د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دایران او اسرائیلو تر منځ دپټو ارتباطاتو افشا کول ( اسلام الیوم )

عبدارحمن فرقانی 13.01.2011 21:00

نادر کریمي یو ایراني ژورنالست چې داوین په زندان کې زنداني دی ، د خپلې یوې لیکنې په ذریعه چې د العربیه نت په اختیار کې ايښودل شوي ده د ایران اواسرائیلو تر منځ پت ارتباطات او تودې اړیکې افشا کوي . او دا خبره د هغو مرکو پراساس کوې ، چې د موساد د ځینو عناصرو سره ئې تر سره کړې دي ، او زیاتوي چې د دغو دواړو حکومتونو تر منځ دا د غضب نه ډک شعارونه او بیانونه هسې یوه ډرامه ده .
د نجاد دحکومت دا مخالف خبرنګار (نادرکریمي ) په خپله یوه لیکنه کې چې د العربیه نت سایت خپره کړې ده ، ټینګار کوي ، چې دایران او اسرائیلو تر منځ جنګ یوازې د خبرو جنګ دی ، هغه جنګ چې مسلمانان ئې پدې واهمه کې اچولی ، چې ګواکې ایران داسرائیلو کلک دښمن او دفلسطینیانو مهم حمایت کونکی دی .
نادر کریمي زیاتوي چې ده دغه معلومات د موساد له هغو عناصرو څخه تر لاسه کړي دي ، چې د دوه میاشتو په اوږدو کې ئې په ترکیه کې له دوی سره شل ساعته مرکې کړې دي ، او دی به دا اعترافات په یوه ځانګړې کتاب کې هغه مهال خپاره کړي ، چې له زندان څخه ووځي . او په ډاګه کړې ئې ده چې د ایران او اسرائیل حکومتونه هڅه کوي تر څو خبرنګاران د دوی د دښمنۍ پوکانه نوره هم ډډه کړي ، او لدوی څخه د دښمنۍ په ډرامه کې د وسایلو په څیر ګټه پورته کیږي ، خو ددې ډرامې د پردې تر شا یو بل ډول واقعیت شتون لري ، څرنګه چې په سترګو اړیکې کړکیچنې ښکاري ، خو د پردې تر شاه د مشترک مصلحت د تحقق لپاره تودې اړیکې او ارتباطات وجود لري .
یاد شوي ایراني خبرنګار په ډاګه کړې چې ایران د اسرائیلو تولیدات اوتجارتي توکي پلوري ، او زیاتوي : په داسې حال کې چې ایران له یوه لوری د اسراییلو خلاف قهرجنه ژبه استعمالوي ،او د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ کوي ، خو له بل لوری د اسرائیلو تولیدات او تجارتي توکي رانیسي او په دې هکله اسرائیل الاصل شرکتونه دخپل تعامل لپاره غوره کوي ، او پدې کارسره دهغه هیواد اقتصاد پیاوړی کوي چې دوی ئې خپل دښمن ګڼي اوغندي ئې .
کریمي زیاتوي چې د ایران او اسرائیلو په منځ کې د عراق او ایران د جګړې راهیسې معاهدې او تړونونه شوې دي ، چیرې چې د ایران معامله ګران د اسرائیلي دلالانو په مرسته او وساطت د لویدیځ له هیوادونو څخه ګران بیه وسلې رانیسي . او اشاره کوي چې داسرائیلو جاوسوسان د غیر اسرایئلي پاسپورتونو په ذریعه په آزادانه شکل ایران ته ننوځي او د امنیت او استخبارتو تر نظر لاندې په آزادانه ډول له خپلو ملګرو سره ویني .
همدا راز دا زنداني خبرنګار نادرکریمي په ډاګه کوي ، چې ایران ځیني فلسطني طالبان چې په ایران کې تحصیل کوي ، دې ته اړکړي چې د فلسطیني ډلو او په طهران کې د عربي سفارتونو جاوسوسي وکړي ، او په دې اړه په یوه فلسطني طالب باندې استشهاد کوي ، چې شیعه شوی دی ، او داستخباراتو او امنیت وزارت ګمارلی ؤ تر څو په طهران کې د اردن او سوډان د سفارتونو جاوسوسي تر سره کړي .
کریمي د ایران د امنیت او استخبارتو د وزارت د کارپوهانو له خولې نقلوي :
ضروري ده چې د اسرائیلو په څیر یو نظام وي تر څو کله ناکله د خبرو جنګ پیل کړي ، او دفلسطین په اشغال شویو ځمکو کې ماکرانه کردار عملي کړي ، هغه څه چې په خپل وار سره دې ته زمینه برابروي تر څو ایران خپل عضلات د سیمې عربي هیوادونو ته وښيي ، او خپل سیاست په عربي هیوادونو کې تطبیق کړي .
ویل کیږي چې نادر کریمي د رییس احمدي نجاد دحکومت د مخالفینو څخه دی او د عراق او ایران په جنګ کې زخمي شوی دی ، چیرې چې د پاسدارن انقلاب په قوتونو کې غړی پاتې شوی ، او د یوې مودې لپاره ئې د ځینو ورځپانو او مجلو ریاست تحریر هم په غاړه درلود ، لکه د سیاست روز او جهان صنعت ورځپاڼې او د ګزارش مجله .
او اپتدایې محکمې په لس کاله حبس محکوم کړي ؤ ، دونیمه کاله وړاندې دحکم د استناف څخه وروسته ئې د حبس موده پینځو کالونو ته راټیټه شوه .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني