د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له رسنیو سره مرکه

امیرجان وحید احمدزی 21.10.2012 23:29

یادونه: افغان کلتوري ټولنو جرګې د خپلو ګټورو کارونو تر څنګ یو بل ارزښتناک نوښت هم کړی دی. نوښت دادی چې هره جمعه د جرګې ملګري او نور هغه کسان چې وغواړي په کومه موضوع معلومات او پریزنټېشن ورکړي، نو د جرګې د جمعې ورځو له غونډو وروسته کولی شي او جرګې په همدې موخه د دغه ګټور کار لپاره یو ساعت وخت ورته ځانګړی کړی دی. دا لیکنه هم د همدغې لړۍ یوه کړۍ ده. دا د هغه پریزنټېشن تفصیل دی چې د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۰ د جمعې په ورځ مې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په دفتر کې د یادې جرګې ملګرو ته وړاندې کړ. په دې هیله چې د پام وړ مو وګرځي او په درد مو ولګېږي.
احمدزی
مرکې د معلوماتو، فکر او تجربې د شریکولو، د پېښو او موضوعاتو د شنلو او سپړلو ښه لاره او وسیله ده، خو د مرکې لپاره عموماً دوه ډوله مهارتونو ته اړتیا ده. یو ډول یې هغه دي چې خبریال یې باید ولري او دویم ډول یې کارپوهانو، شنونکو او هغو کسانو ته حتمي دي چې له رسنیو سره مرکې کوي.له رسنیو سره مرکه کول درې پړاوونه (تیاری، مرکه کول، ځان ارزول) لري.
له رسنیو سره د مرکې بهیر د خبریال له همغې لومړنۍ ټلیفوني اړیکې څخه پیلېږي چې د مرکې کولو لپاره یې تاسو ته کوي. ځینې کسان ممکن یوازې دېته خوښ شي چې فلاني تلویزون یا راډیو ورته د مرکې بلنه ورکړې، نو له همدې امله په ډېره خوښۍ او په اصطلاح په پټو سترګو ورسره د مرکې کولو او ورتګ ژمنه کوي، خو د دغه ډول مرکوالو له مرکو څخه نه رسنۍ خوښې وي او نه هم ترې کتونکي او اورېدونکي څه شی بودولی شي، ځکه مرکوال د ویلو لپاره نوي او ګټور څه شی نه لري. له همدې امله ښایي د مرکې لپاره له خبریال سره تر هوکړې دمخه د ځان پوهولو په موخه یو لړ پوښتنې وشي.
لومړۍ پوښتنه باید د موضوع په اړه وشي. د موضوع معلومول د دې لپاره ګټور دي، څو په دې پوه شئ چې موضوع ستاسو له کار او مسلک سره تړاو لري او که نه؟ یا تاسو د دغې مرکې لپاره وړ یئ او که نه؟ یا تاسو د خپلې ادارې، ګوند او سازمان په استازیتوب په هغه اړه له رسنیو سره د مرکې کولو اجازه لرئ او که نه؟
د موضوع تر معلومولو وروسته د مرکې د ډول په اړه وپوښتئ چې دوی څه ډول مرکه غواړي؟ اوږده مرکه او که د خبر لپاره یو لنډ کلیپ؟ د چاپي رسنیو، راډیويي او که تلویزیوني مرکه؟ ثبتېدونکې او که ژوندۍ مرکه؟ همدارنګه د مرکې د وخت په اړه پوښتنه هم له تاسو سره مرسته کوي، څو خپل پلان شوي کارونه وګورئ او بیا ورته د ورتګ او نه ورتګ ژمنه ورکړئ. لنډه دا که د دې او ورته نورو پوښتنو تر پوښتلو وروسته تاسو د مرکې کولو او نه کولو پرېکړه  وکړئ، نو پرېکړه به مو دقیقه او ګټوره وي.
د مرکې کولو اته ځانګړنې:
۱: تیاری ونیسئ
۲: مثبت اوسئ.
۳: رښتیني اوسئ.
۴: په لنډو یې ووایئ.
۵: له خپل ځان سره اوسئ.
۶: ارام ، ډاډه او واکمن اوسئ.
۷: باانرژي اوسئ.
۸: تمرکز وکړئ.
د مرکې لپاره تیاری:
د تیاري پړاوو د دې لپاره دی، څو په موضوع ځان پوه کړئ. په هغه اړه فکر وکړئ. د موضوع سختې برخې په نښه کړئ. احتمالي پوښتنې لېست کړئ. هغو ته په پام ځوابونه پیدا او په ذهن کې یې ولرئ. د دې تر څنګ دوه درې اساسي پیغامونه هم په ذهن کې ولرئ او د مرکې په اوږدو کې یې بیا بیا په یو نوي انداز تکرار کړئ. مرکه د ځان لپاره ستونزه نه، بلکې یو فرصت وګڼئ او تر مرکې دمخه  له دغه فرصت څخه د ګټه اخیستنې په اړه فکر وکړئ.
تر مرکې کولو دمخه ریهرسل یا تمرین هم ګټور دی. البته دا د مرکې په موضوع او شخص پورې اړه لري. یانې هغه کسان چې له مرکې کولو سره نابلده وي او یا ډېر زیات مهم وي، لکه د ولسمشرۍ نوماندان د دوی لپاره تر مرکې دمخه تمرین زیات ګټور دی، ځکه د تمرین پرمهال دوی خپلو لویو او وړو تېروتنو او کړو وړو ته ځیرکېږي.
د مرکې تمرین له خپل کوم همکار یا ملګري سره کولی شئ. داسې چې  هغه د خبریال رول ترسره کړي. پوښتنې وکړي او تاسوځوابونه ورکړئ. که د ثبت وسایل او امکانات مو لرل، نو خپله مرکه ثبت کړئ، ځکه د ثبت شوې مرکې د بیا اورېدو او کتلو  له مخې خپل ځوابونه او کړه وړه ډېر ښه ارزولی شئ.
د امتحاني یا ازمایښتي مرکې د کتلو پرمهال دا ارزولی شئ چې د مرکې کولو پرمهال ارام او که ټکني یئ؟ لحن موڅنګه دی؟  غږ مو راښکون، خوږلني او صمیمیت لري؟ د خبرو سپیډ او انداز مو تېز دی او که ورو؟ په زړه پورې دی او که ستړی کوونکی؟ د کلیمو ادا او تلفظ مو څه وړ ده؟ کلیمې مو پوره او سمې ادا کړي دي او که نیمګړې او ناسمې؟
که مو د مرکې د تمرین لپاره کوم څوک او یا ثبتېدونکي وسایل نه لرل، نو بیا یوې لویې هندارې ته مخامخ ودرېږئ او یا کېنئ. د خبرو پرمهال مو ځانته پام وکړئ. هنداره داسې وګڼئ لکه د تلویزیون ښیښه او بیا د لیدونکو له نظره ورته وګورئ چې په هنداره کې څنګه برېښئ؟ خپل هر حرکت یا څه مو چې خوښ نه شول، نو په رسنیو کې د مرکې کولو پرمهال ورته پام وکړئ او ځان ترې وساتئ.
مرکه کول:
د مرکې کولو پرمهال ځان ارام او هوسا احساس کړئ. د خبریال له پوښتنې وروسته خپل ځواب په ډېر ډاډ او راښکونکي انداز پیل کړئ. کوښښ وکړئ چې غږ، لاس او شونډې مو ونه لړزېږي. عموماً دغه لړزه هغه مهال کمولی او ورک کولی شئ چې پر موضوع حاکمیت ولرئ. د مرکې کولو تجربه مو پخه وي. د رسنیو له وسایلو سره بلد واوسئ. ذهن مو ارام وي او ناڅرګنده وېره مو له ځانه شړلې وي.
همدارنګه د مرکې کولو پرمهال ډېرې او اوږدې خبرې مه کوئ، ځکه خبریال او اورېدونکي یا کتونکي دواړه ورسره پاذابېږي. د رسنیو د وخت د محدودیت ستونزه هم وي، نو له همدې امله پر اصل موضوع تمرکز وکړئ. خپل هر ځواب مو تر خپله وسه لنډ او څرګند ووایئ. د ځواب تر بشپړولو وروسته مکث وکړئ او په دې ډول خبریال ته د بلې پوښتنې فرصت ورکړئ.
د مرکې پرمهال مو چې ژبه او انداز څومره اسانه او ولسي یا له اصل مخاطبینو سره نږدې وي، نو هومره به مو مرکه د کتونکو او اورېدونکو خوښه او ځوابونه به مو ورته په زړه پورې وي. د ځوابونو پرمهال اړوندې شخصي کیسې پیغام او مرکه نوره هم په زړه پورې کوي. لکه که د ښوونیز نصاب په اړه مرکه کوئ، نو د نصاب هغه ښېګڼې یا بدګڼې چې ستاسو اولادونه او یا نور هغه څوک چې تاسو لیدلي او اورېدلي ترې ځورېږي د هغو یادونه وکړئ. یا د خپل وخت د نصاب ځینې ښېګڼې یادې کړئ. دا یوه بېلګه ده. دې ته ورته نورې لسګونه بېلګې کېدلی شي، نو که د مرکې موضوع اړوند کیسې مو لرلې، نو وې وایئ.
د مرکې پرمهال رښتیني واوسئ، خو افشاګر نه، یانې په خبریال کله هم دا باور مه کوئ چې زه درته یو څه خبرې یا رازونه وایم، خو ثبتوې او خپروې به یې نه، ځکه ممکن خبریال بل وخت ستا همغه خبرې او رازونه کټ مټ خپاره کړي او یا یې له کومې بلې سرچینې څخه پخلی ترلاسه او بیا یې خپاره کړي.
که د خبریال کومې پوښتنې ته مو روښانه ځواب نه درلود او یا یې ستاسو له کار او مسلک سره اړخ نه لګاوه، نو ورته ووایئ چې دا پوښتنه په ما پورې اړه نه لري، پکار دی چې دا پوښتنه له ښاغلي.............وپوښتئ.
یا که د پوښتنې پرمهال د کلیمو له کمښت سره مخ یئ. یا دا درنه ورکه وي، چې خپل ځواب څنګه او په کوم انداز پیل کړئ او یا تمرکز نه شئ کولی، نو له خبریال څخه وپوښتئ چې له دې پوښتنې څخه مو موخه څه شی ده؟ کله چې هغه درته تشریح درکوي، نو دغه مهال مو ذهن راټول کړئ او د خپل ځواب لپاره یو سم او مناسب پیل پیدا کړئ، خو کله هم اوه........اه..........امم.......... مه وایئ.
د ځواب ویلو پرمهال بې مورده نیوکې مه کوئ او مه هم له سند پرته په نورو تورونه لګوئ. هغه څه ووایئ چې تاسو او موضوع پورې اړه لري او سپیناوی یې کولی شئ. که د خبریال یا کوم اورېدونکي یا مېلمه له توند غبرګون او ځواب سره مخ شوئ، نو مه غوسه کېږئ، ځکه اورېدونکو او کتونکو ته به لنډپاري او عصباني معرفي شئ او یا کېدای شي ترپایه درنه د مرکې تمرکز ګډوډ شي، نو کوښښ وکړئ چې  ځان ارام او هوسا کړئ.
د نورو له ادرسه خبرې مه کوئ چې فلاني صیب دا ویل او بیستاني صیب هغه، ځکه ته نه د فلاني او بیستاني صیب مدافع وکیل یې او نه هم د دوی استازی، نو د دوی له ادرسه خبرې مه کوه. له ګونګوسو او د سرچوک له اوازو سره هم په نرمي چلند وکړه، ځکه چې اکثر ګونګوسې او اوازې  خیالي، هوایي او یا ډېرې شخصي وي، نو په څنګ ترې تېرشه.
که خبریال درڅخه د مرکې پرمهال څو پوښتنې په یو وار وپوښتلې او یا یې یوه داسې پوښتنه درنه وپوښتله چې څو اړخونه او برخې یې لرلې، نو هره پوښتنه او یا د پوښتنې هره برخه چې درته په زړه پورې وه، هغه ځواب کړه او په پاتې هغو یې ځان ناګاره کړه.
تلویزوني مرکه:
د تلویزون په مرکه کې خپلو وېښتو، کالیو او حالت ته ډېر پام وکړئ، ځکه کتونکي مو ویني او  په غور موڅاري. وړه ګډوډي هم ستاسو د مرکې ارزښت کمولی شي. له خبریال سره د سترګو اړیکه ساتئ، خو په دې شرط چې د لید زاویه موخبریال وي، ځکه د خبریال له سترګو پوهېږئ چې له ځواب سره  موڅومره خوښ او یا پاذاب دی، نو همغه مهال هر څه بدلولی او یا کنټرولولی شئ.
که مرکه ژوندۍ وي، نو څومره موچې وس کېږي، خپل ځواب لنډ او څرګند ووایئ، ځکه ژوندۍ مرکې له  ایډیټ  او سانسور پرته خپرېږي، خو که مرکه ثبتېدله، نو بیا یو څه په اوږدو ځواب ووایئ، ځکه ممکن دوی ځینې هغه برخې چې غږ په کې خراب شوی دی یا ستاسو انداز په کې په زړه پورې نه دی لنډ شي.
په پوښتنه د پوهېدو یا د پوښتنې د تاید لپاره د هوکړې یا رد په دود خپل سر مه خوځوئ،ځکه ممکن بل وخت  ستاسو همدغه تصویر خبریال له داسې یوې موضوع یا ځواب سره خپور کړي چې ځواب یې منفي وي او یا تاسو ورسره موافق نه یئ. که خبریال هم درنه غوښتنه وکړه چې خپل سر ته همغسې حرکت ورکړئ، نو مه یې کوئ.
په ژوندیو مرکو کې د ځواب تر ویلو وروسته پر خپل ځای ارام کېنئ، ځکه په کېمره او تلویزون کې ښکارئ، نو خپلو کړو وړو ته مو ځیر اوسئ. په څوکۍ کې یوې او بلې خوا ته ډډه مه وهئ. خول وازي مه کوئ. ځان مه ګروئ. له کیلیانویا فلزي پیسو سره ځان مه بوختوئ.که مو مرکه په ولاړې وي، نو په یوه او بله پښه مه کږېږئ. ګوتې او لاسونه هم مه مروړئ، ځکه دا د وارخطایي نښې دي.
څه شی باید واغوندئ:
داسې لباس واغوندئ چې له دندې، مسلک او د مرکې له موضوع سره مو اړخ ولګوي. که ډاکټر یئ او یا په کومه روغتیايي مسله خبرې کوئ، نو سپینه چپنه واغوندئ. یا که له کوم دیني عالم سره خبرې کوئ، نو د دریشي پرځای کالي ښه اېسي. ځلېدونکي کالي مه اغوندئ، ځکه چې پړک یا انعکاس کوي. هغه کالي، شیټونه او کورتۍ چې لیکې یې ډېرې سره نږدې وي، هغه هم په کتلو کې سترګې پاذابوي، نو مه یې اغوندئ.
د مېرمنو لپاره زیاته ګاڼه هم مزاحمت کوي، ځکه له مایک سره د لګېدو او یا د خبرو پرمهال د لاس ښورلو سره شرنګ او شرونګ کوي. همدارنګه قېمتي او ځلېدونکي ګاڼه هم پړک کوي. خصوصاً قېمتي او زیاته ګاڼه مو هغه مهال له موضوع سره هیڅ اړخ نه لګوي کله چې په کوم لوی بشري ناورین لکه زلزله، لوږه، بېکاري، بسپنه، کډوالي او داسې نورو خبرې کوئ..
لمرینې عینکې هم ورته ستونزه لري، ځکه چې ستاسو او د خبریال تر منځ د سترګو اړیکه له منځه وړي او حتی کتونکي هم دا ښه ګڼي چې د خپل مېلمه سترګې وویني، نو له دې امله د لمرنیو عینکو له کارولو ډډه وکړئ.
پیک لرونکې خولۍ مو په سترګو سیوری کوي، نو یا یې لیرې کړئ او یا یې پیک شاته تاوو کړئ. که مو وېښته اوږده وي، نو په خولۍ کې یې ور ټول کړئ چې هم مو مخ ښکار ه شي او هم مو په مخ سیوری ونه کړي. غوړ وېښته هم ځلېږي، نو په تلویزوني مرکو کې خپل وېښته مه غوړوئ.
د مرکې او ځواب ویلو پرمهال یوې او بلې خواته مه ګورئ. مه مو سترګې ډېرې پورته نیسئ او مه یې یوې او بلې خوا ته څرخوئ، ځکه دا ټولې د وارخطایي نښې دي.
غږ:
کوښښ وکړئ چې خپل غږ ډېر روښانه اوطبیعي وساتئ. منځنی حالت غوره کړئ، مه ډېر ورو غږېږئ چې څوک یې وانه وري او مه دومره په لوړ غږ چې اورېدونکي مو په غوږونو کې مالوچ یا ګوتې کېږدي. پر کلیمو مناسب فشار راوړئ، خصوصاً په اصل پیغام ښه فشار راوړئ، ځکه دغه فشار د هغه ارزښت ښیي او همدارنګه د اورېدونکو پام ور اړوي. غږ مو باید په پیل او پای کې لړزنده او اوږده غاړه نه وي، غوسه او ستړیا هم له ځانه لیرې کړئ.د دې لپاره چې په غږ کې مو کومه ګډوډي پېښه نه شي، نو تر مرکې کولو دمخه  پۍ، څښاکوب، چکلیټ او نور خواږه مه خورئ چې د خبرو پرمهال مو غاړې بوګې او ستونی ټپ بند نه کړي.
د ځان ارزونه:
تر مرکې وروسته خپله مرکه په غور واورئ او که تلویزوني مرکه وي، نو وې ګورئ. د کتونکو له نظره ځان وارزوه او په غور وګوره چې:
    •    خپل پیغام یا مهم ټکي دې ویلي دي؟
    •    کړه وړه دې سم دي؟
    •    ژبه او د کلیمو ادا دې سمه ده؟
    •    په غږ کې دې راښکون شته؟
    •    ځوابونه دې لنډ او څرګند دي؟
    •    د سترګو اړیکه دې څنګه ده؟
    •    حرکات او لباس دې مناسب دي؟
    •    پر ځان ډاډه او باوري یې؟
    •    د جملو او کلیمو تر منځ مکث او فشار دې سم او پرځای دی؟
    •    پوښتنې دې په غور اورېدلې دي.
د دې او دېته ورته نورو پوښتنو په رڼا کې د خپلې مرکې ارزول درسره په راتلونکي کې مرسته کوي. د نورو فیډبک او نظرونه هم ګټور دي، نو د دوی خبرې په غور واوره او ذهن ته یې وسپاره.