د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب نهمه برخه

انبيا ژمن 30.01.2011 11:58

وګړيز قطب ښوونکى

ارزښتونه او قوانين


که وغواړو په خپل ژوند کې بشپړې خوښۍ (رضايت) ته ورسېږو، دا کار يواځې يوه لار لري: په پيل کې وګورو چې کوم څيزونه له هر څه نه ډېر غواړو (يعنې تر ټولو غوره ارزښتونه زموږ په آند څه دي) او بيا پرېکنده پرېکړه وکړو چې د خپلې خوښې معيارونو پر بنسټ ژوند وکړو.

په بشري ټولنه کې، څه ډول وګړي د نړيوالو د ستاينې او درناوي وړ ګرځي؟ آيا هغوى هماغه کسان نه دي چې په ځواکمنه توګه د خپلې خوښې ارزښتونو ته پابند دي او نه يواځې هغه څرګندوي، بلکه د هغو ارزښتونو پر بنسټ ژوند کوي؟ موږ ټول هغو سړو او ښځو ته چې د خپلې عقيدې پر بنسټ ځانګړې موضوع لري درناوى کوو، آن که د نېکو او بدو عملونو په اړه د هغوى له آندونو سره جوړ (موافق) نه وو. هغه کسان چې د ژوند فلسفه، او اعمال يې سره سم (برابر) دي او د خپلو باورونو پر بنسټ ژوند کوي، د انکار نه وړ ځواک لري. له اعتقادي اصولو سره همغږي کېدل خپله موخه وټاکئ: آيا همدا اوس داسې کارونه ترسره کوئ چې د عقيدې له اصولو سره مو برابر نه وي؟ که داسې وي، له واټن پرته مو د سمون په لور ګام واخلئ. يوه شېبه فکر وکړئ: آيا په داسې ارزښت يا بنسټ باندې عقيده لرئ چې په خپل ژوند کې مو په بشپړ ډول رعايت کړى وي؟ په ژوند مو يې څه مثبت اغېز کړى؟

يو له هغو فلمونو څخه چې کتلى مې دى د جېم اېسکالانته په نوم په يوه ښوونکي پورې اړوند دى چې په ښه ډول ښيي چې که خلک د خپلې خوښې وړ تر ټولو مهم ارزښتونه وپېژني او د هغه په لار کې هڅه وکړي، کومو وړتياوو ته لاسرسى مومي. هغه خپله مينه د زده کړې لپاره، نه يواځې په ښوونې سره، بلکه د هغو کارونو په ژوندۍ نندارې سره چې شوني دي خپلو زده کوونکو ته لېږدوي. جېم هغه نسل ته چې (له لاسه تللى) ګڼل کېږي ور زده کوي چې نه يواځې د رياضي تر ټولو ستونزمنه آزموينه تېره کړي (هغه کار چې فکر يې کاوه د ترسره کولو وړ ندى) بلکه ور زده کړي چې څه ډول يو بل و ارزوي او د خپل ژوند څرنګوالى د تل لپاره لوړ کړي. د ژوند د معيارونو د لوړولو په اړه د هغه پرېکنده پرېکړه، د دې ځوانو وګړو ژوند ته بدلون ورکوي.

که تاسو خپله وړتيا د ژوند په لوړو ارزښتونو ولګوئ، د کومو کارونو په ترسره کولو به قادر وئ؟

که مينه، برياليتوب يا رښتينولي ستاسو په آند ارزښت ولري، په دې صورت کې ستاسو د ارزښتي نظام يوه برخه ګڼل کېږي. ارزښت، يو عاطفي حالت دى چې ستاسو په آند يا د هغه تجربه کول (د هغه خوند په سبب چې ستاسو په آند و به يې لري) او يا له هغه څخه ډډه (د هغه رنځ په سبب چې کېدى شي ويې لري) د ارزښت لرونکى دى.

زموږ ټولې پرېکړې له دغو دوو عقيدو څخه راولاړېږي: څه ډول ځانګړى عمل موږ د خوندبښونکي ارزښت په لور باسي؟ او يا دا عمل موږ له رنځ بښونکي ارزښت څخه لرې کوي؟

د خوند بښنې تر ټولو مهم احساس چې ستاسو په آند ارزښتمن دى او تر ټولو خوږمن احساس چې په هره بيه له هغه څخه ډډه کوئ کوم دى؟

خوند بښونکي ارزښتونه جذبي ارزښتونه نوموو. په دغه ارزښتونو کې د مينې، خوښۍ، خپلواکۍ، امنيت، ښور او فکري آرامۍ عواطف شامل دي.

خوږمن ارزښتونه (مثلاً ګوښه والى، خواشيني او رټنه) په دفعي ارزښتونو معروف دي. کله چې کومه پرېکړه کوو دا ټکى په پام کې لرو چې آيا زموږ عملونه په پايله کې په رنځ ختمېږي که په خوند. په راتلونکو ورځو کې به نه يواځې روحي حالات چې د ټولو پرېکړو سبب کېږي روښانه کړو بلکه هغه به د ارزښت له مخې ترتيب هم کړو. مثلاً کېدى شي ستاسو په آند هم امنيت او هم پېښې د ارزښت لرونکې وي. که ځانګړې شي چې کوم يو ستاسو په آند ډېر ارزښت لري کولى شئ داسې پرېکړې وکړئ چې اوږد محاله خوښۍ له ځان سره ولري.

د دفعي او جذبي ارزښتونو سربېره دوې ګېډۍ نور ارزښتونه هم شتون لري: د موخې ارزښتونه او د وسيلې ارزښتونه.

د بېلګې په توګه کېدى شي ستاسو موټر د ارزښت لرونکى وي، خو هغه په واقعيت کې يواځې يوه وسيله ده نه موخه. پر عکس وروستي ارزښتونه (موخې) چې په هغه پسې دي عاطفي حالات دي. مثلاً کېدى شي پونتياک موټر تاسو ته هېښنده، بېنز موټر تاسو ته اعتبار او حيثيت، او ولوو موټر تاسو ته د ډاډ او امنيت احساس در کړي.

په ياد ولرئ چې د هرې پرېکړې تر شا يو پاروونکى ځواک دى چې هماغه (د موخې ارزښت) دى. له بده مرغه ډېرى خلک په خپلو پرېکړو کې په وسيله پسې ځي او له هغه څخه چې ډېر ارزښت لري يعنې د تر ټولو وروستۍ موخې په اړه (عاطفي انګېزې) بې پروا کېږي.

کېدى شي تاسو ته پېښ شوي وي چې په دوستانه اړيکو مو له چا سره مينه پيدا شوې وي. له څه مودې وروسته مو موندلې ده چې د هغه اړيکې له دوام سره علاقه نه لرئ. دليل يې دا دى چې هغه دوستانه اړيکې يواځې وسيله وه نه موخه. هغه څه مو چې په رښتيا سره غوښتل له هغو اړيکو څخه تر لاسه کړئ، وروستني ارزښتونه لکه، مينه، الفت، يا صميميت وو. هر ډول اړيکې په مهمو ارزښتونو نه ختمېږي. بايد پوه شئ چې دا واقعي موخې دي او بايد تل هغه په پام کې ونيسئ.

په ياد مو وي چې کېدى شي په ژوند کې ټول وسيله وي ارزښتونه (پيسې، مقام، اولادونه، اړيکه) ولرئ او پر دې سربېره د ناخوښۍ او بدمرغۍ احساس وکړئ. تر څو چې، د تر ټولو ورستنيو ژورو ارزښتونو پر بنسټ ژوند و نه کړئ، که هر څومره ډېرو بېلابېلو وسايلو ته لاسرسي پيدا کړئ خو هغه بشپړه خوښي چې ستاسو وړ ده نه تر لاسه کوئ.

که څه هم چې ډېر عاطفي حالات د وګړيزو ارزښتونو په سرليک په پام کې نيسو خو د هغو ځينې له نورو څخه ډېر زموږ په آند زړه ته نږدې دي. دا ارزښتونه چې د برابرولو په لور يې ډېره هڅه کوو جذبي ارزښتونه بلل کېږي لکه مينه، برياليتوب، خپلواکي، صميميت، امنيت، پېښې، ځواک، ښور او شوق، آرامي او جسمي سلامتيا.

وروسته له هغه چې خپل ارزښتونه مو ځانګړي کړل، د هغو لپاره د مراتبو وړ سلسله په پام کې ونيسئ. د هغو ارزښتونو له منځه چې ذکر مو کړل کوم يو ستاسو په آند ډېر مهم دى؟

اوس لږ وخت ولګوئ او هغه له يوه څخه تر لسو ګڼو پورې د ارزښت په ترتيب سره درجه بندي کړئ.

د ارزښت درجه ارزښت د ارزښت درجه ارزښت
ماجرا (پېښې) مينه
ځواک برياليتوب
ښور او خوند خپلواکي
آرامي صمیمیت
جسمي سلامتيا امنیت

دفعي ارزښتونه هم د جذبي ارزښتونو په څېر د مراتبو سلسله لرونکي دي. تر ټولو معمول دفعي ارزښتونه عبارت دي له رټلو (منفي ځواب)، غوسې، ناکامۍ، ګوښه توب، خواشينۍ، ماتې، خوارۍ او ګناه څخه.

دا ارزښتونه هم په ترتيب سره له يوې څخه تر اتمې ګڼې پورې ترتيب کړئ او لومړۍ شمېره داسې ارزښت وي چې له ډډې څخه يې ډېره هڅه کوئ.

د ارزښت درجه ارزښت د ارزښت درجه ارزښت
خواشيني رټنه او منفي ځواب اورېدل
ماتې غوسه
تنګلاسي او خواري ناكامي
د ګناه احساس ګوښه توب

آيا حاضر ياست چې په دړدنګ (سکي) سره ورځېدل تجربه کړئ؟ ستاسو ځواب په څو عواملو پورې تړلى چې يو له هغو څخه، د ارزښتونو د مراتبو سلسله ده. د بېلګې په توګه که ستاسو تر ټولو لوړ جذبي ارزښت امنيت او تر ټولو لوړ دفعي ارزښت مو ډار وي (يعنې په هېڅ دليل و نه غواړئ چې په ډار اخته شئ) ښايي دې پوښتنې ته ستاسو ځواب، منفي وي!

خو که تر ټولو لوړ دفعي ارزښت مو رټل کېدل وي او فکر کوئ که و نه ورځېګئ، دوستان مو له تاسو څخه مخ اړوي څه؟

آيا داسې پېښ شوي چې له ارزښتونو څخه يو تاسو يوې خوا ته جلب کړي او بل ارزښت تاسو له هغه څخه منع کړي؟

پرېکړه د ارزښتونو له روښانولو پرته بل څه نه دي.

د ارزښتونو د مراتبو د سلسلې يوه تر ټولو ارزښتمنه ګټه دا ده چې ارزښتي مخالفتونه روښانه کوي. مثلاً که برياليتوب، تر ټولو لوړ جذبي او رټل کېدل (د رد اورېدلو ځواب) ستاسو تر ټولو لوړ دفعي ارزښت وي څېړئ چې دغه دوه ارزښتونه څنګه له يو بل سره نا همغاړي دي؟ د برياليتوب د خوند ترلاسه کولو هڅه، د منفي ځوابونو د اورېدلو له زغملو پرته، هېڅلکه پايلې ته نه رسېږي. په واقعيت کې کېدى شي مخکې له دې چې د برياليتوب په سړک ډېر مخ ته لاړ شئ، تاسو خپله، خپله لار بنده کړئ. ځکه له نورو څخه د رټل کېدو ډار، هغه مېړانه چې د هر ډول برياليتوب تر لاسه کولو لپاره اړينه ده، له تاسو څخه اخلي.

د دې کار د حل لار د کتاب په پنځو راتلونکو مخونو کې بيان شوې ده، کولى شو په دوو ټکو کې يې لنډه کړو: يوه له ارزښتونو څخه پوهاوى او بله په هوښيارۍ سره پرېکړه.

له ارزښتونو څخه پوهاوى – لومړى ګام – الف

د جذبي ارزښتونو د تر لاسه کولو لپاره بسيا ده چې له خپل ځان څخه وپوښتئ: (په ژوند کې زما لپاره کوم څيزونه له هر څه نه غوره دي؟) کله چې په خپل ذهن کې د ځواب په لور ګرځئ، پام مو وي چې ستاسو منظور د هغو ارزښتونو موندنه (کشف) دى چې د موخې اړخ ولري، يعنې هغه عواطف چې له هر څه نه ډېر مايل ياستئ هغه احساس کړئ.

د ارزښتونو د لړ له چمتو کولو وروسته، هغه دارزښت له مخې ترتيب کړئ. يعنې د خپلې خوښې تر ټولو لوړ ارزښت ته، لومړۍ (١) شمېره ورکړئ او هغه ارزښت چې له هغه وروسته له ټولو څخه ارزښتمن دى په دويمې (٢) شمېره سره وټاکئ، تر پايه.

له ارزښتونو څخه پوهاوى – لومړى ګام – ب

د دفعي ارزښتونو د موندنې (کشف) لار مو له خپل ځان څخه وپوښتئ (کوم يو له عواطفو څخه دى چې له هغه څخه ډډه زما لپاره تر ټولو ډېر ارزښت لري؟ کوم احساس دى چې په هېڅ بيه نه غواړم په هغه اخته شم؟) او د ځواب موندلو لپاره، په بشپړ ډول فکر وکړئ.

د لړ له چمتو کولو وروسته، هغه د ارزښت له مخې ترتيب کړئ او لومړۍ شمېره (١) هغه ارزښت ته ورکړئ چې له نورو څخه ډېر مايل ياست له هغه څڅه ډډه وکړئ.

دويم ګام – په پوهې سره پرېکړه

د خپلو اوسنيو ارزښتونو له ايستلو وروسته، مومئ چې تر اوسه په لومړۍ درجه کې، د کومو ارزښتونو په اړه شرطي شوي ياست، او د رنځ او خوند کوم نظام ستاسو د اعمالو او چلندونو پاروونکى دى.

دا پوښتنې له خپل ځان څخه وکړئ:

1. د دې لپاره چې خپل وروستى برخليک په لاس کې ونيسم او د دې لپاره چې تر ټولو غوره شخص و اوسم چې کولى شم و اوسم، زما د خوښې وړ ارزښتونه بايد څه وي تر څو زما په ټول ژوند تر ټولو لوى اغېز واچوي؟
2. کوم نور ارزښتونه اړين دي چې دې لړ ته زيات شي؟

د ارزښتونو نوى لړ ستاسو په آند څه ډول دى؟ آيا يواځې يوه لپه ټکي نه دي چې د کاغذ پر مخ ليکل شوي وي؟ البته همداسې ده مګر دا چې ځان د هغه په اړه شرطي کړئ او هغه د خپل نوي ژوند قطب ښوونکى وټاکئ. په دې صورت کې ده چې ارزښتونه له تاسو سره مرسته کوي تر څو له آرام سيندونو او طوفاني څپو څخه د موخې په لور لار وکاږئ.

دغه ارزښتونه هره ورځ تر سترګو لاندې ولرئ. که غواړئ له رواني اړم څخه استفاده وکړئ، د هغه يوه کاپي خپلو دوستانو ته ورکړئ. هغه ګټې چې ژوند يې د دې ارزښتونو پر بنسټ لري، تجسم، تفکر او احساس کړئ تر څو د عاطفي بدلو تمې په تاسو کې ژوندۍ شي او هغه د خپلو ورځنيو تجربو يوه برخه وګرځوئ.

د دې لپاره چې (ښه حال) احساس کړئ څه بايد پېښ شي؟ آيا بايد څوک تاسو په غېږ کې ونيسي او ووايي چې تر کومې اندازې د درنښت وړ ياستئ؟ آيا بايد يو مليون ډالر تر لاسه کړئ؟ ځانګړې بدني روزنې ته مخه کړئ؟ رئيس مو ستاينه وکړي؟ په ځانګړي موټر کې سپاره شئ؟ ځانګړو مېلمستياوو ته لاړ شئ؟ د روڼ آندۍ تر ټولو پورته حد ته ورسېږئ؟ يا يواځې د لمر لوېدو کتونکي و اوسئ؟

حقيقت دا دى چې د خوښۍ د احساس لپاره هېڅ بهرني کړوني ته اړتيا نشته. کولى شئ همدا اوس که وغواړئ د خوښۍ احساس وکړئ! اوس دستي که هغه ټولې پېښې رامنځ ته شي څوک مو بايد خوشحاله کړي؟ تاسو خپله!

نو ولې منتظر ياست؟ يواځينى څيز چې ستاسو د خوښۍ خنډ دى، وګړيز قوانين يا په دې مسئله عقيده ده چې د خوښۍ د احساس لپاره دا ډول پېښې بايد رامنځ ته شي. دا خپل ځان جوړي قوانين لرې پرېږدئ او هغه خوښي چې ستاسو وړ ده احساس کړئ.

که غواړئ د نېکمرغۍ لپاره قانون ولرئ پرېږدئ چې ستاسو قانون دا وي: (د خوښۍ د احساس لپاره هېڅ بهرنۍ پېښې ته اړتيا نه لرم! زه د خوښۍ احساس کوم ځکه چې ژوندى يم! ژوند ډالۍ ده زه له هغه څخه په خوند اخېستو بوخت يم). آبراهام لېنکن، يو وخت ويلي وو.

ډېرى خلک هماغومره نېکمرغه دي چې خپله غواړي). د همدې شخص او نورو هغو کسانو د ژوند کيسې چې د ژوند د ناخوښو پېښو سربېره برياليتوب ته رسېدلي، د دې مهم ټکي په ياد راړونکي دي چې موږ په خپل ځان برلاسي يو.

نو دا قانون ومنئ او پرېکړه وکړئ چې خپل معيارونه د هغه څيز لپاره چې په بشپړ ډول ستاسو په واک کې دي، يعنې ستاسو خپل ځان، لوړ کړئ. د دې خبرې مانا دا ده چې ځان مقيد کړئ چې هوښ، انعطاف منل او پنځونه ولرئ او تل له داسې زاويې څخه ژوند ته وګورئ چې د ژوند تجربې، ډېرې ګټورې او ثمر بښونکې شي.

له کومه ځايه کولى شو پوه شو چې د خپلو ارزښتونو پر بنسټ ژوند کوو؟ دا موضوع په بشپړ ډول زموږ له وګړيزو قوانينو سره تړاو لري: يعنې هغه عقيدې چې موږ ته وايي څه بايد وشي تر څو د برياليتوب، نېکمرغۍ يا جسمي سلامتۍ احسا وکړو.

ښکاري چې وړوکې محکمه تل زموږ په د ننه کې شتون لري. زموږ وګړيز قوانين د دې محکمې له وروستۍ پرېکړې څخه دي، او ښيي آيا زموږ عملونه د ارزښتونو د برابرولو لپاره د اړينو مقرراتو مطابق دي که نه، او آيا زموږ حال بايد ښه وي که بد او يا بايد خوند واخلو که رنځ وګالو.

د رنځ د احساس په وخت کې، ښه ده چې يوې پوښتنې ته ځواب ووايو (آيا دا رنځ، د موجودو شرايطو پايله ده يا زما د وګړيزو قوانيو اړوند چې وايي په کومو شرايطو کې بايد څنګه احساس ولرم؟ آيا هغه رنځ چې ګالم يې د شرايطو په ښه کولو کې مرسته کوي؟ په داسې شرايطو کې زما قوانين يا باورونه بايد څنګه وي تر څو د بد حالۍ احساس وکړم؟

ډېره مهمه ده چې خپل قوانين وڅېړو تر څو ووينو چې آيا هوښيارانه او وړ دي. د ښه حالۍ د احساس لپاره د ځينو قانون داسې دى چې اولادونه يې بايد په ښوونځي کې لومړۍ درجه واخلي، بايد په خپل کار کې د پلور د کچې له اړخه لومړى کس وي، د بدن د غوړو کچه يې له لس سلنې څخه کمه وي او تل آرام او بې اندېښنې وي! ستاسو په آند هغه څوک چې داسې قوانين لري تر کومې اندازې پورې به ښه حال احساس کړي؟

خپل قوانين وڅېړئ تر څو ډاډمن شئ چې ستاسو په چوپړ کې دي!

هېښنده ده چې ډېرى خلکو د بد حال لپاره بې شمېره لارې موندلې دي (رنځوونکي قوانين)، او په مقابل کې يې د ښه حال د احساس لپاره يواځې د ګوتو په شمېر لارې پرېښې دي (خوندور قوانين).

همدا اوس پرېکړه وکړئ او عالي قانون وضعه کړئ تر څو تاسو ته اجازه در کړي ځان مخکې له مخکې د مينې وړ احساس کړئ. د دې قوانينو پر ځاى چې (که پلانکى تل ووايي چې له ماسره مينه لري... زما لپاره ارزښتمنې ډالۍ وپېري... ما له هېواده بهر په سفر بوځي... تل له ما سره په اړيکه کې وي... او تل زما د خوښۍ لپاره نور وځوروي) چې په ښکاره توګه په تاسو کې د مينې وړ احساس محدودوي، ښايي وکولى شئ دغه ساده قانون وټاکئ (هر وخت چې د مينې په فکر کې کېږم او يا خپله مينه او صمييمت چا ته څرګندوم، احساسوم چې د مينې وړ يم.)

آيا هغه قوانين چې ستاسو نننى ژوند څرخوي ستاسو د ننني شخصيت وړ دي؟ آيا داسې قوانين لرئ چې په تېر کې ګټور وو او نن ستاسو د عذاب تومنه دي؟ مثلاً کېدى شي يو وخت مو په خپل ژوند کې له نورو سره وچ او په غوسه چلند کړى وي او خپل احساسات مو نه وي څرګند کړي. خو که څه هم چې کېدى شي دا ډول چلند د ځينو کارونو د ادارې لپاره ګټور وي، ښکاره ده چې د اړيکو او با دوامه واده ييز ژوند لپاره نه په کارېږي.

همدارنګه که ستاسو مسلک وکالت يا قضاوت دى ځير اوسئ چې خپلې مسلکي اخيستنې د کور چاپېريال ته را نه وړئ له دې صورت پرته کېدى شي هره شپه خپله مېرمن\مېړه تر څېړنې لاندې راولئ.

کوم يو له خپلو تېرو قوانينو څخه بايد نن لرې وارتېږئ؟

له کومه ځايه پوهېږئ چې بريالي ياست. او هغه کس چې د برياليتوب په اړه يې بشپړ بېل قوانين لرل زما په يوه سيمينار کې حاضر و. يو له هغو مديرانو څخه د لومړۍ درجې مديرانو له ډلې څخه و او د نېکمرغۍ ټول ظاهري عوامل يې په واک کې لرل: د خوښې وړ واده، پنځه ښکلي اولادونه، او داسې جسم چې د ځغاستې په لوبې سره ښه روزل شوى و. په دې سربېره هغه خپل ځان بريالى نه ګاڼه ځکه چې د خپل ځان لپاره يې غير منطقي قوانين لرل.

د هغه مقابل لورى داسې سړى و چې هېڅ يو له هغو امتيازاتو څخه يې نه لرل، او په ورته وخت کې يې خپل ځان په رښتيا سره بريالى ګڼلو. کله مې چې له هغه څخه پوښتنه وکړه چې څه بايد وشي تر څو د برياليتوب احساس وکړي، ځواب يې راکړ (بسيا ده چې ګهيځ پاڅم، ښکته وګورم او ووينم چې د ځمکې پر مخ ولاړ يم. ځکه هره ورځ چې د دې ځمکې پر مخ ژوند کوم لويه ورځ ده!

ستاسو په آند کوم يو له دغو دوو کسانو څخه بريالى دى؟

ښکاره ده موږ غواړو له خپلو موخو څخه ځواک تر لاسه کړو، ډاډمن راتلونکى ولرو او ځان مخکې وځغلوو. خو په ورته وخت کې بايد يقين وکړو چې د دې ټولو غوښتنو تر شا داسې قوانين لرو چې پر بنسټ يې کولى شو هر وخت مو چې زړه وغواړي نېکمرغي احساس کړو.

د دې لپاره چې د برياليتوب، امنيت او مينې احساس وکړئ څه بايد وشي؟

له کومه ځايه پوهېږئ چې ستاسو قانون کمزورى کوونکى دى او بايد بدل شي؟ ستاسو قانون کمزورى کوونکى دى که:

1. پلي کول يې ناشوني وي (نورمونه (ضوابط) په داسې کچه پېچلي يا بېلابېل يا وچ وي چې هېڅکله و نشى کولى په ژوند کې ګټونکي شئ).
2. دا قانون له هغو عواملو سره چې ستاسو په واک کې نه دي تړاو ولري (مثلاً داسې وي چې نور ستاسو په اړه ځانګړى چلند ولري تر څو د رضايت احساس وکړئ).
3. د خوښۍ د احساس لپاره مو محدودې لارې او د بد حالۍ لپاره مو ډېرې لارې وضع کړې وي (مثلاً د پېښو يوه سلسله بايد دقيقاً په ځانګړي ترتيب سره پېښه شي تر څو د خوښۍ احساس وکړئ، او بله هره پېښه د بدحالۍ سبب ده).

له همدا اوس څخه هڅه وکړئ چې پر خپلو قوانينو برلاسي شئ.

لاندينيو پوښتنو ته د امکان تر حده ځواب ورکړئ.

1. په کوم صورت کې د برياليتوب احساس کوئ؟
2. په کوم صورت کې ځان د خپلو اولادونو او مېرمنې\خاوند يا بل کس چې تاسو ته ارزښت لري د مينې وړ ګڼئ؟
3. په کوم صورت کې په نفس باندې د ډاډ احساس کوئ؟
4. په کوم صورت کې د ژوند په هر غولي کې، ځان عالي او ځلاند احساسوئ؟

هر رنځ مو چې په ژوند کې له چا څخه موندلى دى، د وګړيزو قوانينو له سببه دى. په حقيقت کې ستاسو ناآرامي د هغه کس په سبب نه ده، بلکه له دې سببه ناآرمه ياست چې هغه ستاسو يو له قوانينو يا معيارونو او عقيدو څخه په دې اړه چې هر څه بايد څنګه وي، تر پښو لاندې کړي. تاسو خپله هم کېدى شي يو له خپلو قوانينو څخه مو د چلند، تفکر، يا احساس د ډول په اړه مات کړى وي.

دا ځل چې له چا څخه ناآرامه شوئ په ياد ولرئ چې ستاسو ناآرامي په هغه شخص پورې نه ده تړلې بلکه د هغه حالت په اړه د خپلو قوانينو پر وړاندې ستاسې غبرګون دى. له خپل ځان څخه وپوښتئ (کوم يو مهم دى: زما وګړيز قوانين او که له دې شخص سره زما اړيکې؟)

له دې بېلګې څخه د ځوروونکي استلال د پرېښودلو لپاره استفاده وکړئ تر څو ومومئ چې کولى شئ په چټکۍ سره مخالفتونه له منځه يوسئ.

که خپل قوانين په روښانه ډول څرګند نه کړئ، بايد تمه و نه لرئ چې نور پر هغه بنسټ چلند وکړي. که حاضر نه وئ چې ځان همغاړى کړئ او لږ تر لږه د نورو ځينې قوانين ومنئ بايد تمه و نه لرئ چې نور ستاسو قوانين درانه وګڼي.

ځينې قوانين زموږ په آند ډېر ارزښت لري. آيا د جسمي سلامتۍ په غولي کې داسې قانون لرئ چې په بشپړ ډول يې مراعات کړئ؟ دا قانون له ژبې اړولو پرته په کومو ټکو سره بيانوئ؟ ډېرى وايي (زه هېڅکله بايد مخدره توکي مصرف نه کړم). له بلې خوا کېدى شي داسې قوانين وي چې ځينې وخت هغه تر پښو لاندې کوئ بيا پښېمانه کېږئ. مثلاً ځينې وايي (هو ځينې خواړه زما د روغتيا لپاره ښه نه دي).

ما د لس ګونو زره خلکو قانون مطالعه کړى او دې پايلې ته رسېدلى يم چې هغه قوانين چې د (ښه نه دى) په ټکي سره بيانېږي، ماتېدونکي دي او هغه قوانين چې د (هېڅکله بايد) په عبارت ځانګړي کېږي ډېر کم ماتېږي. وروستي قوانين (لومړني) قوانين نوموو.

آيا کولى شئ ځينې خپل قوانين په لومړنيو قوانينو واړوئ تر څو د چلندي بدلون څخه له رامنځ ته شوې پايلې نه ګټه پورته کړئ.

بېلابېل قوانين، ژوند د زغم نه وړ ګرځوي. په ياد مې دي چې په يوه ټلويزيوني خپرونه کې له شلو کورنيو څخه پنځه پنځه کسان بلل شوي وو. له هرې کورنۍ څخه يې پوښتنه وکړه (د کورنۍ د سلامتيا د ساتنې لپاره کوم عامل تر ټولو مهم دى؟) او د هغوى ډېرى ځواب ور کړ (چې ډېر قوانين و نه لرئ.) ولې؟ په هغه کور کې چې دا ټول وګړي او شخصيتونه ګرځ راګرځ لري ډېر قوانين حاکم وي، له قانون سره سم هر ساعت کېدى شي څوک يو له قوانينو څخه تر پښو لاندې کړي او د نورو عصابو ته ټکان ورکړي.

آيا غوره نه ده چې محدود خو له ارزښته ډک قوانين مراعات کړو؟ زه کولى شم تاسو ته ډاډ در کړم چې په متقابلو اړيکو کې هر څومره چې د قوانينو شمېر لږ وي نيکمرغي ډېره ده.

زه هم تاسو ته يو قانون لرم: د ژوند د نوو قوانينو د وضعه کولو په وخت کې موسکا وکړئ! د غير عادي قوانينو له وضعه کولو څخه مه ډارېږئ او مخکيني قوانين له منځه يوسئ. پرېږدئ ستاسو ځينې قوانين لېونډوله تر پامه شي. تر اوسه مو له وګړيزو قوانينو څخه د خپل ځان د محدودولو يا شا ته پرېښودلو لپاره استفاده کړې؟ ولې د خندا لپاره څو خندوونکي قوانين نه څکئ؟ تاسو د دې لپاره چې ځان د مينې وړ احساس کړئ، بسيا ده چې خپلې وړې ګوتې ته خوځښت ور کړئ البته دا کار، غير عادي دى. خو زه چې وم چې ووايم تاسو له کوم کار څخه خوند واخلئ؟