د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړی ډويژن: افغانستان هالينډ ته په ۶ ويکټو په اسانۍ ماته ورکړه

کرکټ څانګه 07.07.2010 13:07

کپتان نوروز منګل نن په ۵۳ توپونو ۶۷ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې - چې په لومړي ډويژن کې د افغانستان څلورمه ده - پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې بلنه یې هالينډ ته ورکړه.

په ننۍ لوبډله کې د شاهپور ځدراڼ پر ځای دولت احمدزی ولوبول شو. د افغانستان د توپ اچونې پرانيستنه هم نوموړي او خالقداد نوري وکړه. د هالينډ توپ وهنې لومړی ګوذار هغه وخت وخوړ چې لا ۹ منډې یې کړې وې چې خالقداد ترې کيچ وويست او کريم صادق ورته مورچه نيولې وه او کيچ یې کړ.

د هالينډ دويمه ويکټه تر ۱۴م اور پورې ودرېده او ۴۸ منډو ملګرتيا وروسته ټام ډي ګروت د خالقداد په توپ په پښه ولګېد او لوبڅاري ګوته پورته کړه. خالقداد په جذبه و او درېمه ويکټه یې ورپسې سمدستي په بل توپ واخيسته چې محمد نبي یې ښکلی قف واخيست او ويزلي باريسي یې په صفر وسوځاوه.

څلورمې ويکټې ډېر دوام وکړ. ټام کوپر چې نن یې سليزه ووهله د باس زودرين سره ولاړ و او تر ۱۰۵مې منډې پورې یې ملګرتيا وکړه خو اصغر ستانکزي وسوځاوه. نن اصغر ستانکزي توپ اچونه هم وکړه او کپتان نوروز منګل نوموړي او خالقداد ته پوره لس لس اورونه ورکړل چې اصغر په کې د يوې ويکټې په اخيستو ۲۲ او خالقداد د درې ويکټو په اخيستو ۳۰ منډې ورکړې.

محمد نبي نن بل ښه توپ اچونکی و چې په ۴ اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې. سميع الله شينواري هم نن دوه او حميد حسن یوه ويکټه واخيسته. حميد حسن له دې برسېره په اخري توپ د هالينډ اتم لوبغاړی هم په منډه وسوځاوه.

هالينډ ټول ۵۰ اورونه ولوبول او د ۸ ويکټو په بايللو یې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

نن د افغانستان په فيلډنګ کې فعاليت ډېر و او ویې کړای شول چې د هالينډ لوبډله په ۲۰۲ منډو راګېره کړي.

د افغانستان توپ وهنه نن کريم خاص صادق او نور علي ځدراڼ پرانيستله. هالينډ ډېر زر خپل غچ واخيست او او نور علي ځدراڼ او شبير نوري یې په پنځم اور کې وسوځول.

شهزاد محمدي راووت او د کريم صادق سره یې تر ۲۳م اور پورې ملګرتوب وکړ. د دوی ملګرتوب ۸۴ منډې وې چې دا ملګرتوب د کريم خان صادق په سوځېدو پای ته ورسېد، خو شهزاد په بلډوزر سپور و او د چا پروا یې نه کوله تر دې چې ۲۷م اور کې له ۵۵ منډو جوړولو وروسته قف شو او نوروز منګل سره اصغر ستانکزی (چې اوس سلامخېل بلل کېږي) ملګرتيا پيل کړه. د شهزاد په ښکلو ۵۵ منډو کې اته څلوريزې هم شاملې وې.

د کپتان نوروز منګل او اصغر ستانکزي ملګرتوب لا ډېر ارزښتناک و.  دواړو په حوصله لوبه وکړه او ويکټې يې تر پايه وساتلې. دواړو د  ۹۳ منډو ملګرتوب وکړ او افغانستان ته یې بری راوړ. کپتان نوروز منګل ۶۷ منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې منډې وې او د ننۍ لوبې يواځنۍ شپږيزې برسېره په کې لس څلوريزې هم شاملې وې. اصغر سلامخېل  له حوصلې ډکې ۲۸ نډې وکړې او په پای کې افغانستان په هالينډ په ډېره اسانۍ  په ۶ ويکټو بريالی شو.


شهزاد محمدي نن ۵۵ منډې وکړې.

د لوبې بشپړه شمېرپاڼه

په دوه نورو لوبو کې ايرلينډ کاناډا ماته کړه او پايلوبې ته بريالۍ شوه. سکاټلينډ هم کينيا ته ماته ورکړه او افغانستان ته یې پايلوبې ته رسېدل د خپلې ماتې سره وتړل. افغانستان سبا نه بل سبا بايد سکاټلينډ مات کړي چې پايلوبې ته بريالی شي. کينيا او کاناډا به په ۵م او ۶م مقام لوبې کوي. دواړه لوبډلو له څلورو لوبو یوه لوبه هم نه ده ګټلې. هالينډ به د افغانستان او سکاټلينډ د لوبې له ناکامې خوا سره په ۳م او ۴م مقام لوبه کوي.

افغانستان دا مهال ۶ نمرې لري او دوه نورو ته اړتيا لري چې پايلوبې ته ووځي.

لوبډلېلوبېګټلېبايلودېنمرېد منډو اوسط
ايرلينډ 4 4 0 8  
افغانستان 4 3 1 6  
سکاټلينډ 4 3 1 6  
هالينډ 4 2 2 4  
کاناډا 4 0 4 0  
کينيا 3 0 3 0  

په ننۍ لوبه کې افغان لوبډله:

نور علي، شبير نوري، محمد شهزاد، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، کريم صادق، محمد نبي، سميع الله شينواری، خالقداد نوري، حميد حسن او دولت احمدزی

نن په لوبډله کې شاهپور ځدراڼ، ميرويس اشرف، افتاب عالم او جاويد احمدي ونه لوبېدل.

د کينيا خلاف د پرونۍ لوبې انځورونه