د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حلیمه خزان لومړنۍ پکتیانۍ زده کوونکې

امیرجان وحید احمدزی 23.10.2010 13:32

یادونه: دا لیکنه مې دپکتیا پېژندنې سیمینار ته لیکلې وه. یاد سیمینار اوښتون کلتوري ټولنې د ۱۳۸۹ کال د تلې په ۳۰ د پکتیا په مرکز ګردېز کې جوړ کړی وو.

نامتو افغان پوه ډاکټر اشرف غني احمدزی د مېرمنو له زده کړې پرته ټولنیزه پراختیا ناشونې بولي. نوموړی ” د عادلانه نظام لار“ نومي کتاب کې کاږي: ” که یو هلک باسواده شي یو نسل ورسره تغیر کوي او که نجلۍ باسواده شي کم له کمه پنځه نسله ورسره مثبت تغیر کولی شي، ځکه مور د اولاد په روزنه کې تر ټولو مهمه ونډه لري او خپل بچي ته له شیدو سره د پوهې او معرفت مینه ترزیقوي، مور خپل ماشوم ته ژوند ښیي. اوبه، جامې او راشه درشه یې تنظیموي.

کله چې مور نیا شي نو لمسیو ته لارښوونه کوي او که ژوندۍ پاتې شي تر دریم نسله ټول کور پالي، خو دا حقیقي خبره ده چې تر پنځم نسله پورې یې ډېر تاثیرات پاتې وي.“

لویدیځه نړۍ هم دې پایلې ته رسېدلې ده چې د مېرمنو له زده کړې او فعاله ګډون پرته ښادي ارامه ده، خو په افغانستان کې د نجونو زده کړه یوه لانجمنه مسله ده. ځینې لا هم د غیر اسلامي، بې اړتیا او بې ارزښته چارې په سترګه ورته ګوري.

که څه هم په کلیوالو او لیرې پرتو سیمو کې په دې هکله د خلکو مخالفت او مقاومت تر پخوا ډېر نرم شوی دی، خو لا هم ګڼې کورنۍ ښوونځیو ته د خپلو لوڼو په استولو کې زړه نازړه دي. له همدې امله په افغانستان کې د مېرمنو د بې سوادي کچه لوړه او ګڼو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نورو ستونزو د افغان مېرمن ژوند تریخ کړی دی.
په لویه کې دغه ناخوالې د بې سوادي زېږنده دي، تر څو چې د نجونو زده کړې ته جدي پاملرنه ونه وشي او په دې هکله شته ضد او نقیص دریځونه نرم او پراخه ولسي پوهاوی ونه شي، نوخدای خبر که به د ښې ورځې څښتنان شو.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په هکله شته مخالفتونه ننني نه دي. لسیزې پخوا د خلکو مخالفت تر دې هم زیات وو. ان تر دې چې ځینو به د نجونو زده کړه د ملي او اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه ګڼله. د دغه نظر لرونکو نه یوازې خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه پرېښودلې، بلکې د نورو د مخنیوي هڅه یې هم کوله.

خو هغوی چې د مېرمنو د زده کړې ارزښت درک کړی وو یا یې لږ تر لږه په دې هکله مثبت فکر درلود په خپلو سیمو کې د ښځینه زده کړو د دودولو عملي هلې ځلې پیل کړې، ځکه هغوی د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره د ښځو فعاله ګډون حتمي باله او د هغوی له زده کړې پرته ورته فعاله ګډون بې مانا او ناشونی اېسېده.، ځکه خو د ثبات او پرمختګ پلویانو د نجونو د زده کړې د دودولو هڅې وکړې.

ښاغلی محمدخزان له هغو لومړنیو کسانو څخه وو، چې د هلو ځلو له برکته یې په ۱۳۳۸ کال د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی جوړ شو. د نسوان په نوم لومړنی ښوونځی د پکتیا ولایت په اوسنۍ ودانۍ کې چې هغه مهال د معین محمدافضل خان دربار وو پیل شو. د نسوان ښوونځي لومړنی سرښوونکی ارواښاد پیرمحمد وو چې تر شپږم پورې یې زده کړې کړې وې او د ګردېز د دولتزیو څخه وو.هغه مهال په پکتیا کې د پوهنې ریس ښاغلی لیس وو. نوموړی د ننګرهار اوسېدونکی وو.

نسوان ښوونځي ښایسته بڼ، سالون، حوض او رسټورانټ درلود، چاپېریال یې ډېر ښکلی و. پالېز، مڼې او خوندوره هوا یې لرله . دچاپیریال د دغو پرېمانه ښکلاګانو له برکته به نجونې هره ورځ په ډېره مینه خپلو درسونو ته حاضرېدلې. تر غرمې پورې به یې سبق وایه او تر غرمې وروسته به یې په بڼ کې د خپلې خوښې لوبې کولې.
د پکتیا ولایت د هغه مهال د مطبوعاتو مدیر نورمحمد پوونده هم له خپلې کورنۍ سره همدلته د ښوونځي په انګړ کې اوسېده. د نسوان ښوونځي لومړنۍ ښوونکې میمونه او صالحه د ښاغلي پوونده لوڼې وې چې په کابل کې یې زده کړې کړې وي.

د اغلې خزان په وینا د پوونده مېرمن نالوستې، خو ډېره ښه ګنډونکې وه. هغې د ښوونځي ټولو نجونو ته جامې ګنډلې، ځکه سپین نازک پوړني ، تورې چپنې او جرابې د نسوان ښوونځي د نجونو ځانګړی یونیفورم وو.

د نسوان ښوونځي له لومړیو۲۵ زده کوونکو څخه یوازې ۵ د پکتیا او پاتې ۲۰ یې د نورو ولایتونو د صاحب منصابانو لوڼې وې.

ښاغلي خزان د نجونو له لیک لوست سره ځانګړې مینه لرله، ځکه یې خپله کوچنۍ لور لاس نیولې ښوونځي ته بوتله، چې په دې حساب اغلې حلیمه خزان د نسوان ښوونځي له لومړنیو زده کوونکو څخه ده.

اغلې خزان وایي: ”په لومړۍ ورځ یې په ښوونځي کې دوه کتابونه راکړل. یو د دیني علومو او بل د ریاضي او پښتو ګډ کتاب وو. رنګه انځورونه یې لرل، توري او کلیمې یې هم په جلا رنګونو لیکل شوې وې، تر اوسنیو کتابونو ډېر ښکلي وو. “

ښاغلی خزان په پکتیا کې د دولتي چاپخونې مسوول، د باختر اژانس استازی، د وړانګې سرمقاله لیکونکی او د بالاحصار د صاحب منصبانو پښتو ښوونکی وو.

اغلې خزان وایي ډېر کله به چې له کابل څخه پکتیا ته ورغلي بېلابېل دولتي پلاوي او مېلمانه نسوان ښوونځي ته ورتلل، نو د زده کوونکو د هڅوونې په موخه به یې هغوی ته جامې، د غاښونو برسونه، جرابې، کتابچې، قلمونه او نور د ډالیو په توګه ورکول.


اغلې خزان وایي: ”ریاضي مضمون مې ډېر خوښېده. د وېش له عملیې سره مې ځانګړې مینه لرله. درس مو په پښتو ژبه وو، ښوونکې مو هم ډېرې مهربانې وې، لښتې یې نه ګرځولې. په ټولګي کې د تورې دړې تر څنګ ایښې لښتې ته به یې هم ګوتې نه ور وړلې. تر وهلو یې د هڅوونې او ستاینې لورینه زیاته وه.

نوموړې زیاتوي کله به مو چې د ښوونکو پوښتنې سمې ځواب کړې، نو پر افرین او شاباسي سربېره به یې انعامونه راکول. یوه ورځ ښوونکې په دویم ټولګي کې د جمعې پوښتنې تر حلولو وروسته پرېمانه انعامونه یانې شپږ اوه متره تیکه، یو جوړ جرابې، رنګې ، کتابچې، برس او قلمونه راکړل.

اغلې خزان له زده کړې سره د بې کچې مینې او له غوټۍ نومې ټولګیوالې سره د نومري د سیالي له امله په درسونو کې ډېره خواري کوله. پلار به یې هم تل د درسونو زده کړې، د کورنۍ دندې ترسره کولو او مطالعې ته هڅوله. د اغلې خزان د خولې خبره ده چې وایي: ”زه تل په کور کې پلار هڅولم، لنډ مضامین او شعرونه به یې راته برابرول او بیا به یې هغه راباندې لوستل. له دې امله زما جرت تر نورو ټولګیوالو ښه وو.“

اغلې خزان یوازې په ټولګي نه، بلکې په پرانیستنو، غونډو او نورو پروګرامونو کې هم دخپلې وړتیا پرمټ انعامونه ګټلي دي. هغه وایي: ”په دریم ټولګي کې پلار راته شعر جوړ کړی وو. هغه مې په خوست کې د سارا بڼ د پرانیستنې پرمهال ولوست چې بیا یې راته یو چرګ او یوه چرګه په انعام کې راکړل دا مې د پلار د هڅونې برکت وو.“

نسوان ښوونځي په لومړیو کې درسي خونې نه لرلې. زده کوونکو به تر شنو ونو لاندې درس ویلې او په باراني هوا کې به سالون ته تللې.

په دریم کال د اغلې سعیدې په ورتګ سره د نسوان ښوونځي د ښوونکو شمېر درېو ته لوړ شو. اغلې سعیده د کابل اوسېدونکې او د یو صاحب منصب مېرمن وه چې اولادونه یې نه لرل او خپلو زده کوونکو ته یې د اولادونو هومره مینه ورکوله.

په څلورم کال نسوان ښوونځي ته درې څلور نارینه ښوونکي هم ورغلل. اغلې خزان وایي چې د کور او ښوونځي تر منځ یې پنځه شپږ دقیقې پلی مزل وو، خو بیا به هم په دغه لنډ واټن کې زما تګ راتګ په خلکو ښه نه لګېده، رخه به یې کېدله او د دوی له کتلو به پوهېدلم چې د نجونو زده کړه خوند نه ورکوي. زما پلار سره به یې هم ناندرۍ وهلې. پېغورونه به یې ورکول او تل به یې له دې امله ملامتاوه چې ولې خپله لور ښوونځي ته پرېږدي؟ خو زما پلار به په ډېره هوښیارتیا او ځیرکتیا د هغوی اندېښنې او ناسمې انګېرنې ځوابولې.

د کلیوالو ناندریو، خبرو او پېغورونو نه یوازې اغلې خزان له ښوونځي څخه را ونه ګرځوله، بلکې ورځ تر بلې یې وړتیاوې دومره وغوړېدې چې د نسوان ښوونځي ممتازه زده کوونکې شوه.

اغلې خزان تر نهم ټولګي وروسته د ۹۶۰ افغانیو میاشتنۍ تنخوا په بدل کې په نسوان ښوونځي کې ښوونکې شوه. سهار مهال به یې د نسوان ښوونځي نجونو ته درس ویلې او ماسپښین مهال به عبدالحی ګردېزي لېسې ته د خپلو منځنیو زده کړو د بشپړولو په موخه ورتلله.

نوموړې یوازینۍ زده کوونکې وه چې له لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې یې له هلکانو سره په ګډ تولګي کې زده کړې وکړې. هغه وایي د پلار د زیاتې هڅونې له امله مې د هلکانو په منځ کې کله هم د بې زړه توب او کمترۍ احساس ونه کړ اوله دولسم ټولګي څخه دویمه نومره فارغه شوه.

اغلې خزان وایي چې له خبریالي سره یې ځانګړې مینه وه، خو د یو لړ اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله یې دغه مینه نیمګړې پاتې شوه، ځکه له کور او مور څخه لیرې د لیلیې ژوند ورته ستونزمن واېسېد او په دې ډول یې د خبریالي هیله نیمګړې شوه، خو اغلې خزان د نهیلۍ شیبو ته ځان پرېنښود. د پوهنتون پر ځای یې د دارالمعلمین په وره پل کېښود. تر فراغت وروسته د نسوان منځني ښوونځي سرښوونکې شوه. ډېرې پکتیانۍ زده کوونکې یې د زده کړې په ګاڼه سنبال کړې. د هغوی د زده کړې په لاره کې یې زیات زیار وګاله.

میاشتې او کلونه وروسته د اغلې خزان هڅو او زحمتونو رنګ راوړ، ځکه همغه نسوان ښوونځی چې اغلې خزان په کې لومړنۍ زده کړې پیل کړې، بیا په کې ښوونکې او سرښوونکې شوه، د دې په نوم ونومول شو. اوس یې ټول حلیمه خزان لېسه بولي.

حلیمه خزان نوم یوازې په دې پورې محدود پاتې نه شو، بلکې د پکتیا په زړه ګردېز ښار کې د نجونو د زده کړې یو لوی ښوونیز مرکز چې هره ورځ ورته په زرګونو نجونې د لیک لوست لپاره ورځي د هغې په نوم ونومول شو. حلیمه خزان نوم تلپاتې شو. او همداسې به تلپاتې وي، ځکه اغلې خزان د څلور څلور نیمو کالو په عمر په پکتیا کې د نجونو زده کړې ته منډ او لاره جوړه کړه.

په یوازې او کوچني ځان یې دغه ستونزمن او اغزن یون پیل کړ، د خلکو د خبرو او پېغورونو پروا یې ونه ساتله، په لږ وخت کې یې ګڼې ملګرې او لارویانې وموندلې. هغې لکه ډیوه خپلوهمزولو ته ښوونځي ته د لار لارې ګودرې رڼې کړې. د همدغې رڼا برکت دی چې اوس په ټوله پکتیا کې د نجونو یو ګڼ بهیر یانې نږدې ۳۰ زره نجونې هره ورځ ښوونځيو ته ځي. د پکتیا په څېر په یوه لیرې پرته، غرنۍ او دودپاله ټولنه کې د دومره ګڼو نجونو زده کوونکو بهیر لویه خبره ده.

دا مهال د پکتیا له ۲۵۹ لېسو او ښوونځيو څخه ۵ لېسې، ۹ منځني او ۲۷ لومړني ښوونځي نجونو ته بېل شوي دي، خو د مېرمنو شمېر او د هغوی ستونزو ته په پام سره د مېرمنو زده کړه د څومره والي او څرنګوالي له پلوه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د پکتیا په ګډون د ګڼو نورو پښتون مېشتو ولایتونو د دولسمو ټولګیو ټولې فارغې نجونې له کلتوري پلوه په پوهنتونونو کې له هلکانو سره ګډې زده کړې نه شي کولی، له دې امله په پکتیا کې د نجونو د یو ځانګړي پوهنتون د جوړولو جدي اړتیا لیدل کېږي. قومي مشرانو، د ولایتي او ملي شوراګانو وکیلانو، د ځوانانو بنسټونو، دولتي چارواکو، د مدني ټولنو او ښوونې او روزنې فعالینو ته د دغې اړتیا د پوره کولو سترګې ور اوړي.هیله ده چې دغه ټول ښاغلي زده کړو ته د نجونو د زیات لاسرسي په موخه خپلې هڅې او تجربې سره شریکې کړي، څو یو شمېر کورنۍ د لوړو زده کړو د ګډ سیستم د نه منلو په پلمه نورې خپلې لوڼې له مسلکي زده کړو څخه را ونه ګرځوي.

په پکتیا کې د دغې هڅې پیلول او هغې ته رسېدل، ځکه اسانه دي، چې پکتیا د جرګو، تړو، نرخونو او ارزښتونو سیمه ده. دلته چې یو ځل قومي مشران او مخور د یو کار د ترسره کولو په موخه لاسونه سره په ږیره کړي او په اخلاص سرونه سره وښوروي، نو بیا یې څوک مخنیوی اومخالفت نه کوي او نه یې کولی شي او د نجونو د زده کړې په څېر د یو ګټور کار په ترسره کولو کې، خو د مخالفت کولو هیڅ شک او پوښتنه نه پیدا کېږي، ځکه دا داسې د خیر کار دی چې زره زیان هم نه لري، خو پرېمانه ګټې او ښېګڼې لري. ګټه او ښېګنې یې د ټولو دي.
کاروان صیب وایي:
مــروړي رانه د تانـــــدو غزلونو کتابـــــونه
بــادونـــه بې ســـــواده د ګلــونو کتابـــــونه

غــزلې د زلمـــــو به څنګه وکـــړي غــــزونې
کاروانه چې خپاره نه شي د نجونو کتابونه