کرکټ بورډ د ولايټي شل اوریزې سیالۍ د لوبو قوانین اعلان کړل
09.09.2010 19:32د افغانستان د کرکټ بورډ تخنکي مسؤلینو په رارونې شل اوریزې سیالۍ کې ګډونکونکو لوبډلو ته د معیاري لوبې تر سره کولو لپاره د قوانینو مجموعه اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا قوانين یې د شل اوریزې سیالۍ د معياري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کې وضعه کړي.
کرکټ بورډ وايي چې دا لومړی ځل دی چې کرکټ بورډ دا ډول تفصيلي قوانين جوړوي. د کرکټ بورډ وايي هوډ لري چې وروسته له دې یې ټول کارونه د قوانیو په رڼا کې تر سره شي.
په ولایتي شل اوریزه سیالۍ کې د ګډونکو لوبډلو لپاره اصول او قوانین:
- د ټولو ګډون كونكو ۲۴ لوبډلو شميره به د يوه ډرا (انځور) له مخې په ۸ مختلفو ټيمونو ويشل كيږي. لوبډلې به د League يا متقابلو مسابقو په بڼه لوبې كوي. د بيلګې په توګه، د هر ګروپ لوبډله به د دې ګروپ د پاتې لوبډلو سره لوبه کوي.
- هره ورځ به په يوه ميدان كې دوه لوبې ترسره كيږي، لومړنۍ لوبه به سهار لوبيږي او دوهمه به له غرمې وروسته.
- ټول ولايتي مامورين او استازي بايد دا په پام كې ونيسي چې د لوبو پر مهال به ټول نړيوال قوانين پلي كيږي.
- د شل اوريزو سياليو په ترڅ كې به پاور پلی اورونه ۶ وي. يانې په منځنۍ دايره كې به د توپ راټولونې لپاره ۶ اورونه ځانګړي کېږي چې ټول لوبغاړي به په دې اورونو کې په inner circle کې توپ راټولونه يا Field کوي.
- توپ اچونكي د ولايتي شل اوريزو لوبو په لړ كې په اعظمي توګه تر څلورو اورونو پورې توپ اچولاى شي.
- په هغه صورت كې چې لوبډلې برابرې نمبرې تر لاسه كړي نو د راتلونكي پړاو لپاره بريالۍ لوبډله به د برابر شوو لوبډلو له منځه د منډې د اوسط له مخه ټاکل کېږي.
- د داسې باران په صورت كې چې لوبه د ورځې په لړ كې نه شي سرته رسيدلى، نتيجه به د هيټ د ويكټ رول په مطابق ښودل كيږي. كه چيرې د پيچ حالت سم وي نو په هغه صورت كې به د سوپر اور اصول پلي كيږي، او كه چيرې له مونږ سره دوه ساعته وخت موجود وي نو بيا به مونږ لوبه د ۱۱ او يا ۱۲ اورونو په موخه پيل كړو.
- لوبه بايد د سهار په ۸ بجو پيل شي.
- د لوبډلې كپتان او لوبغاړي بايد د لوبې له پيل څخه لږ تر لږه نيم ساعت د مخه د لوبې له ميدان څخه راپور وركړي.
- لوبغاړى بايد په يوه منظم لباس كې لوبه ولوبوي. د كورني كركټ كميټه به د لوبو لپاره حاكم ټاكي چې نوموړى حاكم به د لوبې يوازينى فيصله كونكي وي.
- ټولې لوبې به د كورني كركټ کميسيون په واسطه ټاكل شوې نيټې، ځاى او وخت سره سمې تر سره كيږي. كه چيرې د نوموړې کميسيون لخوا د نيټې او ځاى په هكله هر ډول بدلونونه رامنځ ته شول د لوبډلو لخوا به د منلو وړ وي.
- د پچه اچونې څخه مخکې بايد لوبډله لوبڅار ته د لوبډلې نومونه د دولسم لوبغاړي سره په ليكلې بڼه ورسپاري.
- لوبه بايد د افغانستان كركټ بورډ له ټاكل شويو قوانينو سره سمه ترسره شي.
- د كورني كركټ کميسيون تخنيكي مقام ددې حق ځانته ورکړی چې په اړين وخت كې وضع شوي اصول او قوانين وڅيړي او بدلون په كې راولي.
- ټولې ولايتي لوبډلې به له ځانونو سره خپل د كركټ وسايل راوړي، توپ او بيټونه به د افغانستان كركټ بورډ لخوا وركول كيږي.
- كه چيرې د لوبې پيل د كوم لامل له امله وځنډيږي، د لوبې لپاره د ټاکل شوي وخت له مخې به له دواړو لوبډلو څخه د اورونو شميره كميږي.
- كه چيرې د كورني كركټ کميسيون د كوم لوبغاړي په هكله د منفي چلند شكايت ترلاسه كړ، نوموړې کميسيون ددې بشپړ حق لري چې څيړنې وكړي او يا ې د لوبډلې او يا لوبغاړي د ناسم چلند په اړه مناسب ګام پورته کړي. د کميسيون پرېکړه به اخيرنۍ وي.
- د لوبې په دوران کې هيڅ ډول احتجاج يا پرېکون د منلو وړ نه دی. د لوبډلې كپتان او يا مدير كولاى شي له منطقي دلايلو سره مل ليكلې شكايت پاڼه د لوبې له ختميدو څخه يو ساعت وروسته د کورني کرکټ کميسيون ته وسپاري. هر هغه شكايت چې د لوبې په لړ كې د لوبې له بشپړېدو پرته وړاندې شي د باطل بلل کېږي. د تخنيکي کميسيون/کورني کرکټ کميسيون پرېکړه به اخيرنۍ وي او د هيڅ ډول استيناف اجازه نه شته.
- د ولايتي شل اوريزه سيالۍ مهال ويش لپاره دلته ټک ورکړئ.