د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب پنځمه برخه

انبيا ژمن 04.12.2010 15:48

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب پنځمه برخه

د بدلون شفر او راز

د برياليتوب د شرطي کولو پوهه
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن
زه تل له دې امله چې کولى شم په وګړو کې پايېدونکي بدلونونه رامنځ ته کړم ځان ته غره وم. خو يوه ورځ د بې پروايۍ له خوب څخه را ويښ شوم. هغه سړى چې يو وخت يې زما په مرسته سګرټ پرېښي وو، ماته راغئ، سګرټ يې بل کړ، او ويې ويل (ته نه يې بريالى شوى.)

زه چې پلټونکى (کنجکاو) شوى وم پوښتنه مې ځنې وکړه (منظور دې څه دى؟) ويې ويل (وروسته له هغې ناستې چې لرله مو، تر دوه نيمو کلونو پورې مې سګرټ ونه څکول. خو يو ځل مې د روحي فشار له امله سګرټ بل کړ او له هغه وخته تر دې مهاله مې بيا سګرټو ته پنا وړې ده. ټول ستا له لاسه! تا په بشپړ ډول زما د ذهن په اړه پلان نه و جوړ کړى!)

که څه هم د دې سړي خبرې، له خشونت څخه تشې نه وې، خو ما ته يې مهم ټکى را زده کړ. ما وموندله چې موږ بايد خپله د خپلو بدلونونو مسؤوليت په غاړه واخلو. هېڅ څوک نشي کولى ستا ذهن (پلان) کړي. دا تاسو ياست چې بايد خپل ځان شرطي کړئ.

هر بدلون چې په خپل ځان کې رامنځ ته کړو، يواځې مؤقت اړخ لري، مګر دا چې ځان (او يواځې ځان، نه بل څيز يا څوک) د هغه بدلون د رامنځ ته کېدو مسؤول وګڼو. په ځانګړي ډول په لاندينيو دريو بنسټونو باندې بايد معتقد شو:

1. بدلون، بايد رامنځ ته شي (نه دا چې ښه ده چې بدل شو).
2. زه بايد دا بدلون رامنځ ته کړم (نور کېدى شي لارښوونه راته وکړي، خو مسؤوليت له ما سره دى).
3. زه کولى شم بدلون رامنځ ته کړم (عادتونه مې پخپله رامنځ ته کړي دي، نو خپله کولى شم هغو ته بدلون هم ورکړم).

د بدلون د رامنځ ته کولو، واقعي کړونى څه شى دى؟ بدلون، هغه وخت رامنځ ته کېږي چې موږ هغه احساس چې د يوې ټاکلې تجربې په اړه يې لرو، بدل کړو.

تر کله چې د سګرټ له څکولو څخه، خوند اخلئ، نشئ کولى هغه پرېږدئ. پايېدونکى بدلون، هغه وخت رامنځ ته کېږي چې سګرټ يو زړه وهونکى څيز او د مړينې تومنه وګڼئ.

که څه هم د دې حقيقت منل ګران دي، خو زموږ چلندي غبرګونونه له قلبي عواطفو څخه دي نه له هوښيارانه محاسبې څخه. کېدى شي پوه شئ چې د چاکلېټ خوړل، ستاسو د روغتيا لپاره مضر دي او سره له دې هغه وخورئ. ولې؟ ځکه چې زموږ د اعمالو پاروونکى (محرک)، داسې خوند او رنځ دى چې زده کړي مو دي تر څو هغه ته له ځينو چارو سره تړاو ورکړو، نه له هغو څيزونو سره چې په هوښيارتيا سره يې سم بولو. موږ، په خپل مغز او ذهن کې يو ډول اړيکې ځاى کړې دي او دا اړيکې عصبي دي چې زموږ د چلندونو سبب کېږي.

ولې ډېرى هغه هڅې چې د عادت د بدلون لپاره يې کوو، اغېزناکې نه واقع کېږي؟ سبب يې دا دى چې د ستونزو پېچلتيا ته، يعنې معلول ته پاملرنه کوو. په داسې حال کې چې که نيمګړتيا له منځه يونسو، ستونزه بيا را څرګنديېږي.

کومه کړنلاره چې ما پنځولې ده (شرطي عصبي اړيکې) شپږ ساده، خو ډېرې اغېزمنې مرحلې دي چې پايېدونکي بدلونونه رامنځ ته کوي:

1. هغه څه چې په رښتيا سره غواړئ يې، روښانه کړئ. (ډېرى خلک د هغه څيزونو په اړه چې نه يې غواړي، فکر کوي.
2. له رواني جبل (اړم) څخه استفاده وکړئ (داسې کار وکړئ چې د بدلون رامنځ ته کول، د نه منلو نه وړ چاره شي).
3. محدودوونکې بېلګې وېجاړې کړئ (هغه عادتونه چې ورباندې نښتي ياستئ، پرېږدئ).
4. د مخکينيو عادتونو لپاره، ځايناستي پيدا کړئ. (له عواطفو او چلندونو سره مبارزه کافي نده بايد هغه په غوره عادتونو باندې بدل کړئ).
5. نوى چلند شرطي کړئ (تر څو چې په نوي عادت واوړي).
6. هغه و آزمايئ (تر څو د هغه له عملکړنې څخه ډاډمن شئ).

کوم کړونى د بدلون د رامنځ ته کېدو خنډ ګرځي؟ ځينې وګړيزې يا کلتوري عقيدې کولى شي د خنډ سبب شي. ځينې نشي کولى باور وکړي چې د بدلون په رامنځ ته کولو قادر دي، ځکه چې مخکې يې هڅه کړې او ندي بريالي شوي. يا کېدى شي فکر وکړي چې د بدلون رامنځ ته کول اوږدو او ستړي کوونکو پيليزو ته اړتيا لري. وايي (که داسې نه واى، تر اوسه به مې اړين بدلونونه رامنځ ته کړي وو.) سربېره پر دې که هغه ستونزه چې کلونه ورسره ګير وو په څو دقيقو کې حل کړي، په هغه صورت کې بايد د خپلو دوستانو او نږدې کسانو ځواب ووايي. کېدى شي وپوښتي (که کار دومره آسانه و، نو ولې دې موږ ټول د ځان اندېښمن کړو؟) دا منفي پاروونکي سبب کېږي چې موږ د بدلون په رامنځ ته کولو کې بې پروايي وکړو تر څو د نورو د ستاينې وړ وګرځو.

ځان د دې کلتوري عقايدو له شر څخه خلاص کړئ او پوه شئ چې هر نوى عمل به نوې پايلې له ځان سره ولري. بې ارادې او بې ثباته ګڼل کېږو. پرعکس هغه وګړي چې باثباته وي، د ډاډ وړ، پياوړي او رښتيني شمېرل کېږي. دا پوهې په موږ باندې ډېر باندني فشارونه واردوي چې خپل مخکينى شخصيت وساتو او په دقيق ډول د ټولنې له غوښتنې سره سم چلند وکړو.

يواځې پوه شئ څومره چټک چې کولى شئ ستونزه رامنځ ته کړئ، په هماغه چټکۍ سره کولى شئ د ستونزو د اواري لپاره هم لارې پيدا کړئ! کله چې وينئ نور ډېر ناوخته تغير کوي له خپل ځان سره فکر وکړئ چې آيا د بدلون عمل رښتيا هم دومره اوږد دى، يا دا چې دا وګړي بدلون دومره ځنډوي تر څو چې اړ شي، هغه ته غاړه کېږدي.

د دې لپاره چې بدلونونه په چټکۍ سره رامنځ ته کړئ لومړنۍ عقيده چې بايد په خپل ځان کې يې رامنځ ته کړئ دا ده چې په رښتيا سره کولى شئ هر څه ته همدا اوس بدلون ورکړئ.

په تاسو کې هېڅ ستونزه او نيوکه نشته. نه مو عصاب خراب دي او نه سمون ته اړتيا لرئ. که تل له منفي ځوابونو څخه ډډه او له ايسته کولو څڅه ډارېږئ سبب يې دا دى چې ستاسو مغز له رنځ څخه د تېښتې لپاره اغېزناکه لار څاري. د نوو چلندونو رامنځ ته کولو لپاره بايد په خپلو عصبي او ذهني اړيکو کې بدلون راولو. همدا اوس په تاسو کې په ژوند کې د هر ډول بدلون د رامنځ ته کولو لپاره اړين کړوني شته. بسيا ده هغه فعال کړئ.

که غواړئ د ژوند په ځينو اړخونو کې پرمختګ رامنځ ته کړئ (که دا پرمختګ د چلند په غولي کې وي، که د عواطفو او احساساتو په غولي کې) همدا اوس هغه ځانګړى کړئ او د دې برخې له پاتې مطالبو څخه په استفادې سره خپلو غوښتنو ته ورسېږئ.

شرطي عصبي اړيکې – لومړۍ شمېره اصلي ګام

پرېکړه وکړئ چې څه غواړئ او ځانګړې کړئ چې کوم کړونى دې غوښتنې ته د رسېدو خنډ دى.

په ياد ولرئ چې د خپلو حواسو هرې خواه ته پام کړو هماغه تر لاسه کوو. نو د هغه څيزنو په اړه چې نه يې غواړئ، فکر مه کوئ، بلکه د خپل فکر د هغو څيزونو خواه ته چې غواړئ يې پام واړوئ. د بېلګې په ډول خپله موخه (د سګرټو پرېښول) مه ټاکئ، بلکه پرېکړه وکړئ چې له مخکې څخه (ډېر سالم، خوښ، او تازه) و اوسئ. هر څومره ډېر چې په دې غولي کې ځيرک و اوسئ د چټکو بدلونونو د رامنځ ته کولو لپاره ډېر ځواک پيدا کوئ.

وروسته له دې چې خپله غوښتنه مو ځانګړې کړله، خنډونه او ستونزې هم ځانګړې کړئ. مثلاً هغه رنځ او ناآرامي چې د بدلون له رامنځ ته کېدو څخه د وړاندوينې وړ ده په پام کې ونيسئ.

ستاسو غوښتنه څه شى ده؟ هغې ته د رسېدو لپاره کوم خنډونه شتون لري؟

خامخا مو تر اوسه پام شوى چې ځينې خلک کله چې په ساده ناروغۍ اخته شي، ډېر په ځنډ سره ښه کېږي. که څه هم دا وګړي په رښتيا سره غواړي چې ښه شي، خو له هغه پاملرنې او مينې څخه چې نور يې له دوى سره کوي او د آرامۍ له هغه اجازې څخه چې دوى ته يې ورکوي خوند اخلي، او همدا چاره په بې پامه ډول د هغوى درملنه ځنډوي. ځينې وختونه چلندونه يا خوږمن او دردناک عواطف، د يوه شخص لپاره داسې ګټه لرونکي وي چې هغه (اړخيزې ګټې) نوموو. دې اړخيزو ګټو ته اړتيا، ډېرى د پايېدونکو بدلونونو د رامنځ ته کولو لپاره لوى خنډ ده.

آيا تاسو داسې چلندونه لرئ چې بدلون ته اړتيا ولري، او په ورته وخت کې له هغه څخه اړخيزه استفاده وکړئ؟ دا اړخيزې ګټې له هغه رنځ سره چې د چلندونو په خاطر، په تېر، حال او راتلونکي کې متحمل شوى، کېږئ او يا به شي پرتله کړئ.

شرطي عصبي اړيکې – دويمه شمېره اصلي ګام

له خپل رواني اړم څخه استفاده وکړئ: ډېر رنځ ته له نه بدلون او خوند ته له سملاسي بدلون سره تړاو ورکړئ. له خپل ځان څخه وپوښتئ:

1. که دې چلند (يا احساس) ته بدلون ور نکړم له کومو زيانونو سره به مخ شم؟
2. که دا بدلون رامنځ ته نکړم، په خپل ژوند کې به کوم څيزونه له لاسه ورکړم؟
3. په تېر کې مخکيني چلندونو ماته کوم فکري، عاطفي، جسمي، مالي او معنوي زيانونه را اړولي دي؟
4. د هغه اغېزه په شغلي برياليتوب او زما په شا او خواه وګړو څه وه؟

د دې پوښتنو په طرح کولو سره د بدلون خوندبښونکې اغېزې په خپل ذهن کې انځور کړئ.

1. د بدلون په صورت کې به د خپل ځان په اړه ځه احساس ولرم؟
2. د دې بدلون په ترسره کولو سره به زما فعال ځواکونه څومره ډېر فعال شي؟
3. زما کورنۍ او خپلوان به څه احساس ولري؟
4. د خوښۍ او رضايت څه ډول احساس به ولرم؟
5. آيا زه د دې ټول ستاينو وړ نه يم؟

هغه د سګرټ پرېښودلو لپاره ټولې لارې آزمېيلې او هېڅ اغېزناکې نه وې واقع شوې. تر څو چې د هغه ٦ کلنه لور د هغه کوټې ته داخله شوه او ويې وېل (پلاره، هيله کوم ځان مه وژنه! زه غواړم چې ته زما د واده په مراسمو کې ګډون وکړې!) له دې نه هېڅ ډېر قانع کوونکى دليل ممکن نه و هغه اړ کړي چې سګرټ څکول د مړينې سبب کېږي.

سګرټ يې په هماغه ورځ له کړکۍ څخه د باندې وغورځول او له هغې وروسته يې نور سګرټ ونڅکول. ځينې وختونه د بدلون رامنځ ته کولو لپاره ستاسو د رنځ کچه بسيا نده، خو هغه رنځ چې ستاسو دوستان يې باسي کېدى شي يو پياوړى رواني اړم وګڼل شي.

که مو د بدلون رامنځ ته کولو لپاره هڅې کړې او پايلې ته رسېدلي نه ياست، سبب يې د رواني اړم نه لرل دي. تاسو کېدى شي د بدلون رامنځ ته کول مرتباً وځنډوئ تر څو ځان په داسې موقعيت کې راولئ چې د بدلون رامنځ ته کېدل يو د نه منلو نه وړ چاره وي. خو که ځواکمن او بسيا دلايل (او وړ اړم) ولرئ، اړ کېږئ چې په عمل لاس پورې کړئ.

آيا غواړئ تاسو ته د وزن کمولو لپاره ډاډمنه لار وړانديز کړم؟

يو ښه اندامه ملګرى پيدا کړئ او هغه او خپلو نورو ملګرو ته ژمنه ورکړئ چې د سالمو خوړو او خوښۍ بښونکو بدني روزنو په مرسته به خپل وزن کم کړئ. بيا هغوى ته وواياست که مو خپله ژمنه ماته کړه يو لوښى ځانګړي د سپي خواړه به وخورئ.

يوې مېرمنې چې له دې کړنلارې څخه استفاده کړې وه ويل يې چې دې او د هغې دوست د سپي د خوړو قطى د ليدو په وړ ځاى کې اېښى و تر څو خپله ژمنه هېره نکړي. هر وخت به چې دغه دوو کسانو د وږې احساس کاوه او يا يې زړه غوښتل چې له ورزش څخه څنګ وکړي هغه قطى به يې اخېست او پر هغه باندې ليکنې (مثلاً ليکلي وو د آس د غوښې پاتې شوني) به يې لوستل او همدا موضوع سبب کېده چې په خپل ځاى ولاړ پاتې شي.

شرطي عصبي اړيکې – درېمه شمېره اصلي ګام

محدودوونکې بېلګې له منځه يوسئ

آيا تر اوسه مو داسې مرغۍ چې په کوټه کې بنده شوې وي ليدلې؟ مرغۍ په بې ګټې هڅې سره د وتلو په لټه کې کېږي او ځان په وار وار د کړکۍ په ښيښه وهي. آيا تر اوسه مو داسې څوک ليدلي چې چلند يې هغه مرغۍ ته ورته وي؟ دا وګړي کېدى شي زړه يې ډېر وغواړي چې پايلې ته ورسېږي، خو که مرتباً داسې کار تکرار کړي چې پايله بښونکى نه دى، هېڅکله به موخې ته ونه رسېږي. لکه مېړه يا مېرمن او يا پلار يا مور چې تل ګيلې کوي خو پايله نه ترلاسه کوي او يا آن معکوسه پايله تر لاسه کوي.

د غير منتظره کارونو په ترسره کولو سره، محدودوونکې او بې پايلې بېلګې له منځه يوسئ. مثلاً د ډونګېدلو په وخت کې خپله جمله بنده کړئ، په ګونډو ولوېږئ او وخاندئ! د هغه کس په لور لاړ شئ، هغه په غېږ کې ونيسئ او وواياست چې له هغه سره څومره مينه لرئ.

د محدودوونکو بېلګو د له منځه وړلو لپاره مو کومې ښکلې او خوندبښونکې لارې په پام درځي؟

د دې لپاره چې يوه نوې فکري، احساسي يا چلندي بېلګه رامنځ ته کړئ، بايد په لومړۍ مرحله کې مخکينۍ بېلګه له منځه يوسئ. د مطلب د روښانولو لپاره د ګراموفون سي ډي په پام کې ونيسئ. چې هر وخت هغه په ماشين کې ږدئ ځانګړې نغمه خوروي. سبب يې دا دى چې په هغه باندې د نه ليدو وړ د کرښو بېلګې توږل شوې دي.

ښکاره ده چې نشئ کولى کله چې يوه سي ډي د خورولو په حال کې وي، په هغه باندې بله سي ډي کېږدئ او په ورته وخت کې دوو نغمو ته غوږ ونيسئ. نو که وغواړئ چې تېر چلندونه وساتئ او او په هماغه غولي کې نوي چلندونه رامنځ ته کړئ خپل وخت مو له لاسه ورکړى. د دې کار لپاره چې څومره زر له تاسو څخه نامطلوبه تېر چلند ترسره شي هغه په غيرعادي خوځښتونو يا خندا سره پرې کړئ. دا کار د دې په شان دى چې د هغه سي ډي نغمه چې نه غواړئ وايې روئ له ماشين څخه وباسئ او په بشپړ خشونت سره هغه خط خط کړئ، تر څو چې ډاډمن شئ له دې وروسته هېڅکله دغه نامطلوبه نغمه له هغه څخه وانه ورم.

د چلندي او عاطفي بېلګو بدلون ډېرى ستونزمن وي. دليل يې دا دى چې زموږ ذهن، د هغه پر بنسټ (پلان) شوى دى. يوه څېړونکي د دې موضوع د اثبات لپاره، د يوې بيزو ګوتې ته مرتباً مخ او شاه ته خوځښت ورکړ او د ټلويزيوني انځور په مرسته يې وښودله چې له دې خوځښت سره په ورته وخت کې، د مغز د ځانګړو حجرو تر منځ اړيکه رامنځ ته کېږي او هر څومره ډېر چې دا خوځښت ترسره شي، هغه اړيکه، ډېره ځواکمنه کېږي. هغه په سلګونه ځله د ژوي ګوتې ته خوځښت ورکړ تر څو د مغز د هغې سيمې د حجرو ترمنځ پراخه اړيکې رامنځ ته شي. اوس د بيزو مغز پلان شوى و او آن د شرطي کړوني له لرې کولو وروسته يې هم هغه خوځښت تکراراوه.

زموږ ډېرى، د تکرار په اثر، مو ځان ته ښوولي چې له ځايه وتښتو... د اندېښنې او کړاو په سبب ناروغ شو... ځان بې پناه حس کړو... او يا شرابو ته مخه کړو.

کوم مثبت غبرګونونه کولى شئ د تکرار په سبب په ځان کې رامنځ ته کړئ؟

آيا داسې بېلګې شته چې په ناخبره ډول، زموږ پر ژوند اغېز وکړي؟ د بېلګې په ډول، ډېرى خلک د خپل کار ځاى ته د رسېدو لپاره، ځانګړي کړه وړه تکراروي. هره ورځ په هماغه سړک ځي او له هماغه څلور لارې تاوېږي. موږ خپل مغز او جسم ته ښوونه کوو چې له ځانګړې بېلګې څخه پيروي وکړي تر څو چې هغه بېلګه په عادت واوړي. آن که داسې وي چې کومه ورځ له بلې لارې لاړ شو، بيا هم له عادت سره سم هماغه مخکينى لورى نيسو.

د ژوند په هر اړخ کې، ځانګړې عاطفي او چلندي بېلګې لرو چې زموږ تاج ګرځېدلي دي او زموږ د ذات يوه برخه ګڼل کېږي. آيا داسې څوک پېژنئ چې په قار، مايوسۍ او عصبي فشار عادت وي؟ کېدى شي هغه وخت رارسېدلى وي او ځان د خوښۍ او ښادۍ د احساس لپاره، هېښنده او د زده کړې شکر ايستونکي وبولئ. آيا دا کار، ستونزمن دى؟ په آسانۍ سره کولى شئ مخکينۍ عاطفي بېلګې له منځه يوسئ او هغه په خوندورو بېلګو بدلې کړئ.

هر هغه شى چې استفاده ور څخه ونکړو، لږ لږ له منځه ځي. د محدودوونکو بېلګو د له منځه وړلو يوه ساده لار دا ده چې په هغه باندې له اخته کېدلو څخه ځان وژغورو. که له مسيرونو يا عصبي اړيکو څخه استفاده ونکړو، لږ لږ له منځه ځي. خو پام مو وي چې دا موضوع د مثبتو ځانګړتياوو په اړه هم صدق کوي. که له خپلې مېړانې څخه استفاده ونکړو، مېړانه مو کمېږي. که د ارادې ځواک او په او کار کې ټينګښت مو بې فعاليته پرېږدو او که خپل ښور او شوق څرګند نکړو، هغه هم له منځه ځي.

همدا اوس د داسې کار پرېکړه وکړئ چې سبب شي له خپلو تر ټولو ځواکمنو عواطفو او احساساتو څخه استفاده وکړئ. په ياد ولرئ چې هغه څه چې ډېره استفاده ور څخه وکړئ، ځواکمنېږي. زموږ عواطف هم ورزش او تکرار ته اړتيا لري، تر څو نه يواځې موږ د خپلې خوښې پايلو ته ورسوي، بلکه سالم او چمتو مو وساتي.

شرطي عصبي اړيکې – څلورمه شمېره اصلي ګام

د مخکينيو بېلګو لپاره ځواکبښونکي ځايناستي پيدا کړئ. د روږدو کسانو د رنځپالنې د مرکزونو په اړه څېړنې شوې او څرګنده شوې ده چې روږدوالي ته د بيا ګرځېدلو په اړه د ټولو وګړو احتمال ، يو شان ندي. هغه کسان چې په زور يې خپل روږدوالى پرېښى دى، له آزادۍ وروسته له واټن پرته خپل روږدوالى له سره نيسي. هغه کسان چې د روږدوالي پرېښودلو لپاره دننۍ انګېزه لري، په منځني ډول تر دوو کلونو پورې د مخدره توکو په لور نه ځي. خو هغه کسان چې د خپل روږدوالي لپاره وړ ځايناستى (مثلاً مذهب ته پاملرنه يا د نوو مهارتونو تر لاسه کول) لري تر اتو کلونو يا ډېر، له مجدد روږدوالي څخه ځان ژغوري او د هغوى ډېرى د تل لپاره روږدوالى پرېږدي.

په ډېرى وګړو کې، د عادتونو بدلون مؤقتي اړخ لري، ځکه چې له رنځ څخه د خلاصون يا خوند تر لاسه کولو لپاره وړ ځايناستى نه پيدا کوي. بسيا نده چې ناوړ بېلګې له منځه يوسو، بلکه بايد د هغه ځايناستې پيدا کړو.

شرطي عصبي اړيکې – پنځمه شمېره اصلي ګام

نوې بېلګه شرطي کړئ تر څو ټينګه پاتې شي.

د شرطي کولو په غولي کې يو له رښتيني لوستونو څخه مې له يوه پيانو جوړوونکي څخه زده کړو. هغه پيانو ته د کوک ورکولو لپاره، راغلى و او کله مې چې له هغه څخه د حساب غوښتنه وکړه، ويې ويل (بل ځل ته دې پاتې وي) ومې ويل (کار دې ندى کړى؟ هغه څرګنده کړه چې د پيانو سيمونه ټينګ دي او د دې لپاره چې د هغې غږ ثابت پاتې شي بايد په زماني واټنونو کې بيا تنظيم او کوک شي.

دا دقيقاً هغه کار دى چې د هر ډول بدلون په اړه يې بايد ترسره کړو. بايد د برياليتوب لپاره خپل عصبي نظام تنظيم کړو، هغه هم يو ځل نه، بکله په دوامدار ډول. دا کار، ورزش ته ورته دى. نشئ کولى د يوه تمرين لپاره ورزشتون ته لاړ شئ او له وتلو وروسته ووايئ: (آه زه د ټول عمر لپاره جوړ شوم!)

له ياده مه باسئ چې نوو بېلګو ته د پياوړتيا لپاره، د چلند په هر ځل تکرار سره، د خپل ځان (يا هغه چا لپاره چې مرسته ورسره کوئ) بدله په پام کې ونيسئ. هر ډول فکري، عاطفي يا چلندي بېلګه چې په تلپاتې ډول تقويه شي په عادت اوړي.

شرطي کول د مقاومت نه وړ ځواک رامنځ ته کوي. د غير الکولي ډول څښاک د ټلويزيوني خبرتيا لپاره، د يوه باسکېټبال له اتل څخه وغوښتل شول چې توب په قصدي ډول داسې وتوغوي چې په جال کې ونه لوېږي. هغه له نه ځله بريالي توغولو څخه وروسته، وکولى شواى يوه نا بريالۍ توغونه تر سره کړي! هغه د توب د بريالۍ توغونې په اړه داسې شرطي شوى و چې په غير ارادي ډول يې ټول خوځښتونه په سمه توګه ترسره کول او له نه ځله تمرين وروسته يې وکولى شول يو ناسم خوځښت ترسره کړي. ښکاره ده چې د دې ورزشکار په مغز کې چې نوم يې لاري بېرډ دى پياوړې عصبي اړيکې رامنځ ته شوې دي چې په غير ارادي ډول په پرله پسې توګه ټاکلي خوځښتونه ترسره کوي تر څو توپ په ټوکرۍ کې ولوېږي.

ډاډمن اوسئ چې هر چلند که په بسيا اندازه تمرين شي او د عواطفو له سختوالي سره مل وي، په شرطي بڼه اوړي.

د شرطي کولو يوه له بنسټيزو قاعدو څخه دا ده چې هره بېلګه چې مرتباً ځواکمه شي، په اوتاماتيک (خپل سري) او انعکاس ډول شرطي کېږي، او هر څه چې ځواکمن نه کړو، لږ لږ له منځه ځي.

د دې لپاره چې مثبت او له خوښې سره سم خويونه په ځان کې رامنځ ته کړو، کوم فکري، جسمي يا عاطفي بدلې کولى شئ ځان ته ور کړئ؟

آيا کېدى شي چرګوړى په نڅا راوستل شي؟ هېښنده دا ده چې دا کار، شونى دى. ځکه چې د ټولو ژويو چلندونه (او همدارنګه انسان) د بدلون وړ دى.

د روزونکي د کار کړنلاره دا ده چې د چرګوړي خوځښتونه په ځيرکۍ سره په پام کې نيسي. کله چې چرګوړى په طبيعي ډول کوم خوځښت د روزونکي له خوښې سره سم ترسره کړ، هغه ته د خوړو په ډول بدله ورکوي تر څو هغه چلند، ځواکمن شي. په پيل کې چرګوړى نه پوهېږي چې په کوم دليل هغه ته خواړه ورکړل شوي دي. خو هر ځل چې ځانګړى خوځښت ترسره کوي، هغه ته بدله ورکوي او هغه خوځښت ځواکمنېږي تر څو په پايله کې، چرګوړى زده کوي چې د روزونکي له خوښې سره سم څرخېدل ترسره کړي او د دې څرخېدنې دوام او تکرار، د نڅا په شان پام ته رسېږي.

ښکاره ده چې انسان له چرګوړي څخه پېچلى دى. خو موږ ټولو، زده کړي چې د کار په وخت يا ښوونځي کې ټاکلي چلندونه ترسره کړو. څنګه کولى شئ له دې ښوونيز بنسټ څخه په خپل ځان کې د خپلو، اولادونو او يا کار کوونکوو د عادتونو رامنځ ته کولو لپاره استفاده وکړئ.

شرطي کول- لومړۍ شمېره تخنيک

د دې لپاره چې شرطي کول اغېزمن واقع شي، د چلندونو او بدلو تر منځ زماني واټن بنسټيز ارزښت لري. د چلند ځواکمنول بايد سم په داسې وخت کې ترسره شي چې له هغه څخه د خوښې وړ چلند ترسره کېږي. که دا ځوکمنتيا له اوږدې مودې وروسته ترسره شي د اعصابو په سلسله کې عقل رامنځ ته کېږي، خو عاطفي اړيکې نه رامنځ ته کېږي.

د بېلګې په ډول، هغه کسان چې خپل موټر په منع شوي ځاى کې دروي، د پوليسو له خواه جريمه کېږي. خو څرنګه چې جريما معمولاً له څو اونيو وروسته تاديه کوي نو ناوړ چلند، له بسيا رنځ سره نه مل کېږي. باور ولرئ که دا وګړي، چې هر ځل په منع شوي ځاى کې درېدلي، له واټن پرته يې موټر پنچر کېدلى، نه يواځې هغه چلند يې پرېښود بلکه يو وړ چلند يې د هغه ځايناستى هم ټاکه.

د لومړي مهارت اړوند تمرين

د خوند بښونکو بدلو يو لړ چمتو کړئ چې د (سمو کارونو) د ترسره کولو په صورت کې يې ځان ته ورکړئ. هغه وخت په قصد سره داسې موقعيت رامخې ته کړئ چې له هغه چلندونو څخه په استفادې سره، ټاکلي چلندونه ځواکمن کړئ.

شرطي کول- دويمه شمېره تخنيک

کله چې کوم چلند شرطي کېږي، بايد تر يوې مودې پورې هغه مرتباً ځواکمن شي. هر ځل چې له خپلې غوښتنې سره سم چلند ترسره کوئ (مثلاً دا چې له مړېدو څخه مخکې له دسترخوان څخه جګ شئ، او يا د چا د سګرټو ستاينه ورټئ) له واټن پرته ځان ته بدله ورکړئ.

شرطي کول- درېمه شمېره تخنيک

د ژويو روږدوونکي پوهېږي چې مثلاً که هر ځل چې دلفين ټوپ ترسره کوي هغه ته بدله ورکړي، ژر چې بدله تر لاسه نکړي جمپ نه ترسره کوي. تر ټولو بده دا چې کله چې موړ شي نور د بدلې په اړه بې علاقې کېږي.

زه او تاسو او همدارنګه اولادونه، همکاران، او نور هغه کسان چې سر او کار ورسره لرو، ټول د همدې ځانګړتياوو لرونکي يو، که هر ځل چې څوک وړ چلند ترسره کړي، هغه ته بدله ورکړئ، د بدلې ورکول لږ لږ يو عادي او ستومانه کوونکى کار ګڼل کېږي. وروسته له هغه چې يوه چلندي بېلګه ثابته شوه، بايد له بېلو بدلو څخه استفاده وشي تر څو هغه عادت، ډېر ټينګ پاتې شي. وروسته له يوې مياشتې چې عادت مو مرتباً ځواکمن کړ بايد د مرتبې بدلې ورکول بند کړو او خپل ځان يا نورو ته په غير منتظره ډول بدله ورکړو.

توپيرلرونکې بدلې، په نړۍ کې د شرطي کولو يوه له تر ټولو ځواکمنو وسيلو څخه ده. د بېلګې په ډول هغه کسان چې د پيسو په تمه د قمار ماشينونو (جکپاټ) په لور ځي په پام کې ونيسئ. که داسې وي چې تل يې وګټي، که څه هم کېدى شي په لومړيو کې ورته هېښنده وي، خو له څه مودې وروسته دا تفريح د کار په بڼه اوړي (يعنې هره ورځ ځي زيار باسي او د هغې له بابته له ماشين څخه پيسې تر لاسه کوي!) که پوه نشي چې بدله تر لاسه کوي که نه، د اعصابو په سلسله کې يې ډېره حيرانتيا رامنځ ته کېږي او د پيسو د ګټلو په وخت کې، ډېر خوند اخلي او په دې ترتيب شرطي کېږي. همدا خوند دى چې وګړي په قمار روږدوي. په همدې توګه که د سګرټ له پرېښودلو وروسته، ځان ته بدله ورکړئ چې (يواځې يو سګرټ) وڅکوئ، له توپير لرونکې بدلې څخه مو استفاده کړې او د خپل اعتياد سرعت ته مو چټکي ورکړې. کوښښ وکړئ چې په هېڅ بيه د دې تېروتنې مرتکب نشئ.

شرطي کول – څلورمه شمېره تخنيک

د بنسټيزو بدلونونو رامنځ ته کولو لپاره، د دې کړنلارې مخلوط وکاروئ:

1. د ټاکلو کارونو لپاره، په ځانګړو واټنونو کې ځان ته بدله ورکړئ. (دا کړنلاره د ثابتې ځواکمنۍ پروګرام بولي). مثلاً که دلفينونه لس سمې څرخې ووهي، په لسمه څرخه کې تل بدله تر لاسه کوي.
2. د دې لپاره چې د دلفين په پام د بدلې اخېستل عادي نشي، د ښو څرخونو لپاره، په ناڅاپي ډول هغه ته بېلې بدلې ورکوي. په دې توګه، دلفين هر ځل هڅه کوي ډېر لوړ جمپ ووهي تر څو د هغې بدلې له هېښندتوب څخه، خوند واخلي. نو د دې لپاره چې خپل يا د نورو چلند ځواکمن کړئ، د فوق العاده کوښښونو لپاره ځانګړې بدلې په پام کې ونيسئ.

په ياد راوړئ وروستى ځل مو چې د خپل شغلي فعاليت په خاطر بدله تر لاسه کړې او يا په ښوونځي کې تشويق شوي ياست څومره خوند مو اخيستى؟

شرطي کول - پنځمه شمېره تخنيک

يوه له تر ټولو ارزښتناکو روزنيزو وسايلو څخه چې هم د دلفين په اړه او هم د انسان په اړه د استفادې وړه ده، د (جکپاټ) نومول شوې کړنلاره ده. روزونکي کله کله په ناڅاپي ډول د کمزورو پوښتنو لپاره هم دلفين ته بدله ورکوي. که څه هم دا کار، ظاهراً هېڅ منطقي دليل نه لري، خو ډېرى سبب کېږي چې دلفين له هغې وروسته غوره جمپونه ترسره کړي.

دا ځل مو چې خپل ځان يا بل څوک ناآرامه وليدل، له (جکپاټ) کړنلارې څخه استفاده وکړئ او هغه ته يوه ډالۍ ورکړئ. که څه هم کېدى شي هغه کس ارزښتمن کار نوي ترسره کړى، خو غير منتظره بدله سبب کېږي چې ښه روحيه پيدا کړي او نوې هڅې پيل کړي. همدا رنګه که شخص سم چلند ترسره کړى وي، خو هغه بدله چې ده ته يې ورکوي د ده له تمې څخه ډېره وي، په دې صورت کې هم فوق العاده هڅې ډېروي.

آيا داسې څوک پېژنئ چې همدا نن د (جکپاټ) بدلې د ترلاسه کولو استحقاق ولري؟

ځان و آزمايئ

د دې لپاره چې ډاډمن شئ پنځه مخکيني ګامونه مو په سمه توګه اخيستي دي، دې ټکو ته پام وکړئ:

1. کله مو چې د مخکيني چلند بېلګه په ياد راځي، بايد هغه له رنځ سره مل و بولئ.
2. نوى چلند، بايد تاسو ته له خوند سره مل وي.
3. د نوي چلند بېلګه بايد د ژوند له هغه ډول سره چې غواړئ ويې لرئ همغږې وي. آيا دا بېلګه ستاسو له موخو، ګروهو او د ژوند له فلسفې سره مطابقت لري؟
4. هغه ګټې چې له مخکينيو چلندونو څخه مو اخيستې دي بايد خوندي وي. مثلاً که د سګرټو څکول د عصبي فشار د ډېروالي يا کموالي موجب کېدل، آيا د هغه لپاره مو وړ ځايناستى موندلى دى چې په هماغه اندازه اغېزناک وي؟ آيا له نوې چلندي بېلګې څخه په هماغه اندازه خوند اخلئ؟
5. ځان مجسم کړئ چې په راتلونکي کې، نوى چلند مو د خپل ځان مسلک ګرځولى دى. فرض وکړئ کوم کړونى تاسو ته مخکينى چلند په ياد راوړي. په دې صورت کې آيا له ځيرنې پرته نوي چلند ته له زاړه چلند څخه ترجيح ورکوئ؟