د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطالبانو او داشغال د مافیا تر منځ

عبدارحمن فرقانی 27.12.2010 03:01

په الحیات ورځپاڼه کې د جهاد الخازن لیکنه د عبدالرحمن فرقاني په ژباړنه کې ..
آیا انسان کولای شی، دجګړې له لیارې د هغه انسان په وړاندې بریالی شي،کوم چې غواړي مړ شي (دشهادت غوښتونکی؟.)
که دشهادت غوښتونکي خپل غلیم و واژه نو بریالی شو ، او که دی مړ شو نوهغه جنت ته به ولاړ شي چېیرته چې۷۲ حورې ئې انتظار کوي . د امریکایی عسکرو او د طالبانو د جنګیالی تر منځ دا خیالي مبارزه د افغانستان د جګړې انځور دی ، دبوش ادارې دا جګړه یوځل بایلله ، او لدې وروسته ئې د عراق او تروریزم جګړې بایللې ، او همدا راز د اوباما ادارې هم داجګړه وروسته لدې بایلله چیرته چې اضافي ځواکونو هغه لاسته راوړنې نه درلودې څرنګه چې تمه کیدله .
کال وړاندې باراک اوباما په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو ډیرښت په ډیرش زره نويو عسکروسره اعلان کړ ، او همدا راز ئې اعلان وکړ چې د اتلافي قوتونو وتل به په کال ۲۰۱۱ م کې هغه مهال پیل شي ، چې افغاني ځواکونه د امنیت چارې په خپل لاس کې واخلي ، او داسې ګمان کیده چې د عسکرو په ډیرښت سره به هغه دپام وړ لاسته راوړنې وشي ، چې د دوی دوتلو پیل به تبریر کړي ، خو په قطعي توګه داسې و نه شول څرنګه چې تمه کیده ، بلکې برعکس د توقع خلاف څه پیښ شول ، دا لاندې بیلګۍ کفایت کوي :
په نیویارک ټایمز کې مې یوه اوږده او دقیقه څیړنه ولوسته ، چې د افغانستان له شمال څخه الیسا روبڼ لیکلی ده ، خلاصه ئې دا ده چې د طالبانو جنګیالی په شمال کې فعال شوي دي ، چیرته چې د جګړې څخه وړاندې هلته دوی دپام وړ شتون نه درلود ، ( آیا لوستونکی د طالبانو مخالف د شمال اتحاد په یاد لري ؟ ) او دا سربیره لدې چې په سیمه کې تیر کال د الماني او امریکایی ځواکونو شمیره هم دوه چنده شوه .
وضعیت اوس په لاندې ډول دی :
هلته تقریبا ۱۵۰ زره داتلاف ځواکونه موجود دی ، او جګړه په کال کې ۱۲۰ بیلیونه ډالر لګښت امریکا ته اړوي ، او په سږنی کال کې د امریکایانو د وژل شویو عسکرو شمیره ۵۰۰ تنو ته نیږدې شوې ده ، د کال ۲۰۰۱ م څخه راپدیخوا دا دپام وړ شمیره ده .
آیا امریکا کولای شي چې دغه بې پایه مرګ ژوبلې او مالي لګښت ته ادامه ورکړي ؟ . د طالبانو جنګیالی د بريا اړوند ډاډمن ښکاري ، دوی د هیواد په مختلفو سیمو کې په جګړه بخت دی ، او دوی په کال ۲۰۱۴م کې د امریکایانو داعلان شوی وتلو انتظار کوي ، تر څو بیرته خپلو ځایونو ته راستانه شي .
ګمان کوم چې رئیس اوباما دا هر څه درک کوي ، خو دی د وتلو لاره پرته لدې نه شي پیدا کولای ، تر څو هغه د بخت ملاک ورته یو ځل بیا را و نه ګرځی چې دی ئې سپنې ماڼۍ ته رسولی ؤ ، کیدای شي د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري وژنه امریکایانو ته دا عذر پیدا کړی ، تر څو ووایی : بریالي شوو ، او بیا هیواد طالبانو ته پریږدی کوم چې بهرني اطماع نه لري ، او امریکا او پرته له امریکا بل څوک نه ګواښوي ، او په دوی باندې جګړه هم د ۱۱ سپتامبر د حملو نه وروسته د القاعدې د مشرانو دنه تسلیمولو له کبله په لاره واچول شوه .
د امریکا د استراتیژۍ د بیا کتنه په مهال چې څه وویل شول هغه ریښتیا دی ، سره لدې چې په کانامۍ ئې اعتراف ونه کړ ، زما پام د دغې بیا کتنې دوو عبارتونو ځان ته اړولی دی ، چې زه ګمان کوم د موضوع مهم ټکي دی ، لومړۍ خبره دا چې ( د ځواکونو ډیرښت د مات او ګوډ پرمختګ لامل شو او له دې پرته بل څه ممکن هم نه وو ) او د بریا لپاره ‎(( د پاکستان د استراتیژي په لمړیتوبونوپه ښه بڼه پوهیدو ته اړتیا ده )) .
زه ګمان نه کوم چې دا ګود او مات پرمختګ به کومه دپام وړ پایله ولري ، تر دې حده چې د طالبانو جنګیالی به د ویتنام د ویتوکونګ په څیر د ((تیت)) حمله وکړي چې په کال ۱۹۶۸م کې تر سره شوه ، او امریکایان به د خپلو هیليکوپترونو په ذریعه په کابل کې د خپل سفارت د چت له لارې وتښتي ، او زه همدا راز ګمان نه کوم چې په افغانستان کې به کامیابي د پاکستان دمرستې نه پرته ممکنه وي ، او د دې کار پیل باید د پاکستان د سرحد په داخل کې د وسلوالو د ځالو په له منځه وړلو وشي ، کومې چې وسلوال ئې استعمالوي .
دپاکستان عسکري استخبارتو د نولسمې پیړۍ د نهمې لسیزې په منځ کې طالبان جوړ کړل ، او د دوی په هکله ئې امریکا ته هم قناعت ورکړ ، سره لدې چې امریکایان اوس مهال پدې اړه د خپل رول څخه انکار کوي ، خواوسنی وضعیت د هغه زاړه تاریخ څخه تیر شوی ، یا په بل عبارت بدل شوی دی ، او پاکستان نه غواړي چې له یوه لوری دهند په محاصره کې وي او له بل لوری د داسې نظام په محاصره کې شي چې د هند سره ملګری وي ، لدې ځایه ئې د وسوالو سره مرسته په افغانستان کې د هند دنفوذ د پراختیا مخنیوی کوي .
په صراحت ، له افغانستان څخه دوتلو هیڅ داسې لاره نه وینم چې دامریکایانو عزت پکې خوندي پاتې شي ، عسکری وضعیت خو مو په مخکې سطرونو کې بیان کړ ، بیا د بوش ادارې ناشونې غوښتنه درلوده ، او هغه ئې د اوباما ادارې ته په میراث پریښودله ، د اوباما ادارې هڅه وکړه چې په افغانستان کې یو قوی مرکزی حکومت جوړ کړي ، او داسې پیاوړی اقتصاد رامنځ ته کړی چې هیواد په پښوو ودروي ، خو افغانستان هیڅ کله هم واکمن مرکزی حکومت نه دی لیدلی ، بلکې دهغو دیني او قومي ډلو تر منځ ئې تړونونه لیدلی دي ،چې د هیواد په ساره او اوږدو کې خپلې د نفوذ سیمې لري ، او اشغال په خپل وار په افغانستان کې هغه فاسدترین حکومت را منځ ته کړ چې په نړیواله کچه دفساد په ډګر کې ټیترینه رتبه لري ، آن تر دې چې د نړیوالو چارو لپاره دبریتانیا انستیوت ((چاتام هاوس )) په خپل یوه رپوټ کې ویلی : چې په افغانستان کې حکومت نشته بلکې هلته مافیا وجود لري .
او اوس مهال د طالبانو او د اشغال د مافیا تر منځ د افغانستان ملت قرباني کیږي .