د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ په کندوزکې معیاري کرکټ لوبغالی او کرکټ اکاډمۍ جوړوي

کرکټ څانګه 21.12.2010 09:26

د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې ډیر ژر د کندوز په ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالی او د کرکټ روزنیزه اکاډمۍ جوړوي.

افغان کرکټ بورډ د کندوز ولایت لپاره بودیجه ځانګړې کړي ده او د پاکستان هیواد څخه د ځغاستځایونو لپاره خاوره راغوښتې  ده.

د افغان کرکټ بورډ د کرکټ د پرمختګ چارو مسؤلین وايي چې یوه اونۍ وروسته به په کندوز کې د کرکټ په معیاري لوبغالي او کرکټ روزنیزه اکاډمۍ کار پېل شي.

       اوس مهال په کندوز کې ۲۰ د سخت توپ، ۱۵ د ښونځیو او د ۲۰ څخه زیات ټینس توپ لوبډلې لوبه کوي

نوموړي وايي چې د کندوز لوبغالي څخه به دیوالونه تاووي او د لوبې کولو ځای یا چمن څخه به د اوسپنې کټارې هم تاووي، د کرکټ بورډ په

ډیزاین شوي پلان کې دا هم راغلي چې د لوبغاړو لپاره به جامو بډلولو کوټې( ډرسنګ روم)، دفتر او نور اړین ځایونه جوړوي.

 د کندوز او امو زون د کرکټ مسؤل ډاکټر فرید وايي((د دې معیاري لوبغالي او اکاډمي په جوړولو به د کندوز په ولایت کې کرکټ یوه ملي لوبه شي او په راتلونکې کې به افغان ملي لوبډلې او نورو پیاوړو لوبډلو ته تکړه لوبغاړی ورکړي)).

نوموړی لوبغالی په ۱۵ جریبه مځکه کې جوړیږي، فرید وايي چې د اکاډمۍ لپاره په خوا کې کافې مځکه لري .

د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې په همدې شکل به په دوو کلنو کې د اتو څخه په زیاتو ولایتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړ او په وسایلو سمبال کړي.

ښاغلی شینواری وايي چې ډیر ژر به په هیواد کې د کرکټ د ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې روزنیزې اکاډمې هم د کرکټ مینوالو ته جوړې کړي چې اوس مهال یې په ډیزاین او پلان کار روان دی.