د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېنظیره قرآني نسل

عبدارحمن فرقانی 01.12.2010 18:23

لیکنه : سیدقطب

ژباړه :عبدالرحمن فرقانی

یو داسې تاریخي حقیقت شته دی ، چې اسلامی دعوتګران په ټوله نړۍ کې او په هر زمانه کې ورته ځیر شي ، او ښه غور پرې وکړي ، ځکه چې دا حقیقت د اسلامي دعوت په تګلاره او لوری کې قاطع او غوڅ اثر لري .
اسلامي دعوت یو بېنظیره نسل پیدا کړ ـ دصحابه وو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین نسل ـ یو داسې بېنظیره نسل ئې پیدا کړ چې د اسلام په تاریخ او دبشریت په ټول تاریخ کې ئې بیا ساری پیدا نه شوو . بیا دا راز نسل پیدا نه شوو .. هوکې بې شکه چې د تاریخ په اوږدو کې به دا راز افراد خامخاپیدا شوي وي . خو هیڅکله هم داسې پیښه نه شوه چې په دې ډول لویه شمیره کسان په یوه ځای او یوه وخت کې پیدا شي ، لکه چې د دې دعوت په لومړۍ مرحله کې پیدا شول .
دا په تاریخ کې ثبت شوی یو روښانه او ریښتني حقیقت دی ، یو داسې دلالت پکې نغښتی دی چې باید موږ پرې ښه غور وکړو ، کیدای شي چې په سر (راز) ئې پوه شوو .
د دغه دعوت قرآن د موږ په وړاندې موجود دی ، او درسول الله صلی الله علیه وسلم احادیت او دهغه مبارک عملي لارښونه ، د هغه سپیڅلی سیرت ، دا ټول زموږ په وړاندې داسې موجود دي ، څرنګه چې د هغه لومړی نسل په وړاندې موجود وو ، هغه چې بیا په تاریخ کې تکرار نه شؤ ..او لدې عناصرو څخه یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم غایب شوی ، آیا دا هغه سر(راز) دی ؟ .
که د دې دعوت دبشپړتیا لپاره درسول الله صلی الله علیه وسلم شخصي وجود حتمي وی ، نو به الله تعالی دا دعوت د ټول بشریت لپاره نه وی ګرځولی ، او دا رسالت به ئې آخري رسالت نه وی ګرځولی ، دټول بشریت وکالت به ئې تر قیامته نه وی ورسپارلی .. مګر الله تعالی په خپله د قرآنکریم دساتنې کفالت کړی ، او الله تعالی پوه ؤ چې دا دعوت وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هم شونی دی ، او ممکنه ده چې ثمر ورکړي ، نو ئې رسول الله صلی علیه وسلم درویشت کاله وروسته له رسالت نه خپل لوری ته وباله ، او له رسول الله صلی علیه وسلم نه وروسته ئې تر قیامته د دغه دین د ژوندی پاتی کیدلو وعده وکړه .. نو درسول الله صلی الله علیه وسلم شخصي غیاب دغه حقیقت نه شي تفسیرولی او نه ئې دا لامل کیدای شي .
« « « « «
نوباید د کوم بل لامل پلټنه وکړو ، راځي چې هغه چینه وګورو چې دا لومړی نسل ورنه اوبه کیده ، کیدای شي په دې هکله څه بدلون رامنځ ته شوی وي ، او هغه تګلاره وڅیړو چې دا نسل ئې پیدا کړی ، کیدای شي چې په دې هکله هم څه بدلون رامنځ ته شوی وي .
لومړۍ چینه چې دانسل ورنه اوبه شوی ، هغه دقرآن چینه ده ، یوازې د قرآن چینه . او درسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونه او احادیث هم دې همدغې چینې له آثارو څخه یو اثر دی . کله چې د عایشې رضی الله تعالی عنها نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو اړوند پوښتنه وشوه ، نوئې وویل :
" كان خلقه القرأن " (قرآن ئې اخلاق وو) .
نو یوازې قران هغه چینه وه چې دوی ورنه اوبه کیدل ، د قرآن سره همنوا کیدل ، دقرآن پربنسټ روزل کیدل ، داسې نه وه چې هغه مهال بشریت لره کوم تمدن ، فرهنګ ، علم نه ؤ ، او تالیفات او څیړنې نه وې .. هیڅ کله نه ، داسې نه وه ! هغه مهال د رومانیانو تمدن ، فرهنګ ، کتابونه او قانونونه ؤ ، چې تر اوسه اوروپا د هغه په اساس اویا د هغه د امتداد په اساس ژوند کوي . او هغه مهال د اغریقي تمدن د منطق ، فلسفه او هنر اغیزه وه ، او هغه تر ننه پورې د لویدیځوال د تفکیر سرچینه ده . او هغه مهال د فارسي تمدن هنر ، شعر ، داستانونه ، عقیدې او دحکومتدارۍ نظامونه هم وو ، او نور بې کاره او سپک تمدنونه هم وو : لکه د هند تمدن او دچین تمدن او داسې نور . د رومانیانو او فارسیانو تمدنونو خو جزیره العرب له شمال او جنوب نه کلابنده کړې وه ، او همدا راز یهودیت او نصرانیت خو د جزیره العرب په زړه کې اوسیدل .. نو د نړیوالو تمدنونو او نړیوالو فرهنګونو د کمښت له کبله هغه لومړی نسل د خپل ابتدایی تکوین په مرحله کې قرآنکریم ته مخه کړې نه وه .. بلکې د یوه پریکنده تصمیم او یوې انځور شوې تګلارې په پایله کې ئې په قران تکیه کړې وه ، اوپه دې خبره باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه غضب او قهر دلالت کوي ، کله ئې چې د عمر رضی الله تعالی عنه په لاس کې د توارات یوه صحیفه ولیده ، او ويې فرمایل : "پرالله تعالی قسم که موسی علیه السلام هم ستاسو په منځ کې اوس ژوندی وی نو ده لره به روا نه وی پرته لدې چې زما پیروی ئې کړې وی " . روښانه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قصدا دا پریکنده دریځ خپل کړ ، ترڅو د هغه نسل چینه د تکوین او جوړښت په لمړیو مرحلو کې یوازې قرآن وي ، تر څو یوازې قرآن ته مخلص پاتې شي ، اویوازې د هغه په تګلاره مستقیم پاتې شي ، د دې لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم د شدید قهر اظهار وکړ چې عمر رضی الله تعالی عنه له بلې چینې څخه استفاده و نه کړي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې یو خالص القلب ، خالص التصور ، خالص الشعور او یو خالص التکوین نسل چې د الله تعالی له لارښونې او تګلارې نه پرته له بلې کومې لارښونې نه متاثر نه وي جوړ کړي ، هغه تګلاره او لارښونه چې په قرانکریم کې نغښتی ده .
هغه نسل یوازې له دې یوې چینې څخه اوبه شوی ؤ ، نو ځکه په تاریځ کې د بې نظیره شان او حیثیت خاوندنسل دی .. بیا څه پیښ شول ، چې چینې سره ګډوډې شوې ! په هغه چینه کې چې راتلونکی نسلونه ورنه اوبه شول ، اغریقي فلسفه او منطق ، فارسی داستانونه او تصورنه ، یهودي اسرائیلیات او د نصاری لاهوت او داسې نور فرهنګونه او رواجونه ګډ شول ، او دا ټول د قرانکریم په تفسیراو علم الکلام کې ګډ شول ، او همدا راز په فقه او اصولو کې ګډ شول . او د دې مختلطې چنیې پر اساس د لومړی نسل نه وروسته نور ټول نسلونه پیدا شول ، او هغه بېنظیره نسل بیا هیڅ کله تکرار نه شو .
په دې کې شک نه شته چې په لمړۍ چینه کې اختلاط ( ګډوډیدل ) یو له هغو بنسټیزو عواملو څخه دی ، چې د لومړی بېنظیره نسل او د نورو نسلونو تر منځ ئې دا ژور توپیر را منځ ته کړي دی .
«« «« «« ««
دچینې د څرنګوالی له توپیر نه پرته یو بل اساسی عامل هم شته ، او هغه دقرآن دحاصلولو څرنګوالی دی ، چې د لومړي بې نظیره نسل نه توپیر لري .. هغوی په ـ لومړي نسل ـ کې قرآن د مطالعې او ثقافت لپاره نه لوست ، د تذوق او متاع لپاره ئې نه لوست ، له دوی څخه یوه هم قرآن د دې لپاره نه لوست تر څو ئې فرهنګي سویه لوړه شي ، او نه ئې د دې لپاره لوست تر څو ئې د فقهي او علمي مسالو پانګه ډیره شي او خپله علمي سویه او حیثیت پرې باندې لوړ کړي ، بلکې د دې لپاره ئې ورته غوږ نیوه چې د الله تعالی امر د خپل ځان او د هغه ټولنه چې دی پکې اوسیږي ، او دهغه ژوندانه اړوند چې دوی په دې دنیا کې تیروي ، واوري ، هغه امر واوري اوپه فوری توګه پرې عمل وکړي ، څرنګه چې عسکر په میدان کې روزانه امر په فوری توګه پرځای کوي ! نو لدې ځایه له دوی څخه یوه هم په یوه سبق کې ډیر آیاتونه نه زده کول ، ځکه چې دوی پوهیدل چې دا ټول مکلفیتونه او دندې دي چې باید پرځای شي ، نو ځکه ئې په لسو آیاتونو اکتفا کوله چې حفظ ئې کړي او عمل پرې وکړي ، څرنګه چې د این مسعود رضی الله تعالی عنه په حدیث کې راغلی :
دغه احساس ..د تنفیذ لپاره دقران د حاصلولو احساس .. دغه احساس دوی لره په قرآن کې د معرفت ، پوهې او متاع ډګرونه پرانیستل ، که چیرې دوی د څیړنې ، مطالعې او لوستلو د احساس په اساس ورته مخه کړې وي نو به دوی ته دا ډګرونه نه وی پرانیستل شوی ، د دې لپاره په قران باندې عمل کړل ورته آسانه وو ، او د مکلفیتونو بار ئې ورته دروند نه ؤ ، قرآن ئې پرځان او ژوندانه کې په واقعي بڼه عملي کاوه ، او قران به د دوی په ژوندانه کې ژوندی فرهنک ګرځیده ، په ذهنونو اود کتابونو په منځ کې به نه پاتې کیده ، بلکې داسې پیښې او آثار به ئې را منځ ته کول چې د ژوندانه لوری ته به ئې بدلون ورکاوه .
دا قرآن خپلې خزانې او کنزونه چا ته تر هغه نه ورکوي تر څو د دې روحیه په بنسټ ورته مخه نه کړي : د عملی پوهنې روحیه . قرآن د دې لپاره نه دی راغلی چې د عقلی متاع کتاب وي ، او نه هم د هنر او ادب کتاب ، او نه هم د کیسو او تاریخ کتاب دی ، سره لدې چې دا ټول ئې محتوا تشکیلوي ، بلکې د دې لپاره راغلی چې د ژوندانه تګلاره وي ، خالصه الهي تګلاره . الله تعالی دوی ته د دې لارې په پرلپسې توګه لارښونه کوله :
( وقرآنا فرقناه لتقرأه علی الناس علی مکث ونزلناه تنزیلا ) سوره الاسرا الایه۱۰۶
دا قرآن ټول په یوه ځل نه دی نازل شوی ، بلکې د نویو نویو اړتیاو په اساس نازلیده ، اوپه افکارو او تصوراتو کې د ټاکلې ودې پربنسټ نازلیده ، اوپه ټولنه کې د ټاکلې اوثابتې ودې په اساس نازلیده ، او دهغو ستنزو په اساس نازلیده چې په اسلامی ټولنه کې یو مسلمان وګړی ورسره په واقعي بڼه مخ کیدای شي . یو آیت اویا څو آیاتونه د یوې معینې پیښې اړوند نازلیدل ، او هغه څه ئې خلکو ته روښانه کول چې د دې پیښې اړوند د خلکو په زړونو کې پیدا کیدل ، او هغه څه به ئې ورته انځورول چې د دوی په خاطر کې به راګرځیدل ، او د دې کار دعملی کولو تګلاره به ئې ورښودله ، د دغه احساس او ګمان تیروتنې به ئې ورته سمولې ، اوپه دغه ټولو شیانو کې به ئې دالله تعالی سره د دوی رابطه ټینګوله ، او دالله تعالی هغه صفات ئې دوی ته بیانول چې په دې کون کې اغیزناک دی ، نو داسې احساس به وسره پیدا کیده چې ګواکې دالله تعالی تر نظر لاندې ، د قدرت په لمن کې ژوند کوي ، نو بالآخره به د دغه الهي تګلارې سره په واقعی ژوندانه کې عادت کیدل ، د دې تګلاره مطابق به ئې ژوند کاوه .
((دامر اوریدل او اخیستل د تنفیذ او عملی کولولپاره ))، دغه تګلاره د دې موجب شوه چې لومړی بېنظیره نسل پیدا کړي ، حال دا چې د لوست او مطالعې تګلارې دا نور وروستي نسلونه پیدا کړل ، اوپه دې کې شک نشته چې دغه دوهم لامل د لومړی بې نظیره نسل او نورو نسلونو تر منځ د اختلاف او توپیر اساسی لامل دی .
*** *** ***
دریم دپام وړ لامل هم شته چې باید غور پرې وشي او وڅیړل شي :
کله به چې سړی په اسلام کې داخلیده نو دجاهلیت ټوله ماضي به ئې پریښودله ، کله به چې اسلام ته راته داسې احساس به ئې کاوه چې یو نوی عهد ئې پیل کړی ، چې د جاهلیت له عهد نه بالکل متفاوت عهد دی ، هر هغه څه ته به ئې دشک او ډار په سترګه کتل چې د جاهلیت په زمانه کې به ئې وسره سروکار ؤ ، داسې احساس به ئې کاوه چې دا ټول نجس شیان دي او له اسلام سره سمون نه لري ! د دې احساس پربنسټ ئې د اسلام نوې لارښونه په لاس راوړله ، که چیرې به ئې نفس کوم ځل پرې غالبیده ، که چیرې به ئې زړو عادتونه کوم ځل ور جذباوه ، او که چیرې به ئې کوم ځل د اسلام د مکلفیتونو او مسؤلیتونو په وړاندې د کمزوری احساس کاوه .. سمدستي به ئې د ګناه او خطا احساس کاوه ، او دا احساس به ورسره پیدا کیده چې د ګناه په مقابل کې پاکۍ ته اړتیا لري ، بیرته به راګرځیده ترڅو د قرآني لار ښونې پابند شي .
هغه مهال به دمسلمان دجاهلي ماضي او اوسني اسلام په منځ کې بشپړ شعوري بیلتون را منځ ته کیده ، د جاهلیت د ټولنې له ټولو ټولنیزو اړیکو څخه به په بشپړه توګه ګوښه کیده ، هغه به دتل لپاره د جاهلی چاپیریال نه بیلده او دتل لپاره به د اسلامی چاپیریال سره پیوسته کیده . سره لدې که به ئې د مشرکینو سره د تجارت او نورو مسایلو کې راکړه ورکړه درلوده ، ځکه چې شعوری بیلتون یوڅه دی او روزانه راکړه ورکړه بل څه .
هلته د جاهلیت د چاپیریال ، رواجونو دودونو او روابطو او اړیکو څخه بشپړ شلیدل وو ، د شرک له عقیدې څخه به د توحید د عقیدې لوری ته رابیلدل وو، د جاهلیت له تصور څخه د اسلام د تصور په لور رګرځیدل وو، چې اسلامي ټولنې ته د پیوستون په بنسټ ممکنیږي . د یوه نوی قیادت سره ، دغې نوی ټولنې ته دخپل ا طاعت او فرمانبرداری اعلانول وو .
دا دې لارو ویش ؤ ، دا په نوی لاره دتګ پیل ؤ ، د جاهلیت دې زمانې د ټولو رواجونو، دودونو او په ټولنه باندې له مسلط ارزښتونو له فشار څخه خپواک او آزاد تګ ، او هلته په هغه ټولنه کې دمسلمان له زورولو څخه پرته بل څه نه وو ، خو له کومه ځایه چې ده په خپله دا عزم او اراده کړې وه ، نو د جاهلیت د رواجونو ، دودونو او تصورونو فشار په ده باندې اغیزه نه درلودله .
موږ نن په هغه جاهلیت کې یوو چې داسلام هم عصره جاهلیت ؤ، آن تر دې چې تر هغه ظالم جاهلیت ، تر موږ ټول تاو راتاو جاهلیت دی .. دخلکو تصورونه او عقاید ، رواجونه او دودونه ، د فرهنګ ، هنر ، ادب او قوانینو موارد ، آن تر دې چې هغه څه چې موږ ئې اسلامي فرهنګ ګڼوو ، اسلامی مراجع ، اسلامی فلسفه ، اسلامی تفکیر .. دا ټول د هماغه جاهلیت پربنسټ روان دي !! له دې کبله داسلام ارزښتونه زموږ سره نه جوړیږي ، د اسلام تصور زموږ په عقلونو کې نه روښانه کیږي ، د دې لپاره د موږ په منځ کې هغه بېنظیره نسل چې داسلام په صدر کې د لومړی ځل لپاره رامنځ ته شو نه پیدا کیږي .
د دې لپاره چاره نه شته پرته لدې چې موږ د اسلامی حرکت په تګلاره کې ، د تکوین او جوړښت پرمهال د هغو ټولو جاهلی تصورنو او افکارو څخه ځان خلاص کړو چې موږ په خپل ژوندانه کې ورسره لاس او ګریوان یوو ، چاره نشته پرته لدې چې په لومړۍ مرحله کې هغه خالصې چینې ته وروګرځو له کومې نه چې هغه بې نظیره نسل اوبه شوی ؤ ، هغه ګرنټي شوې چینه چې پکې هیڅ ډول شک اوشبه نه شته ، دقرآن سپیڅلې چینه .