د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب لسمه برخه

انبيا ژمن 12.02.2011 16:47

د پراختيا کليانې

هويت او سرچينه


د نړۍ له نورو خلکو سره ستاسو توپير څه دى؟ يو له هغو مهمو فکټورونو څخه چې تاسو ته له نورو څخه توپير درکوي، ستاسو تجربې دي. هر عمل مو چې کوم وخت ترسره کړى، نه يواځې په هوښياره حافظه، بلکه ستاسو په عصبي نظام کې هم ثبت شوى. هر څه مو چې تر اوسه ليدلي، اورېدلي، لمس کړي، څکلي او يا بوى کړي، په يوه لويه زېرمه کې چې مغز نومېږي ذخيره شوي دي.

دغه باخبره يا ناڅاپه يادونه سر چينې نوموو. د هرې عقيدې د سموالي يا ناسموالي لپاره په دې تجربو تکيه کوو، آن که دا عقيده ډېره مهمه هم وي (مثلاً عقيده په دې چې څوک ياستو او کوم کارونه کولى شو ترسره کړو).

کومې تجربې ستاسو ژوند ته په بڼه ورکولو کې ډېرې اغېزمنې دي؟ زما له سمينارونو څخه په يوه کې، ناستې ته له ورتګ مخکې، ګډونوالو ته پوښتنپاڼې ور کول کېږي. په دې پوښتنپاڼو کې له ګډونوالو غوښتل شوي چې پنځه هغه تجربې چې په خپلې عقيدې سره يې د هغوى پر ژوند تر ټولو ډېر اغېز کړى ذکر کړي. هېښنده دا ده چې ډېرى کسان يو شان تجربې (يا سرچينې) لري، خو د پېښې په اړه د هغوى د تعبير او تفسير ډول په بشپړ ډول له توپير لرونکى دى.

دوه تنه په ځوانۍ کې خپل پلار له لاسه ور کوي. يو يې د دې پېښې په سبب له نورو سره د هر ډول صميمانه اړيکو له رامنځ ته کولو څخه ډډه کوي، په داسې حال کې چې، له هغه بل کس څخه يو ډېر ټولنيز او خواخوږى وګړى جوړېږي.

نو هغه څه چې زموږ ژوند ته بڼه ورکوي نه يواځې خپله سرچينې، بلکه هغه تعبير او تفسير دى چې هغو ته يې ورکوو.

ستاسو د ژوند تر ټولو لوى طراح، تاسو خپله ياست، که دې سکالو(موضوع) ته مو، پاملرنه کړې يا نه وي کړې. خپلې تجربې د يوې لويې ټوټې په شان په پام کې ونيسئ چې کولى شئ هغه د هرې هغې بېلګې سره سم چې خوښېږي مو، پرې کړئ او وګنډئ، او هره ورځ چې تېرېږي، دې ټوټې ته مزى او اودنه زياتېږي...

آيا دا ټوټه په داسې پرده بدلوئ تر څو د هغه تر شا پټ شئ، يا دا چې له هغه څخه داسې جادويي ټغر جوړوئ تر څو په هغه سره د آسمان تر پوړه والوزئ. آيا دا ټوټه داسې طرح کوئ چې ستاسو مثبت او ځواک بښونکي يادونه د دې شاهکار په مرکز کې، واقع شي؟

اوس يوه شېبه وخت ولګوئ او پنځه هغه يادونه چې له نورو څخه يې ډېر ستاسو شخصيت ته په بڼه ورکولو کې اغېز درلودلى، وليکئ. نه يواځې پېښه تشريح کړئ، بلکه د اغېز هغه ډول هم چې په تاسو يې درلودلى، وليکئ. که دا ياد داسې وي چې منفى اغېز يې لرلى، له واټن پرته هغه په بل ډول تعبير کړئ؛ هر تعبير مو چې تر پامه رسي. دا کار کېدى شي تر يوې کچې ايمان ته اړتيا ولري. کېدى شي يوې داسې کتنې ته اړتيا ولري چې تر اوسه د هغه په اړه بې پروا واست. يواځې په ياد ولرئ چې په هره انساني تجربه کې، يو ډول ارزښت نغښتى دى.

د هر کار د ترسره کولو لپاره، د ډاډ احساس ته اړتيا لرو. د دې پياوړي احساس چينه (په نفس باندې ډاډ) زموږ سرچينې دي. خو که د يوه کار د ترسره کولو لپاره هېڅ تجربه (يا سرچينه) ونلرو، څنګه کولى شو په ډاډ سره د هغه ترسره کولو ته مخه کړو؟ بايد پوه شو چې موږ په خپلو واقعي تجربو پورې محدود نه يو، بلکه زموږ د تخيل ځواک، زموږ د مرستې لپاره يوه نه ختمېدونکې سرچينه ده.

په ياد ولرئ، سبب د دې چې راجر بانيسټر وکولى شول (په څلورو دقيقو کې د يو ميل) ريکارډ تر لاسه کړي دا و چې مخکې يې په وار وار هغه د خيال په عالم کې تجربه کړى و او د زړه په سترګو يې ليدلي و. هغه د ريکارډ ماتول دومره په خپل خيال کې انځور کړي وو چې داسې سرچينې يې په ذهن کې رامنځ ته شوې او بيا په هغه کې ايمان رامنځ ته شوى و چې خپلې ځواکمنې جسمي وړتياوې يې فعالې کړې وې.

د تخيل ځواک، د ارادې له ځواک څخه لس ځله ځواکمن دى. که دغه ځواک آزاد کړئ، په تاسو کې په نفس باندې داسې ډاډ او ځواکمن تجسم رامنځ ته کېږي چې ټول تېر محدوديتونه رغړوئ.

اندرا آګاسي (يو امريکايى د ټينس لوبغاړى) په وروستيو کې ماته ويل چې هغه د لس کلنۍ په سن کې، په زرګونه ځله د وېمبلدون د ټينس په سياليو کې ګډون کړى او ګټونکى شوى دى... البته د خيال په عالم کې. د برياليتوب څرګند او دوامداره تجسم، په نفس باندې د هغه ډاډ زيات کړ، تر څو چې په پايله کې، د ١٩٩٢ کال په اوړي کې يې وکولى شول خپل خيال ته د عمل جامه ور واغوندي.

د تخيل له ځواک څخه په دوامداره استفادې سره، څه خيالونه کولى شئ عملي کړئ؟

د سرچينو د تجربو د زياتولو له لارو څخه يوه، د ادب، کيسو، افسانو، شاعرۍ او موسيقۍ له ګنجينې څخه استفاده ده چې په هر ځاى کې ستاسو په واک کې ده. د کتابونو په مطالعې، د ارزښتمنو ويډيويي فلمونو په کتلو، په سياليو کې په شتون، په سيمينارونو کې په ګډون او له پرديو سره په خبرو سره د خپلو سرچينو تجربې زياتې کړئ. ټولې سرچينې ستاسو وړتياوې زياتوي او هېڅکله به پوه نه شئ چې کوم يو ممکن دى ستاسو ژوند په بشپړ ډول بدل کړي.

د کتاب مطالعه تاسو ته وړتيا درکوي تر څو وکولى شئ د ليکونکي په شان فکر وکړئ. په هغو جادويي شېبو کې چې د آردن ځنګلونو په ژورو کې ډوبېږئ وېليم شکسپېير ياستئ. په هغه وخت کې چې په ګنج جزيره کې د کښتۍ په ماتېدو اخته کېږئ رابرټ لوئېز اسټيونسون او کله چې په والډن کې په طبيعت سره خبرې کوئ هنري ډېوېډ ټورو ياستئ. لږ لږ د هغوى په شان فکر کوئ. د هغوى په شان احساس کوئ، او د خپل خيال له ځواک څخه د هغوى په شان ګټه پورته کوئ. د هغوى سرچينې ستاسو کېږي او د کتاب له مطالعې وروسته تر ډېرې مودې ستاسو په ذهن کې پاتې کېږي.

د يوه ارزښتمن کتاب مطالعه، د يوې نندارې کتل او يوې ټوټې موسيقۍ ته غوږ نيول کومې هېښنده، تفريحي او ګټورې پېښې کولى شي تاسو ته رامنځ ته کړي؟

آيا باور کوئ چې زموږ هېڅ يوه تجربه بده نه ده؟ په هر کار کې چې کوئ يې، که ستونزمن وي او که آسانه، که رنځوونکى وي او که خوندور او خلاصه په هره تجربه کې کولى شئ ارزښتمن ټکى پيدا کړئ.

هغه ځواک چې ستاسو ژوند ته بڼه ورکوي له هغې مانا څخه دى چې هرې تجربې ته يې ورکوئ. د خپل ژوند د يوې (تر ټولو بدې) تجربې په اړه فکر وکړئ. آيا داسې لار مو تر پامه رسي چې هغه تجربه د مثبت اغېز لرونکې په پام کې ونيسئ؟ کېدى شي په سوځېدنې او يا د ډرېورئ په پېښو اخته شوي ياست او يا مو يې جېب خالي کړى وي خو د همدې تجربو پر بنسټ په پايله کې نوې پرېکړې يا نوې پوهې او يا د نورو په اړه نوي حساسيت ته مو لاسرسي پيدا کړې وي چې سبب شوې د يوه انسان په سرليک پرمختګ وکړئ او له نورو سره د مرستې لپاره خپلې وړتياوې ډېرې کړئ.

محدودې تجربې، محدود ژوند رامنځ ته کوي. که د پرمختګ او ثمرلرونکي ژوند په لټه ياست بايد د آندونو او هغو تجربو په بدلون سره چې که په پوهې سره د هغه په لور لاړ نه شئ ستاسو د ژوند برخه نه کېږي، خپلې سرچينې زياتې کړئ. ډېر لږ يو نوى فکر کېدى شي سملاسي ستاسو په ذهن کې رامنځ ته شي. بايد فعالانه د هغه په لټه کې و اوسئ.

آيا داسې کار شتون لري چې هېڅلکه مو يې د ترسره کولو فکر نه وي کړى او د هغه له ترسره کولو وروسته، د نوې نړۍ دروازې ستاسو پر مخ پرانېستل شوې وي؟

د داسې کارونو په لور لاړ شئ چې تر اوسه مو هېڅکله نه دي کړي: تر اوبو لاندې ډوبېدلو او د نړۍ کشف ته مخه کړئ او وګورئ چې ژوند په بشپړ نوي چاپېريال کې څنګه دى... يوه شپه د موسيقۍ د يوه سخت کنسرت اورېدلو (هر هغه چې د عادت مطابق هغه ته له تګ څخه ډډه کوئ) لاړ شئ... د ماشومانو روغتون ته لاړ شئ او د ناروغانو پوښتنه وکړئ... په بېلابېلو کلتورونو کې ځان ډوب کړئ او نړۍ د نورو له ليدلوري څخه وګورئ.

په ياد ولرئ هر محدوديت چې په خپل ژوند کې يې لرئ ښايي يواځې د سرچينو د تجربو له محدوديت څخه وي. خپلو سرچينو ته پراختيا ورکړئ تر څو مو ژوند په چټکۍ سره پراختيا ومومي.

هغه نوې تجربې چې بايد پيدا يې کړئ، کومې دي؟ هغه ښايسته پوښتنه چې کولى شئ له خپل ځان څڅه يې وکړئ دا ده (هغو څيزونو ته د رسېدو لپاره چې په رښتيا سره يې غواړم، کومې سرچينې د اړتيا وړ دي؟)

څه ساتېرۍ غواړئ تجربه کړئ. د کومو څيزونو په اړه فکر کوئ چې د ساتېرئ او د ښه حال د احساس لپاره د هغه ترسره کولو ته مايل ياست؟

وروسته له هغه چې د نوو سرچينو لړ مو چمتو کړ، هرې يوې ته، څه موده وخت ورکړئ. پرېکړه وکړئ چې په کوم وخت کې غواړئ هر يو له دې کارونو څخه ترسره کړئ.

کله غواړئ په اسپانوۍ، يونانۍ يا جاپانۍ ژبه خبرې زده کړئ؟ کوم وخت غواړئ په هغه بالون (هوايي کڅوړه) کې چې په توده هوا سره کار کوي سپاره شئ؟ کله غواړئ د سپين ږيرو له کور څخه ليدنه وکړئ؟ کوم وخت غواړئ په نوي او غير عادي کار لاس پورې کړئ؟

زما د سرچينو يوه له تر ټولو ځواکمنو تجربو څخه، په هغه وخت پورې اړوند ده چې د شکر ايستنې د اختر په ورځ له خپل زوى سره بېوزلو ته د خوړو کڅوړو وېشلو لپاره تللى وم. ما خپل زوى چې په هغه وخت کې څلور کلن و، تشويق کړ چې يوه کاسه خواړه هغه ايله ګرځ (کوڅه ډب) سړي ته چې د يوه عمومي تشناب په انګړ کې ويده و، ورکړي. په تعجب سره مې، خپل زوى جېرک وليد چې د هغه سړي په اوږه يې لاس کېښود او په لوړ غږ يې وويل (د شکر ايستنې ورځ مبارک!) ناڅاپه ايله ګرځ سړى له ځايه پاڅېد، خپل ځان يې نېغ کړ او د هغه په لور يې يرغل وکړ. زړه مې په ډبېدا شو، نږدې وو چې د هغه په لور منډه وکړم چې ومې ليدل سړي، زما د زوى لاس په نرمۍ سره ونيو، هغه يې ښکل کړ او ويې ويل (ستاسو له مهربانۍ څخه منندوى يم...) فکر نه کوم چې د شکر ايستې د اختر په ورځ، وکولى شو يوه څلور کلن ماشوم ته له دې څخه غوره ډالۍ ورکړو.

کومې ثمر بښونکې تجربې کولى شئ د خپلو دوستانو په ملتيا تر لاسه کړئ؟

د تجربې ترلاسه کولو او سرچينو زياتولو لپاره، اړينه نه ده په اوږدو سفرونو لاړ شئ. کولى شئ په هماغه ټولنه کې چې ياستئ، د يوې څلورلارې پر سر، د يوه وګړي سره مرسته وکړئ. يواځې د يوې سرچينې په ډېرېدو سره، نوې نړيواله دريڅه ستاسو پر مخ خلاصېږي. دغه پرمختګي سرچينه، کېدى شي يو نوى څه وي چې وينئ يا اورئ يې، يوه خبره اتره، يو فلم يا يو سيمينار، يا هغه ټکى چې د همدې کتاب په راتلونکي مخ کې يا په بل کتاب کې ورسره مخ کېږئ. هېڅکله به پوه نه شئ کوم وخت ورسره مخ کېږئ.

له ځايه پاڅئ او د ژوند ناندريو ته داخل شئ! پرېږدئ چې ستاسو تخيل د هغه څه له امکان سره چې د موندنې او تجربې وړ دي والوزي. او دا کار همدا اوس پيل کړئ.

نن د کومې تجربې په لور کولى شئ لاړ شئ چې ژوند مو لا پراخه کړي؟ د دې تجربې په اغېز سره به، په څه ډول انسان واوړئ؟

داسې ځواک دى چې ستاسو ژوند ته بڼه ورکوي. دا ځواک دى چې ټاکي کوم کارونه ستاسو په آند شوني، يا ناشوني دي، له کومو څيزونو څخه ډډه وکړئ، څه ډول فکر وکړئ او څه ډول غبرګونونه وښاياست. دا ځواک، هغه عقيده ده چې د خپل هويت په اړه يې لرئ.

موږ ټول، که څه هم په نيمه خبرۍ سره، د خپل ځان په اړه يو ډول تعريف لرو، او دا تعريف دى چې د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کوي. مثلاً که خپل ځان يو محافظه کار وګړى وګڼئ، خوځښتونه او آن خبرې مو يو ډول دي او که خپل ځان يو بې پروا او تېرى کوونکى په پام کې ونيسئ، بل ډول. هر بدلون چې دې تعريف ته ورکړئ، له واټن پرته په هغو وړتياوو کې چې کاروئ يې، هغه چلند چې څرګندوئ يې او په هغه هيلو کې، چې په سر کې يې ګرځوئ يو ډول بدلون رامنځ ته کوي. د ژوند ټولې تجربې د دې عقيدې په مرسته تفسيروئ او ستاسو ټولې پرېکړې له دې چڼووني (صافي) تېرېږي.

آيا کله مو ويلي (دا کار له ما څخه نه دى! زه داسې سړى نه يم!) که داسې عبارت مو ويلى وي، د هغه تعريف څنډې ته چې په تېر کې مو د خپل ځان په اړه درلود، او د ننني ژوند څرنګوالى مو تر يوې کچې له هماغه څخه دى، نږدې شوي ياست. له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ ( دا عقيده مې چې زه څه ډول شخص يم له کوم ځايه راوړې او څومره موده کېږي چې په ما کې پيدا شوې ده؟) کېدى شي اوس هغه وخت رارسېدلى وي چې خپل هويت اوسمهاله کړئ. آيا دا عقيده مو په پوهې سره ټاکلې او که د نورو د آندونو په ټولګې، او د ژوند په مهمو پېښو او نورو عواملو سره چې په ناغوښتني او ناخبره ډول ستاسو ذهن ته وارد شوي دي؟

که غوښتى مو چې خپل ځان په بل ډول معرفي کړئ تر څو له هغه څخه ډېر چې نن ياستئ ځواکمن او دقيق انځور ولرئ څنګه مو بيانول چې څه ډول کس شوي ياست.

موږ ټول بايد خپل ليدلوري د هغه هويت او وړتياوو په اړه چې لرو يې، پراخه کړو. بايد ډاډ تر لاسه کړو هغه لېبلونه (پېژندپاڼې) چې په خپل ځان يې وهو، موږ نه محدودوي، بلکه موږ ته پراختيا راکوي او هغه نېکۍ چې په خپل د ننه کې يې لرو زياتوي خو پام مو وي: که مرتباً وواياست (زه داسې يم...) همداسې به هم شئ. مثلاً ځينې وايي (زه يو لټ سړى يم) په داسې حال کې چې دا وګړي لټ نه دي، بلکه انګېزه ورکوونکې موخې نه لري.

آيا خپل ځان داسې تعريفوئ چې د محدوديت توليد وکړي؟ آيا دغه محدوديت، ستاسو د عملکړ او وړتيا د وړاندوينې په اړه دى؟ که داسې ده، هغه بدل کړئ.

کله چې په خپل ژوند کې بدلون رامنځ ته کوو، هغه کسان چې زموږ په شا او خوا چاپېريال کې دي، کله زموږ مرستې ته راځي او کله زموږ د پرمختګ د لارې پر سر خنډونه رامنځ ته کوي. دغه اشخاص، که په هماغه تېرو سترګو موږ ته وګوري، څرنګه چې ډاډ (باور) لري چې، څه ډول کس ياستو، نو په عمل کې د لنګر يا منفي عامل په حکم کې دي او کله موږ د تېرو عواطفو او عقايدو په لور، چې يو وخت زموږ د هويت يوه برخه وه، ګرځوي.

بايد پوه شو چې د هويت د تعريف لپاره وروستى ځواک، زموږ په خپل واک کې دى. زموږ تېر زموږ د حال يا راتلونکي ټاکونکى نه دى. په عمل لاس پورې کړئ او خپل نوى او ځواکمن هويت له همدا نن څخه ومنئ.

که په خپل ژوند کې مو په وار وار هڅه کړې چې مثبت بدلون رامنځ ته کړئ، خو بريالي شوي نه ياست، ښايي سبب يې دا دى چې هڅه مو کړې نوي عملونه او چلندونه ونيسئ چې له هغو عقايدو سره چې د خپل هويت په اړه مو لرلي، همغاړي نه وو. د دې لپاره چې د ژوند په څرنګوالي کې مو چټک او پايېدونکى پرمختګ رامنځ ته شي، بايد خپل هويت بدل کړئ، يا هغه ته تغير ورکړئ او يايې لا پراخه کړئ.

مثلاً پر ځاى د دې چې د يوه ضررناک عادت په پرېښودلو (مثلاً د الکولي مشروباتو لګول) کې هڅه وکړئ، ځان د يوه سالم او خوښ وګړي په سترګو ووينئ چې د خپل عملکړ د پرمختګ لپاره هڅه کوي. د داسې پرېکړې طبيعي حاصل دا دى چې د يوه سالم وګړي په سرليک، هېڅلکه آن د مشروباتو څښلو په فکر کې نه شئ.

د هويت کړکېچ څه شى دى؟ دغه حالت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې وغواړو د هغې عقيدې خلاف چې د خپل هويت په اړه يې لرو، عمل وکړو. پايله دا کېږي چې د هر څيز په سموالي کې، شک وکړو. خو آيا کوم يو له موږ څخه شته چې په رښتينې توګه خپل ځان وپېژني او پوه شي چې څه ډول شخص دى؟ زه ګمان نه کوم.

په ځانګړې توګه هغه هويت چې د شخص له سن يا ظاهر سره تړاو ولري، په قطعي توګه د لاندينۍ سرخوږۍ او کړکېچ موجب کېږي. بله دا چې دا چارې، د بدلون ښندونکې دي. خو که د خپل شخصيت په اړه، لا پراخه ليد ولرو او يا آن هغه تعريف چې د خپل ځان په اړه يې لرو، له معنوي چارو سره اړوند وګڼو، هېڅکله زموږ هويت د پټکې وړ نه ګرځي.

هغه څه چې ښکاره دي، موږ له خپل ظاهري جسم څخه ډېر څه يو. نو ووينئ کوم کړونى دى چې تاسو يې يو بې سارى وګړى کړي ياست.

اوس يو څه وخت ولګوئ او خپلې پېژندنې ته مخه کړئ. دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې چې (زه څوک يم؟) پلټونکي او خوښ و اوسئ.

آيا خپل ځان هغو کارونو ته په پاملرنې سره چې په تېر کې مو کړي، يا يې اوس کوئ، يا به يې په راتلونکي کې وکړئ؟ يا مسلک ؟ عايد؟ هغه رول چې په ژوند کې يې لرئ؟ معنوي عقيدې؟ جسماني خصوصيات؟ يا هغه څه ته په پاملرنې سره چې له دې ټولو څخه لوړ وي تعريفوئ؟

که ستاسو نوم يې د لغاتو په قاموس يا دايرةالمعارف کې ليکلى وى، زړه مو غوښتل ستاسو د نوم مخې ته څه ډول تعريف ذکر کړي؟ آيا يواځې څو ټکي بسيا دي يا دا چې ستاسو د هويت سپړنه او تعريف، ډېر مخونه او يا آن يو بشپړ ټوک ونيسي؟

همدا اوس، هغه تعريف چې شونى دى د لغاتو په قاموس کې يې ستاسو د نوم مخې ته وليکي، د کاغذ مخې ته راوړئ.

که داسې واى چې يو د پېژندنې کارت، يا پېژندپاڼه د خپل ځان لپاره چمتو کړئ چې وښيي په رښتيا سره څه ډول کس ياستئ، د هغه پر مخ مو څه ليکل؟ آيا خپل انځور او جسمي ځانګړتياوې مو پر هغه باندې ليکلې؟ يا دا چې دې ځانګړتياوو ته مو ارزښت نه ورکاوه؟ آيا په هغه کې مو مهمې شمېرې او ګڼې ذکر کولې؟ نور مو کوم څيزونه په هغه کې ليکل؟ برياليتوبونه؟ عواطف؟ عقايد؟ هيلې؟ شعارونه؟

همدا اوس د خپل وخت څو دقيقې ولګوئ او د پېژندنې داسې کارت چې ستاسو رښتينى ور پېژندونکى وي وليکئ.

که د هويت ځينې اړخونه مو ستاسو لپاره خوږمن دي، ولې هغو ته بدلون نه ورکوئ؟ دا هغه څېزونه دي چې خپله مو پرېکړه کړې او تر اوسه مو خپل هويت ته زيات کړي دي. ماشومانو ته ورته حالت په خپل ځان کې رامنځ ته کړئ چې په هېښنده خيالونو سره خپل زړه او روح ډکوي. يوه ورځ د زور او نيک کاره اتل په رول کې ډوبېږي، او بله ورځ هر ډول قالب ته، د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړى ځي، او درېيمه ورځ د نيکه رول لوبوي چې په پايله کې يې خپل رښتينى رول دى. په هويت کې د بدلون رامنځ ته کول، کولى شي د ژوند د تجربو تر ټوله خوښه، جادويي، او هوسا برخه وي. په يوه شېبه کې، کولى شو د خپل ځان په اړه په بشپړ ډول توپير لرونکى تعريف ولرو او يا په پوهې سره اجازه ورکړو چې زموږ رښتينى ځان وځلېږي او زموږ له لوى هويت څخه پرده پورته شي چې زموږ له چلند، زموږ له تېر او ټولو هغو لېبلونو څخه لوى دى چې تر اوسه مو په خپل ځان وهلي دي.

که وکولى شئ هماغه کس وئ چې خپله غواړئ، په هغه صورت کې به ستاسو په هويت کې کومې ځانګړتياوې شاملې وي؟ همدا نن يو لړ چمتو کړئ او د نظر وړ ټول کړوني په هغه کې وليکئ. آيا داسې څوک شته چې ستاسو د خوښې ځانګړتياوې ولري؟ آيا کولى شئ دغه اشخاص خپله بېلګه وټاکئ؟ د خيال په عالم کې، د نوي شخصيت په قالب کې ډوب شئ. انځور کړئ چې څه ډول سا باسئ؟ څنګه په لار ځئ؟ څنګه خبرې کوئ؟ څنګه فکر کوئ؟ څنګه احساس کوئ؟

له هغه ځواک څخه چې د خپل هويت د هرې برخې د بدلون لپاره يې يواځې د يوې پرېکړې په مرسته لرئ، د خوښۍ احساس وکړئ.

که په رښتيا سره غواړئ خپل هويت، او په پايله کې خپل ژوند پراخه کړئ، په پوهې سره پرېکړه وکړئ چې څه ډول کس غواړئ و اوسئ؟ بيا د ماشومانو په شان شئ، په ښور او شوق راشئ او په سمه توګه ځانګړې کړئ چې نن، څه ډول کس غواړئ و اوسئ؟

همدا اوس د هغو ځانګړتياوو لړ چې غواړئ ويې لرئ د کاغذ مخې ته راوړئ، او د خپل ځان لپاره هېڅ ډول محدوديت مه منئ.

هغه کسان چې له موږ سره خپل وخت تېروي، زموږ د هويت په اړه زموږ پر تصور ځواکمن اغېز لري. کله چې د نوي هويت د ځواکمنولو لپاره، خپل عملونه او چلندونه پلانوئ، هغو کسانو ته چې په شا او خوا کې مو دي ځانګړې پاملرنه ولرئ.

آيا ستاسو دوستان، خپلوان، او همکاران هغه نوى هويت چې د خپل ځان لپاره مو جوړ کړى، ځواکمنوي که يې کمزورى کوي؟

په هغه هويت چې د ځان لپاره مو جوړ کړى پابند اوسئ او هغه د خپلې شا او خوا کسانو ته اعلان کړئ. خو له ټولو مهمه دا ده چې دغه هويت خپل ځان ته اعلان کړئ. هره ورځ، په هغه لېبل سره چې په ځان مو وهلى، خپلې ځانګړتياوې خپل ځان ته تکرار کړئ تر څو په تاسو کې په شرطي توګه واوړي.

سم په همدې شېبه کې کولى شئ د خپل نوي هويت پر بنسټ ژوند وکړئ. له خپل ځان څخه وپوښتئ: (نور څه کولى شم وم؟ نور څه بايد وم؟ اوس په څه ډول شخص اوړم؟)

ژمنه وکړئ چې د شرايطو سره سره، تل د داسې کس په سرليک چې مخکې خپلو موخو ته رسېدلى عمل وکړئ. د همداسې شخص په توګه تنفس وکړئ. ستاسو خوځښتونه او غبرګونونه د نورو په مقابل کې، د دې شخص په شان وي، له خلکو سره په هماغه شخصيت، درناوي، زړه سوي او مينه چلند وکړئ چې هغه شخص کېدى شي چلند وکړي.

که پرېکړه وکړئ چې د خپلې خوښې شخص په شان، فکر، احساس او عمل وکړئ آيا کولى شئ د هغه شخص په توګه واوړئ؟

اوس د دوه لارې پر سر ځاى لرئ. تېر هېر کړئ. اوس څه ډول کس ياست؟ د دې په اړه چې څه ډول کس واست فکر مه کوئ. اوس پرېکړه کوئ چې څه ډول کس شئ؟
دا پرېکړه په پوهې سره وکړئ. په ځيرتيا سره پرېکړه وکړئ. په ځواک سره پرېکړه وکړئ. بيا د هغه پر بنسټ عمل وکړئ.