د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنۍ او ټولنه

عبدارحمن فرقانی 08.01.2011 13:02

 دحکومتدارۍ په معاصر سياسي مفهوم کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت څلورم ځواک پيژندل شوی دی ، كه له يوه لوري داځواک پدې مكلف دی ترڅو د ملت ذهنيت د حکومت له سياسي پاليسۍ سره همغږی کړي ، او د حکومت د سياسي تګلارې اړوند د ملت تائيد تر لاسه کړي ، او هغو سياسي ارزښتونو ته ملت متعهدکړي چې په بنسټ ئې حکومت ولاړ وي . خو بل لوری ته دا ځواک په دې هم مکلف دی چې ټولنه د هر راز پردی فکری ، عقیدوی او فرهنګې یرغل څخه وساتي ، د ټولنې دیني او ملي ارزښتونو ته متعهد وي . سربيره پدې دا ځواک په ټولنه کې عام وګړي هر لوری ته چې وغواړي سوقولي يې شي ، دا ځواک په ټولنه کې ژور اثر لري او دکوم معيارمطابق چې وغواړي انسان جوړکړي جوړولئ يې شي . له کومه ځايه چې دا ځواک په انساني ټولنه کې ژور او مهم اثر لري نو په افغانستان کې د نظامي يرغل تر څنګ دا هڅه هم په لاره واچول شوله تر څو دا ارزښتناکه ځواک هم د يرغلګرو په واک کې پاتي وي ، څرنګه چه د افغانستان چاپيريال د هر ډول لاسوهنه لپاره پرانيستئ دی نو پدې پرانيستي چاپيريال کې د افغاني ټولنې عام وګړئ د پرديومطبوعاتي تبليغاتو تر اثر لاندی دی ، او هڅه کيږي چې د افغانستان د اسلامي او اصيل کلتور څخه فاصله ايجاد شي .
کله چې په نړۍ کې او په ځانګړي توګه په لويديځ کې د ماديت فلسفې او نظريې سر را پورته کړاو د انسان نفسي غوښتنو ته يي خاصه پاملرنه وکړه اودانسان د جنسي غرايزو په راپارولو کې يې په ډير قوت سره ونډه واخيسته ، نو انسان پدې ټولنه کې يوازي په مادي لاسته راوړنو او د نفسي غوښتنو پر ځاي کولو پسي سرګردانه او ليواله شو .
کوم مهال چې په لويديځ کې د جنسي غرايزو د راپارولو افکار و نظريات په ډير قوت سره مطرح شول نو پدې ټولنو کې جنسي دآستانونه او کيسې او شعرونه رواج شول ، له کومه ځايه چې په لويديځ ټولنه کې مادي لاسته راوړنه د نفسي غوښتنود پرځاي کولو لپارډيره د اهميت وړ وه نو د مادي ګټه لپاره د لويديځ اکثريت ليکوالانو دغه راز ليکنو ته مخه کړه لدې کبله دا حرکت په ډير قوت په ټولنه کې خپور شو ، که څه هم دا راز ناوړه ادب او ليکدود په لومړی ځل په لويديځ کې رواج شو خو په دير چټکتيا او پياوړتيا سره د نړۍ نورو هيوادونو ته وغزول شو، دغه داخلاقو دښمن حرکت نه يوازي د لوديځ ټولنه له ستونزو سره مخ کړله بلکه دنړۍ د ګڼ شمير هيوادونو اخلاقي ټولنه يې هم له تهديدسره مخ کړه ، دغه حرکت انساني ټولنه له هر راز اخلاقي ارزښتونو څخه تجريد کړله ، پداسي حال کې چې په لويديځ تولنه کې هم ديو لړ اخلاقي ارزښتنو په اساس ځينی انساني اړيکي (جنسي اړيکي ) له نورو نه په جلا توګه تر سره کيدلي په عام مظهر کې د حيوانانو په څير پر ځاي شوي او کيږي ، د جنسي غرايزو د راپارولو دغه حرکت هر هغه ديني تړاو چي انسان په روحي او اخلاقي اړخ کې ورته اړتيا لري لي منځه يووړ ، او انساني ټولنه يې په حيواني ټولنه بدله کړله .
دا چې دغه حرکت د لويديځ ټولنه کوم ځاي ته رسولي ده ټولو ته څرګنده ده خو انديښنه او غم دا دی چې دا حرکت يوازي په لويديځ ټولنه کې منحصر پاتي نشو ، د دې اور لمن په ډيرقوت سره اسلامي نړۍ ته وغزول شو ،او د اسلامي نړۍ ګڼ شمير هيوادونه پکښي سوځي ، خو په ځانګړې توګه افغانستان ځکه چې افغانستان د نړۍ پر مخ هغه يوازنی هيواد دی چې چاپيريال يې هر راز يرغل ته پرانيستئ دي لکه چې وړاندي مو څرګندونه وکړه .
دنظامي يرغل د پيل سره سره زموږ په هيواد کې هغه وسايل چې په اوسني عصر کې خورا مهم او ارزښتناکه دي ، اود ټولنې ذهنيت يو معين لوري د سوقولو دنده پر غاړه لري ، لکه ستلايت سيستم په بازارونو کې په رمزي بيه پلوريدل ترڅو دهربيوزله افغاني کور ته دا وسايل ورسيږي ، او دافغانانو ذهنيت په اړولو کې خپله دنده تر سره کړي ، اوس مهال د افغانستان په هغو کليو او سيمو کې د افغانانو په کورونو کې د ستلايت سيستم فعال دي چې د انساني ژوندانه نورې ډيرې آسنتياوې هلته وجود نلري .
د افغانستان په اسلامي او په دين مينه افغاني ټولنه کې نن خلک هغه لوري ته سوقيږي کوم لوري ته چې د لويديځ ټولنه لدې وړاندې سوق شوي ده ، کومه ټولنه چې د مادي ارزښت نه پرته بل هيڅ راز اخلاقي او ديني ارزښت پکښي اهميت نلري . په افغانساتان کې هم کوښښ دا دې چې ټولنه له هر راز معنوي ارزښتونو څخه تجريد شي کوم چې د اسلام سپيڅلي دين ورپه برخه کړی دي ،او دعام وګړي موخه په ژوندانه کې يوازي مادي لاسته راوړنه او د نفسي غوښتنو پر ځاي کول وي .
که رسنيۍ د افغانستان دي خو هغه څه پکښي وړاندي کيږي چې يا د لويديځ کرغیړن فکري توليد دي يا د هند بدبویه ډوډ او کلچر دي اويا دايران منحرفه عقيده ده . نو د دې پردي فکري توليد او پردي کلچر او پردۍ عقيدې په چاپيريال کې به څرنګه يو په اسلام مين او اصيل افغان وروزل شي ؟ آيا دا څه چې زموږ په مطبوعاتو کې د افغانستان عام وګړو ته وړاندي کيږي دا زموږ د سپيڅلي دين او کلتور سره سمون لري ؟.
زموږ ليکوالان او د رسنيو مسؤلين بايد خپل ايماني او وجداني مسؤليت په افغاني ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو سره سم د انسان جوړولو اړوند له پامه ونه غورځوي . يوه ضروري يادونه هم دا ده چې د جنسي غرايزو د راپارول د حرکت تر څنګ دا زيار هم په لاره اچول شوي دی ترڅو په اسلامي نړۍ او خصوصا په افغانستان کې دين د انساني ژوندانه څخه ګوښه کړي ، له بدمرغه داسي افغاني ليکوالان او رسنيې توظيف شوې تر څو د شک نه ډک بحثونه په لاره واچوي او دا ثابته کړي چې ګواکي انسان په ژوندانه کې دين ته اړتيا نلري ، خو تر کومه ځايه چې دين د انسان داخلاقي او روحي تهذيب دنده پر غاړه لري نو لدې کبله د لويديځ په ټولنه کې اخلاقي او روحي فساد رامنځ ته شو ځکه چې خلکو له دين نه فاصله ونيوله او دين د دوی له ژوندانه څخه ګوښه شوو .
په اسلامي سپيڅلي تاريخ کې داسي ډير واقعات شته چې زموږ په ټولنه کې عام وګړی په سمه توګه وروزي هغه په ټولنه کې د انسان جوړولو لپاره ډير ښه توليد کيدلاي شي ، که هغه د داستان ليکنه لپاره وي که د فلم جوړول لپاره که د ټلويزون پروګرام لپاره او که هغه د انترنتي پاڼه لپاره ليکنه وي .
خو له بدمرغه زموږ په انترنټي سايټونو کې داسي بحثونه په لاره اچول شوي دي چې زموږ اسلامي او افغاني ټولنه زيانمنه وي او دلويديځ مادي نظريه ته خدمت کوي .
د اسلامي او افغاني رسنيو مسؤليت دا ندي چې د بيان د آزادۍ اصل ته په احترام سره هر هغه څه خپاره کړي چې ټولنه ته ګټور نوي يا دي ملي او ديني ډوډ سره په ټکر کې وي ، اود بيان له آزادۍ څخه دا تعبير هم درست ندي چې له خپل ملي او اسلامي مسؤليت نه سترګي پټي شي او دمخالف لوري نظر خپور شي ، دا دبيان د آزادۍ اصل ته د احترام حربه يوازي زموږ لپاره پيدا شوي ده ، آيا د لويديځ مطبوعات دبيان آزادۍ ته احترام ساتلي دي ؟ او هر هغه څه يې خپاره کړي چې د دوي دملي او امني ارزښتونو او ذهني تصور سره په ټکر کې دي ، هيڅ کله نه .
د دوي پيژندل شوي رسنيۍ د دفاع وزارت او د استخبارتو د شبکو تر څارنې لاندې دي ، او هر څه وروسته لدې خپريږي چې د استخباراتو او ددفاع د وزارت له لوري چک شي . نو پکارده چې زموږ رسنيۍ دبيان د آزادۍ په پلمه دپرديو نظرياتو د خدمت وسيله ونه ګرځي ، او په لا شعوري ډول د نورو نظريات منعکس نکړي .
د موږ ټولنه له لوي خطر سره مخ ده او په وطن مين افغانان بايد خپل مسؤليت وپيژني ، هره خپلواکه افغانۍ رسنۍ بايد زيار وباسي ترڅو د افغانستان څلورم ځواک د بهرني يرغل نه وژغوري ،او هڅه وشي تر څو دا ځواک په افغاني ټولنه کې د انسان جوړول د اسلامي معيارونو مطابق تر سره کړي ، د افغاني کلتور په وده کې اسلامي ارزښتونو ته پام وشي ، او خپل ايماني او وجداني مسؤليت په ټولنه کې تر سره کړي ، نه دا چې دمادي لاسته راوړنې لپاره رسنۍ توظيف شي . او ځيني رسنيۍ د دې لپاره له خپل ديني مسؤليت نه مخ اړوي چې سياسي مصلحت يي زيانمن نشي ، خو دا راز تګلاره د اسلامي احکامو په رڼا کې جايزه نده ، نو د هر راز سیاسي ، اقتصادي ..مصلحت لپاره د ديني ارزښتنونوپه حساب تنازل جواز نلري .
که موږ د خپل هيواد رسنۍ په دريو برخو وويشو نو په لومړي ګام کې اسلامي رسنيۍ مسؤليت لري چې د ايران د مذهبي او عقيدوي يرغل په وړاندي خپل مسؤليت په ميړانه تر سره کړي . او هغه رسنيۍ چې په کلتوري لحاظ خپرونې لري بايد د هند د کلچر په وړاندي خپله مبارزه په پياوړتيا سره تر سره کړي ، او هغه رسنيۍ چې ټولنيزه بڼه لري بايد د لويديځ د ناوړه او فاسدو نظرياتو مخنيوي وکړي .
که زموږ ټوپک پردئ کيږي خوزموږ قلم بايد پردئ نشي که قلم هم پردئ شو نو بيا به حتما زموږ ټولنه د تباهۍ کندې ته ولویږي .