د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب: څلورمه برخه

انبيا ژمن 20.11.2010 10:43

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب
څلورمه برخه

پوښتنه د ځواب کيلي ده
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن
د انساني پوهو په منځ کې، د پوښتنې ځواک د ليزر د وړانګې په شان دى. له دې ځواک څخه د هر ډول خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره استفاده وکړئ.

د بريالي او نابريالي وګړو تر منځ لومړنى توپير څه دى؟ موضوع ډېره ساده ده: بريالي وګړو له خپل ځان څخه غوره پوښتنې کړې دي، او په پايله کې يې غوره ځوابونه هم ترلاسه کړي دي. کله چې موټر وزيږيد، سلګونو کسانو يې په جوړولو لاس پورې کړ. خو هنري فورډ له نورو سره توپير درلود او له ځان څخه يې وپوښتل( څنګه کولى شم د دې موټر توليد خورا ګڼ کړم؟) په ختيځه اروپا کې، په مليونونو خلکو د کمونيزم تر اوسپنيز ژغ لاندې، رنځونه وګالل، خو د لخ والسا په نوم يوه تن مېړانه لرله چې له ځان څخه يې وپوښتل (څنګه کولى شم د ښځينه او نارينه کارګرانو د ژوند کچه لوړه کړم؟)

که د خپل خيال سراښتوب ته پراختيا ورکړئ، کومې پوښتنې مو په ذهن کې مطرح کېږي؟

آيا د نظر له دې څرګندونې سره جوړ (موافق) ياست؟ فکر له پوښتنې او پوښتنو ته له ځواب ورکولو پرته بل څيز ندى. د دې لپاره چې د همدې پوښتنې په اړه، جوړ يا مخالف نظر ورکړئ، خامخا مو له خپل ځان څخه پوښتلي (آيا دا موضوع سمه ده که نه؟) او يا (آيا زه له دې خبرې سره جوړ يم؟)

زموږ ډېرى فکرونه، که د ارزښت موندنې په غولي کې وي (پلانکى څيز څنګه دى؟) که د تصور په غولي کې (کوم څيزونه د امکان وړ دي؟) او يا د پرېکړې (څه بايد وکړو؟) د يو ډول پوښتنې او ځواب لرونکي دي.

نو که غواړو د خپل ژوند څرنګوالي ته بدلون ورکړو، بايد په هغه پوښتنو کې چې له خپل ځان يا بل چا څخه يې کوو بدلون راوړو.

ماشومان، د پوښتنو د طرحې تلپاتې اتلان دي. که د هغه ماشومانو له سادګۍ او کنجکاوۍ څخه چې د ځواب په ترلاسه کولو ټينګار کوي پېښې (تقليد) وکړئ کوم څيزونه ترلاسه کوئ؟

کوم کارونه چې تر اوسه مې په خپل ژوند کې کړي دي، ټول له هغو مطالبو څخه چې له خپل ځان څخه مې پوښتلي را پورته شوي دي: د هغو کارونو سبب چې خلک يې کوي څه دى؟ ولې ځينې سره له دې چې آسانتياوې په واک کې نلري، په خپل ژوند کې بريالي کېږي او ځينې نور د ډېرو سرچينو په واک کې لرلو سربېره، نابريالي پاتې کېږي؟ څنګه کولى شو له بريالي وګړو څخه بڼه واخلو؟ څنګه کولى شو له تېر څخه هوسا او چټک، په خپل ځان کې بدلونونه را منځ ته کړو؟ څنګه کولى شو د ټولو وګړو د ژوند څرنګوالي ته وده ورکړو؟

هغه بنسټيزې پوښتنې چې ستاسو اوسني ژوند ته يې بڼه ورکړې ده کومې دي؟

ښې پوښتنې، ښه ژوند رامنځ ته کوي. سوداګريز شرکتونه هغه وخت په خپل کار کې بريالي کېږي چې تصميم نيوونکي يې د توليد، مارکېټ يا موخه لرونکې پلان جوړونې په غولي کې سمې پوښتنې مطرح کړې وي. د وګړو ځاني اړيکي، هغه وخت غوړېږي چې د اختلافاتو د رامنځ ته کېدو د سبب او له يو بل څخه د ملاتړ د ډول په اړه سمې پوښتنې مطرح کړي نه دا چې د يو بل د ځورولو لپاره د لارو په فکر کې شي. ټولنې هم هغه وخت سوکاله کېږي چې رهبران يې د تر ټولو مهمو مسايلو، او ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د ټولنې د وګړو د مرستې د ډول په اړه، سمې پوښتنې طرح کړي.

د دې لپاره چې د ژوند هر اړخ ته پرمختګ وبښئ، کولى شئ پوښتنې مطرح کړئ او د داسې ځوابونو يا حللارو په اړه فکر وکړئ چې تاسو او ستاسو خپلوان د برياليتوب او خوند له نظره لوړې کچې ته ورسوي. آيا اړينه بولئ د ژوند د څرنګوالي، ارادې، ژمنې او نورو ته د خدمت په غولي کې پوښتنې مطرح کړئ؟

د پوښتنې اړخيزې او ځنځيري اغېزې، زموږ د تصور له حد څخه وتلې دي. که خپلې کمزورۍ او محدوديتونه تر پوښتنې لاندې راولو، ډېر دېوالونه به ونړېږي او هغه خنډونه چې د سوداګرۍ، ځاني اړيکو، او آن د هېوادونو تر منځ د اړيکو د برياليتوب د لارې پر سر پراته دي له منځه ځي. د بشر پرمختګونه، ټول د نوو پوښتنو د طرحه کولو په سبب دي.

آيا کولى شئ له خپل ځان څخه داسې نوې پوښتنې وکړئ چې نننى ژوند مو ښه کړي؟

د بحث وړ نده چې زموږ د مغز ظرفيت حيرانوونکى دى. په واقعيت کې که وغواړو داسې کمپيوټر جوړ کړو چې د اطلاعاتو ساتلو ظرفيت يې د انسان د مغز په اندازه وي، کېدى شي دا کمپيوټر د نړيوال سوداګريز مرکز د ودانۍ دوه برابره فضا ته اړتيا ولري. سربېره پر دې، که پوه نشو چې څنګه خپلو ذهني سرچينو ته لاسرسي پيدا کړو او له خپلو لويو اطلاعاتي زېرمو څخه ګټه پورته کړو، هغه ټول مغزي ظرفيت به، بې ګټې وي. دغه اطلاعاتي بانک ته د لاسرسي کيلي څه شى ده؟ له استلال پرته د پوښتنې ځواک. د دې سبب چې نشو کولى له خپلو تجربو څخه استفاده وکړو، ډېرى د حافظې کمزوري نده، بلکه سبب يې دا دى چې له خپل ځان څخه سمې پوښتنې نکوو تر څو زموږ ځواکونه فعال کړي.

د مغز کامپيوټر، تل ستاسو خدمت کړلو ته چمتو دى، او هره پوښتنه چې هغه ته ورکړئ، په ډاډ سره به يو ځواب ورته پيدا کړي. که ستاسو پوښتنه پوچه وي (مثلاً زه ولې تل بدمرغه او ګير يم؟) ښکاره ده چې پوچ ځواب به هم ترلاسه کړئ. له بلې خواه، که يوه ډېره ښه او ثمر لرونکې پوښتنه وکړئ (مثلاً څنګه کولى شم له دې موکې څخه استفاده وکړم؟) سملاسي به د وړ حللارو لارښوونه درته وشي.

نوي ځوابونه، له نوو پوښتنو څخه راولاړېږي. همدا اوس مو ذهن ته کومه وړتيا بښونکې پوښتنه رسېږي چې له خپل ځان، يا له خپلو دوستانو څخه يې وکړئ؟

زما ملګرى ‌ښاغلى ډبليو مېچل د ځلانده پوښتنو د طرحه کولو له اړخه، بېلګه دى. په يوه ناوړه پېښه کې، د ده ټول بدن شوټ شو. خو غصې او خواشينۍ ته يې د ځان په لور لاره ورنکړه او په بدل کې يې له ځانه وپوښتل (کوم څيزونه تر اوسه راته پاتې دي؟) فکر يې وکړ (اوس کوم کارونه زما زېږنده دي چې آن په تېر کې مې نشواى کولى ترسره کړم؟ د دې پېښې د رامنځ ته کېدو په سبب، کوم خدمتونه کولى شم نورو ته وکړم؟)

په روغتون کې، د آني په نوم له يوې نرسې سره آشنا او له واټن پرته يې له هغې سره مينه پيدا شوه. د مېچل بدن داسې سوزېدلى و چې نه پېژندل کېده او همدارنګه له ملا ښکته ټول شوټ شوى و، خو زړورتوب يې درلود چې له ځانه يې وپوښتل(څنګه کولى شم د هغې زړه ترلاسه کړم؟) او ډېر وخت نه و تېرشوى چې له هغې سره يې واده وکړ. که له ماتې او منفي ځواب څخه نه ډارېدلى، همدا اوس مو له خپل ځان څخه کومې پوښتنې کولې؟

ځينې، د عشق او واده اړوند مسايلو په اړه، وړاندې ګام نه اخلي، ځکه چې له خپل ځان څخه داسې پوښتنې کوي چې هغوى زړه نازړه کوي. مثلاً (که له ما څخه ښه غوښتونکى (خواستګار) ولري څنګه ؟ که ځان ګير کړم او رد ځواب واورم څنګه ؟) او په دې ترتيب نشي کولى له هغو امکاناتو څخه چې په واک کې يې لري استفاده وکړي.

د واده په اړيکو کې کولى شو وپوښتو (څومره ښه بخت لرم چې ته زما د ژوند ملګرې/ ملګرى شوې؟) (ستاسو کوم خوى مې له نورو څخه ډېر خوښېږي؟) (له تا سره پيوند، زموږ ژوند، څومره شتمن کړى دى؟)

له خپل ځان او خپلې د ژوند ملګرې/ ملګري څخه، کومې پوښتنې کولى شئ وکړئ چې سبب شي ځانونه د نړۍ تر ټولو نيکمرغه وګړي وبولئ.

هر څومره چې په خپل ژوند کې برياليتوبونو ته رسېدلي وو، بالاخره داسې وخت رارسېږي چې د خپل وګړيز او حرفوي پرمختګ په لاره کې له خنډونو سره مخ شو. په خپل سر د ستونزو رامنځ ته کېدل ډېر مهم ندي، بلکه د ستونزو رامنځ ته کېدو په وخت کې ستاسو غبرګون ډېر ارزښت لري. د حللارې موندلو لپاره، لاندينيو ټکو ته پام وکړئ:

د حللارې موندلو اړوند پوښتنې:
1. په دې ستونزه کې، کوم ښه او مثبت اړخونه کولى شم پيدا کړم؟
2. کوم څيزونه تر اوسه بشپړ ندي؟
3. د دې لپاره چې حالت په خپله خوښه واړم بايد څه وکړم؟
4. د دې لپاره چې حالت په خپله خوښه واړوم کوم کارونه بايد ترسره نکړم؟
5. د هغو کارونو په اوږدو کې چې ترسره کول يې د شرايطو د ښه توب لپاره اړين دي، څنګه کولى شم له خپلې هڅې څخه خوند واخلم؟

کوم کړونى سبب شو چې ډانلډ ټرامپ د معاملاتو د لارښوونې له لارې، بې شمېره شتمني په لاس راوړي؟ ښکاره ده چې د هغه د برياليتوب يو له رازونو څخه، د ده د ارزونې کړنلاره وه. هغه د هر هغه ملکيت په ارزونه کې چې د ده په آند کولى شي د پام وړ اقتصادي ګټې ولري، له خپله ځانه پوښتل ( تر ټولو بد ممکن حالت کوم دى؟ او که هغه تر ټولو بد حالت پېښ شي آيا زه د هغه د ورانيو د زغم وړ يم؟) او کله به يې چې وليدل کولى شي تر ټولو بد ممکن حالت وزغمي هغه معامله به يې ترسره کوله، ځکه چې که هغه حالت نه واى پېښ شوى، ښکاره ده چې په زياته اندازه ګټه يې کوله. وروسته له هغه چې د ټرامپ د ماتې په لور مخ شو، د اقتصادي څارونکو پام شو چې هغه غرور اخيستى او خپل ځان يې نه ماتې خوړونکى بللى او له (تر ټولو بد ممکن حالت کوم دى) پوښتنې پرته د بل څه په اړه يې فکر نه دى کړى.

په ياد ولرئ چې نه يواځې هغه پوښتنې چې له ځان څخه يې کوئ، بلکه آن هغه پوښتنې هم چې نه يې مطرح کوئ، ستاسو په برخليک کې اغېزناکې دي.

هغه پوښتنې چې تل يې له خپل ځان څخه کوو، زموږ د خپګان يا خوښۍ، بدسلوکۍ يا ښې رويې او بدمرغۍ يا نېک مرغۍ موجب کېږي. له خپل ځان څخه داسې پوښتنې وکړئ چې ستاسو روحيه ځواکمنه کړي او تاسو د انسان د بري په سړک، مخ ته وځغلوي.

که تر اوسه مو په وار وار هڅه کړې ده چې خپل وزن کم کړئ او بريالي شوي نه ياست، کېدى شي په دې سبب وي چې له ځانه مو ناسمې پوښتنې کړې دي. مثلاً (څه شى وخورم چې په بشپړ ډول موړ شم؟) يا (تر ټولو خواږه او ځواکمن خواړه چې کولى شم ويې خورم کو دي؟)

د پورتنيو پوښتنو پر ځاى، به څه شوي واى که مو پوښتلي واى (کوم خواړه په رښتيني ډول زما د بدن اړتياوې پوره کوي؟) يا (کوم سپک او خوندور خواړه کولى شم وخورم چې ماته بسيا انرژي راکړي؟) او کله مو چې ډېراو تيار خوړلو ته لمسون کېده ويلي مو واى (که اوس دا خواړه وخورم، وروسته بايد د کومو خوړو له خوړلو څخه ځان وساتم تر څو بيا هم خپلې موخې ته ورسېږم؟ (که اوس خپل ځان کنټرول نکړم وروسته به په کومه بيه راته تمام شي؟)

که په هغو عادتي پوښتنو کې چې تل يې له خپل ځان څخه کوئ، کوچنى بدلون راولئ، په ژوند کې به مو بنسټيز بدلون رامنځ ته شي.

پوښتنې له واټن پرته د فکر د کږېدو او په پايله کې زموږ د احساساتو د بدلون موجب کېږي. د هر چا په ژوند کې، ښکلې شېبې او خاطرې شتون لري چې په ياد راوړل يې خوندور احساسات رامنځ ته کوي. مثلاً په لومړنۍ ورځ چې يواځې له خپل کور څخه ووتئ، يا د خپل لومړني اولاد زيږېدنه، يا له هغه ملګري سره خبرې چې په تاسو کې په نفس باندې د ډاډ د پياوړتيا سبب شوى دى. دا ډول پوښتنې چې (د کومو څيزونو په اړه بايد منندوى و اوسم؟) او يا (همدا اوس په ژوند کې کوم عالي څيزونه لرم؟) سبب کېږي چې دا شېبې په ياد راوړو او نه يواځې د ژوند په اړه ښه احساس پيدا کړو، بلکه خپلو دوستانو او نږدې کسانو ته هم ډېر خدمت وکړو.

د پوښتنې او تاکيدي ټکو څخه د استفادې ترمنځ، لوى توپير شته دى. کېدى شي د ټينګار او په نفس باندې د تلقين په عنوان، يوه بشپړه ورځ له ځان سره ووايئ (زه نېکمرغه يم، زه نېکمرغه يم، زه نېکمرغه يم). خو د ايمان او يقين په رامنځ ته کولو کې د دې تلقين اغېز، له دې پرته دى چې له ځانه وپوښتئ (اوس په کوم دليل نېکمرغه يم؟ که وغواړم د خوښۍ احساس وکړم، له کومو څيزونو څخه کولى شم خوښ و اوسم؟) پوښتنه، يواځې د څو ټکو د تکرار جمله نده، بلکه د پاملرنې د مرکز د بدلون سبب کېږي او د احساس د بدلون لپاره واقعي او پرېکنده دلايل رامنځ ته کوي. په دې ترتيب، يواځې د تاکيدي ټکو د تکرار پر ځاى، عملاً په احساس بدلون رامنځ ته کېږي. داسې بدلون چې رښتينى او بنسټيز دى.

څنګه کولى شو په ژوند کې سملاسي پرمختګ رامنځ ته کړو؟ لار يې د هغو وګړو د عادتي پوښتنو موندل او بېلګه ټاکل دي چې ستاسو د درنښت وړ دي. که مو داسې څوک پيدا کړل چې ډېر خوښ او راضي دي، باور ولرئ چې دليل يې کوم څيز دى: دا شخص، تل داسې څيزونو ته پاملرنه کوي چې د خوښۍ او رضايت موجب دي، او تل له خپل ځان څخه داسې څيزونه پوښتي چې ښادي يې ډېروي. ټول هغه کسان چې لويو مالي برياليتوبونو ته لاسرسي پيدا کوي، په ټوليز ډول د پانګونې په غولي کې بېلابېلې پوښتنې مطرح کوي.

د دې لپاره چې د ژوند په هر اړخ کې د برياليتوب يوې نوې سطحې ته لاسرسي پيدا کړئ، د داسې کسانو په لټه کې شئ چې مخکې ستاسو د زړه او خوښې موخو ته رسېدلي دي. بيا هغه پوښتنې چې دوى يې کوي، بېلګې وټاکئ.

د برياليتوب يو له اصلي عواملو څخه، د ځواب ترلاسه کولو لپاره چمتووالى دى. والټ ډېسني کله چې (د عجايبو ځمکه) فلم جوړاوه، د پوښتنې لپاره يې په هر وګړي پورې محدوده لار پيدا کړې وه. ده د طرحې د بېلابېلو مراحلو د معرفي لپاره يو دېوال سر تر سره ځانګړى کړى و او له ټولو کارکوونکو څخه يې پوښتلي وو (کوم سموني وړانديز مو په پام درځي؟)

په دې ترتيب سره ده د يوې لويې ډلې د پنځونې ځواک ته لاسرسي پيدا کړه او هغو ښو پوښتنو ته په ځواب کې ، ښو پايليو ته ورسېد.

اړينه نده چې خامخا د يوه لوى سازمان مشر و اوسئ تر څو وکولى شئ له دې کړنلارې څخه استفاده وکړئ. آيا کولى شئ له دې کړنلارې څخه د استفادې لپاره نورې لارې پيدا کړئ؟ د هغو وګړو له منځه چې هره ورځ ورسره سر او کار لرئ، کوم کسان کولى شي د خپلو اطلاعاتي سرچينو بانک ستاسو په واک کې در کړي (البته که وغواړئ او پوښتنه وکړئ؟)

کوم ځوابونه چې ترلاسه کوو يې له هغو پوښتنو سره چې غواړو ويې کړو تړاو لري. مهم ټکى دا دى چې بايد ځانګړې پوښتنه پيدا کړئ چې ستاسو روحيه ځواکمنه کړي. د بېلګې په ډول که زده کړه او پرمختګ، ستاسو په آند ارزښتمن دي، دا ډول پوښتنه (څنګه کولى شم له دې حالت څخه چې پېښ شوى استفاده او په راتلونکي کې، غوره عمل وکړم؟) د روحيې د پياوړتيا او منفي عواطفو له منځه وړلو لپاره په بشپړ ډول ګټوره او اغېزناکه ده.

د ژوند په پېچلو حالاتو کې، له خپل ځان څخه وپوښتئ (آيا لس کاله نور به هم دا موضوع ارزښت ولري؟)

د شخصي چلندونو او له اشخاصو سره د خبرو اترو په وخت کې، له خپل ځان څخه وپوښتئ (کوم بل کړونى ممکن د دې شخص د ناراحتۍ سبب شوى وي او زه څنګه کولى شم له ده سره مرسته وکړم؟) او دا پوښتنه سبب کېږي چې اختلافات، په چټکۍ سره حل شي او وکولى شئ خپله مينه څرګنده کړئ.

بشريت د سترګو پټولو او هېرولو يو عجيب ځواک لري. په هره ټاکلې شېبه کې بې شمېره چارې دي چې کېدى شي زموږ د پام وړ وګرځي، خو کولى شو يواځې په څو مواردو په با خبره ډول متمرکز شو.

د دې پوښتنې په طرح کولو سره، که يې له خپل ځان څخه وکړئ يا له بل چا څخه، له واټن پرته ستاسو د پاملرنې مرکز بدلون مومي. مثلاً که له يوه خپل همکار يا د خپلې ډلې له يوه غړي څخه پوښتنه وکړئ (پوهېږې هغه کار چې موږ يې کوو په نوره ټولنه باندې څه اغېزه کوي؟) له واټن پرته د طرحې له سرخوږۍ ډک ټول جزيات له ياده باسي او د هغه اوږد محاله ګټو ته يې پام کېږي.

آيا کولى شئ له دې کړنلارې څخه له هغه وګړي سره چې پېژنئ يې مرسته وکړئ؟

د هر څه په لټه کې چې وو، هماغه به تر لاسه کړو. د دې لپاره چې دا موضع ثابته شي يو تمرين ترسره کړئ. په هغه ځاى کې چې همدا اوس ناست ياست د يوې دقيقې لپاره خپلې شا او خواه ته پاملرنه وکړئ، بيا له خپل ځان څخه وپوښتئ (کوم قهوه يي رنګه څيزونه په دې ځاى کې شتون لري؟) د هغه قهوه يي څيزونو نومونه د کاغد پر مخ وليکئ.

بيا مو خپلې سترګې پټې کړئ او کوښښ وکړئ شين رنګه څيزونه په ياد راوړئ. که مخکې د دې ځاى په اړه بلدتيا ولرئ دا کار لږ ستونزمن دى، خو که په نابلده ځاى کې وئ په قطعي ډول به ډېر ستونزمن وي! د قهوه يي رنګه څيزونو په ياد راوړل آسانه دي خو شنه څيزونه نشو کولى په آسانئ سره په ياد راوړو.

د دې لپاره چې پايلې ته ورسېږئ خپلې سترګې پرانېزئ او يو ځل بيا د خپلې شا او خواه څيزونو ته پاملرنه وکړئ. دا ځل به ډېر شنه شيان ووينئ! په ياد ولرئ، (د هر څه چې هڅه وکړئ هماغه پيدا کوئ.) پام مو وي چې د کومو څيزونو په لټه ياست.

دا چې کوم کار شونى او کوم کار ناشونى وګڼو له هغو پوښتنو سره تړاو لري چې له خپل ځان څخه يې کوو. هغه ځانګړي او ترتيبي ټکي چې استفاده ور څخه کېږي سبب کېږي چې ځينې امکانات په پام کې ونه نيسو او يا ځينې امکانات په بشپړ ډول يقيني وګڼو. مثلاً کله چې پوښتنه کوئ ولې زه تل کارونه خرابوم؟ په ناغوښتي ډول مو يوه فرضيه قبوله کړې ده او هغه دا ده چې په رښتيا سره کار خرابوئ، په داسې حال کې چې کېدى شي په رښتيا سره داسې نوي.

کوښښ وکړئ فرضيې په خپله ګټه بنسټيزې کړئ. د نوو باورونو د ځواکمنتيا لپاره له خپلو خاطراتو او اطلاعاتو څخه مرسته واخلئ. له خپل ځان څخه وپوښتئ (دا تجربه څه ډول زما وړتياوې بشپړې کوي؟) يا (هغه خبرې چې له يو بل سره مو وکړې څنګه زموږ اړيکې ټينګې او ځواکمنوي؟)

پوښتنه سبب کېږي هغه ځوابونه چې په ظاهر کې بيخي شتون نلري پيدا شي. زما د کار په لومړيو کې زما له همکارانو څڅه يوه د شرکت له پيسو څخه ډېر مبلغ غلا کړې. سلاکارانو مې په وار وار راته وويل چې د ماتې اعلان وکړم. خو ما له خپل ځان څخه وپوښتل (څنګه کولى شم دا کار جبران کړم؟ څنګه کولى شم داسې کار وکړم چې شرکت مې آن له تېر څخه ډېر اغېزناک عمل وکړي؟ څنګه کولى شم آن هغه وخت چې ويده يم له خلکو سره مرسته وکړم؟) دا پوښتنې سبب شوې چې وشم کولى يوه ډېره بريالۍ ټلويزيوني خپرونه جوړه کړم چې تر اوسه يې د ميليونونو وګړو له ژوند سره مرسته کړې ده.

که هغه ځواب چې تمه يې لرئ، ترلاسه نکړئ، آيا زړه توري کېږئ؟ يا دا چې همدا ډول خپلو پوښتنو ته دوام ورکوئ تر څو د اړتيا وړ ځواب ته ورسېږئ.

د دعا يا عبادت مراسمو ته ورته يو ورځنى پلان ځان ته په پام کې ونيسئ. هڅه وکړئ هره ورځ لاندينيو پوښتنو ته دوه يا درې ځوابونه ورکړئ او له هغه رڼا څخه چې ستاسو په وجود کې رامنځ ته کېږي خوند واخلئ. که دې پوښتنو ته ځواب ورکول ستاسو لپاره ستونزمن دي په جملو کې يې کوچني بدلونونه رامنځ ته کړئ. مثلاً د (همدا اوس کوم څيزونه ډېر زما د خوښۍ او رضايت سبب دي؟) پر ځاى کولى شئ وپوښتئ (که وغواړم په خپل ژوند کې له کوم څيز څخه راضي وم، هغه څيز څه شى دى؟)

ځواک بښونکې سباووني پوښتنې
1. همدا اوس زما په ژوند کې کوم څيزونه د خوښۍ سبب دي؟ کوم څيزونه ما راضي کوي؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟
2. همدا اوس زما په ژوند کې کوم څيزونه د ښور او حيرانتيا تومنه دي. کوم اړخ يې ما هېښنده کوي؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟
3. همدا اوس په خپل ژوند کې په کومو څيزونو وياړم؟ کوم اړخ يې د وياړ سرچينه ده؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟
4. همدا اوس په خپل ژوند کې د کومو څيزونو په اړه شکر ايستونکى يم؟
5. همدا اوس په خپل ژوند کې له کومو څيزونو څخه خوند اخلم؟ کوم اړخ يې خوندور دى؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟
6. همدا اوس په خپل ژوند کې کومو څيزونو ته غاړه اېښودونکى يم؟ کوم اړخ يې ما ژمن کوي؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟
7. له چا سره مينه لرم؟ څوک له ما سره مينه لري؟ کوم څيزونه عشق پنځوونکي دي؟ د هغه په اړه څه احساس لرم؟

وروسته به زده کړئ چې څنګه د ورځني برياليتوب دعا په اغېزناک ډول ترسره کړئ.

د ځواک بښونکو سباووني پوښتنو د بشپړېدو لپاره، درې ځواکبښونکې ماښامي پوښتنې هم وړانديز کوو، تر څو وکولى شو په مرسته يې د تېرې ورځې پېښې انځور او وڅيړو. تاسو چې د ورځې په اوږدو کې ثمربښونکې پوښتنې له خپل ځان څخه کړې دي ښې دي. د ماښامي پوښتنو په طرح کولو سره روحيه ترلاسه کړئ او بيا ويده شئ.

ځواک بښونکې ماښامي پوښتنې:
1. نن مې کوم څيزونه بښلي دي؟ له نورو سره مې کومې مرستې کړې دي؟
2. نن مې کوم څيزونه زده کړي دي؟ کومې نوې وړتياوې او امتيازات مې ترلاسه کړي دي؟
3. نن مې تر کومې کچې د خپل ژوند څرنګوالى لوړ کړى دى؟ څنګه کولى شم نننۍ زېرمه مې د سبا پانګه وګرځوم؟
4. که زړه مو غواړي، ځواکبښونکې سباووني پوښتنې تکرار کړئ؟

يواځينى هغه څيز چې د پوښتنې ځواک محدودوي د ممکنو او غير ممکنو چارو په اړه زموږ عقيدې دي. يوه له هغو بنسټيزو عقيدو څخه چې زمو په برخليک يې مثبته اغېزه لرلې ده دا ده چې که زه پوښتلو ته دوام ورکړم ښکاره ده چې اړين ځواب به ترلاسه کړم. ځواب تل بسيا دى. بسيا ده چې سمه پوښتنه مطرح کړو.

هغه وړ پوښتنې چو کولى شئ مرتباً يې له خپل ځان څخه وکړئ کومې دي؟ زما په ژوند کې په ستونزو باندې د بري لپاره ساده او ځواکمنې پوښتنې رول لرلى دى: (په دې کار کې څه ښکلا شتون لري؟) او (څنګه کولى شم له دې موقعيت څخه استفاده وکړم؟) لومړۍ پوښتنه زموږ منفي افکار له منځه وړي او سبب کېږي چې د ژوند پېښو ته له خوښې سره سمه مانا ورکړو. دويمه پوښتنه له (ولې) څخه (څنګه) او د حللارو پيدا کولو ته زموږ پاملرنه اړوي.

دوې داسې پوښتنې چې د روحيې د بدلون او دنني ځواک ته دلاسرسي موجب کېږي طرح کړئ. دا پوښتنې د ځواک بښنې سباووني پوښتنو ته ور اضافه کړئ تر څو د برياليتوب لپاره مو د ورځنيو دعاګانو د بنسټ يوه برخه وي.

ليو بوسکاليا يوه ساده پوښتنه مطرح کړې ده چې کولى شي لوى بدلون رامنځ ته کړي. دې شخص د انساني اړيکو په غولي کې لوى خدمتونه ترسره کړي دي. د بوسکاليا پلار هره شپه له ده څخه پوښتل (نن دې کوم څيزونه زده کړي دي؟) او ماشوم چې پوهېده بايد د دې پوښتنې لپاره چمتو ځواب ولري، که داسې پېښېده چې په هغه ورځ به يې په ښوونځي کې کوم جالب څيز نه و زده کړى سملاسي به يې دائرة المعارف ته مخه کړله. څو لسيزې وروسته بيا هم بوسکاليا نه ويده کېده مګر دا چې کوم نوى او ارزښتاک څيز يې زده کړى وي.

که دا پوښتنه يا دې ته ورته پوښتنه د خپل ورځني پلان جز وګرځوئ ستاسو يا ستاسو د اولادونو په ژوند به څه اغېزه ولري؟ آيا کولى شئ دې کار ته د خوب او خوراک په اندازه ارزښت ورکړئ؟

داسې وخت رارسېږي چې بايد له پوښتنې څخه لاس واخلئ او عمل پيل کړئ. دې ته ورته پوښتنې چې (له ژوند څخه واقعي موخه څه ده؟) (کومو څيزونو ته له هر څه نه ډېر غاړه اېښودونکى يم؟) او (زما د اوسني وضعيت سبب څه دى؟) ډېرې ښې پوښتنې دي خو که ځان د ځواب تر لاسه کوولو لپاره په عذاب کړئ څه ښه پايله به ترلاسه نکړئ. هرې يوې دې پوښتنې ته د ځواب حد دا دى چې د ډاډ او په عمل باندې د اقدام سبب شي. نو د پايلې اخيستلو لپاره لومړى وګورئ کوم څيزونه (لږ تر لږه همدا اوس) ستاسو لپاره تر ټولو ډېر ارزښت لري او له وګړيز ځواک څخه په استفادې سره په هغه پسې لاړ شئ او لږ لږ د خپل ژوند څرنګوالي ته بدلون ورکړئ.