د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبينوا او ټول افغان د ويبپاڼو تړنه اوتهديد غندوو

تازه خان ويال 28.09.2010 12:10

د افغاني جمعي رسنيو په تنګلاسي او يرغمل شوي تاريخ کې ، بېنوا او ټول افغان وېبپاڼیِ ، د اوسنيو څو نورو، محدود شمېر، وطپالو سايټونو او ملي رسنيو غوندیِ، هغه أينې دي چې د اشغال په وژونکو اوسپنيزو ازغنو زغرو کې ايسار هېوادوال او په نړۍ کې خواره واره افغانان د خپل، محبوب او وياړلي هېواد، تاريخي افغانستان د پرهرژلي برخليک غمجن تصويرونه پکې ګوري او د بيا رغښت دپاره يې انديښنیِ ، انګيرنیِ، تجويزونه او وړانديزونه پکې لټوي .

که څه هم تــَربَــتــَــوونکي کلتوري مزمن انحصار، بـَرتــَريت او تعصب، دې دواړو وېبپاڼو اونورو ملي رسنيو ته، ددې خپرونو د افغاني ادبي وطنپال دريځ په وجهه، د پيدايښت او زرغونتيا له لومړنيو ورځو نه، د کينیِ او نفرت قاجاري غاښونه چيچل خو دا تصور کول هم ممکن نه بريښيدل چې د تړلو، تحديد او تهديد مجرمانه بې شرمۍ ته دې ملا وتړلیَ شي .
لکه چې د( بي ۵۲ ) تر وزرونو لاندیِ راوړل شوي ډيموکراسي د افغانستان د ړنګوونکو دپاره او وژونکي بمونه او سياسي او کلتوري ترور ايجادګرو ساتندويانو ته تخصيص شوي دي .

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه داسیِ انګيري چې که دهېواد د وحدت او مرکزيت د دوښمنانو، اوسنی مخ په ټينګيدو ، ورانوونکیَ دريځ ،چې ټول نيواکګر او ګرد پردي يې تشويق او تقويه کوي، کمزوریَ، مات او پوره کنترول نه شي د افغانستان اوږده تاريخي شتون ته به نه جبرانيدونکي زيانونه واړوي .

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنیِ رهبري هيئت د هېواد په ولسمشر محترم کرزيصاحب باندیِ غږ کوي چې د افغانانو د تاريخي وياړمن هېواد او د افغانانود برحق ملي سرترسري مرکزي حاکميت د دورنمايي او تاريخي مطمئن حفاظت دپاره، د لومړني اساسي ضرورت پحيث، د خپلی ادارې د ملت جوړوونکو حساسو موقعیتونونه د افغانستان او افغانيت د مُهردارو دوښمنانو لاسونه غوڅ کړي او د اشغالګرو، ګاونډيانو او ټولو خارجيانو د وېشَــوُونکو شومو پلانونو د تـــــطبــيــق مخه ونيسي .

موږ باور لرو چې په دې ستر ملي رسالت کې به د افغانانو وطنپالیِ مليوني پرګنیِ اوږه په اوږه ورسره ودريږي .
و من اللهِ توفيق

سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر
۲۷ / ۹ / ۲۰۱۰