د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حامد شینواری د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس شو

کرکټ څانګه 21.04.2012 18:57

نن د شنبې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوی پخوانی اجرایي رئیس حامد شینواری د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس وټاکه.

د افغانستان د ماليي وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د دې برسیرې نورې پرېکړې هم کړي دي. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې چې د کرکټ بورډ په رسنیزه غونډه کې د ښاغلي زاخېلوال د ګمرکاتو مشاور ګل پاچا ولوستله داسې وویل :(( د کرکټ سرپرست اجرایوي رئيس نسیم الله دانش به د کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي رئيس وي او حامد شینواری به د کرکټ بورډ اجراوئيوي رئیس او له نن پس د ټولو اجرائيوي پرېکړو مسؤل وي)).

همدارنګه  د کرکټ پخوانی لوبغاړی(( رئیس احمدزی د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ د کمیټې ستر مشاور، علي شینواری د کرکټ بورډ مالي مشاور او انجینر خیر محمد چې شل کال مالي تجربه لري د کرکټ بورډ مالي مدیر وي).

په خبر پاڼه کې راغلي و چې د کرکټ بورډ مشر تابه دا پرېکړه ځکه کړې ده چې د افغانستان کرکټ غزیدلو، پیاوړې کولو او ډيریدلو ته اړتیا لري نو ځکه حامد شینواری د ټاکولو پرېکړه کوو چې نوموړی په مدیریت کې او کرکټ کې ډیره پوه  او مهارتونه لري.

همدارنګه په خبر پاڼه کې چې مشاور ګل پاچا د ډاکټر زاخېلوال په استازيتوب رسنیو ته ولوستله راغلي و چې د کرکټ بورډ ټول کارکوونکي به خپلې دندې پر مخ بیايي خو څه موده وروسته به د ټولو کارونو ارزونه کیږي،  وړ،مناسب، په کار پوه، مسلکي او علمي خلک به پاتې کیږي او نور به بیا له دندو ګوښه کیږي.

په پای کې د ښاغلي زاخېلوال کرکټ بورډ ته لیږل شوي پلاوي ډاکټر حامد شینواري ته په کرکټ د ښاغلي نسیم الله دانش دفتر وسپارولو او همدارنګه یې ښاغلي دانش ته د مرستیال اجرائیوي مشر په صفت بله خونه د دفتر لپاره غوره کړه.

لیږل شوي پلاوي د کرکټ په امنیتي پولیسو غږ وکړ چې له نن څخه ورسته به کرکټ بورډ ته مصلح کسان نه پریږدي هغه که هر څوک وي.

لیږل شوي پلاوي چې مشري یې د ګمرکاتو مشاور ګل پاچا کوله د کرکټ بورډ د ټولو کارکونکو او رسنیو څخه وغوښتل چې د افغانستان کرکټ پرمختګ ته یو ځای کار وکړي.