د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب اتمه برخه

انبيا ژمن 16.01.2011 17:37

لس ورځې، روژه فکري

روژه فکري او د ارزونې په نظام برلاسى

ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن
رښتينى اتل هغه دى چې تل اتل وي. موږ نه غواړو چې يواځې کله کله پايله تر لاسه کړو. نه غواړو چې يواځې يوه شېبه د خوښۍ احساس وکړو او يا کوم نيم وار وځلېږو. غواړو په تلپاتې توګه، داسې احساسات تجربه کړو چې ژوند ته ارزښت ورکوي.

څنګه کولى شو د ټينګوالي (ثبات) دا حالت رامنځ ته کړو؟ بايد ووايم چې دا موضوع، ستاسو له عادتونو سره تړاو لري. پوهېدل بسيا نه دي، بايد په خپلو پوهو عمل وکړئ.

د فکر هغه دود چې موږ يې داسې ځاى ته رسولي يو چو اوس يو ، هغه ځاى ته به مو، چې موږ يې غواړو، و نه رسوي. بدلون، زموږ تر ټولو لوى ملګرى دى، له دې سره سره ډېرى وګړي، سازمانونه او ټولنې، د بدلون په وړاندې، مقاومت کوي او تېرو برياليتوبونو ته په کتنې سره، د خپلو اوسنيو کړنلارو سپيناوى کوي. خو که غواړو په وګړيز يا مسلکي غولي کې لويو برياليتوبونو ته ورسېږو، اړينه ده چې بېلابېلې اخيستنې او ماناګانې ولرو.

آيا يو وروستى رغښت (موډل) موټر د دې لپاره پېرئ چې په ګاراج کې يې ودروئ؟ آيا تر ټولو پرمختللى کمپيوټر د دې لپاره پېرئ چې په چنۍ کې يې وساتئ؟

ډاډمن يم چې پورتنيو پوښتنو ته ستاسو ځواب، منفي دى. اوس پوښتنه کوم چې آيا دا کتاب مو پېرودلى تر څو له هغو اغېزمنو کړنلارو څخه چې پکې دي، استفاده ونکړئ؟ فکر نه کوم چې داسې وي. نو په دې توګه د کتاب په دې برخه کې، يوه ساده طرحه وړانديز کوم تر څو په مرسته يې وکولى شئ مخکينۍ فکري، عاطفي او چلندي بېلګې له منځه يوسئ او وښاياست چې کولى شئ هغه نوې او ځواکمنې کړنلارې چې مخکې مو زده کړې دي له واټن پرته په کار واچوئ. زه تضمينوم چې که دا طرحه په ځير توګه ترسره کړئ، و به کولى شئ د تل لپاره د نوي چلند بېلګې په ځان کې ټينګې کړئ.

هو، دا موضوع حقيقت لري چې د سيلۍ او باران ځواک او نور فضايي بدلونونه زموږ په واک کې نه دي. خو کولى شو خپل بادوانونه داسې تنظيم کړو چې له هماغه بدلونونو څخه په استفادې سره، خپله بېړۍ د موخې ځاى ته ورسوو.

ټول بريالي وګړي چې پېژنم يې، د تمرکز او روښانه ليد د ځواک لرونکي دي او کولى شي د توپان په منځ کې، خپل احساسات او سوړوالى وساتي. څنګه دا کار کوي؟ ما موندلې چې د دې وګړو ډېرى د خپل ځان لپاره يو اساسي قانون لري: هېڅکله د خپل وخت له ١٠ سلنې څخه ډېر د ستونزې په اړه مه لګوئ او تل ٩٠ سلنه خپل وخت د حل لارې په موندلو ولګوئ.

څنګه کولى شئ پر خپلو افکارو او احساساتو باندې برلاسي شئ. دلته غواړو د يوې تر ټولو مهمې کړنلارې موندنې ته مخه کړو چې د حقيقت او هيله منۍ له ترکيب څخه جوړه شوې ده. کلونه مخکې مې، مثبت فکر د حل لارې غوره برخه نه ګڼله. فکر مې کاوه چې که چارې غوره له هغه څخه چې دي و نه وينم، د هوښيارۍ دليل دى.

حقيقت دا دى چې تعادل، د ژوند شرط دى. که د خپل باغ بدغونو وښو ته مو پام نه وي باغ له منځه ځي. همدارنګه بدغونو وښو ته ډېره پاملرنه د وخت د له منځه تلو سبب کېږي. د لويانو کړنلاره برابره لار ده.

1. هره پېښه لکه څنګه چې ده ووينئ. (نه له هغه څخه بده.)
2. پېښه غوره له هغه څخه چې ده ويې وينئ.
3. دا ډول کتنه خپله کړنلاره وټاکئ.

زموږ د ذهني باغ د پاکولو په غولي کې تر ټولو مهم ګام دا دى چې محدودوونکې بېلګې څنګ ته پرېږدو او د دې کار د ترسره کولو تر ټولو ښه لار، لس ورځې، روژه فکري ده چې په دې سره کولى شو په هوښيارانه توګه پر خپلو افکارو برلاسي شو. دا پروګرام د منفي او وېجاړوونکو بېلګو د له منځه وړلو لپاره يوه ښه موکه ده.

موضوع ډېره ساده ده. د لسو راتلونکو ورځو په موده کې چې همدا اوس پيلېږي، پرېکنده پرېکړه وکړئ چې په بشپړ ډول پر خپلو افکارو او احساساتو برلاسي و اوسئ. او همدا اوس پرېکړه وکړئ چې په هېڅ صورت د لسو پر له پسې ورځو لپاره په بې ګټو او منفي افکارو او احساساتو اخته نه شئ.

لس ورځې، روژه فکري

د لسو راتلونکو ورځو لپاره نوى ژوند پيل کړئ! د کار قوانين په لاندې توګه دي:

1. د لسو پر له پسې ورځو لپاره په بې ځايه افکارو او احساساتو کې له پاتې کېدو څخه ځان وساتئ. په کمزورو کوونکو مسايلو کې له ډوبېدو او د وېجاړوونکو ټکو او تمثيلونو له کارولو څخه ډډه وکړئ.
2. که د فکر مو منفي چارو ته پام شو، له واټن پرته د هغو کړنلارو په مرسته چې زده کړې مو دي، خپل فکري لوري ته بدلون ورکړئ.
3. هره ورځ ګهيځ ځواکبښونکې سباووني پوښتنې تکرار او ځان د برياليتوب لپاره چمتو کړئ.
4. د لسو پر له پسې ورځو لپاره هاند وکړئ چې پام مو په بشپړ ډول د حل لارې ته وي، نه مسايلو او ستونزو ته، هر کله مو چې ستونزه تر پام شوه له واټن پرته مو فکر هغه ته د حل لارې موندلو لپاره واړوئ.
5. که مو پام شو چې په نامطلوبه افکارو او احساساتو کې ډوب شوي ياست، ځان ډېر مه ملامتوئ او له واټن پرته مو د روحيې بدلون ته مخه کړئ خو که د اوږد مهال لپاره په منفي افکارو او احساساتو کې پاتې شوئ تر بلې ورځې صبر وکړئ او بيا لس ورځې، روژه فکري له سره ونيسئ. که څه هم کېدى شي څو ورځې مو، خپلې روژې ته دوام ورکړى وي.

آيا په رښتيا سره حاضر ياست چې له ژوند څخه نوې اخيستنه (پېژندنه) ولرئ؟ لس ورځې روژه فکري مه پيلوئ مګر دا چې ډاډمن وئ، غواړئ هغې ته تر وروستۍ مودې پورې دوام ورکوئ. دا، د کمزورو کسانو کار نه دى، دا د هغو کسانو کار دى چې په رښتيا سره غواړي د ځواک بښونکو عاطفي بېلګو لپاره خپل عصبي سيسټم شرطي کړي تر څو د برياليتوب لوړو پوړونو ته ورسېږي. دا کړنلاره د هغو کسانو لپاره ځانګړې ده چې غواړي هغه کړنلارې چې زده کړې يې دي (شرطي عصبي اړيکې، پوښتنه، بدلون ورکوونکي ټکي، تمثيل، د پاملرنې مرکز او جسمي حالت ته بدلون) د ورځنيو تجربو په يوه برخه واړوي.

څنګه کولى شو د روحيې د پياوړتيا او لس ورځنۍ روژې ته د دوام لپاره له رواني اړم څخه استفاده وکړو؟ موضوع خپلو ملګرو، دوستانو او همکارانو ته څرګنده کړئ او له هغوى څخه مرسته تر لاسه کړئ. آن غوره ده چې يو هملارى ملګرى پيدا کړئ او په يوه وخت کې د روژه فکرۍ هڅه وکړئ.

که په دې موده کې خپل ورځني يادونه (خاطرې) يادداښت کړئ، ډېر به ښه وي. د منفي بېلګو د له منځه وړلو په غولي کې د خپلو برياليتوبونو په ثبتولو سره د لويې لارې داسې نخشه کاږئ چې ډېره ارزښتمنه ده او په راتلونکي کې که هر کله له اوښتو لارو سره مخ شئ کولى شئ له هغې نخشې څخه ګټه پورته کړئ.

کلونه مخکې مې، عادت شو چې په ورځ کې لږ تر لږه دېرش دقيقې مطالعه وکړم او دا زما د ژوند يو له تر ټولو ارزښتمنو خويونو څخه و. جيم ران يو تن زما له ښوونکو څخه ويلي وو چې د هغه څيز مطالعه چې ارزښت ولري، ځواک بښونکى وي او انسان ته نوي مهارتونه ور زده کړي، د ډوډۍ له خوړلو څخه مهه ده. ويل به يې له ماښامنۍ څخه پام واړوئ خو له مطالعې څخه سترګې مه پټوئ.

نو د لس ورځو روژه فکرۍ د نيولو او ذهن پاکولو په وخت کې، د هغو مطالبو په مطالعې سره چې ستاسو ليد پراخه کړي، او تاسو ته د ژوند نوې کړنلارې وښيي ځان موړ (تغذيه) کړئ. په ياد ولرئ: رهبران مطالعه کوونکي دي.

لس ورځنۍ فکري روژه څه ګټې لري؟

1. د هغو دوديزو (عادتي) ذهني بېلګو په اړه چې ستاسو د وروسته پاتې کېدو سبب شوې دي، هوښيارېږئ.
2. اړ کېږئ چې د هغو لپاره ګټور ځايناستي پيدا کړئ.
3. هر ځل د ستونزو د له منځه وړلو لپاره، خپل افکار کنټرولوئ، په نفس باندې ډاډ مو ډېرېږي.
4. له هر څه نه مهم دا چې سبب کېږي نوي عادتونه، نوي معيارونه او نوې تمې پيدا کړئ چې ژوند مو ډېر شتمن کړي.

برياليتوب، ګام په ګام لړۍ ده او د يو شمېر ساده اصولو، نظم او جزئي سمون ته له پاملرنې څخه په لاس راځي. او لکه څنګه چې اورګاډى، په تدريج سره ګړندى کېږي، دا تمرين هم سبب کېږي چې مخکيني عادتونه شا ته پرېږدئ او له هغه سوځېدنې څخه چې له نوو عادتونو څخه يې تر لاسه کوئ په بې مخين ګړنديتوب سره مخ ته لاړ شئ.

آيا دا يواځې يو لس ورځنى تمرين دى؟ په رښتيا سره داسې نه ده. تاسو هېڅکله بايد تېرو منفي عادتونو ته و نه ګرځئ، مګر دا چې خپله مو همداسې غوښتي وي. کولى شئ ټول عمر د ښو او مثبتو څيزونو په اړه فکر وکړئ او په دې کار (روږدي) شئ. که د لسو ورځو له تېرېدو او زهرجنو فکري بېلګو له پرېښودو وروسته مو بيا هم زړه وشو چې هغو عادتونو ته وګرځئ، ستاسو خپل ميل دى. خو زه ډاډمن يم چې له نوو کړنلارو سره له بلدتيا وروسته به هغو منفي کړنلارو ته ګرځېدل ستاسو په آند کرکجن وي. يواځې په ياد مو وي، کله چې په هغو منفي عواطفو اخته شوئ، له هغو سره مقابله مو مخکې زده کړې ده او کولى شئ له واټن پرته ځان په سم لوري کې راولئ.

د هغو کارونو له منځه چې ترسره کوم يې له يوه اړخ سره يې ډېره مينه لرم او دا هغه موکه ده چې ترلاسه کړې مې ده تر څو د انساني چلند راز او شفر وباسم او بيا داسې د حل لارې وړاندې کړم چې په رښتيا سره د وګړو د ژوند په څرنګوالي کې بدلون رامنځ ته کړي. د دې لپاره چې د بدلون کار، آسانه ترسره شي، له اوارې څخه، په ژوره کې ډوبېږم او ژوندي (حساس) اړمونه لکه ټوليز باورونه او تمثيلونه تر پاملرنې لاندې راولم. زه روږدى يم چې هره ورځ د شرلوک هلمز د موندونکي په رول کې ډوب شم تر څو د نورو وګړو اړوند د هغوى د تجربو دقيق جزيات راټول کړم او د هغوى چلندي کيسې (معماګانې) کشف کړم.

چلندي نښې ځينې وختونه د هغه لوګي په څېر چې د وسلې له نل څخه وځي، څرګندوونکې وي او کله ډېرې نازکې او نه ليدونکې وي او د هغو موندنه (کشف) ډېرې څېړنې او پلټنې ته اړتيا لري. خو په پايله کې، ټولې نښې په ځانګړو اصلي عواملو سره ختمېږي. د انسانانو تر منځ توپير د هغوى د استلال په کړنلاره کې دى. هر څوک ځانګړي نظام ته په پاملرنې سره پرېکړه کوي چې هره پېښه څه ډول تعبير او وسپړي او څه ډول عمل تر سره کړي. زه دغه نظام (د ارزونې بنسټيز نظام) نوموم.

د انساني چلند د درک ارزښت کولى شو د يوه تمثيل په مرسته، وښيو، فرض وکړئ يو سړى د يوه سېند پر غاړه ولاړ دى. ناڅاپه د يوې چېغې غږ اوري او پام يې کېږي چې څوک د ډوبېدو په حال کې دي. سملاسي اوبو ته ټوپ وهي او هغه ژغوري. خو تر اوسه يې سا نده تازه کړې چې نورې چېغې اوري او بيا اوبو ته ټوپ وهي او دوو نورو کسانو ته ژغورنه ورکوي، خو مخکې له دې چې حالت يې سم شي، د څلورو نورو کسانو غږ چې مرسته غواړي، اوري.

هغه ټوله ورځ د هغه کسانو په ژغورنه کې تېروي چې د غړمبېدونکو څپو په منګول کې ګير دي.

کاش دغه زړه سواند سړى، څو ګامه د سيند پورته خوا ته تللى وى تر څو يې پام شوى وى چې يو لېونى خلک يو يو سيند ته غورځوي!

تاسو خپله که د معلول د له منځه وړلو پر ځاى، له سبب سره مبارزې ته مخه کړې وى د انژي په لګولو کې مو څومره سپما کوله؟

که د ارزونې (بنسټيز نظام) درک کړئ، ځان مو سمبال کړى چې د خپل ځان او نورو د چلندونو اغېز مثبت کړئ. د ژوند د موکو او ستونزو د ارزونې کړنلاره، څرګند علم دى. د پرېکړې او قضاوت د نظام د عواملو په پوهېدو سره، نه يواځې د خپلو چلندونو علت پيدا کوئ، بلکه کولى شئ وړاندوينه وکړئ چې کوم څېزونه په تاسو کې په څټ کوونکى او کوم څيزونه جذبوونکى حالت رامنځ ته کوي. همدا شان و به وينو چې پرېکړه او ارزونه د پنځو برخو پر ستنو بنسټيز دي، دا پرېکړه که د ماښامنۍ اړوند وي او که د واده.

موږ هر يو د دې پنځو برخو د ځانګړي جوړښت لرونکي يو او همدا چاره سبب کېږي زموږ ژوند، بې ساري وي.

کله مو چې اړيکې له چا سره پيکه کېږي، آيا غوره نه ده چې د مقابل لوري د چلند سبب درک کړئ تر څو وکولى شئ شلېدلې اړيکې له واټن پرته غوټه کړئ. په ځانګړې توګه په واده کې بايد هره ورځ د هغو وړو رواني فشارونو چې رامنځ ته کېږي څارنه وکړئ تر څو وکولى شئ هغه مزى چې تاسو يې په پيل کې سره پېيلي ياست، پياوړى کړئ. که ستاسو مېرمن\خاوند د کار د فشار له امله، زړه وهونکې خبرې کوي مانا يې دا نده چې د کرښې وروستي ټکي ته رسېدلي ياست. مانا يې دا ده چې ستاسو مېرمن\خاوند ډېرې مينې او ملاتړ ته اړتيا لري. چلند، تل د وګړي د شخصيت پېژنيال نه دى. د وګړو د پېژندنې لپاره بايد د هغوى انګېزه وپېژنو.

که د لويانو او رهبرانو د فکر د ډول او عمل د کړنلارې له مطالعې څخه مې يو ټکى زده کړى وي هغه ټکى دا دى چې غوره ژوند، د ښې پرېکړې پايله ده. مثلاً هغه کسان چې له مالي اړخه بريالي کېږي، د موکو ، د وېرې د احتمال او ګټې د ارزونې په لور د غوره لارو په لټه کې دي. که څه هم هر څوک کولى شي په بېلابېلو غولو کې، ډېر مالومات تر لاسه کړي، خو د څرګندوونکو بلاوو د پرېکړې او قضاوت نظام، د هغوى د غوره توب سبب کېږي. هغه کسان چې په خپل واده ييز ژوند کې ټينګې اړيکې رامنځ ته کوي هم د ارزونې له پياوړي ځواک څخه برخمن دي او کولى شي په سرګډي حالت کې، وړ غبرګونونه وښيي. نېکمرغه وګړي هم د (ستونزو) د ارزونې لپاره اغېزناکې لارې پېژني. د خوښۍ خبر چې ستاسو لپاره يې لرم دا دى چې اړينه نده چې کلونه رنځ وګالئ بلکه کولى شئ په هر غولي کې د بريالي وګړو کړنلارې بېلګه وټاکئ.

بايد د خپل قضاوت کړنلارې وپېژنئ او پر هغو برلاسي و اوسئ که نه نو دا کړنلارې تاسو د داسې مسير په لور ځغلوي چې په پايله کې د خپلو وړتياوو په اړه شکمن کېږي. فرض وکړئ چې د ټينس په لوبه بوخت ياست او کمزورې ضربه وهئ. ډېر خلک په داسې چارو کې موضوع ته بده بڼه ورکوي او لومړى وايي: (څه يوه ناکامه ضربه!) او وروسته (نن مې هېڅ ونشوى کولى سمه لوبه وکړم!) هېڅکله هڅه مه کوئ په داسې فکرونو او پرېکړو سره ځان ته ماتې ورکړئ!

همدا اوس لږ تر لږه دوې هغه پېښې چې په منفي توګه مو لويې ښوولې دي په ياد راوړئ. آيا دا پېښې ستاسو د اړيکو په برخه کې دي؟ د مسلکي عملکړ په غولي کې؟ يا د جسمي کمزورۍ؟ اوس پرېکړه وکړئ چې دا بېلګه لرې وتوغوئ، بل ځل چې دا حالت پيل شو له واټن پرته مو هغه له ذهن څخه پاک کړئ. د فکر له هغه ډول سره مخه ښه وکړئ او د فکر مو موخې ته پام کړئ. هغه بدلونونو ته چې له واټن پرته ستاسو د عملکړ په پايله کې رامنځ ته کېږي، ځير و اوسئ.

هغه څه چې د ټولو بريالي وګړو تر منځ ګډ دي، د هغوى ښه قضاوت او ارزونه ده. د هاکي لوبې لوى اتل واين ګرتسکي هم له دې قاعدې څخه مستثنى ندى. آيا هغه د ډلې تر ټولو لوى، ځواکمن او ګړندى لوبغاړى دى؟ هغه خپله داسې ادعا نه لري.

کله مې چې له ده څخه د هغه د برياليتوب په اړه وپوښتل، ويې ويل کله چې نور لوبغاړي د توپ په لوري خوځېږي، زه هغه خوا ته حرکت کوم چې توپ به هلته ځي. د وړاندوينې ځواک او د توپ د مسير او ګړنديتوب سنجول او د عملکړ ډول او د نورو لوبغاړو انګېزه سبب شوې چې هغه له نورو لوبغاړو څخه ځان په پورته پوړ کې راولي.

که همدا اوس مو د وړاندوينې ډېر ځواک لرلى څه توپيرونه به مو د ژوند په شرايطو کې څرګند شوي وو؟

کېدى شي تاسو ته داسې پېښ شوي وي چې يو وخت مو د کوم مطلب په اورېدلو سره ژړلي وي، په داسې حال کې چې هماغه خبرې په نورو شرايطو کې تاسو خندولي ياست. سبب، په ډېر احتمال سره ستاسو د روحي شرايطو له بدلون سره تړاو لري. فکري او عاطفي شرايط د (ارزونې د بنسټيز نظام) لومړني عنصرونه دي.

په نفس باندې د ډاډ او لېوالتيا په وخت کې پرېکړې کوئ او کله چې وېرېدلي او ځورېدلي ياست نورې پرېکړې. په ځينو شرايطو کې احتياط د عقل شرط دى او په ځينو نورو شرايطو کې د پرمختګ خنډ. د پرېکړې، د پېښو د تعبير او په عمل د لاس پورې کولو په وخت کې بايد پياوړې روحيه ولرئ نه دا چې د خپل پايښت لپاره په ساده ډول غبرګون وښاياست.

د بنسټيز نظام دويمه د بنسټ تيږه، پوښتنه ده. د هر کار له ترسره کولو مخکې بايد قضاوت وکړئ او پوښتنه وکړئ (د دې کار مانا څه ده، او څه بايد وکړم چې رنځ له منځه يوسم او خوښۍ برابرې کړم؟)

هغه ځانګړې پوښتنې چې له خپل ځان څخه يې کوئ ستاسو پر اعمالو باندې ځواکمن اغېز لري. کله چې له چا سره د ليدنې ژمنه لرئ آيا له عادت سره سم واياست (که دغه کس زما وړانديز رد کړي يا ما ورنځوي څه؟) که همداسې وي ځان د داسې قضاوتونو په سپړنه کې راولئ چې کېدى شي د موکې له لاسه ورکولو سبب شي. خو که له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ (غوره نده چې لومړى د دې شخص د شخصيت په اړه څېړنه وکړم؟ له دې شخص سره دوستي زما لپاره څومره هېښنده او ګټوره ده؟ دا پوښتنې سبب کېږي چې له حالاتو څخه، غوره استفاده وکړئ.

موږ ټول له رنځ سره لږ او له خوند سره ډېره مينه لرو. خو موږ هر يوه دې موخو ته د رسېدو لپاره بېلې لارې زده کړې دي. په پايله کې موږ هر يوه زده کړي چې خپلو ځينو عواطفو ته ډېر ارزښت ورکړو. مثلاً ځينې ډېره خوښي په آرامۍ او امنيت کې بولي او ځينې نور د پېښې په خواه دي. د بنسټيز نظام درېم عنصر د ارزښتونو د مراتبو سلسله ده او هغه عبارت له داسې لړ څخه ده چې په هغه کې تر ټولو مهم (تر ټولو خوندور) روحي حالات او همدارنګه تر ټولو ځوروونکي روحي حالات د لومړيتوب په ترتيب سره ليکل شوي وي. هر تصميم چې نيسو او هر قضاوت چې کوو په ناخبره ډول خوندورو ارزښتونو ته له ميل او له رنځ بښونکو ارزښتونو څخه له ډډې څخه راولاړ شوي دي. مثلاً که مينې ته ډېر ارزښت ورکړئ او په ورته وخت کې هېڅ ډول د عقيدې مخالفت تاسو ته د منلو وړ نه وي آيا فکر نه کوئ چې د فکر دا ډول په ځاني اړيکو کې ستاسو پر رښتينولۍ اغېز وکړي؟

د بنسټيز نظام څلورم عنصر، ستاسو عقيدې دي. ټوليزې عقيدې، د هغو تمو ټاکونکې دي چې له خپل ځان، نورو، او په ټوليز ډول له ژوند څخه يې لرئ. دا عقيدې ډېرى ستاسو د ارزونې پر کړنلاره اغېز اچوي. د عقيدو يوه ځانګړې ګېډۍ د وګړيزو قوانينو په توګه څرګندېږي او تاسو ته وايي چې په کوم صورت کې او تر کومو شرايطو لاندې ستاسو د آند وړ شرايط برابرېږي. د بېلګې په ډول د ځينو کسانو عقيده دا ده چې (که دې له ما سره مينه لرلى هېڅکله به دې غږ نه و راباندې کړى.) دا وګړي ځانقانوني لري چې وايي د غږ کړل د بې مهربانۍ نښه ده، که څه هم چې دا عقيده کېدى شي ستن او بنسټ و نه لري.

آيا تاسو هم د اړيکو په غولي کې د خپل ځان لپاره عقيدې او قوانين لرئ؟ آيا دا عقيدې ګټورې واقع شوې که نه؟

عقيدې څنګه پيدا کېږي؟ د بنسټيز نظام پنځم عنصر چينه (مرجع) ده. چينه د تجربو او اطلاعاتو له ګډ مخلوط څخه عبارت ده چې د مغز په نوم په لويه زېرمه کې ساتل کېږي. د خامو او رغوونکو توکو چينې داسې عقيدې دي چې په قضاوت او پرېکړه ختمېږي. هر څوک په خپل ذهن کې بې شمېره تجربې يا سرچينې لري چې کولى شي له هغو څخه استفاده وکړي؛ هغه چينې چې ټاکئ يې او د خپل مغز له زېرمې څخه يې وباسئ د داسې مانا ټاکونکې دي چې تجربې ته يې ورکوئ، داسې احساس چې په مخه کې يې لرئ، او هغه عمل چې غواړئ ترسره يې کړئ.

د بېلګې په ډول ډېر توپير لري چې، که احساس وکړئ، تل له تاسو څخه ناسمه استفاده شوې ده، يا دا چې احساس وکړئ چې له هېڅ قيد او شرط پرته په عشق او مينې سره لوى شوي ياست. يا دا چې په ژوند کې آزاد او بې پروا واست، يا د انظباط تابع. آيا دا تجربې د خلکو، ژوند او موکو په اړه ستاسو د ارزونې په کړنلاره څه اغېز لري؟

د دې لپاره چې د بنسټيز نظام د کار طرز ومومئ له تاسو څخه پوښتنه کوم: ستاسو تر ټولو ارزښتناکه خاطره کومه ده؟

د ځواب موندلو لپاره مو کوم مسير طى کړ؟ ښايي لومړى ګام به دا وي چې پوښتنه له خپل ځان سره تکرار کړئ. بيا مو ښايي د خپل ذهن چينې لاندې باندې کړې دي تر څو د ژوند له ګڼو تجربو څخه يوه وټاکئ.

همدارنګه کېدى شي د يوې خاطرې له ټاکلو څخه مو ډډه کړې وي ځکه چې ستاسو عقيده دا ده چې د ژوند ټولې تجربې ارزښتمنې دي او له هغو څخه د يوې ټاکل د نورو د بې ارزښته ګڼلو په مانا دي. کېدى شي نه مو شوى کړى خپلو چينو ته، ارزښتناکو يا بې ارزښتو ته مراجعه وکړئ ځکه چې (په تېر کې ژوند کول) ستاسو له ارزښتونو سره جوړ نه دي.

وينئ چې بنسټيز نظام نه يواځې د ارزونې او قضاوت ډول تر اغېز لاندې راولي بلکه آن د ارزونې وړ د چارو په ټاکنه باندې هم اغېز اچوي.

څه ډول کړونى د مهارت رامنځ ته کولو سبب کېږي؟ ماهر او ځواکمن وګړي له شک پرته داسې کسان دي چې له نورو څخه ډېر د (چينې) تجربه لري او پوهېږي چې په هر غولي کې کوم کړوني د برياليتوب يا ماتې سبب کېږي. هره ورځ چې تېرېږي بله موکه ده چې کولى شو خپلې چينې زياتې کړو او خپلې عقيدې ټينګې کړو، خپل ارزښتونه ځانګړي کړو، نوې پوښتنې وکړو، او داسې حالاتو او روحي حالت ته لاسرسي پيدا کړو چې موږ د خپلې خوښې لوري ته هدايت کړي.

تاسو همدا اوس قادر ياست چې داسې سملاسي او ټوليز بدلونونه رامنځ ته کړئ چې په يوه وخت کې ستاسو پر افکارو، احساساتو او اعمالو باندې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې اغېز واچوي. دا کار له هرو پنځو عنصرونو څخه د بنسټيز نظام د يوه عنصر په بدلون سره شونى دى.

د بېلګې په ډول پر ځاى د دې چې ځان شرطي کړئ تر څو د رد ځواب په مقابل کې، بېل احساس ولرئ، کولى شئ نوې ټوليزه عقيده ومنئ. مثلاً (زه د خپلو ټولو عواطفو سرچينه يم. هېڅ څوک او هېڅ څيز پرته له ما نشي کولى زما احساس بدل کړي. هرکله مې چې پام شي د کوم څيز په مقابل کې غير ارادي غبرګون ښيم، قادر يم په يوه شېبه کې هغه ته بدلون ورکړم.) که په ژوره توګه په دې مطلب عقيده ولرئ و به وينئ چې نه يواځې ستاسو ډار له منفي پوښتنې او رد ځواب څخه لرې کېږي بلکه کولى شئ د غوسې، ماتې، يا بې پروايۍ احسا هم له منځه يوسئ او ناڅاپه ومومئ چې پر خپل برخليک برلاسي شوي ياست.

په بې پروايۍ او رټنې باندې د برلاسي کېدو يوه له بلو لارو څخه دا ده چې د مراتبو په سلسله کې بدلوني احساسات رامنځ ته کړو او مثلاً د خدمت کړنې او شکر ايستنې احساس په لوړ لومړيتوب کې راولو. هغه وخت که چا تاسو ته رد ځواب در کړ ارزښت به و نه لري او پر ځاى د دې چې د خپلو کميو په اړه فکر وکړئ پاملرنه مو دې مطلب ته اړوئ چې څنګه کولى شم بيا هم له هغه کس سره مرسته وکړم او يا حالت په يو ډول ښه کړئ. او يا کېدى شي د ژوند په اړه داسې د شکر ايستنې احسا ولرئ چې هېڅ منفي ځواب ونشي کولى په تاسو باندې اغېز واچوي او يا آن منفي ځواب په خپل ذهن کې د رټلو په مانا و نه منئ. دا عواطف سبب کېږي چې د خوښۍ او اړيکو بې مخينې احساسات په تاسو کې نفوذ وکړي.

د ارزونې د بنسټيز نظام) د هر يوه عنصر په بدلون سره کولى شئ په آسانه او سملاسي توګه د ژوند هر اړخ ته بدلون ورکړئ.

آيا تر اوسه د يوې ساده پرېکړې د نيولو لپاره مثلاً د ورزش پيل، له ستونزې سره مخ شوي ياست؟ په ډېر احتمال سره سبب يې دا دى چې موضوع مو ډېره پيچلې ده، پاملرنه مو لسګونو مقدماتي وړو کارونو ته اړولې ده. مثلاً له خپل ځان سره مو فکر کړى (دا کار ډېرې سرخوږۍ لري، بايد په موټر کې لوبغالي ته لاړ شم، موټر پارک کړم، ورزش وکړم، منډه واخلم او داسې نور) همدارنګه کله چې د کوچنيو کارونو په اړه فکر کوئ، هغه په ټوله کې د يوه کوچني کار په توګه په ذهن کې انځور کړئ. مثلاً که غواړئ په يوه رستورانت کې ډوډۍ وخورئ يا مثلاً د سېند غاړې ته لاړ شئ بسيا ده په موټر کې سپاره شئ د آند وړ ځاى ته لاړ شئ!

په هغو اعمالو کې چې بايد ترسره شي توپير نشته بلکه د هغو د ارزونې په ډول کې دى. د ژوند په ډول کې د بدلون لپاره، د ارزونې ډول ته بدلون ورکړئ.