخوښۍ خبره له پامه ونه غورځوي، نو فكر كوم چې داسې څوك زيات ښه لارښوونكى او ډايريكټر كېدلى شي.
پوښتنه: د خپلو ډرامو په لوبغاړو كې مو كوم يو ډېر خوښ وو؟
ځواب: اوس خو له مانه د دغو ښاغلو او اغلو نومونه هم هېر دي خوصايمه مقصودي، زيبا خادم، تورپېكۍ خادم، ښاغلى فضل محمد فضلي، طاهرستانه ښه لوبغاړي وو.
پوښتنه: په نړۍ والو ډرامه ليكوالو كې مو څوك خوښ دى؟
ځواب: په نړۍ كې بې شمېره ډرامه ليكونكي تېر شوېدي او اوس هم ډېرزيات دي او دوى هر يو د ادب دبڼ او كويكاني ښكلي ګلونه دي، خو زه د خپلې لنډې تنګې مطالعې له مخې دا ويلى شم چې د روس ټالسټاى، دانګلستان ويليم شيكسپير، لارډبرنارډشا د هند منشي پريم چند، رابندرنات ټيګور، كرشن چندر دپاكستان بانوقدسيه، دفارسي استاد لطيفي، د پښتوسيد راحت زاخيلي، استاد اميرحمزه شينوارى، ماسټر عبدالكريم، استادبېنوا، نثارمطلوم، پروفيسر محمداعظم اعظم خو د ارواښاد استاد حمزه شينواري مقام راته په دې ټولو كې زيات لوړ ښكاري.