د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په معیاري ټاکنو کې د ملت رایه څه شوه !؟

عبدارحمن فرقانی 14.12.2010 19:16

پرون دافغانستان دپارلماني ټاکنو د نتایجو اړوند د افغانستان په رسنیو کې د ټاکنو دمستقل کمیسیون د رییس ( معنوي )څرګندونې خپرې شوې ، چې تر ډیره حده ګواښوونکی اوپه عین حال کې تعجب آوره وې . له يوه لوري د افغانستان ټول ملت او اولسونه نارې وهي چې دا ټاکنې د پراخه بهرني او داخلی لاسوهنو تر یرغل لاندې تر سره شوې ، او ټول په دې متفق دی چې دې پارلمان ته هغو کاندیدانو لاره موندلې ده چې له بهرني مالي او سیاسي حمایت څخه برخمن دی ،او دملت استازي توب نشي کولاي ، او ډیر شواهد پدې هکله موجود دی . خو له بل لوری هغه ارګان چې بنسټیزه دنده ئې دا ده چې په ټاکنو کې د تقلب او تزویر مخه ونیسي په ډکه خوله پدې ټینګار کوي چې ټاکنې په معیاري ډول تر سره شوی او هیڅ راز تقلب او تزویر پکې ندی شوی ، او بهرني څارونکي هم د دې معیاري ټاکنو ملاتړ کوي ، بیا سمدلاسه په ګواښمنه لهجه وایی : چې که دا نتایج لغوه شي نو له ډیرو پټو توطیئو او جوړ جاړیو به پرده پورته کړي ! پدې معنا چې که کوم لوری نتایج نه مني نو تقلب شوی او پرده به ترې پورته شي ، او که نتایج منل کیږي بیا نه تقلب شته او نه تزویر او نه هم سازشونه ! .
د دیموکراسي تر شعار لاندې دلویدیځ مکار استعمار په بې وسه ملتونو باندې ملنډې وهي ، سره لدې چې دا ملتونه کله ناکله د ځینو مجبوریتونو په اساس د دوی کرغیړنې ارادې او ناوړه عزم ته په دې هیله غاړه هم کیږدې چې دوی به هم له هغه نظام نه برخمن شي چې په لویدیځ کې استعمار خپلو ملتونو ته رامنځ ته کړی دی ، د دې سره هم دا کینه کښ استعمار په واقعي بڼه نه حاضریږي چې کټ مټ هغه نظام چې په لویدیځ کې حاکم دی دلته حاکم شي .
په افغانستان کې هم خلکو د یوې اوږدې جګړې نه وروسته پدې هیله د لویدیځ نه پرافغانستان باندې تپلی شوی حکومت ومانه ، چې دوی ته به هم د لویدیځ د هیوادونو په څیر امنیت ، ترقي ، سوکالي او پرمختګ ورپه برخه کړي ، افغانستان به د پرمختللیو هیوادونو په کتار کې سر راپورته کړي ، دسیاسی ، اقتصادي لحاظه به په نړیواله کجه سیال هیواد شي ، د دیموکراسي د اصولو سره سم به دخپل سیاسی برخلیک د ټاکلو حق ولري ، خپل سیاسي زعامت به د دیموکراسي له اساساتو سره ټاکي ، د هیواد کړکیچن وضعیت به د لویدیځوالو په مرسته ډیر ژر ښه شي ، کار به اهل کار ته وسپارل شي ، هر څوک به دخپل لیاقت او علمیت په کچه د هیواد په آبادي کې ونډه واخلي ، د دیموکراسي پر بنسټ به هر چا ته فرصت مهیا کیږي ، چې د خپل هیواد په آبادۍ کې زیار وباسي .
د افغانانو په زړونو کې دا هیله هم دهغو وعدو په اساس پیدا شوه چې د لویديخ استعمار افغانستان ته د راتګ پرمهال ورته شعار پورته کړی ؤ ، څرنګه چې لدې وړاندې ئې د تاریځ په اوږدو کې د خپلو سیاسی ، نظامي یرغلو نو لپاره د دیموکراسي شعار پورته کړی دی ، محرومو ولسونو ته د دیموکراسي راوړل د استعمار تل پاتې شعار دی ، خو موږ ته په معاصر تاریخ کې هم دا ثابته شوی چې د لویدیځ غاصب استعمار په خپل شعار کې ریښتنی نه دی ، که خپل هیواد افغانستان وګورو ، د نیږدې لسو کالو نو په اوږدو کې تر اوسه یو سیاسی جریان هم د دیموکراسي پربنسټ ندی تر سره شوی ، په ظاهري توګه د خلکو دفریب او غلولو لپاره انتخابات تر سره شي ، ولس د ګڼو ګواښونو سره میدان ته راووځي خپله رایه د خپل سیاسی برخلیک اړوند واچوي ، خو بیا تر هغه نتایج نه اعلانیږي تر کومه چې د بهرنیو او داخلي سیاسي ډلو تر منځ جوړ جاړي و نه شي ، دولس رایه په همغو صندقو نو کې زندۍ شي چې پکې اچولې ئې وي . پایله او نتیجه د سازشونو او اتحادونو او مصلحتونو په اساس ټاکل کیږي .
دا راز چلند موږ په تیرو انتخاباتو کې هم ولید چې څرنګه نتایج تر هغه وځنډول شول تر کومې چې د میشتو بهرنیو قوتونو او داخلی سیاسی او نظامي ډلو ترمنځ جوړښتونه ونشول ، د انتخاباتو مستقل کمیسیون به جرات نشو کولای چې نتایج اعلان کړي .
داسې ښکاري چې دا ځل د انتخاباتو مستقل کمسیون هم خپل کار کړی ، نو ځکه د انتخاباتو په اعلان شویو نتایجو ټینګار کوي ، ځکه که نتایج رد او بدل شي نو کمیسیو ن به هم له ځینو بهرني او داخلي اطرافو سره په کړکیچ کې ولویږي ، له یوه لوری وایی که نتایج ومنل شي نو انتخابات معیاري تر سره شوی او که ونه منل شي نو بیا به سازشونه افشا کړي ! . د دې پټو معاملو په جریان کې ملت تباه او برباد شو .
که دافغانستان د مختلفو ولایتونو د اعلان شویو نتایجو لست ته ځغرنده نظر وشي ، نو په یوه نظر دا ثابتیږي چې په لومړی ګام کې د ایران پلوه کاندیدانو تله په هر ولایت کې درنده ده ، په هر هغه ولایت کې چې دایران هم لسانه او هم مذهبه وګړي شتون لري په هغه ولایت کې همغوی پارلمان ته بریالی شوی دی ، که څه هم چې په اقلیت کې دی . په دوهم ګام کې هغو کاندیدانو لاره موندلی چې دایران سره د سیاسی مصلحتونو په اساس اړیکې لري ، او دایران څخه ئې مالي مرسته تر لاسه کړې تر څو پارلمان ته لاره ومومي ، او دا کومه پټه خبره نه ده ټول پرې خبر دي . دریم هغو کاندیدانو لاره موندلې ده چې د لویدیځ له لوری ګمارل شوی ، تر څو دپارلمان له لارې د دوی د اقتصادي او سیاسی مصلحتونو لپاره کار وکړي ، او د دې موخې لپاره پورتني کاندیدان هم په غیر مستقیمه توګه توظیفیدلی شي . څلورم هغو کاندیدانو لاره موندلې چې د دولت له ځینو کړیو سره ئې دخپل سیاسی مصلحت اوبرخلیک پراساس جوړجاړی شوی دی .
په دې منځ کې د ملت رایه ضایع شوې ده ، او هیڅ کله به د لویدیځ د استعمار پر مټوو د ریښتني دیموکراسۍ مخ ونه ویني ، ځکه چې استعمار د خپلو سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکو اهدافولپاره سیمې ته راغلی ، دافغانانو په غم او درد پړ نه دی .