د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عادلانه نظام لار ارزښتناک اثر

امیرجان وحید احمدزی 03.08.2009 17:34

اميرجان وحيد احمدزى
”د عادلانه نظام لار“
ارزښتناك اثر

افغاني ټولنه له تېرو څو لسيزو راهيسې د ځواكمن او واكمن مركزي دولت د نه شتون له امله له رامنځته شويو بې قانونيو، شخړو، بې بندوباريو او بې عدالتو رنځېږي او ځورېږي. په هېواد كې روانو ناانډوليو، درغليو او بې عدالتيو ته تر بل هر چا لوستي، پوهان، روڼ اندي او د ولس رښتيني خواخوږي ډېر كړېږي.
د هېواد او نړۍ پوه، سياستوال، اقتصاد پوه ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى هم د هېواد له هغو رښتينو او ملي سياستوالو څخه يو دى چې د هېواد دغه ستونزمن او اغزن حالت يې زړه او ذهن ارام نه دى پرېښى.
د ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي ښېګڼه په دې كې ده چې له دغه ناانډوله حالت څخه دهېواد د رااېستلو او مثبت بدلون په موخه يې خپله پوهه، فكر او تجربه په كار اچولې. څېړنې او پلټنې يې وكړې. د هېواد د بېلابېلو سيمو له اوسېدونكو سره وغږېد. د افغاني ټولنې د هرې طبقې او پرګنې ستونزې يې په غور واورېدلې. بيا يې د دغو علمي او عملي پلټنو او څېړنو په رڼا كې د (د عادلانه نظام لار) په نوم يوه ګټوره او هر اړخېزه نسخه تياره كړه. داسې يوه ارزښتناكه نسخه چې د رنځورې افغاني ټولنې د هرې ستونزې درملنه پرې شونې ده.
ښاغلى داكټر اشرف غني احمدزى د خپل ارزښتناك كتاب په سريزه كې د كتاب د موخې په هكله كاږي:
” د دې كتاب هدف د ستونزو بيانول نه ، بلكې د حل د داسې لارو وړانديزول دي، چې هم عملي وي او هم څرګندې. ګڼ شمېر بهرني او كورني مبصرين په دې عقيده دي، چې ګواكې په افغان ولس كې د خپلو ستونزو د هواري ظرفيت نشته. مګر زه د دې برعكس په دې فكر يم ، چې زموږ په هېواد كې كافي ظرفيت موجود دى، چې ستونزې هوارې او اغېزمن دولت رامنځته كړو. موږ كولى شو، چې د متحرك اقتصاد په رامنځته كولو د فقر مخه ډب او د يوه واحد ملت د جوړولو لپاره مټې راونغاړو، مګر دا مقدس ارمان هغه وخت پوره كېدى شي، چې موږ د معاصر دولت، متحرك اقتصاد او واحد ملت په جوړونه پوه شو او هغه اصول او قوانين پلي كړو، چې دغه اهداف ترې ترلاسه كېدلى شي، ځكه داهغه قوانين او قواعد نه دي، چې له يوه هېواده بل ته كاپي كړى شي.“
د ډاكټر اشرف غني احمدزي دغه ګټور او ارزښتناك اثر د نوموړي د پوهې، نړۍ والو تجربو، اكاډميكو زده كړه، ژورو څېړنو، پوښتنو او پلټنو پايله ده. لكه ښاغلى ډاكټر غني احمدزى چې په سريزه كې ليكي:
”درنو لوستونكو! ما كوښښ وكړ د خپل ژوندانه په اوږدو كې لاس ته راوړې تجربې د دې كتاب په بڼه له تاسو سره شريكې كړم اوخپلو هېوادوالو ته هغه پيرزوينې وړاندې كړم، چې زه يې پر خپل ځان پور ګڼم. زما هدف دا نه دى چې په دې كتاب كې وړاندې شوې هره نظريه وروستۍ پرېكړه ده، بلكې هدف دادى، چې د دې وړانديزونو په رامنځته كېدلو به په هېواد كې د يوه رغنده ملي بحث زمينه برابره شي او زموږ هېوادوال به دا نظريات د خپلو تجربو په رڼا كې غني او مثمر كړي.“
د كتاب له منځپانګې څخه لوستونكي پوهېږي چې ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى څومره دقيق او ځيرك دى، ځكه د ټولنې هرې لويې او وړې ستونزې ته تم شوى. د خپل فكر او پوهې په رڼا كې يې ارزولې او په پايله كې يې داسې عملي حل لارې ورته لټولي چې هم عملي دي او هم زړه ته پرېوتونكې، ځكه په ډېره دقيقه توګه پلان شوې دي او بله دا چې وړانديز شوې حل لارې د ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي د راڼه فكر، پخو تجربو او پوهې زېږنده دي.
د ډاكټر اشرف غني د عادلانه نظام نومي كتاب ښېګڼه داده چې د ټولنې د هرې برخې لكه امنيت، زده كړې، دولتداري، ملت جوړولو، بيارغاونې، اقتصادي، سياسي، كلتوري او بلې هرې برخې لويې او وړې ستونزې د حل اغېزمنې لارې يې وړانديز كړې دي.
د عادلانه نظام لار په ښه كاغذ په ۲۶۷مخونو كې چاپ شوى دى. كتاب شپږڅپركي(د ولس منفي ليدلورى، د مثبتې ملي اجماع په لور، د معاصر دولت څرنګوالى، د معاصر دولت دندې، اقتصادي رغونه او د كاري زمينو ايجاد، ملي هويت او ملت جوړونه) لري. په كتاب كې لوى او واړه ټول ۹۶ سرليكونه دي.
ډاكټر اشرف غني احمدزي خپل كتاب ټول ولس ته ډالۍ كړى دى.
”ډالۍ
دافغانستان مظلوم ولس ته چې په تېرو دېرشو كالو كې يې ژوند خورا سخت تېر كړ.
هغو هېوادوالو ته چې په تېرو پنځو كالو كې يې د يوه ناكام دولت تر سيوري لاندې ژوند وكړ او له بې ثباتۍ، فقر، بې عدالتۍ، اداري فساد او لوټماره خورا وځورېدل.
د ټولنې دريو هغو عددي اكثريتونو ته چې په دغه موده كې په سياسي او اجتماعي اقليت بدل شول
او
ځوانانو او قلموالو ته چې تعهد يې كړى چې زما افكار ژوندي وساتي او زما له مرګه وروسته يې هم پلنيوى وكړي.”
د عادلانه نظام لار نومي كتاب سريزه په خپله ليكوال ( ډاكټر اشرف غني احمدزي) كښلې د پيل پاراګراف يې په دې ډول دى:
” زموږ په ټولنه كې ځوانان، فقيران او مېرمنې هغه درې عددي اكثريتونه دي چې له سياسي او اقتصادي پلوه په اقليتونو بدل شوي دي. د دې ستر دليل دادى چې له يوې خوا يې حقوق او وجايب خوندي شوي نه دي او له بله پلوه ننني ناكام دولت د دوى ستونزې نورې هم پسې ډېروي.“
د عادلانه نظام ليكوال ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى د كتاب د طرحې په هكله په خپله سريزه كې ليكي: ” په دې كتاب كې زموږ طرحه زموږ د ولس ځانګړو شرايطو ته په پام سره وړاندې شوې ده. زموږ هدف دادى، چې هغه اصول په څرګند ډول تشريح كړو، چې يو اغېزمن دولت رامنځته كولى شي اود دغو اصولو د عملي كولو لپاره په وضاحت خپل وړانديزونه وړاندې كړو. د دې كتاب هرفصل ځانګړي اړخونه لري او هغه لوستونكي چې غواړي په ځانګړې توګه يو فصل ولولي. كولى شي په هغه فصل كې خپل معلومات ترلاسه كړي، خو په حقيقت كې دا ټول فصلونه د زنځير د كړيو په څېر يو له بل سره وصل دي او په ټوليزه توګه ټول مفاهيم افاده كوي.
ښاغلى ډاكټر اشرف غني د عادلانه نظام لار نومي كتاب په داسې وخت كې خپروي چې په خپله يې د دغه وړ (عادلانه نظام) جوړولو ته مټې رانغښتي. دهېواد هرې سيمې ته سفرونه كوي. د نورو كانديدانو برعكس خپل ډېر وخت له ولس سره په ليدنو او د رسنيو له لارې د خپلې روښانه تګلارې او راتلونكو پلانونو په تشريح كولو تېروي.
ډاكټر اشرف غني احمدزى غواړي چې د خپلو هلو ځلو او خپلو همفكرو په ملاتړ يو ملي، مركزي او اغېزمن دولت رامنځته كړي. د نوموړي په وينا:” د اغېزمن دولت يوه ستره وجيبه عدالت دى. د اسلام مبين دين همېشه پر عدالت ټينګار كوي اود دې سيمې شعرا او مشاهير هم د عدالت تفسير كوي. زموږ د سيمې پياوړى شاعر او مفكر خوشال خان خټك وايي:
عبادت د يوه ځان دى
عدالت د درست جهان دى
د عادلانه نظام نومي كتاب لوستل د ټولو هېوادوالو لپاره ګټور دي، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د رايې وركولو حق او كارتونه لري. كه چېرې دغه هېوادوالو د رايو تر كارولو دمخه خامخا دغه كتاب يو ځل ولولي، نو ښېګڼه به يې دا وي چې د هېواد د راتلونكي زغيم په ټاكلو كې به نه وي تېروتلي. په ځانګړې توګه هغه هېوادوال چې په رښتيا يې پر هېواد او ولس زړه خوږېږي. اوسني ناامنه او ناانډوله حالت ته ځورېږي. د يو ګټور او مثبت بدلون د راتلو هيله او غوښتنه لري.
ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى د كتاب په يوه برخه كې خپل هېوادوال مخاطبوي او ورته وايي چې:
”زه له ښاغلي كرزي سره كومه شخصي ستونزه او شخړه نه لرم او نه مو تر منځه كومه شخصي دعوا شته، چې د جرګو او مركو له لارې يې حل كړو. دا چې د چا تګلاره د ولس په ګټه ده بايد ولس يې د انصاف پر تله وتلي او دخپل اساسي قانون د ارزښتونو په رڼا كې پرېكړه وكړي، چې څوك د خپل هېواد لپاره مسوول مشر ټاكي.“
په پاى كې ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د ارزښتناك او ګټور اثر (د عادلانه نظام لار)د ليكلو او چاپ مباركي وايم. له ستر څښتن تعالى څخه ورته د اوږد، هوسا، بريالي او ارام ژوند هيله او دعا كوم.
ګران لوستونكي كولى شي چې (د عادلانه نظام لار) نومي كتاب د ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي په ويب پاڼه كې په دې پته ولولي.(www.ashrafghani.af/)