د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مینه ناک انسان نه مري

امیرجان وحید احمدزی 15.08.2016 20:57

راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زېړي مازدیګر بېرته وړم
استاد پسرلی
 
 ابک (حبیب الرحمن)چې په مساپري کې یې ناروغي (سرطان) تشخیص شوه، رنځور کورته را ستون شو. لومړیو کې ښه وو، خو کرار کرار دومره زهیر شو، چې سترګې یې هم په سختۍ غړولې او خپ زګېروی به یې کاوه. نوموړي په زېړي مازدیګر له ژوند او رنځورۍ څخه د مرګ غېږې ته پناه یووړه.
وایي” فلانی دومره بې ازاره دی چې تر پښې لاندې یې مېږی هم نه دی ازار شوی“ د ځینو په حق کې که دا جمله مبالغه نه وي، نو مبالغه امېزه به حتماً وي، خو د ابک په حق کې باور وکړئ چې نه مبالغه ده او نه هم مبالغه امېزه، ځکه هغه رښتیانی همدومره بې غرضه، بې ازاره او نېک انسان وو.
د هغه د جنازې په ورځ یوازې د هغه اولادونو، وروڼو او نږدې خپلوانو په مړو اوښکو نه ژړل، بلکې د ډېرو نورو سترګې اوښلنې او زړونه هم غمجن وو او دا د هغه د بې غرضۍ او بې ازارتوب لوی ثبوت ځکه دی، چې ابک نه کوم لوی چارواکی وو، نه زورواکی او شتمن وو او نه هم کوم مطرح سیاستوال او مخور وو چې خلک دې د هغه په مړینه نمایشي ویر وکړي.
هغه فقیر، ملنګ او خاکساره انسان وو. مینه ناک، صادق او زړخوږی بنیادم وو. په ژوندونې یې کمیني، خاکساري، مینه، عاطفه او خواخوږي وېشله. نېک چلند، صداقت، ښه خوی او نرم اخلاق د هغه لویه ځانګړنه او پانګه وه او له همدې امله یې ټول په مړینه خپه وو، ځکه یو خواخوږی او مینه ناک انسان د تل لپاره ور څخه بېل شو اود نورو د نېکخواهۍ له برکته په زړونو کې ودانه پاچاهۍ را نسکوره شوه:
چې د نورو نېکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې
په ابک مو په خپلو لاسو خاورې واړولې او دفن مو کړ، مګر د هغه مینه او یاد لا هم تاند دي او لا هم لکه د یو ژوندي انسان کله ناکله د هغه د راتګ شیبې شمارو. لکه هیڅ چې نه وي مړ.  ښایي دا د هغه د ګرانښت له امله وي، ځکه یې نو پس له مرګه هم ډېر راتګ ته لار څاري، لا هم د هغه دلیدو شیبې شماري او لا یې هم زړه غواړي چې د هغه په دیدن یې سترګې خوږې شي.
سره له دې چې هغه نور نه راځي. د هغه دیدن نور ناشونی دی، مګر بیا هم د شاعر خبره چې:
 
نه راځې جانانه ښه پوهېږمه
بیا هم انتظار وي چې دا ولې وي؟
دا ټول د ابک د مینې، ښېګڼو او نېکیو کمال دی. دا مې اورېدلې وه، چې مینه نه مري، مګر دا ابک راوښودله، چې مینه ناک انسان هم نه مري، ځکه د ابک ښه چلند، نېک خوی او ښېګڼو دا ثابته کړه، چې نېک او بې ازاره انسان نه مري. هغه دومره زورور وي چې لا د مرګ وس نه وي پرې بر. هغه له موږ جلا شو، مګر مینه، یادونه او نېکۍ یې زموږ په زړه او ذهن کې شته او د هغه ګلالۍ، خندانه او ارامه څېره تل زموږ سترګو ته ودروي.
د کوچني اختر په ورځو کې او له هغه را وروسته مې څو ځله ویادېد او څو ځله مې د هغه تاثر د لیکلو نېت وکړ، خو دادی ایله دا ځل وتوانېدم.
په ګور یې نور او هډونه یې په جنت