د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله اعلان کړه

کرکټ څانګه 15.12.2010 14:34

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله وروسته د څو ازموینو او تمرینې کمپ څخه اعلان کړه.

نن په کابل کې د نوموړې ملي لوبډلې  ۱۰ ورځینی تمریني کمپ پای ته ورسید او د فبروري څخه مخکې به دا لوبډله د تمریني لوبو لپاره د پاکستان یا هندوستان هیواد ته واستول شي.

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله په لاندې ډول ده:

۱-شیر شیرزی ( کپتان)

۲- نجیب ځدران( مرستیال کپتان)

۳- هشمت الله شهیدي

۴- داود احمدزی

۵- افضل ځاځی

۶- راشد خان

۷- امان الله

۸- نور الحق

۹- محب الله

۱۰- نصیر کمال

۱۱- رحمت الله

۱۲- یونس احمدزی

۱۳- یمین احمدزی

۱۴- افتاب عالم

۱۵- افسر ځاځی

د افغانستان کرکټ د ۵۰۰ لوبغاړو څخه ازموینه واخستله او بیا له هغې څخه ۷۰ لوبغاړي غوره کړل، د ۷۰ لوبغاړو لپاره یې د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې سیالۍ په لاره واچولې، په دې سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د غوراواۍ کمیټې دوه لوبډلې غوره کړې، دغه دوه لوبډلې افغان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته د تمریني لوبو لپاره واستولې، نوموړو لوبډلو دوه لوبې د پښتونخوا او دوه لوبې د ایبټ اباد د لوبډلو سره وکړي او څلور واړه یې وګټلې.

د دغې دوه لوبډلو څخه افغان کرکټ بورډ د منډو د کتاب او د هډوکې د ازموینې له مخې یوه ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړه او نن یې په کابل کې ۱۰ ورځینی تمریني کمپ پای ته ورسید.

نن د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته په ملي کرکټ سټډیم کې وینا وکړه. نوموړي وویل (( زه ډیر خوښ یم چې په هیواد کې مو د لومړي ځل لپاره یوه حقیقي د ۱۹ کلنو څخه کم عمره پیاوړې لوبډله جوړه کړه، تاسو به د ملي لوبډلې په څېر ګران هیواد او مظلوم اولس ته بري او خوشحالیانې راوړۍ، تاسې په افغانستان کې د سولې سفیران او په له هیواده بهر د افغانستان استازي یاستئ)).

د ۱۹کلنو څخه د ک عمره ملي لوبډلې روزونکی اسدالله خان وايي ((زه د دې لوبډلې راتلونکی ډیر روښانه ګورم، د ډیرو هلو ځلو وروسته مو د هیواد د ګوټ ګوټ څخه دا لوبغاړي د ۵۰۰ لوبکلنو څخه د ک عمره ملي لوبډلې روزونکی اسدالله خان وايي چې زه د دې لوبډلې راتلونکی ډیر روښانه ګورم، د ډیرو هلو ځلو وروسته مو د هیواد د ګوټ ګوټ څخه دا لوبغاړي د ۵۰۰ لوبغاړو له مینځه راوویستل او هیله ده چې افغانستان ته به لاسته راوړنې راوړي.))

د افغان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې مهال ویش: