د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب اوومه برخه

انبيا ژمن 04.01.2011 22:11

د عمل له نښو څخه استفاده
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن
تاسو خپله د خپلو عواطفو او احساساتو سرچينه ياست.په هره شېبه کې چې وغواړئ کولى شئ هغه رامنځ ته کړئ او يا بدلون ورکړئ.

نو ولې موږ داسې نه کوو؟ زموږ ډېرى (بدحال) کېدل طبيعي ګڼو، خو د خوښ کېدو لپاره بايد دليل ولرو. تاسو د خوشحالۍ د احساس لپاره هېڅ پلمې ته اړتيا نه لرئ، کولى شئ همدا اوس پرېکړه وکړئ چې خوښ و اوسئ، په دې ساده دليل سره چې ژوندي ياست، په دې دليل چې همداسې غواړئ. اړتيا نشته چې د چا يا څه په اړه په تمه و اوسئ.

له منفي عواطفو سره د چلند غوره لار کومه ده؟ معمولي او بې اغېزې لارې ډېرې دي. کولى شئ خپل دا عواطف له پامه وغورځوئ؛ البته هغه له منځه نه ځي. کولى شئ هغه شنډ کړئ، خو بيا په يو ډول څرګندېږي. کولى شئ په هغو کې ډوب شئ او د ځان لپاره د پښېمانۍ احساس وکړئ، خو هغه هم حالت نه ښه کوي. کولى شئ هغه د وياړ پلورنې تومنه په نښه کړئ: (فکر کوې ستا حالت بد دى؟ زما حالت له هغه نه ډېر بد دى!)

البته تر ټولو هوښيارانه کار، دا دى چې په هر حالت کې په اغېزناک چلند ، او د حل لارې په لټې سره، دا عواطف بدل کړئ او له هغو څخه درس واخلئ او له خپلو عواطفو څخه په استفادې سره خپل او ځان ته د نږدې کسانو ژوند بډايه کړئ.

پوه شئ چې ټول عواطف ستاسو په چوپړ کې دي. هغه عواطف چې يو وخت ستاسو په پام منفي ځلېدل، (عمل ته له دعوت) پرته بل څه نه دي. مثلاً که د زړه تورۍ احساس کوئ (او موږ به په دې اړه په تفصيل سره خبرې وکړو.) مانا يې دا ده چې ستاسو په عقيده چارې کېدى شي له دې څخه غوره وي، او نه دي. دا عمل ته د بلنې يو ډول دى او تاسو ته وايي چې بايد داسې کار وکړئ تر څو شرايط ښه کړئ. که له دې منفي احساس څخه په سمه توګه استفاده وکړئ، عملاً يو ډول بښنه (خدايي ورکړه) ده.

له دې وروسته هر کله چې د داسې عواطفو په فکر کې کېږئ چې منفي مو نومولي وو، هغه عمل ته بلنه يا (د عمل نښه) وګڼئ.

که په خپل ژوند کې مو په هر حالت کې رنځ تجربه کړى وي، سبب يې يا چارو ته ستاسو د کتنې کړنلاره ده (پاملرنه او ادراک) او يا په پايله کې هغه کارونه دي چې کوئ يې، چې موږ کولى شو هغه کړنلاره ونوموو.

نو که له خپلو احساساتو ناخوښ ياست يا مو د خپلې پاملرنې مرکز او يا مو د عملکړنې کړنلارې ته بدلون ورکړئ، تر څو له واټن پرته ستاسو په عواطفو کې بدلون رامنځ ته شي. له خپلې مېرمنې\مېړه سره د چلند او يا له رئيس سره د خبرو اترو لپاره نوې لارې پيدا کړئ. او يا خپل فکر داسې بدل کړئ چې ټول ستاسو له آندونو سره جوړ (موافق) وي.

هر کله چې په خوږمنو عواطفو اخته شوئ، کولى شئ پنځه ګامه واخلئ تر څو وکولى شئ په چټکۍ سره د عمل له نښو څخه درس واخلئ او له هغو څخه استفاده وکړئ:

1. ځانګړې کړئ چې ستاسو احساس دقيقاً څه دى.
2. خپل عواطف ومنئ او هغه وستايئ. پوه شئ چې دا عواطف په ډېرو چارو کې ستاسو مرستندوى دي او تاسو ته د عمل بلنه درکوي تر څو مثبت بدلون رامنځ ته کړئ.
3. پلټونکي و اوسئ! پام وکړئ چې دا عاطفه تاسو ته يو پيغام لري تر څو کوم څيز ته بدلون ورکړئ. نو بايد خپل ادارک او يا کړنلاره بدله کړئ.
4. په خپل ځان ډاډ ولرئ او پوه شئ چې کولى شئ له واټن پرته پر خپلو عواطفو واکمن شئ. ځکه چې په تېر کې مو هم داسې کړي دي. هغه وخت په ياد راوړئ چې په بشپړ برياليتوب سره پر دې احساساتو باند بريالي شوي ياست، نو په تېر کې له خپلې عملکړنې څخه سرمشق واخلئ تر څو پوه شئ چې په حال او راتلونکي کې څه بايد وکړئ.
5. لېوالتيا ولرئ او لاس په عمل شئ!

کله چې موږ په شېبه ييز هاى هوى (ناکراري) اخته يو، د عواطفو او احساساتو په اړه پلټونکي کېدل، ستونزمن کار دى. د دې لپاره چې وکولى شئ د عمل له نښو څخه درس واخلئ او له هغو څخه استفاده وکړئ له خپل ځان څخه څلور لاندينۍ پوښتنې وکړئ.

1. په دې شېبه کې مې زړه په رښتيا سره غواړي څه احساس ولرم؟
2. کوم اعتقاد سبب شوى چې په دې احساس اخته شم؟
3. د حل لارې د پيدا کولو لپاره همدا اوس بايد څه وکړم؟
4. له دې موضوع څخه څه درس اخلم؟

په نفس باندې د ډاډ رامنځ ته کولو او له منفي عواطفو سره د غبرګون لپاره هغه وخت په ياد راوړئ چې په ورته احساس باندې اخته شوي واست. پام مو وي چې په تېر کې توانېدلي ياست په برياليتوب سره پر خپلو منفي احساساتو باندې برى تر لاسه کړئ. آيا داسې پېښ شوي چې يو وخت مو د خواشينۍ احساس کړى وي او هغه مو له منځه وړى وي؟ يا دا چې د ماتې او بېچارګۍ احساس مو کړى وي او په يو ډول مو خپله پاملرنه بل څيز ته اړولې وي؟

خپل تېر چلندونه ځان ته سرمشق وټاکئ. کومه کړنلاړه مو چې په کار اچولې اغېزمنه واقع شوې ده؟ آيا خپل پام مو بل څيز ته اړولى دى؟ آيا له خپل ځان څخه مو سمه پوښتنه کړې ده؟ آيا د جسمي حالت، ګام وهلو او متعادل حالت ته د ګرځېدولو په بدولون سره مو، منفي بېلګه له منځه وړې ده؟

که بيا په دې احساس اخته شوئ، له هغه سره د مقابلې لپاره له تېرو برياليو کړنلارو څخه استفاده وکړئ.

په خپل ذهن کې مو هغه کړکېچنې پېښې چې په راتلونکي کې کېدى شي د منفي عواطفو د رامنځ ته کېدو موجب شي داسې انځور کړئ چې په هغو باندې واک لرئ. ځان په پېښو باندې د واک په حالت کې ووينئ، واروئ او احساس کړئ. تر دې چې د ډاډ احساس په تاسو کې په شرطي توګه رامنځ ته شي او يقين وکړئ چې په نفس باندې په ډاډ او ځواک سره کولى شئ له هرې پېښې سره مقابله وکړئ.

زما فلسفه دا ده چې (بلا د ماشومتوب په وخت کې له منځه يوسئ.) د منفي عواطفو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه وخت د هغه د څرګندېدو او ښکاره کېدو وخت دى. کله چې دا عواطف ځواکمن شي، له منځه وړل يې ډېر ستونزمن وي.

لومړۍ شمېره د عمل نښه

نامطلوب احساسات لکه بې نظمي، بې پروايي، ناآرامي، پټ ځور او يا ذهني ګډوډتيا موږ ته ځوروونکى پيغام راکوي چې په ځينو ځايونو کې زيان نه لري. يعنې يا له موِضوع څخه ستاسو درک د ناآرامۍ موجب دى او يا ستاسو عمل د موخې په لور نه دى.

د حل لار

1. له هغو مهارتونو څخه چې د کتاب په دويمه برخه کې مو زده کړي دي د روحيې د بدلون لپاره استفاده وکړئ.
2. ځانګړې کړئ چې غواړئ څه ډول احساس ولرئ او څه ډول کار غواړئ ترسره کړئ.
3. خپل چلندونه او عملونه سم يا بدل کړئ. په خپل چلند کې لنډ بدلون راولئ تر څو پوه شئ چې آيا کولى شئ د هغه وضعيت په اړه سملاسي خپل احساس ته بدلون ورکړئ او يا په هغه پايله کې چې تر لاسه کوئ يې بدلون راولئ. د عمل لومړۍ شمېره نښه هم د هر منفي احساس په شان، که په چټکۍ سره له منځه لاړه نه شي، وده کوي او ډېره چټکېږي او ښايي په دويمه شمېره عمل واوړي

دويمه شمېره د عمل نښه

که له هغو حالتونو سره چې زموږ د ناآرامۍ سبب کېږي سم غبرګون ونکړو وده کوي او د وېرې په توګه څرګندېږي. د ډار، تشويش، ځور او اندېښنې په شان احساسات تاسو ته وايي چې بايد ډېر چمتووالى ولرئ تر څو له هغو پېښو سره چې نږدې دي رامنځ ته شي مخامخ شئ.

د حل لار

1. د هغه حالت په اړه چې له رامنځ ته کېدو څخه يې ډارېږئ فکر وکړئ او وګورئ چې اوس بايد څه وکړئ تر څو له جسمي او فزيکي اړخه اړين چمتووالى ونيسئ.
2. ووينئ چې له هغه حالت سره په ښه ممکن ډول د مقابلې لپاره څه ډول ګامونه بايد واخلئ.
3. وروسته له هغه چې چمتو شوئ، پرېکړه وکړئ چې اندېښنه څنګ ته پرېږدئ. هغه وخت ځان په داسې حالت کې انځور کړئ چې ګواکي په هغه وضعيت کې له برياليتوب سره مخ شوي ياست او په خپل ځان واکمن ياستئ.

درېمه شمېره د عمل نښه

د ځور احساس د زيان ليدلو(غالباً د خيال) له احساس څخه سرچينه اخلي.
د عمل دا نښه موږ ته بلنه راکوي چې د خپل درک په کړنلاره کې بيا کتنه وکړو او يا مو پام شي چې ښايي زموږ تمه په ځاى نه وه.

د حل لار

1. پام وکړئ چې کېدى شي عملاً مو تاوان نه وي کړى. که چا يې غږ تاسو ته پورته کړ، مانا يې دا نه ده چې نور له تاسو سره علاقه نه لري.
2. موضوع دويم ځل وڅېړئ. سمه ده چې ستاسو تمې نه دي پوره شوې، خو کېدى شي همدا موضوع ستاسو په ګټه وي. آيا ژر يا ناسمه پرېکړه مو نه ده کړې؟
3. په نرمۍ او وړ لحجې له هغه چا سره چې ورڅخه رنځېدلي ياست خپل احساس شريک کړئ. مثلاً: (پوهېږم چې په ما باندې مهربانه ياست. آيا کولى شئ هغه پېښه چې رامنځ ته شوه راته وسپړئ؟

څلورمه شمېره د عمل نښه

د غوسې او عصبانيت او له ځايه د ښويېدو احساس، د ځواکمنتيا احساس دى. سرچينه يې هماغه د ځور احساس دى چې له هغه سره په سمه توګه مقابله نه ده شوې. د عمل دا نښه موږ ته وايي چې يو له مهمو اصولو يا قوانينو څخه مو پخپله، يا بل وګړي تر پښو لاندې کړي دي.

د حل لار

1. پام وکړئ چې کېدى شي ناسم پوهاوى رامنځ ته شوى وي او هغه څوک چې په اړه يې په غوسه ياستئ هېڅ پام به يې نه و چې ستاسو د اصولو خلاف عمل يې کړى دى.
2. پام وکړئ چې ستاسو د منلو وړ قوانين کېدى شي سم نه وي. (د دې کار ترسره کول، کله کله ستونزمن وي.)
3. خپله غوسه مو په دې ته ورته پوښتنو سره له منځه يوسئ: (آيا سمه ده چې دا شخص، په ټوله کې له ما سره مينه لري؟ له دې تجربې څخه څه درس کولى شم واخلم؟ څنګه کولى شم د خپلې خوښې وړ قوانينو د ارزښت په اړه هغه ته غوږ وهنه وکړم؟

پنځمه شمېره د عمل نښه

د ناکامۍ احساس په دې مانا دى چې سره له دې چې اوس مو پرمختګ نه دى کړى، خو تر يوې کچې منئ چې کولى مو شوى ښه عمل وکړئ او ښې پايلې تر لاسه کړئ. د عمل دا نښه تاسو ته وايي چې که خپلې کړنلارې ته بدلون ورکړئ، بيا هم کولى شئ خپلې غوښتنې ته ورسېږئ.

د حل لار

1. نرمي ولرئ! پوه شئ چې د ناکامۍ احساس ستاسو د دوست په شان دى. پايلې ته د رسېدو لپاره نوې لارې فکر کړئ.
2. هغه څوک چې مخکې ستاسو د نظر وړ پايلې ته رسېدلي دي بېلګه وټاکئ او له هغوى څخه څه زده کړئ.
3. په هغو مطالبو سره چې زده کړي مو دي، کېدى شي په داسې توګه په دې ستونزه باندې بريالي شئ چې لږ وخت او انرژي له لاسه ورکړئ او عملاً د ښادۍ سبب شي.

شپږمه شمېره د عمل نښه

مايوسي او نهيلي، خوږمن احساسات دي او مانا يې دا ده چې ستاسو په خپلې عقيدې سره کوم څيز د تل لپاره له لاسه ورکوئ. د عمل دا نښه تاسو ته بلنه در کوي چې په خپلو تمو کې بيا کتنه وکړئ.

د حل لار

1. په پام کې ونيسئ چې له دې حالت څخه څه درس اخلئ، يا دا چې خپلو تمو ته بدلون ورکړئ.
2. ځان ته نوې او هېښنده موخه وټاکئ، په داسې توګه چې وکولى شئ سملاسي په هغه لار کې پرمختګ وکړئ.
3. پام وکړئ چې کېدى شي په بيړناکه ډول مو پرېکړه کړې وي. ډېرى هغه څيزونه چې زموږ د نهيلۍ سبب کېږي، ژرتېرې ستونزې دي.
4. پاملرنه او لېوالتيا وښيئ. خپله غوښتنه دويم ځلي وڅېړئ او هغه ته د رسېدو لپاره نوې او اغېزناکه طرحه وکاږئ.
5. هغه څه ته له پاملرنې پرته چې په تېر کې پېښ شوي دي، د راتلونکي په اړه مثبت او خوښ باوره ليد ولرئ.

اوومه شمېره د عمل نښه

د ګناه احساس وايي چې ستاسو عمل له پورتينو معيارونو څخه د يوه په خلاف دى او بايد له واټن پرته د هغه د جبران په لور ګام واخلئ او نور هغه عمل تکرار نه کړئ. په دې ترتيب سره ستاسو دننى يووالى خوندي پاتې کېږي.

د حل لار

1. ومنئ چې د خپلې خوښې له تر ټولو مهمو معيارونو څخه مو يو مات کړى دى.
2. په پرېکنده ډول ژمنه وکړئ چې نور به هېڅکله هغه عمل نه تکراروئ. د عقل او احساس په مرسته انځور کړئ چې په راتلونکي کې د هماغه ګناه مرتکب شوي ياست او دا ځل مو د خپلو لوړو وګړيزو معيارونو پر بنسټ عمل کړى.
3. د هغه ګناه په کړکېچ کې، ډېر مه ډوبېږئ. اوس چې له هغه څخه په استفادې سره، بيا سمې لارې ته هدايت شوي ياست، نور د هغه په اړه فکر مه کوئ. له دې وروسته، سم کارونه ترسره کړئ! غوسه کېدل او ځان ورانول نه له تاسو سره مرسته کوي او نه له نورو سره.

اتمه شمېره د عمل نښه

د بې کفايتنۍ احساس وايي هغه کار چې د ترسره کولو په درشل کې يې ياستئ، ستاسو په خپله عقيده د اطلاعاتو، درک، کړنلارې، سياست او په نفس باندې د اړين ډاډ درلودونکى نه دى. د عمل دا نښه تاسو ته بلنه در کوي چې ډېرې بشري سرچينې راټولې کړئ.

د حل لار

1. کېدى شي ستاسو معيار ستاسو د عملکړ د ارزونې لپاره په ځاى نه وي. له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ (آيا شونې ده چې په رښتيا سره د دې کار د ترسره کولو وړتيا ولرم او يواځې خيال کوم چې بې کفايته يم؟)
2. که پوه شوئ چې د کار ترسره کولو لپاره اړين مهارتونه نه لرئ، د عمل دې نښې ته بلنه د مهارت د زياتولو لپاره ومنئ او د دې احساس په قدر پوه شئ.
3. هغه چا چې په همدې برخه کې يې خپل لياقت ښوولى دى، بېلګه وټاکئ او هغه ساده ټکي چې کولى شي له واټن پرته ستاسو عملکړ غوره کړي زده کړئ.

نهمه شمېره د عمل نښه

د شغل او بوختيا د ډېرښت اړوند احساسات او همدارنګه مايوسي، خپګان او بدمرغي هغه وخت رامنځ ته کېږي چې فکر کوو کومې پېښې چې رامنځ ته کېږي په بشپړ ډول زموږ له واک څخه وتلې دي. ستونزه بايد په وړو ټوټو بدله کړو.

د حل لار

1. وګورئ کوم يو له هغو کارونو څخه چې په لاس کې يې لرئ ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري؟
2. په دې غولي کې د پرمختګ لپاره کوم ګامونه لومړيتوب لرونکي دي؟
3. له واټن پرته تر ټولو هغه مهم کار ته چې ځانګړى کړى مو دى مخه کړئ.
4. د ټولو هغو غوسو او ستونزو په منځ کې چې تاسو يې چاپېر کړي ياست، له هرې يوې څخه چې کولى شئ په سمه توګه را ووځئ، فکر مو هماغه ته واړوئ. پوه شئ چې د دې ټولو ستونزو تر شا يو حکمت دى. هره پېښه چې په ژوند کې رامنځ ته کېږي د يوې موخې او دليل لرونکې ده او په پايله کې زموږ په ګټه تمامېږي.

لسمه شمېره د عمل نښه

د ګوښه توب احسا د دې نښه ده چې له خلکو سره اړيکو ته اړتيا لرئ، په رښتيا سره نورو ته ارزښت ورکوئ او خوښوئ چې له هغوى سره و اوسئ. د عمل دا نښته تاسو ته بلنه درکوي چې له کور څخه ووځئ او له خلکو سره په اړيکه کې شئ.

د حل لار

1. پام مو وي چې مينه ناک خلک په هر ځاى کې ډېر دي. کولى شئ له کور څخه ووځئ او له هغوى سره اړيکې ټينګې کړئ.
2. ځانګړې کړئ چې څه ډول اړيکې ته اړتيا لرئ. ټينګه دوستي؟ نه تېرېدونکې مينه؟ يا يو اورېدونکى غوږ ؟
3. له واټن پرته له کور څخه د وتلو او له خلکو سره د اړيکې ټينګولو په اړه اقدام وکړئ.
4. د دې لپاره چې تل د عمل نښو او د هغو د حل لارو ته پاملرنه ولرئ او د هغوى په مرسته نه وړ بېګلې له منځه يوسئ، هغوى د کاغذ يا وړوکې تختې پر مخ وليکئ او تل يې له خپل ځان سره ولرئ. کله چې له دې څخه په يوې منفي عاطفې اخته شوئ، د هغې مانا او هغه عمل ته چې بايد تر سره يې کړئ، پاملرنه وکړئ. يوه له دې تختو يا کارتونو څخه د خپل موټر په د ننه کې ټينګه کړئ تر څو هره ورځ مو په هغه باندې سترګې ولګېږي.

په راتلونکو ورځو کې لسو ځواک بښونکو احساسو ته مخه کوو چې کولى شو هغه د منفي عواطفو ځايناستي کړو.

لومړۍ شمېره ځواک بښونکى احساس

د مينې او صميميت احساس په ځان کې ځواکمن کړئ. دا هېښنده عقيده مې په يوه کتاب کې لوستې ده چې (هره خبره اتره يا اړيکه، د مينې لپاره ځواب دى او يا د مرستې لپاره چېغه). که څوک د غم او رنځ په حالت کې تاسو ته راشي او تاسو مرتباً په مينه او خوښۍ سره هغه ته ځواب ورکړئ، بالاخره د هغه شخص حالت بدلېږي او عصبي فشار يې له منځه ځي.

دويمه شمېره ځواک بښونکى احساس

د قدر پېژندنې او مننې احسا په ځان کې ځواکمن کړئ. دا عواطف زموږ له تر ټولو معنوي احساساتو څخه دي او له هر څه نه ډېر، زموږ ژوند درنوي. په شکر ايستلو او مننې سره ژوند وکړئ.

درېمه شمېره ځواک بښونکى احساس

د پلټنې احساس په ځان کې رامنځ ته کړئ. که په رښتيا سره وغواړئ د خپل ژوند په ټوله موده کې وده او پرمختګ وکړئ، زده کړئ چې د ماشومانو په شان سپين سترګي او پلټونکي و اوسئ. پلټونکي وګړي هېڅلکه نه ستومانه کېږي، او د هغوى په آند ژوند، د خوښيو نه ختمېدونکې مطالعه ده.

څلورمه شمېره ځواک بښونکى احساس

د ښور او خوښۍ احساس په ځان کې ځواکمن کړئ تر څو هره ستونزه د موکې په بڼه په پام کې راولئ او خپل ژوند خوښ او په چټکۍ سره مخ ته بوځئ. شوق ته په ځان کې ځلا ورکړئ. او د دې کار لپاره له خپل جسم څخه مرسته تر لاسه کړئ: جدي خبرې وکړئ او خپل جسم په هغه لور چې غواړئ ويې خوځوئ مخ ته وځغلوئ.

پنځمه شمېره ځواک بښونکى احساس

د درېدنې او خوځېدنې تر منځ توپير د پرېکړې په ځواک سره ځانګړى کېږي. خپله اراده ځواکمنه کړئ! بسيا نده چې په ځان فشار راوړئ بلکه بايد ځان په مصمم حالت کې راولئ.

شپږمه شمېره ځواک بښونکى احساس

د انعطاف وړتيا ولرئ. يواځې همدا يوه ځانګړتيا چې وکولى شئ د خپل کار ډول ته بدلون ورکړئ ستاسو برياليتوب تضمينوي. په واقعيت کې د عمل د ټولو نښو پيغام دا دى چې نرمي ولرئ. په ژوند کې داسې چارې شته چې ستاسو له واک څخه وتلې دي. د انعطاف وړتيا او د وګړيزو قوانينو په اړه د تعصب نه لرل، هغه مانا چې چارو ته يې ورکوئ او هغه کارونه چې ترسره کوئ يې، په اوږد مهال کې برياليتوب يا ماتې او په ښکاره ډول ستاسو وګړيزې خوښۍ ځانګړې کوي.

اوومه شمېره ځواک بښونکى احساس

تل په خپل ځان ډاډ ولرئ. که يو ځل مو کوم کار په برياليتوب سره ترسره کړى وي، بيا يې هم کولى شئ. د هوډ او ايمان د ځواک په ډېرولو سره کولى شئ د چاپېريال له هغو شرايطو او پېښو څخه چې ستاسو لپاره نوي دي ووځئ. همدا اوس ځان د مثبتو احساساتو لرونکى او ځواک بښونکى احساس کړئ او په تمه کېږئ مه چې دا احساسات به په لرې راتلونکي کې په ناڅاپه ډول ستاسو په لور راشي.

اتمه شمېره ځواک بښونکى احساس

تاندوالى او ښه زړه توب، ستاسو په نفس باندې ډاډ ځواکمن او ژوند مو خوندور کوي او سبب کېږي چې ستاسو نږدې کسان د خوښۍ ډېر احساس وکړي. ښه زړه توب د ښه خيالۍ او له ستونزو څخه د تېښتې په مانا نه دى بلکه ستاسو د هوښ او ذکاوت نښه ده.

نهمه شمېره ځواک بښونکى احساس

خپلې جسمي خوښۍ ته پاملرنه وکړئ. که خپلې سلامتيا ته پاملرنه ونه کړئ، ستونزمنه ده چې وکولى شئ له خپلو عواطفو څخه ګټه پورته کړئ. د ټوليزې عقيدې پرعکس، نه لمسون د جسمي ځواک د زېرمې سبب نه کېږي. د انسان اعصاب د انرژي پيدا کولو لپاره خوځښت ته اړتيا لري. هر څومره ډېر چې فعال وئ، ډېر اکسېجن ستاسو غړو ته رسېږي او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د جسمي سلامتيا په لوړولو او له موکو څخه په استفادې سره ډېر تاندوالى او خوښي پيدا کوئ.

لسمه شمېره ځواک بښونکى احساس

زما په آند هېڅ احساس له زړه سوي او نورو ته له خدمت کولو څخه ډېر دروند نه دى. دا احساس چې د يوه انسان په سرليک، څوک ياستئ، څنګه مو ژوند کړى، ستاسو چلند او عمل څه دى، او د نورو په ژوند يې څه ژور او مانا لرونکى اغېز اچولى دى، د ژوند تر ټولو لويه بښنه (خدايي ورکړه) ده. د ژوند راز، بښنه (ورکړه) ده.

په دوو راتلونکو ورځو کې هر کله چې په يوه له کمزورو کوونکو عواطفو باندې اخته شوئ په ياد مو وي چې د عمل د دې نښې پيغام ته پاملرنه وکړئ. په ورته وخت کې چې د منفي عواطفو له منځه وړلو ته مخه کوئ، له ځواک بښونکو احساساتو څخه هم د هرې ناروغۍ د درمل په سرليک استفاده وکړئ.