د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شنبې په ورځ د کابل په لوبغالي کې شل اوریزه ولایتي سیالۍ پېل کیږي

کرکټ څانګه 24.09.2010 02:20

د کابل په لوبغالي کې سبا نه بل سبا شل اوریزه ولایتي سیالۍ پېل کیدونکې ده، لوبه به د سهار په ۹ بجې د کابل په وخت پېل کیږي او هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي.

دا شل اوریزې سیالۍ به د شمشاد تلویزیون او سلام وطندار رادیو لخوا د کرکټ مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وړانې کیږي.

دا سيالي د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ  ترسره کېږي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. کرکټ بورډ پتيلي چې د پخوانیو سیالیو په نسبت به دا سيالي لا معياري وي نو په همدې موخه یې د هر څه په اړه  قوانين ټاکلي دي. همدا راز کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کې د لوبغالي د سمونې او نورو اسانتياو برابرې شوي دي.

 هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دویم لوبه به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پېل کیږي.

کرکټ بورډ  تخنیکي مسؤلینو لوبډلو ته د قوانينو یو اوږد ليست ورلېږلی چې بايد د لوبو په مهال یې پلي کړي. په دې قوانينو کې دا هم شامل دي چې که چېرته د لوبډلو نمرې مساوي وي نو د منډو د اوسط له مخې به بل پړاو ته بريالۍ لوبډله معلومېږي. که د سيالۍ کميسيون ته ګيلې ورورسېږي او يا سرغړونې وويني نو دا کميسيون پوره واک لري چې پلټه وکړي او تاديبي اقدامات پلي کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټول مسؤلین اوس په دې کار کوي چې لوبې د کرکټ مینوالو او هیوادوالو د کرکټ د معیارونو پر بنسټ وړاندې کړي او ټول مینوال ترې خوند واخلي. د دې لپاره د کرکټ بورډ  د رسنیو څانګې  د  ټولو رسنیو لپاره د اداره کولو او د کرکټ د ویاندوۍ قوانین وضعه کړي، هره رسنۍ کولای شي چې د کرکټ بورډ د قوانینو د سیورې لاندې دغه شل اوریزه سیالیو په اړه د کابل د لوبغالي څخه د سیالیو په اړه معلومات خپاره کړي. خو د یو ولایت دوه یو ډول رسنۍ نشي کولای چې په یو خت کې ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي. ړ بیلګې په ډول کچېرې په ننګرهار کې د ننګرهار رادبو وغواړي ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د خپل ولایت د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي نو د ننګرهار بله رادیو حق نلري چې په یو وخت کې په ژوندۍ بڼه خپرونه وکړي.

 کرکت بورډ د دې  شل اوریزو ولایتي سیالیو لپاره خپل په کرکټ پوه ویاندویان روزولي  د شمشاد تلویزوین له لارې به  په ژوندۍ لوبه لیدونکو ته صحیح او اړینې تبصرې وړاندې کړي.

کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره د کابل په لوبغالي  کې د دوه زره (۲۰۰۰)څخه تر شپږ زرو(۶۰۰۰) سيل کونکو ته د ناستې ځایونه په پام کې لري، د لومړي ځل لپاره به د کابل په لوبغالي کې  د لوبې حال د معلوماتو  په تخته ( سکور بورډ) لیکل کیږي، د چمن په شینوالي هم ډیر کار شوی چې د پخوا په نسبت به پکې لوبه خوندوره ښکاري او که لوبغاړی د توپ پسې وغورزي نو د ټپي کیدو امکان به یې کم وي. د رسنیو د خبریالانو لپاره هم ځای یا د رسنیو بکس ځانګړی شوی دی.

د لومړي ځل لپاره د کابل په لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره د ناستې ځایونه( پیولین) ځانګړي شوي، د لوبې په وخت کې د دواړو لوبډلو احتیاطي لوبغاړي او اداري مسؤولین پکې ناست وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو د  نزدې څخه د لیدولو د خرڅلاو ټیکټونه هم جوړ کړي دي. په دې سیالیو کې به کرکټ بورډ  د کرکت مینوالو ته دا چانس ورکوي چې لوبه کوم ځای کې وګوري.

د شل اوریزو ولایتي سیالیو د ټکټونو نرخ پاڼه:

  ټیکټونه  افغان کرکټ بورد ادارې  د دې لوبو لپاره درې ډوله ټکټونو په پام   نیولي

) NORMAL او دریم  VIPدویم  VVIP(لومړی

: ۳۰۰ افغانۍVVIP

: ۱۵۰ افغانۍVIP

: ۵۰ افغانۍNORMAL

د لومړۍ کچې  د ټکټ  بیه ۳۰۰  افغانۍ ده، دا د ناستې ځای په دویم منزل یا په لوبغالي کې د کوټو په سر د ۵۰ تنو لپاره جوړیږي.

د دویمې کچې ټکټ بیه ۱۵۰ افغانۍ ده، د  دویمې کچې د ناستې ځای د لوبغالي په نزدې شا او خوا کې  دننه په پام کې نیول شوی دی.

د دریمې کچې د ټکټ  بیه ۵۰ افغانۍ ده. د ناستې ځاې د لوبغالي بیرون ورته په پام کې نیول شوی چې خاورو یوه غونډۍ به ورته جوړیږي، کرکټ په پلان کې لرل چې دسیالیو د پېل تر وخته پرې چمن شین کړي خو دا کار شونی نه دی نو پریکړه یې وکړه د غونډۍ په سر به سوری او ناستې لپاره به د ناستې د ټغرونو څخه کار اخلي.

کرکټ بورډ ولې د دې سیالیو د لیدلو لپاره په  ټکټونو پیسې اخلي؟

کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره کافي بودیجې ته اړتیا لري، کرکټ بورډ په دوو کلنو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ۴ لوبغالو جوړول په پلان کې لري نو همدا ښه لاره ده چې د کرکټ مینوال یې د ټکټ په بیه ملا وتړي.

د افغانستان کرکت بورډ د کرکټ د مینوالو د دندې د ماتولو لپاره په لوبغالي له زړه له کومې کار د یوې میاشتې پېل کړی او هیله لري چې دغه سیالۍ به هیوادل ښه بدرګه کړي  او تنده به یې پرې خړوبه شي.

کرکټ بورډ د هیڅ یو چا څخه هم خپله مالي لګښتونه نه پټوي او په دې اړه هر چاته د شفافیت راوستولو په موخه د پلټنې ایجازه ورکوي.

کرکټ بورډ پرېکړه کړي چې په دې سیالیو کې د ټکټونو له لارې هر څومره پیسې په لاس ورشي نو په یو ولایت کې به پرې سمدسې د لوبغالي په جوړولو کار پېل کوي، او کچېرې د لوبغالي د جوړولو لپاره کافي نه وي د کرکټ د خزانې څخه به وسره دومر پیسې یوځای کوي چې یو ولایت کې پرې د لوبې کولو مناسب لوبغالی جوړ شي.

همدا راز داسیالۍ به د شمشاد تلویزیون او سلام وطندار رادیو  لخوا په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته  په هیواد کې دننه او له هیواده بهر وړاندې کیږي

د سيالۍ مهال ويش لپاره دلته ټک ورکړئ

د سيالۍ د قوانونيو په اړه دلته ټک ورکړئ