د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له سېلاب ځپلو کورنیو سره د پښتو نړیوال مرکز خواخوږي

امیرجان وحید احمدزی 01.08.2010 14:40

زړه یې مـــــه بوله تورکاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې غمجن نه شي

په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله سلګونو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، په زرګونو کورونه ونړېدل اوسلګونو زره کورنۍ، سپین ږیري، ښځې او ماشومان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

پښتو نړیوال مرکز د دغه طبعي افت له امله له ټولو زیانمنو شوو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي. دا یو لوی بشري ناورین بولي. د دغو سېلابونو له امله وژل شوو کسانو ته د ستر څښتن په مهربان دربار کې د فردوس جنت په هیله او دعا خپل لاسونه لپه کوي.

پښتو نړیوال مرکز همدارنګه د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږي د ښودلو تر څنګ ځانونه د دغو قربانیانو له کورنیو سره د ویر په ټغر ناست او شریک بولي. ویرژلو او غمجنو کورنیو ته د پروردګارعالم له دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د پښتو نړیوال مرکز ټول بشریت ته په راتلونکي کې د دغه ډول بشري ناورینونو، افتونو، بوږنونکو پېښو، طبعي او نا څاپي غم او ویر له زیانونو او اغېزو څخه د خونديتوب او ژغورنې هیله او دعا کوي.

پښتو نړیوال مرکز د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو د بې کورۍ، خواشینۍ، لوږې او نهیلۍ ستونزې احساسوي. دغو ټولو درنو کورنیو ته د بې کورۍ او نورو ورپېښو ستونزو پر وړاندې د زغم او د هغو د ژر تر ژره حل هیله کوي.

همدارنګه پښتو نړیوال مرکز په سیمه ییزو چارواکو، مرستندویه ټولنو، د بشر د حقونو په فعالینو، شتمنو، پانګوالو او د خیر ښېګڼې په نورو بنسټونو د بشري او انساني خواخوږي له مخې له دغو بې ځایه شوو کورنیو سره د استوګنې،خوړو، درملنې او نورو اړینو توکو د مرستې غږ کوي.

هیله ده چې دغه یادې ټولنې او بنسټونه په دې برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي، څو د دوی د هڅو او هلو ځلو له برکته دغه د سېلابونو له امله اغېزمنې شوې کورنۍ بېرته خپل عادي ژوند ته راستنې شي او د ژوند پاتې شپې او شیبې په خوښۍ سره تېرې کړي.

پښتو نړیوال مرکز په خیبرپښتونخوا او د هېواد په ختیځو سیمو کې د طبیعي پېښوله امله زیانمنو شوو کورنیو ته د ارام، هوسا او سوکاله ژوند هیله کوي.

هیله او دعا
پښتو نړیوال مرکز
کابل - افغانستان