د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشومانو لپاره دکیسونوی کتاب چا پ شو

نعیمه غني 19.10.2010 17:06

(چرګه او کوتره) دماشومانو لپاره دکیسودهغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دقلم نړیوالې ټولنې له خوا د۱۰۰۰ ټوکو په شمیر چاپ شو.
دغه کتاب دهیواد نامتو لیکوال،شاعر او ژورنالست علم ګل سحر لیکلی دی، چې دماشومانو لپاره څلور ښکلې کیسې پکې چاپ شوې دي.
له هرې کیسې سره ښکلي انځورونه هم چاپ شوي دي چې زیاتره یې تکړه انځورګرانوآغلې مهناز، عبدالقدیم ویاړ، ژکفر او روښان زرمتي کښلي دي.
دماشومانو لپاره دکیسو دغه کتاب په ښکلې قطع او صحافت چاپ شوی دی، چې بې له شکه ماشومانو ته به په زړه پورې وي.
ښاغلي علم ګل سحر تر دې دمخه د(ستوري) په نوم دماشومانو لپاره دشعرونو یو کتاب هم لیکلی و، چې دوه کاله دمخه دمصور خپرندوی بنسټ له خوا خپور شو.
تراوسه دښاغلي سحر دغه کتابونه چاپ شوي دي:
دسپوږمۍ ښکالو دشعرونو ټولګه
دلمر جنازه // // //
دپاریال خوبونه // // //
پاس سپوږمۍ ده،
لاندې ته یې // // //
مینه او وسواس د کیسو // //
مینه او جګړه ناول
شیطا ن څراغ دطنزیه کیسو ټولګه
دمینې روغتون // // // ژباړه
ستوري دماشومانو لپاره شعرونه
لاهم څارمه ستا لارې دشعرونو ټولګه
دمتلونو کیسې او نور معلومات فولکوریک اثر
خبرې له خبرو پیدا کیږي // //
محترم علم ګل سحرته په دې لاره کې دلابریو هیله کوم.