د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ د زونونو سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کیږي

کرکټ څانګه 20.12.2010 10:25

افغان کرکټ بورډ د روانې میاشتې (ډیسمبر) په ۲۵ نېټه د زونونو تر منځ  دوه ورځنۍ سیالۍ د ننګرهار مارکو شهرا په لوبغالي کې پېل کوي.

په دې سیالۍ کې به د افغانستان کرکټ پنځه زونونو لوبډلې برخې اخلي، د مارکو شهرا لوبغالي په ځغاستځای(پیچ) باندې کار روان دې، د دې ځغاستځای لپاره افغان کرکټ بورډ خاوره د پاکستان ګچران والي څخه راغوښتې ده.

د افغان کرکټ بورډ د ځغاستځای  جوړوني مسؤلین دوه ورځې مخکې د مارکو شهرا لوبغالي کې سمیټي ځغاستځای وران کړی او د ډیسمبر تر ۲۵ نېټې پورې به خاورین ځغاستځای د لوبې کولو لپاره چمتو کړي.

همدارنګه دوه ورځې مخکې افغان کرکټ بورډ د مارکو شهرا لوبغالي د لیولنګ کار پای ته رسولی او نورې چارې به یې د ۲۵ نېټې څخه مخکې پای ته ورسیږي.

افغان کرکټ بورډ دوه نورې پیاوړې لوبډلې( زمری او پړانګ) د پاکستان هیواد ته لیږلي دي، د ای لوبډلې لپاره به د زونونو د سیالۍ، زمري او پړانګ لوبډلو څخه جوړوي.

د ای لوبډله به د منډو د کتابونو له مخې غوره کیږي.

د افغان کرکټ زونونو سیالۍ مهال ویش