د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان،د نظامي اشغال او کلتوری یرغل په کړۍ کې

عبدارحمن فرقانی 05.01.2011 18:53

دا ځل په ګران افغانستان کې د لویدیځ غاصب استعمار د خپل نظامی اشغال تر څنګ یوه ډیر کرغیړن کلتوری ، فکری او عقیدوی یرغل ته هم لاره اواره کړی او په سیمه کې ئې د دې موخې لپاره نوی لوبغاړی (ایران + هند ) ګمارلي ترڅو دا پروسه پرمخ یوسي . د دې لپاره چې د تیرو اشغالونو او اوسنی اشغال توپیر څرګند کړو ، نو په تاریخی لحاظ به د افغانستان تیرنظامی اشغالونه په لنډه توګه راواخلو:
دلومړی ځل لپاره په کال ۱۹۳۹ م دهغه تړون په پایله کې چې د استعمار د واکومنانواو شاشجاع تر منځ د پيښور په ښار کې لاس لیک شو د بریتانیا د امپراتورۍ ځواکونه د افغانستان پلازمینې کابل ته ننوتل ، خو د یوې لنډې مودې په تیریدو سره د مقاومت بیرغونه پورته او د افغانانو باتورو جنګیالیو په لاسونو کې ورپیدل ، د هیواد په آسمان کې د جهاد نارې پورته شوې ، او د اشغال په دریم کال د افغانانو با شهامته مقاومت خپل اوج ته ورسید ، اود پلازمینې کابل په تورو غرونو کې ئې د بریتانیوی استعمار غاصبه امپراتوري ونړوله . د بریتانیوی امپراتورۍ ۱۸ زره کسیزه پوځ سرترپایه هلاک شو او د پوځ مشر(ولیام الونستون )چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له اتلانو څخه ؤ ، او د فرانسوی امپراتور بونابرت د ځواک په لمنځه وړلو کې ئې مرکزي رول لوبولی ؤ ، د افغانانو په لاس اسیر شو او وروسته له دریو میشتو اسارت نه په زندان کې مړ شو و او مړی ئې په جلال آباد کې انګریزانو ته وسپارل شو .
اته ډیرش کاله وروسته لدې جګړې نه چې د لویې بریتانیا امپراتورۍ پکې له شرم نه ډکه ماتې خوړلی وه ، انګلیسان یو ځل بیا د خپل غچ د اخیستو لپاره افغانستان ته راغلل او د افغانستان پادشاه محمد یعقوب خان ئې هغه ځای ته را وغوښت چې د بریتانیا ځواک پکې ماتې خوړې وه تر څو د خپلواکۍ څخه د تنازل تړون لاس لیک کړي ، خو د دې تړون څخه شپژ میاشتې نه وې تیرې شوې چې افعانان بیا راپورته شول او هغه کلا ئې محاصره کړه چې د بریتانیا نماینده پکې اوسیده ، او د بریتانیا د دولت نماینده ( کیوناري ) چې تړون ئې لاس لیک کړی ؤ وسوزاوه .
او په وروستې جګړه کې هم په کال ۱۹۱۹ م کې مقاومت او جهاد د یرغلګر ځواک په وړاندې خپل اوج ته رسیدلی ؤ او د بریتانیا ځواکونه په تیښته ؤ ، چې امان الله خان د خپلواکۍ تړون ورسره لاسلیک کړ او د لاس لیک په پایله کې له افغانستان نه سلامت ووتل .
همدا راز کله چې روسان افغانستان ته راغلل او نظامی یرغل ئې بشپړ کړ ، دروسانو داشغال نه لږ موده نه وه تیره چې د افغانانو دمقاومت ډلې چې د روسانو د لاسپوڅو په وړاندې تشکیل شوی وې نورې هم پیاوړې شوې او دجهاد ناره په ټول افغانستان کې لوړه اوعامه شوه ، هر څوک چې اسلام ته متعهد ؤ په مقاومت ورګډ شول . روسیه چې د وخت امپراتوری ګڼل کیدله وې نشو کولای چې د باتورو افغانانو په وړاندې خپل اشغال ته ادامه ورکړی ، وبلآخره د داسې ننګین انجام سره مخ شول ، چې د روسانو د پوځ مشر ( ګروموف ) ئې په هکله داسې ویلی دي : "موږ په دې تورو غرونو کې له خپل تاریځ سره خپله جغرافیه هم له لاسه ورکړه " . واقعا همداسې وشول روسانو د خپل هیبت ناکه تاریخ سره خپله پراخه جغرافیه هم له لاسه ورکړه ، او هغه دولتونه چې د روسیې د جغرافې په کړۍ کې ئې د وحشت نه ډک وخت تیر کړی ؤ یو په بل پسې خپلې خپلواکۍ اعلان کړې .
د لویدیځ استعمار د اسلام تر څنګ د کمونیزم د کړۍ له پراخیدو څخه هم په ویره کې ؤ ، هغه کړۍ چې د ختیځې اوروپا ګڼ شمیر هیوادونه ئې په خپله محاصره کې راوستي ؤ او د لویدیځې اوروپا د لمنې لوری ته د پراخیدو په حال کې وه . د لویدیځ استعمار وکولای شول د اسلامی هیوادونو په ذریعه او په ځانګړې توګه د افغانستان په ذریعه له هغه ګواښ نه ځان وژغوری ، چې په داسې ساده ګۍ ئې ورنه د خلاصون تصور نه کاوه ، نو دې تحول لویدیځ وهڅاوه تر څو د خپل اساسی دښمن د ځپلو لپاره بیرته سیمې ته راستون شي . د راز راز باطلو اتهامونو پربنسټ ئې د اسلامی نړۍ پر هیوادونو خپل نظامی یرغلونه ته لاره اواره کړه ، او د دیموکراسۍ د پلې کولو په پلمه ئې خپل اشغال ته ادامه ورکړه ، له یوې اوږدې مودې نه وروسته اوس هم په هغو هیوادونو کې چې د لویدیځ تر غاصب اشغا ل لاندې دي د هغې دیموکراسۍ نښه نه لیدل کیږی چې د لویدیځ هیوادونه ئې خپلو وګړو ته مني ، بې امنیتی ، چور اوچپاول ، اختطاف ، د مخدرو مواد قاچاق د ورځې په رڼا کې د اشغال د ځواکونو په حضور کې تر سره کیږی ... د هر بې ګناه افغان کور ته پرته د دولت له اجازې ورننوځي ، او دخلکو عزت تر پښو لاندې کوي .
د نظامی یرغل په وړاندې د افغانانو تاریځ روښانه دی ، او پدې هکله اندیښنه دومره ژوره نه ده ، دا نظامی یرغل به حتما د افغانستان په تورو غرونو کې سر وخوری ، څرنګه ئې چې نښې هم را ښکاره شوې دي ، آن تر دې چې د لویدیځ خپل مطبوعات هم د شکست خبرداری ورکوی . خو دا ځل په افغانستان او عراق کې د یرغل او اشغال توپیر دا دی ، چې لویدیځ د خپل نظامی یرغل تر څنګ په سیمه کې د فکری او کلتوری یرغل لپاره نوی لوبغاړی (ایران + هند ) ګمارلي ، تر څو تر نظامی یرغل لاندې هیوادونه تر فکری او کلتوری یرغل لاندې وساتی ، او په دغو هیوادونو کې په فکری او کلتوری لحاظ ژور بدلون رامنځ ته کړی ، چې فی الواقع دا ډیره د اندیښنې وړخبره ده ، ځکه چې د هر هیواد هویت د هغه هیواد په فکری ، عقیدوی او کلتوری ځانګړتیاوو کې نِغښتی وي ، که چیرې په اوږده مهال کې په افغانستان کې دا بنسټونه تغیر ومومی او په هغه لوری روان شي چې استعمار ئې غواړی روان شي نو د افغانستان د اسلامی ټولنې تباهي او بربادی حتمی ده ، او شواهد هم داسې دی چې کلتوری یرغل په منظم ډول روان دی او دافغانستان اوعراق په ټولنو کې تهداب ګذاری کوي .
د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادی هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي ، خو دا پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملی امنیت لپاره د ژورنالزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لری تر څو هغه مواد چک کړی چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی ، د لودیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم ، نیوزویک ، واشنګټن پوست ... هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی ، او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لری ، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر ، کلچر ، عقیده ، اخلاق ... په هغه چوکاټ کې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره مطابقت ولري .
سربیره په دې د هر هیواد روشنفکره او مثقفه طبقه مسؤلیت لری چې د خپل هیواد وګړو ته هغه فکر ، عقیده او فرهنګ وړاندې کړی چې د دوی ملی هویت او دینی ارزښتونه په کې محفوط وی ، که چیرې خپل هیواد ته صادق وي او پلورل شوی نه وي .
اوس که دافغانستان حالت وګورو . د لویدیځ د اشغال په سیوره کې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشین د ایران او هند په لاس کې دی ، هغه هندی ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلویزونو نو کې نندارې ته ایښودل کیږی د افغانستان ټولنه د تباهۍ لوري ته بیایی ، ځکه چې د فرهنګي پیغام وړاندې پکې دیني پیغام نغښتي دی، اوس که د دې ډرامو مضمون او محتوی وڅیړل شي پرته له دینی پیغام بل څه پیغام نه لری ، په هره یوه کې د بوداییزم هغه دیني فلسفه چې د یوه سړی روح په اوو مختلفو کالبدونو کې د اوه ځله لپاره ژوندۍ کیږی ، او یو انسان اوه ځله په مختلفو څیرو کې ژوندی کیږی ، تمثیلیږي ، د کلتوری پیغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزی پیغام دا دي چې د یوه انسان روح په مختلفو جسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي . که د یوې افغانۍ کورنۍ یو لس کلن زلمی له خپل پلار نه دا پوښتنه وکړی چې پلاره ! نو موږ به بیا هم ژوندی کیږو لکه (سندرا ) لدې څخه موږ کولای شو د دې ډرامو اغیزه په خپلو هغو کورنیو کې انځور کړو چې اکثریت ئې سواد نه لری او دینی پوه ئې ډیره کمه ده ، او د دې ډرامو د لیدلو شرایط د بې وزلی سره سره ورته مهیا شوی دي . دا چې په لباس ، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغیز لاندې راشو دا خو حتمی ده ، زه په ټول باور ویلی شم ،چې زموږ په افغانی ټولنه کې به د سندرا ، دلهن ، ساغر ... او داسې نور نومونه پیدا شوی وي ، هندي لباس خو به ضرور رواج شوی وی ، د هندوانو په څیر پر ټنده دخالونو ایښودل به ضرور رواج وي .
دا شرایط څوک برابروی ؟ دا د یو منظم پلان په پایله کې د ایران او هند له لوری په افغانستان کې د اشغال په موجودیت کې برابریږی ، د مختلفو مصلحتونو په پایله کې لویدیځ د افغانستان کلتوری فضا ایران او هند ته سپارلی ده و او د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت په سرپرستۍ دا پلان په وړاندې روان دی ، دا وزارت پر ځای د دې چې ټولنه له پردی یرغل و ژغوری په خپله ټولنه د بربادۍ او تباهۍ کندې ته راکاږي ، زموږ د دولت څلورم ځواک د ایران او هند په واک کې دي .
بل لوری ته ځني افغانانو چې د لویدیځ په عیش او عشرت کې اوسیږی او ځان ته دې روشنفکرانو او فیلسوفانو خطاب کوی و د رسنیو له لاره زموږ کړیدلی ټولنه ته د اسلام ضد افکار وړاندې کوی ، او کله هم په خپل افغانی هویت شرمیږی ، او د دې لپاره چې د لویدیځ له فساده ډکه لمن نوره هم ټینګه ونیسي او په غلامۍ کې ئې یو ګام نور هم وړاندې شي ، د افغانانو له تخلف او بې همتۍ نه خبره کوی ، حال دا چې د همدغه افغانی هویت په نامه ځان خلکو ته ورپیژني .
په پای کې د پام وړ خبره دا ده چې د نظامی یرغل چاره خو به وشي ، خو موږ باید فکری ، عقیدوی او کلتوری یرغل ته متوجه شوو ، ځکه چې په اوږده مهال کې به ډیره ناوړه اغیزه ولری .