د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پلازمېنه کابل د فاتح الملک ننګ یوسفزي کوربه وه

امیرجان وحید احمدزی 05.04.2010 12:19

د ښاغلي ننګ یوسفزي ملګرو، مینه والو او افغان لیکوالو د جمعې په ورځ په پلازمېنه كابل كې د ښاغلي ننګ يوسفزي د راډيويي ډرامو د ځانګو نومي كتاب مخكتنه وکړه. غونډه د ۱۳۸۹ل کال د وري په ۱۳ نېټه په میدیوتیک دفتر کې رابلل شوې وه.
د ښاغلي ننګ یوسفزي د قدرونې په دغه غونډه كې پر ښاغلي فاتح الملك ننګ يوسفزي، استاد محمد اصف صميم، استاد حبيب الله رفيع ، استاد نجيب منلي، پيرمحمد كاروان او استاد اسدالله غضنفر سربېره د ولسي جرګې ښځينه غړو اغلې شينكۍ كړوخېل، شريفې زرمتي وردك او په لسګونو كابل مېشتو ليكوالو، پوهانو، شاعرانو او د ښاغلي ننګ یوسفزي مینه والو ګډون كړى وو.
غونډه د سهار په نهو بجو جاويد احمد اوربل د سپېڅلي قران په مباركو ايتونو پرانيستله. د ويندويي چارې اغلې دل افروز ځيرك او عبدالجبار څپاند په ګډه ترسره كولې.
د ملي سرود تر اورولو وروسته ښاغلي زرين انځور د غونډې پرانيستونې وينا واوروله. نوموړي د ښاغلي ننګ يوسفزي په ډرامو هر اړخېزې خبرې وكړې. ځانګو نومې ټولګه يې په پښتو ادب كې يوه تاريخي او ارزښتناكه زياتونه وګڼله او زیاته یې کړه چې د ښاغلي ننګ یوسفزي دغه ګټور کتاب زموږ نن او پرون سره نښلوي. همدارنګه نوموړي د ښاغلي ننګ يوسفزي د همزولو ډرامه ليكوالو ګلاب ننګرهاري، استاد بېنوا، او يو شمېر نورو يادونه هم وكړه.
استاد محمد اصف صميم د ښاغلي ننګ يوسفزي د ځانګو نومې ټولګې په ليكني اړخ ، ژبنۍ ښكلا او ځينو ګړنو خبرې وكړې. نوموړي د ښاغلي ننګ يوسفزي ګړنې ښكلې وبللې. دبېلګې په توګه یې د خپلو یادښتونو له پاڼو څخه یو څو ګړنې ولوستلې او په همدې اړه یې د لیکنې ژمنه هم وکړه.
استاد صمیم وویل ننګ صیب د عمر په داسې پړاوو کې دی چې نه راته ډرامې لیکلی شي او نه مو دومره په خوا پورې نیولی شي، څومره چې زموږ زړونه غواړي نوموړي دا هم وویل چې کاش داسې یو څوک یې راته روزلی وای چې د ده ځای ناستی وای.
استاد صمیم ښاغلي ننګ یوسفزي ته د روغمن ژوند په هیله او دعا خپلې خبرې راونغاړلې.
پوهندوي محمداسماعيل يون دښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامو په هكله خپله ليكلې وينا د غونډې ګډونوالو ته واوروله. نوموړي د ښاغلي ننګ يوسفزي ملي دريځ او پیغام وستايه او هغه يې په خپل دريځ ټینګ ولاړ ليكوال وباله. د استاد يون په وينا په تېرو شپېتو كلونو كې د ښاغلي ننګ په دريځ كې هيڅ بدلون نه دى راغلى، نوموړى تل خپل ملي ارمان پاللى دى. همدارنګه يې د ښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامو ژبنيزه ښكلا، رواني اړخ او د جملو لنډون وستايه.
استاد یون وویل: د ښاغلي ننګ یوسفزي د ډرامو ښېګڼه په دې کې ده چې هیڅ زیاتیګړې کلیمه نه لري. تر دې چې که یوه کلیمه په کې زیاته او کمه شي، نو لویه ستونزه پېښوي داسې لکه دېوال چې د یوې خښتې په کاږلو سره کاواکه او نړېږي د ښاغلي ننګ یوسفزي ډرامې هم دېته ورته دي.
استاد یون دا هم وویل چې د ښاغلي ننګ یوسفزي د دا وړ شمېرلو خبرو ګټه داده چې که یو څوک د ده اثر کومې بلې ژبې ته ژباړي، نو ډېر په اسانه کولی شي، ځکه زیاتیګړې، تشریفاتي او ګونګې کلیمې په کې نشته ده چې د ژباړن سرخوږی زیات کړي.
د ښاغلي ننګ يوسفزي د ژوند په هكله د برابر شوي فلم تر ښودلو وروسته د هېواد پیاوړي شاعر ښاغلي پيرمحمد كاروان خپله ليكنه واوروله. نوموړي په خپله ليكنه كې د ښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامو د ژبنيو اوهنري ښېګڼو او ښكلا تر څنګ د ښاغلي ننګ د ډرامو د لوبغاړو د ځانګړنو يادونه هم وكړه او همدارنګه يې د ښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامې د يوه بندي كركټر په تاثر كې ليكلى شعر هم ګډونوالو ته واوراوه.
پوهنيار انجينر عبدالقيوم كريم د ښاغلي ننګ يوسفزي د ډرامو په انځورونو وغږېد او په خپله ليكنه كې يې د ښاغلي ننګ يوسفزي دډرامو ځینې انځوریزې بېلګې هم راوړې وې.
نوموړي په اوسني پېر کې ډرامې ته د لږ پاملرنې یادونه وکړه او د وړاندیز په توګه یې دا هم وویل چې ځوان ډرامه لیکوال دې سره را یوځای شي، خپلې هڅې، پوهه او تجربې دې سره شریک کړي، څو د پښتو ډرامې ودې او پرمختګ ته لاره اواره شي، د نوموړي په وینا د ښاغلي ډاکټر محمداکبر اکبر په مشرتوب د افغانستان لپاره د ملاتړ او اواري اداره په خوښۍ د ډرامه لیکوالو د دا وړ ناستو او غونډو کوربه توب ته تیاره ده.
استاد حبیب الله رفیع د پښتو ډرامې په تاریخي شالید رڼا واچوله. د ښاغلي ننګ یوسفزي ډرامو ته تم شو. بیا یې د هغه مهال یادونه وکړه چې څنګه به یې د ښاغلي ننګ یوسفزي د جمعې شپې د نهو بجو راډیويي ډرام د اورېدلو په تلوسه شپې او شیبې شمېرلې.
استاد رفیع د ښاغلي ننګ یوسفزي د ډرامو بېلابېلې خواوې او ښېګڼې یادې کړې او دا یې هم وویل چې ښاغلي ننګ یوسفزي پښتو ډرامه د اوج او موج تر پړاوونو ورسوله .
د نورالحبيب نثار د ښاغلي ننګ يوسفزي نثر وستايه او د ښاغلي ننګ صيب د نثر په استناد یې له نن نه پنځوس كاله وړاندينى پښتو نثر تر ننني نثر غوره وباله. د نوموړي په وینا د ښاغلي ننګ يوسفزي له دې نثر څخه داسې برېښي چې موږ په تېرو پنځوسو کلونو کې د نثر په برخه کې چندان پرمختګ نه دی کړی او همغسې پرځای ولاړ یوو.
ښاغلي غفور لېوال د ننګ يوسفزي د ډرامو تاريخي ارزښت وستايه.
د نورمحمد سعيد د ليكنې تر اورولو وروسته رحيم الله بشارت د ښاغلي ننګ يوسفزي په هكله د جوړې شوې ويب پاڼې په هكله د غونډې ګډونوالو ته معلومات وركړل او زياته يې كړه چې په دغه ويبلاګ كې به ډرامې او د ډرامو په اړه ځانګړې ليكنې او معلومات وركول كېږي.
د غونډې وروستي ویناوال اميرجان وحيد احمدزي د (فاتح الملك ننګ يوسفزى نامتو ډرامه ليكوال) تر سرليك لاندې خپله مقاله ولوستله. نوموړي ځاى ځاى په خپله ليكنه كې د ډرامې او ډرامه ليكنې په هكله د ښاغلي ننګ يوسفزي لنډې څرګندونې او ويناوې راوړې وې. همدارنګه يې د نوموړي د ډرامو او كار په اړه معلومات را غونډ كړي وو.
د غونډې په پاى كې ښاغلي ننګ يوسفزی سټېج ته راغی. ګډونوالو ته تر سلام او هرکلي وروسته یې وویل:
” مننه. د ټولو نه. د کشرانو او همزولو نه. د خویندو او مېرمنو نه. د مینه والو او ملګرو نه. دا که کشران، ځلمي او مشران دي. د میدیوتیک نه. او په ایم ، ایس، پي، اې کې د خپلو کشرانو نه. له لویه خدایه ډېر شکر چې په یوه نسبي امن کې اوسو. او چې بیا په خپل نغري او پېنډو راټول شو.
زه به درته ډېرې خبرې نه کووم، خو دومره درته وایم چې ژبې د ولسونو د پېژندګلوي لویې نخښې دي. همدا هغه عرفان دی چې خدای یې ذکر کړی او عرفان پوهه ده. نو پوهه خپله کړۍ او په خپله ژبه کې یې خپله کړۍ. خپله ژبه هم درنه وګڼۍ او د نورو ژبې هم درنې وګڼۍ. خپله ژبه هم وپالۍ او د نورو د ژبو د پالنې مخه هم مه ډب کوۍ. نور به له خدایه درته په پوهه توفیق وغواړم.
درانه شۍ چې دا غونډه مو درنه کړه. له ټولو ډېره مننه چې دومره مینه مو راکړه.“
د ښاغلي ننګ یوسفزي تر څرګندونو وروسته د غرمې په دولس نیمو بجو غونډه پایته ورسېده.