د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د ۲۰۱۵ نړيوال جام غوراوي کې په ۶ نمبر دی

کرکټ څانګه 04.03.2012 15:50

 افغانستان په د مارچ په مياشت کې د هالينډ سره د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام غوراوي په سيالۍ کې دوه نورې يو ورځنۍ لوبې کوي. دا سيالي د  ICC World Cricket League Championship په نامه يادېږي چې افغانستان په کې تر اوسه څلور لوبې کړي دي او تېر کال اماراتو ته د دوه لوبو په بايلودو دا مهال د ايرلينډ، سکاټلينډ، اماراتو، هالينډ او کينيا څخه وروسته په شپږم نمبر په دې سيالې کې ځای لري. افغانستان له دې څلورو لوبو پرته لس نورې لوبې هم لري چې که چېرته په کې ښې نمرې ترلاسه کړی نو امکان لري چې د دې غوراوي په دوه بهتره لوبډلو کې ځای خپل کړي او د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته لاره ومومي.

 له دې سياليو دوه لوبډلې په نېغه توګه د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته لاره مومي. که افغانستان په دې سياليو کې چې د ۲۰۱۳ کال پورې په مختلفو سيمو او وختونو کې ترسره کېږي په لومړيو دوه مخکښو لوبډلو کې ځای خپل نه کړي نو وروسته به د غوراوي په يوه بله سيالۍ کې برخه اخلي او په دوه نورو څوکيو به د يو شمېر لوبډلو سره سيالي کوي.

 د دې مياشتې په اخر کې له هالينډ څخه د دوه يو ورځنيو لوبو ګټل افغانستان ته خورا زيات اهميت لري چې د افغانستان سره مرسته کولای شي چې په دې سياليو کې د دوه بهترو لوبډلو مقام ته ځان نږدې کړي.

 د يادونې ده چې تېر کال په اکتوبر کې اماراتو د د افغانستان د اوسني روزونکي کبير خان د روزنې لاندې وکړای شول افغانستان ته په دواړو يو ورځنيو لوبو کې ماته ورکړي او افغانستان شپږم مقام ته وغورزوي او خپل ځان څلورم مقام ته لوړ کړي.

 د اوسني غوراوي په سياليو کې افغانستان لس نورې يو ورځنۍ لوبې لري چې د هالینډ، ایرلينډ، سکاټلينډ، ناميبيا، او کينيا هرې لوبډلې سره به دوه دوه لوبې کوي. دوه مخکښې لوبډلې به نړيوال جام ته بريالۍ کېږي. پاتې لوبډلې به د دويم او دريم ډويژن د څلورو لوبډلو سره په پاتې دوه نورو څوکيو سيالي کوي.

 د يادونې ده چې د ۲۰۱۵ کال په نړيوال جام کې د لسو بشپړو غړو تر څنګ به څلور اسوسيټ او افيليټ لوبډلې هم برخه اخلي.

 د غوراوي په اوسني پړاو کې تر اوسه د لوبډلو ترتيب په لاندې ډول دی:

Team

Mat

W

L

T

NR

Pts

NRR

 Ireland

6

5

1

0

0

10

+1.189

 Scotland

4

4

0

0

0

8

+0.377

 United Arab Emirates

4

3

1

0

0

6

+0.190

 Netherlands

4

2

2

0

0

4

+0.046

 Kenya

6

2

4

0

0

4

-0.250

 Afghanistan

4

2

2

0

0

4

-0.356

 Namibia

4

0

4

0

0

0

-0.651

 Canada

4

0

4

0

0

0

-1.336