د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د برياليتوب راز کتاب دويمه برخه

انبيا ژمن 27.10.2010 12:56

د آنتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب
دويمه برخه

څنګه کولى شو خپلې واقعي غوښتنې ترلاسه کړو

رنځ، خوند، او د روحيې ځواک
ليکوال: آنتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن

د دې لپاره چې خپلې غوښتنې ترلاسه کړئ، لومړى بايد وګورئ چې کوم عوامل مو موخو ته د رسېدو په لور د هڅو او کوښښونو خنډ ګرځي. داسې کارونه شته چې تر وروستۍ شېبې پورې يې له ترسره کولو څخه ډډه کوو. (مثلاً د ماليې ورکړه). دليل يې دا دى چې د مالياتو ورکول، کېدى شي وروسته موږ آن له ډېرو ويرناکو پايلو سره مخ کړي. خو د اپرېل د ١٤ له رارسېدو سره سم ټول دلايل او خنډونه له منځه ځي، ځکه چې زموږ آند د هغه څه په اړه چې د رنځ يا خوند تومنه ده بدلېږي او پام مو کېږي چې د عمل نه ترسره کول په وار وارله ترسره کولو څخه يې دردناک دي.
په ژوند کې د بدلون رامنځ ته کولو لپاره، کولى شو له همدې ټکي څخه استفاده وکړو. په راتلونکي کې پر ځاى د دې چې له ځان څخه وپوښتئ (څنګه کولى شم د دې ويرناک کار له ترسره کولو څخه ځان وژغورم؟) پوښتنه وکړئ (که اوس دا کار ترسره نکړم، په راتلونکي کې به په کومه بيه راته تمام شي؟) د رنځ ځواک، کېدى شي ستاسو په چوپړ کې وي، په دې شرط چې په سمه توګه استفاده ورڅخه وکړئ.

آيا موږ هم يواځې يو ډول حيوان ياستو او لکه د پاولف معروف سپي په څېر، د بدلې (پاداش) يا وهلو په مقابل کې، غبرګون ښيو. په يقيني ډول داسې نده. د انسانوالي يو له تر ټولو سترو امتيازاتو څخه دا دى چې کولى شو خپله وټاکو له کومو څيزونو څخه رنځ او له کومو څخه خوند واخلو. د بېلګې په ډول، څوک چې د خوړو په اعتصاب لاس پورې کوي، جسماني ځور زغمي او آن کېدى شي له خپل دې کار څخه خوند واخلي، ځکه عقيده لري چې ارزښتناکې موخې ته د نړيوالو په پام اړولو سره، مثبتې پايلې ترلاسه کوي. موږ ټول د دې ټاکنې حق لرونکي يو. د برياليتوب راز دا دى چې زده کړو تر څو د ځور او خوند له ځواک څخه په خپله ګټه استفاده وکړو. آيا ستاسو په ژوند کې داسې څيز شتون لري چې په اړه يې غير اړين ځور احساس کړئ؟ آيا کولى شئ د خپلې پاملرنې مرکز ته بدلون ورکړئ او د زده کړې، پرمختګ يا له نورو سره د مرستې لپاره يوه واقعاً ويرناکه پېښه له خوند څخه په يوه ډکه موکه واړوئ.

هغه څيزونه چې د رنځ سبب او يا د خوند تومنه ګڼئ، ستاسو برخليک ته بدلون ورکوي. له ځور څخه د خلاصون او خوند ترلاسه کولو لپاره، هر چا د چلند بېله بېلګه ځانګړې کړې ده او له هغې څخه استفاده کوي. ځيني يې، شرابو، مخدره توکو او ډېر خوراک ته پناه وړي او يا په ښکنځلو او سپکو سره نور ځوروي. ځينې نور له بدني روزنې، زده کړې، خبرو اترو، له نورو سره د مرستې او يا په بوختيا (کسب) کې د بدلونونو له رامنځ ته کولو څخه خوند اخلي.
له ځور څخه د تېښتې او خوند ترلاسه کولو لپاره ستاسو د چلند بېلګه څه ده؟
دې بېلګو ستاسو د ژوند په کړنلاره باندې تر اوسه څه اغېزه کړې ده؟ د استفادې وړ له خپلو کړنلارو څخه يو لړ چمتو کړئ. آيا کله چې غواړئ له خپل وخت څخه ډېر خوند واخلئ ټلويزيون ګورئ؟ سګرټ لګوئ؟ ويده کېږئ؟ آيا له ځور څخه د تېښتې او خوند ترلاسه کولو لپاره له دې څخه مثبتې لارې په پام کې لرئ؟
په ډېرو خلکو کې، له زيان څخه وېره، د ګټې ترلاسه کولو له ميل څخه ځواکمنه ده. ډېرى وګړي د هغه څه د ساتلو لپاره چې لري يې، د خپلو خيالونو او هيلو د تحقق او ترلاسه کولو په پرتله، ډېره هڅه کوي.

دوه حالته په پام کې ونيسئ: لومړى حالت – په تېرو پنځو کلونو کې مو پنځه سوه زره امريکايي ډالر ټول کړي دي او غواړئ هغه له شوکې او مصيبت څخه وساتئ. دويم حالت – داسې يوه طرحه په مخکې لرئ که ترسره يې کړئ، په پنځو راتلونکو کلونو کې سل زره ډالر ترلاسه کوئ، له دې دواړو څخه د کومې موخې لپاره، حاضر ياست ډېره هڅه وکړئ؟
تا سو له هر څه نه ډېر له کومو څيزونو څخه ځور يا خوند اخلئ او دې موضوع، ستاسو په نني ژوند کې څه رول لوبولى؟
د (ځان وېجاړۍ) ډېرى بېلګې له پېچلو احساساتو او انګېرنو څخه دي او دا احساسات په يقيني ډول په ژوند کې زموږ د خوند او برياليتوب خنډ ګرځي.

مثلاً ډېر خلک وايي چې د ډېرو پيسو غوښتونکي دي. دا وګړي په يقيني ډول د بسيا هوښ او وړتيا لرونکي دي او کولى شي د خپلو شتمنيو ډېرولو ته لارې پيدا کړي. هغه څه چې د دې وګړو د سبا خنډ ګرځي، بېلابېلې انګېرنې، يا ډو ډول (شرطي کېدل) دي. دا وګړي کېدى شي ومني چې ډېرې پيسې، د ډېرې خپلواکۍ او امنيت او د علاقې وړ وګړو سره د مرستې د ځواک په مانا دي. خو په ورته وخت کې، فکر کوي چې (ډېرې) پيسې د اسراف، بې خوندۍ، او تيري موجب کېږي.

که کومه ورځ مو پام شو چې دوه ګامه مخکې روان ياست او يو ګام شته، په يقين سره پوه شئ چې ډول ډول، شرطي شوي ياست؛ په دې مانا چې موخې ته رسېدل هم د ځور سبب بولئ او هم د خوند تومنه.
آيا په داسې بېلابېلو انګېرنو اخته ياست چې پر ژوند مو يې اغېزه کړې وي؟
آيا په ژوند کې مو داسې څيز شتون لري چې غواړئ غوره توب ورکړئ (مثلاً مالي حالت يا له نورو سره اړيکې) خو داسې ښکاره شي چې کوم عامل تاسو شاه ته غورځوي او د پرېکړې خنډ مو ګرځي؟
خپل ځواب د يوه کاغذ پر مخ وليکئ او يا د کاغذ په منځ کې عمودي کرښه وکاږئ. د ښي لوري په ستنه کې، خپلې منفي او د چپ لوري په ستنه کې خپلې نسبتاً مثبتې انګېرنې وليکئ. آيا د ښي لوري وزن له چپ لوري څخه ډېر دى؟ آيا يو داسې منفي احساس شتون لري چې په يواځيتوب سره د ټولو مثبتو انګېرنو هموزنه وي؟ دې تعادل يا عدم د تعادل، ستاسو په مخکنيو برياليتوبونو کې څه رول لوبولى دى؟
د پېژوندګلوۍ (پوهې) د ځلا تر رڼا لاندې، غالباً منفي انګېرنې خپل ځواک له لاسه ورکوي.
پېژندنه، لومړنى ګام دى.

ځينې وخت انسان د داسې دوولارو پر سر واقع کېږي چې دواړې ورته په ځور تمامېږي. د بېلګې په ډول ځينې په خپل واده ييز ژوند کې د بدمرغۍ احساس کوي، خو که له يو بله بېل شي، يواځې کېږي او د بدمرغۍ ډېر احساس به وکړي. په پايله کې هېڅ کار نکوي ...او همداسې د بدمرغۍ احساس کوي!

د دې پر ځاى چې احساس وکړئ په لومه کې نښتي ياست، هاند وکړئ د ځور له ځواک څخه په خپله ګټه استفاده وکړئ، وګورئ په تېر او اوس کې، مو څه کړي دي! ځور داسې وانګېرئ چې تاسو عمل ته اړ کړي او په پايله کې د خپل وضعيت لپاره فکر وکړئ. موږ دې حالت ته (د احساس درشل) وايو. پر ځاى د دې چې ځان تېر کړئ او صبر وکړئ تر څو دا د نه منلو نه وړ احساساتي حالت ستاسو په لوري راشي، ولې په پوهاوي او فعالانه ډول هغه په خپل ځان کې نه رامنځ ته کوئ تر څو په تاسو کې ځواکمنه انګېزه رامنځ ته شي او کوښښ وکړئ چې له همدا نن څخه خپل ژوند ته غوره توب ورکړئ؟
د ارادې له ځواک څخه استفاده هر کله کار نه ورکوي او يا لږ تر لږه د اوږد محال لپاره يوه غير موثره کړنلاره ده. آيا تر اوسه، په يوه غولي (زمينه) – مثلا د خپل جسماني حالت په غولي کې د احساساتو درشل ته رسېدلي ياست؟ په کومه مرحله کې په هغه احساس باندې اخته شوي ياست؟ کېدى شي د ارادې له ځواک څخه په استفادې يا د خوړو په رژيم سره، مو له ځان سره مبارزې ته مخه کړې وي، خو البته هره پايله مو چې ترلاسه کړې ده مؤقتي اړخ لري، ځکه له خوړو څخه د ځان بې برخې کول، تل دردناک وي او ستاسو مغز هېڅکله اجازه نه درکوي په داسې شرايطو کې چې بله لار شتون ولري، تل ځور وزغمئ.

نو بايد څه وکړو؟ د حل لار دا ده چې له طبيعي غرايزو سره د مبارزې په ځاى، د خوړو په نسبت خپل شرطي حالت ته بدلون ورکړئ، تر څو په تاسو کې خوړو ته ميل کم شي او د خوړو له خوړلو څخه نور خوند وانخلئ، تل هغه ځورونه چې د ډېرو خوړلو سره مو ګاللي دي ځان ته يې يادونه وکړئ. ډېر خوړل رنځ راوړونکى او بدني روزنه يو خوندور امر وګڼئ تر څو په اوتوماتيک ډول، په سم لوري کې ولوېږئ.

د برياليتوب يو له تعريفونو څخه زما په آند دا دى: داسې ژوند وکړئ چې تل د ډېر خوند احساس وکړئ او لږ له رنځ سره مخ شئ، او د ژوند شرايطو ته مو په پام سره، داسې کار وکړئ چې د شاه او خواه وګړي مو هم د خوښۍ او خوند مزه د رنځ او سختۍ له مزې څخه ډېره وڅکي. د دې کار د ترسره کولو لپاره بايد د فکري ودې لرونکي و اوسئ او په سر کې د مرستې او خدمت لېوالتيا ولرئ.

دې تعريف ته په پاملرنې سره، تر کومه بريده بريالي ياست؟ د دې لپاره چې نن، له خپل ژوند څخه ډېر خوند واخلئ او يا سبب شئ چې تاسو ته نږدې کسان له مخکې څخه ډېر له خپل ژوند څخه ګټه واخلي، څه کولى شئ ترسره کړئ.

د کارونو ځنډول او شاه ته پرېښودل، له رنځ څخه د تېښتې يوه تر ټولو ناسمه لار ده. خو که کوم کار وځنډوئ، معمولاً پايله يې دا ده چې وروسته له دې څخه په لوى رنځ او سرخوږۍ اخته کېږئ.
کوم کارونه مو مخکې ځنډولي چې اوس بايد پسې ورسېږئ؟ د دې کارونو بڼه چمتو کړئ او بيا لاندينيو پوښتنو ته، ځواب ووايئ.

1. ولې مې تر اوسه دا کار ندى ترسره کړى؟ مخکې مې کومو رنځونو ته د دې کار د ترسره کولو په اړه نسبت ورکړى و؟
2. دې منفي بېلګې، تر اوسه پورې ماته څه ګټه لرلې ده؟
3. که اوس دې کړنلارې ته بدلون ور نکړم په راتلونکي کې به په کومه بيه راته تمامه شي او څه ډول احساس به ولرم؟
4. که هر يو دا کار اوس ترسره کړم، څه ګټې او خوندونه به ولري؟

کېدى شي تر اوسه به داسې پېښ شوي وي چې د کوم کار له ترسره کولو وروسته، مو له ځان سره ويلي وي (ولې مې داسې احمقانه تېروتنه وکړه؟!) او يا پر عکس، کوم کار مو ترسره کړى وي او وروسته مو فکر کړى وي (هېښنده ده! څنګه د دې کار په ترسره کولو بريالى شوم؟)
کوم عامل سبب کېږي چې عملکړنه مو بده، او يا پرعکس عالي وي؟ دا موضوع، زموږ له وړتياوو سره ډېره اړيکه نلري، بلکه دا په هره شېبه کې زموږ روحي او يا جسمي حالت دى چې سبب کېږي له موږ څخه فکرونه، کړنې، احساسات او يا عملکړنې ترسره شي.
که ځواکمنو روحي او احساساتي حالاتو ته د رسېدو راز ومومئ، واقعاً کولى شئ په عالي کارونو لاس پورې کړئ. که روحي حالت مو سم وي، له دې پرته چې ظاهراً هڅه وکړئ، نوي آندونه او فکرونه مو په ذهن کې جريان پيدا کوي.

که هره ورځ د فکري او روحي حالاتو په لوړو شرايطو که واست، کوم کارونه مو کولى شواى ترسه کړئ؟
د ټولنې کلتور، د مطلوبو څيزونو بڼه په موږ ټولو باندې پلورلې ده. موږ ته يې ښوولي دي چې يوه ورځ، وروسته له هغې چې ټولې پېښې په سمه بڼه رامنځ ته شوې، په پايله کې به نېکمرغه کېږو. کله مو چې خپل وړ د ژوند ملګرى/ ملګرې پيدا کړه... کله مو چې په بسيا اندازه پيسې پيدا کړې... کله چې له جسمي لحاظه بشپړه سلامتيا ولرو... کله چې اولادونه ولرو... کله چې بالاخره متقاعد شو.
حقيقت دا دى هغه څه چې ترلاسه کوو يې، په موږ کې د خوښۍ او رضايت احساس نه رامنځ ته کوي، مګر دا چې زده کړو خپل ذهني حالت ته په چټکۍ سره بدلون ورکړو. له دې سربېره، تاسو دا څيزونه د څه لپاره غواړئ؟ آيا له دې پرته ده چې ستاسو په عقيده له خوښې سره سم د ژوند ملګرى/ ملګرې، اولاد، پيسې او داسې نور سبب کېږي چې ښه احساس پيدا کړئ؟ خو په پايله کې، وروسته له هغه چې کوم څيزونه غواړئ، ورته ورسېدئ، څوک ستاسو احساساتو ته غوره توب ورکوي؟ البته تاسو خپله دا کار کوئ.

نو ولې منتظر ياست؟ همدا اوس دا کار ترسره کړئ!

آيا پوهېږئ چې څه ډول بايد خپل حالت ښه کړئ؟ آيا امکان لري داسې کار ترسره کړئ چې همدا اوس د بشپړې نېکمرغۍ، ذوق او خوښۍ احساس وکړئ؟ ښکاره ده! بسيا ده چې د خپلې پاملرنې مرکز ته مو بدلون ورکړئ.
آيا په ياد لرئ چې يو وخت، مو يو لوى کار ترسره کړى وي او ځان مو سر لوړى او بريالى احساس کړى وي؟ هغه حالت په روښانه او ژوندۍ بڼه او له ټولو جزياتو سره، په فکر کې انځور کړئ... کوم غږونه مو چې اورېدلي په ياد راوړئ... د خپل زړه ټکان احساس کړئ! د هماغه وخت په شان سا وباسئ، هماغه ډول خپله څېره ونيسئ، او خپل بدن مو د هماغه وخت په شان په خوځښت راولئ. آيا هېڅ حيرانتيا په ځان کې نه احساسوئ. آيا شونې ده هر وخت مو چې زړه وغواړي همدا احساس په ځان کې رامنځ ته کړئ؟

په ژوند کې، د تجربې او هر څيز د درک لپاره بېلابېلې لارې شتون لري. زموږ روح، د يوه داسې نيوونکي په څېر دى چې کولى شي بېلابېل ښکلي يا ويرناک پروګرامونه خپاره کړي. په هره شېبه کې، کولى شو هر ډول احساس چې ميل يې لرو، واورو. بسيا ده چې سم چينل ونيسو. دا کار څه ډول د کېدو وړ دى؟ د روحيې د سملاسي بدلون لپاره، دوې لارې شتون لري. لومړنۍ لار هغه ده چې د ذهن پام مو بل څيز ته واړوو. د خپل ژوند يوې تر ټولې ځلا شېبې ته فکر وکړئ. د هغې په ياد ته راوړلو سره څه احساس پيدا کوئ؟ نورو کومو څيزونو ته کولى شئ د خپل ذهن مو پام کړئ تر څو د خوښۍ او ښه حالت احساس پيدا کړئ؟

د روحي حالت د سملاسي بدلون لپاره، دويمه لار هم شته چې سبا به يې روښانه کړو.

د پام د مرکز بدلون، يواځې د روحيې د بدلون يوه لار ده. چټکې او اغېزناکې لارې هم شته او هغه له جسماني او يا په اصطلاح، فيزيولوجيکي (جوړښتيز) کړنلارو څخه اسفاده ده.
ډېرى هغه خلک، کله چې له خپلې روحيې څخه ناخوښه شي او غواړي ښه حالت پيدا کړي، شرابو، خوړو، سګرټو، خوب او يا مخدره توکو ته مخه کوي. ځينې بيا هم له دې څخه مثبتې لارې لکه نڅا، سندره ويل، بدني روزنه او عشقي چارې ټاکي.
هر يو له روحي حالاتو څخه، له ځانګړو جسماني بدلونونو سره مل دى. غمجن وګړي څه ډول څېره لري؟ اوږې يې ځوړنده او سرونه يې ښکته پراته دي. ډېر لږ ژوره سا باسي. د بدن عضلې يې شلې او څېره يې بې پروا ښکاري، پر عکس هغه وختونه چې خوښ او ښاد ياستو، اوږې مو هسکې دي او طبيعي حالت لري. سر مو جګ نيسو او په بشپړ ډول سا باسو. کولى شو په څرګند ډول دا بدلونونه په خپل ځان کې رامنځ ته کړو.
ځينې ډېر ساده کارونه، کېدى شي ډېرې لويې پايلې ولري. که غواړئ په خپل ځان کې د خوښۍ او بوختيا حالت رامنځ ته کړئ چې له تمې څخه هم ښې پايلې ولري لاندينى تمرين ترسره کړئ:

ځان مقيد کړئ چې په راتلونکو اوو ورځو کې په ورځ کې پنځه ځله او هر ځل يوه دقيقه په هنداره کې وګورئ او ښه وخاندئ. دا کار، کېدى شي په پيل کې لږ احمقانه په پام درشي، خو کله چې په ورځ کې څو ځله دا کړنه تکرار کړئ، د اعصابو سلسله مو په دوامدار ډول پارېږي تر څو په تاسو کې د خوښۍ، بې خيالۍ، شوخۍ او سادګۍ احساس رامنځ ته کړي. تر ټولو مهمه دا چې ځان به د (ښه حالت) لرلو په نسبت شرطي کړئ او د جسماني خوښۍ عادت په ځان کې رامنځ ته کوئ. نو همدا اوس يوه دقيقه وخت ولګوئ او دا کار د تفريح په ډول ترسره کړئ!

د شخص سن، د وخت له تېرېدو سره ډېر تړاو نلري، بلکه ډېر د هغه د فکر له کړن او حالت سره تړاو لري. ډېر داسې خلک شته چې ډېر کلونه يې تېر کړي، خو تر اوسه هم په دانګ اچونې سره په لاره ځي او فکرونه يې هم تر اوسه وچ او د انعطاف منلو وړ ندي شوي.
د بېلګې په ډول، په باراني ورځو کې کله چې پوخ عمره وګړي له اوبو څخه يوې ډکې ژورې ته رسېږي، نه يواځې له هغه څخه لاره چپوي، بلکه په هغه ټوله موده کې شکايت او ګيله کوي.
پر عکس، ماشومان (او هغه کسان چې تر اوسه يې زړونه ځوانان دي) د اوبو په منځ کې ګډېږي، اوبه شاه او خواه ته پاشي او خوښي لمانځي.
د ژوند (ژورې) د خوښۍ وسيله وګرځوئ. په لاره د تلو په وخت کې، پښې مو بايد فنري حالت ولري او موسکا مه هېروئ. صميميت، شوخۍ او چالاکۍ ته ارزښت ورکړئ. تاسو يو ژوندى انسان ياست!

د ښه احساس لرلو لپاره، هېڅ سبب او دليل ته اړتيا نشته!

د دې لپاره چې بډايه ژوند ولرو، غوره لار، دا ده چې د خپلو احساساتو او مهربانيو لمنې ته پراختيا ورکړو. په تېره شوې اونۍ کې په څو ډوله بېلابېلو احساساتو او مهربانيو اخته شوي ياست؟
اوس هغه مهربانۍ چې ليکلې مو دي، وڅېړئ. که شمېر يې له ١٢ څخه کم دى، څو زړه وړونکي احساسات ور زيات کړئ. ځينې کسان له هغو زرو احساساتو څخه چې کولى شي ويې لري، يواځې څو بېلګې يې تجربه کړې دي!
پام مو وي چې يواځې د پاملرنې د مرکز يا جسماني حالت په بدلون سره، کولى شئ خپل قلمرو او مهربانيو ته پراختيا ورکړئ. له مثبتو او زړه وړونکو مهربانيو څخه يوه په خپله خوښه وټاکئ. بايد داسې، خوځښت وکړئ، څېره ونيسئ او خبرې وکړئ چې ګواکي په دې احساس باندې اخته ياست. له هغه بدلون څخه چې له واټن پرته ستاسو په روحيه او احساساتو کې رامنځ ته کېږي خوند واخلئ!

ښايي تاسو ته داسې پېښ شوي وي چې يو وخت له ډېرې غصې څخه عصباني او يا مو د ستړيا او ځور احساس کړى وي او اوس چې خپل تېر وخت ته ګورئ، له دې چې د څه څيزونو لپاره له ځايه لرې تللي واست، خندا مو واخلي. موږ ټولو دا پخوانى ټکى له نورو څخه اورېدلې دى چې (يوه ورځ به د خپل نني چلند په فکر کې شې او خندا به دې واخلي). زما له ښوونکو څخه يوه د ريچارډبنډلريک په نوم يو ځل وويل. (ولې صبر وکړو؟ ولې مو همدا اوس خندا وانخلي؟)
دا کار همدا نن و آزمايئ. داسې څه ته وخاندئ چې هغه مو مخکې د منلو نه وړ او ځوروونکى ګاڼه. آيا نه احساسوئ چې حالت تاسو ته له مخکې څخه ډېر د منلو وړ شوى دى؟

ستاسو مېرمن/ خاوند کېدى شي تر اوسه کور ته رسېدلي وي؛ خو ځنډ يې کړى. څه فکر کوئ؟ داسې پايله ترلاسه کوئ چې فکر کوئ وخت پېژندنې ته ارزښت نه ورکوي؟ اندېښمن کېږئ او فکر کوئ چې په لاره کې يې ټکر نوي کړى؟ يا فکر کوئ چې د لارې په منځ کې درېدلى او تاسو ته کومه ډالۍ پېري؟
زموږ احساسات په دې پورې تړلي چې د فکر پام مو کومو څيزونو ته واړوو. او زموږ د احساساتو ډول په ټينګه سره زموږ په عملکړنو او عکس العملونو باندې اغېزه کوي. پر ځاى د دې چې سملاسي پايلې ترلاسه کولو ته مخه کړئ، ټول اړخونه وسنجوئ او ممکن حالات په پام کې ونيسئ. بيا مو پام داسې حالت ته واړوئ چې تاسو او اطرافيانو ته مو وړتيا درکړي.
د تمرکز او پاملرنې د ځواک د درک لپاره، تر ټولو غوره بېلګه چې کولى شو ذکر يې کړو. د موټر زغلونې د چټکۍ سيالي ده. کله چې ستاسو موټر له سړکه وزي او دېوال خواه ته ځي، طبيعي عکس العمل معمولاً دا دى چې خپل فکر مو په دېوال باندې غونډوئ تر څو ورسره ټکر ونکړئ. خو که پام مو په داسې څيز غونډ کړو چې ځنې ډارېږو، را باندې راځي او ورسره مخ کېږو. مسلکي سيالي کوونکې پوهېږي چې هرې خواه ته پاملرنه وکړي، موټر له غوښتنې پرته هماغه لوري ته ګرځي. په دې سبب دا چلوونکي چې تل يې ځان له خطر سره مخ دى کوښښ کوي له دې خطر سره د مخ کېدو په وخت کې، دېوال ته د کتو پر ځاى، اصلي سړک ته پام وکړي.

په ژوند کې هم ډېر خلک د چارې او حللارې پيدا کولو په ځاى، د بلاوو په اړه فکر کوي چې نه غواړي ورباندې راشي. که له خپلو ډارونو سره مبارزه وکړئ، ايمان او توکل ولرئ او د خپل تمرکز ځواک تر خپل انظباط لاندې راولئ، ستاسو عملونه به په طبيعي ډول تاسو ته د سم لوري لارښوونه وکړي. اوس ډار پرېږدئ او داسې څيزونو ته پام وکړئ چې واقعاً غوښتونکي يې ياست او لياقت يې لرئ.
خوځښت، لېوالتيا رامنځ ته کوي. که يوه ورځ مو زړه ونه غواړي چې پلي وګرځئ، څه خنډ شتون لري چې د سهاري نرمښ او منډې لپاره له کوره ووځئ؟ دا خوځښتونه د روحيې په بدلون باندې ځواکمنې اغېزې کوي، ځکه:

1. نرمښ او آزاد تمرين، ښه بدني روزنه ده
2. هغه فشار چې په خپل بدن يې واردوئ، له هغه فشار څخه چې د منډې په وخت کې رامنځ ته کېږي لږ دى.
3. د نرمښ او خوځښت په وخت کې نشئ کولى له موسکا څخه ځان وژغورئ.
4. د موټرونو ډرېوران هم ستاسو په ليدو سره موسکا کوي او ملتيا مو کوي.

د تمرکز د ځواک د کنټرولولو تر ټولو غوره لار، له پوښتنې څخه استفاده ده. هره پوښته چې له ځانه وکړئ، مغز ځواب ورته پيدا کوي. د بېلګې په ډول، که پوښتنه وکړئ (ولې پلانکى له ما څخه سو استفاده کوي؟) بې اختياره ستاسو د ذهن داسې بېلګو ته پام کېږي چې هغه شخص، له تاسو سره ټګي کړې، که څه دا موضوع حقيقت ولري يا يې ونه لري. که پوښته وکړئ (څنګه کولى شم دا ستونزه اواره کړم؟) له شک پرته داسې ځوابونه مو ذهن ته راځي چې پايله يې د مثبت ګامونو اخيستل دي.

سمه پوښتنه، داسې ځواک لري چې بېلګه يې کولى شو په اوس حال کې د يوه متروکه خوړلي ماشوم په شرح کې پيدا کړو. دا ماشوم چې د ښوونځۍ په يوه جګړه کې يې له ځانه د يوه لوى ماشوم له خواه متروکه خوړلې وه، د غچ اخيستو په منظور يې، ټوپک ترلاسه کړ او بيايې مرمۍ ور تېره کړه. خو سم يې چې غوښتل ماشه کش کړي فکر يې وکړ او له ځانه يې وپوښتل (که ماشه کش کړم څه به وشي؟) ناببره يې د جېل او داسې بلاوو انځورونه چې کېدى شي ورسره مخ شي ذهن ته راغلل. د ټوپک خوله يې د ونې خواه ته واړوله او فيرونه يې ور باندې وکړل.

دا هلک بوجکسون و. د پام اړول ، يو سنجول شوى او له رنځ او خوند څخه رامنځ ته شوى تصميم، سبب شو هلک له نا مالوم راتلونکي څخه په يوه ورزشي اتل واوړي.
نن، څه ژوند رغوونکې پوښتنې لرئ چې له خپل ځان څخه يې وکړئ؟
آيا تر اوسه چا تاسو ته ويلي دي چې (راتلونکې دې روښانه ده؟) د دې خبرې په اورېدو سره څه احساس درته پيدا شو؟ که مو ورته ويلي وى چې راتلونکې مو توره ده څنګه؟ کېدى شي تاسو ته ووايي (ستاسو آندونه په غوږ ښه لګي) او يا (زموږ طرحه چېغې وهي چې بايد اصلاح شي). کېدى شي د چا په اړه مو ويلي وي (له ليدو څخه يې ورېږدېدم) او يا (چلند يې واقعاً سوړ دى.)
د دې ټکو هره ګېډۍ، په وګړو باندې متقاوته اغېزه لري. هغه وګړي چې معمولاً له روښانه يا تياره، راتلونکي څخه خبرې کوي، له بصري تعبيراتو څخه استفاده کوي. ځينې نور د اورېدو له علايمو سره حساس دي، (غوږ ته ښه راځي. چېغې وهي) هم د مقصود بيان لپاره له داسې کلمو څخه استفاده کوي چې د لامسې حس مربوط دي (لړزېږم. واقعاً ساړه دى.)
ستاسو پام معمولاً له دغو دريو حسونو څخه کوم يوه ته ډېر دى؟
ځينې د خپل روحي حالت د ښه کولو لپاره، سګرټ، الکول، ډېر خوړلو، له اعتباري کارتونو څخه ناوړه استفادې يا نورو منفي لارو ته مخه کوي. آيا د روحيې د پياوړي کولو لپاره له دې څخه سالمې لارې هم شتون لري؟ څو دقيقې په دې اړه فکر وکړئ.

1. د دې لپاره چې رنځونه له خپل ځان څخه لرې کړئ او پر ځاى يې خوندور او خواږه احساسات رامنځ ته کړئ په کومو مثبتو کړنلارو پوهېږئ؟ هغه د کاغذ مخې ته راوړئ.
2. هغه نوې لارې چې مخکې مو ورڅخه استفاده نده کړې او په نظر مو اغېزناکې درځي ور اضافه کړئ. لږ تر لږ ١٥ لارې د زړه تنګۍ د له منځه وړلو لپاره ذکر کړئ او څومره به ښه وي که شمېره يې ٢٥ يا له دې څخه هم ډېره کړئ. دا داسې تمرين دى چې کولى شئ په وار وار يې تکرار کړئ تر څو د روحيې د بدلون لپاره په سلګونو سالمې لارې پيدا کړئ.
کله چې د ښادۍ او خوند په مقصد د زړه تنګۍ او رنځ په لويه لار سفر کوئ، د بېلابېلو مثبتو لارو موندلو ته مخه کړئ. ځينې له دې لارو څخه و آزمايئ:

د خپلې خوښې وړ سندرې زمزمه کړئ... د داسې څيز مطالعې ته مخه کړئ چې وکولى شئ مطالب يې په کار واچوئ... يو کوميډي فلم او يا هم د ټلويزون يوه په زړه پورې او خوندوره خپرونه وګورئ او وخاندئ... د حوض له يوه سره تر بله سره لامبو ووهئ... د کورنۍ له غړو او يا هم له يو ملګري سره د ډوډۍ له خوړلو څخه خوند واخلئ... د څه مودې لپاره د ګرمو اوبو په حمام کې استراحت وکړئ... د پيدايښت په اړه څو نوي آندونو ته مخه کړئ... له نوي وګړي سره آشنا شئ. له خپلې مېرمنې/ خاوند سره ګرمې او صميمانه خبرې وکړئ.
همدا اوس له پورتنيو لارو څخه يوه وټاکئ او ويې ازمايئ!