د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو  نه منونکۍ واقعیت که ښکرور درواغ  ؟

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 30.06.2010 22:13

د  مترواکسپرس ( ۱ ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځباڼی د روان ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۶ نیټه د یوه سړی په هکله خبر خپور کړی چی  تیر  ۷۰ کاله یی بیله خواړو او اوبو ژوند کړیدی . غواړم ددغه حیرانونکی موضوع د پښتو ژباړه د لاری د مینه والو لوستونکو سره شیریکه کړم  :
په نړۍ کی ډیر لږ داسی خلګ پیدا کیږی چی خپل داخیری ځل ډوډی یی پیاد نه وی چی څه شی یی و خوړل . خو پراهلاد جانی یو له دغو کسانو څخه دی . دغه ۸۲ کلن هندوستانۍ هندو پدی وروستیو وختونو کی خورا ډیر د نړیوالی میډیا ( رسنیو ) په خولو کی لویدلی  ، داځکه چی پردی خبره ټینګار کوی او وایی چی شاوخوا ۷۰ کاله یانی د ۱۹۴۰ – تمو کلنو له پیل نه یی تراوسه پوری هیڅ ډول کلکه یا نرمه ( جامده یا اوبړنه ) غذا خولی ته نده وروړی او بیله  دغو ټولو د ژوند دپاره اړینو توکو څخه روغ رمټ دی او ورځنی چاری بیله کومی ستونزی پر مخ بیایی . دی خو پخپله د پاک خدای مرسته او هره ورځ څو ساعته پدی هکله ژور تفکر هغه اړین شیان ګڼی چی دده دپاره  یی د هر ډول خوراک او چښاک ځای نیولی دی . دا به حیرانونکی وی که وویل شی چی دغه سړۍ هیڅ اشتها نلری او پر دوو پښو ولاړ ګرځی . طب پوهنه ښیی چی یو انسان ته بیله اوبو څخه د یوی هفتی نه زیات اوبیله خواړو څخه تر دوو میاشتو نه زیات  ډیره سخته ده چی ژوندی پاته شی .
 د روان ۲۰۱۰ کال د اپریل پر ۲۲ نیټه پراهلاد جانی موافقه وښوده او د احمداباد ښار په سټیرلینګ هسپیټال ( ۲ ) نومی روغتون کی یی د  هند محاربوی څیړنو او پرمختیا  ا داری ( ۳ ) دطبیبانو یوه ګروپ ته اجازه ورکړه څو پر ده باندی یو لړ اړینی څیړنی ترسره او په پایله کی یی پدی باندی ځانونه په بشپړه توګه باوری کړی چی په رښتیاهم دی بیله اوبو او خواړو څخه دخپل ژوند چاری پرمخ بیایی .
 هغه وو چی پدی موخه دی په یوه تړلی اطاق کی د ۱۵ ورځو دپاره ځای پر ځای شو چی دهر ګوټ نه کامری نه ور پکښی نصب شوی وی او ۲۴ ساعته دده ټول حرکتونه او کړه وړه نظر لاندی وه او  ثبت کیدل . ده ته چی یوازنی شی پریښودل شوی وو ، هغه د خولی داوکښه کولو ( مینځلو ) دپاره یو ډیر لږ مقدار اوبه وی . دغه اوبه هم وزن شوی وی او دخولی مینځلو وروسته  بیرته په یوه لوښی کی توی او ټولیدلی څو تر څیړنو وروسته بیا وزن شوی وای او له مخی یی دا مالومه شوی وای چی کومه برخه یی په چښلو کی لګیدلی ده که څنګه . نوموړی ګروپ د خپلو څیړنو پایلی په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی اعلان کړی چی ټول ارویدونکی یی هک پک حیران پریښودل . ډاکتر ایلیواشاګن ( ۴ ) دخبری د پخلۍ ترڅنګ وویل : ‍‍ ٫٫ پر پراهلاد جانی باندی کلینیکی ، بیوشیمیکی ، راډیولوژیکی او نوری اړینی څیړنی تر سره شوی . دی په دومره کچه روغ رمټ دی لکه ډیرۍ هغه کسان چی دده نیم عمر لری ،، .  
 دیادونی وړ ده چی دڅیړنو دپایلی د اعلان سره سره ځینی هندیان پدی باور ندی چی په څیړنو کی به پدی اړوند لازم عینی متودونه کارول شوی وی . دبیلګی په توګه په هند کی  د راسیونالیست اسو سیشن ( ۵ ) جنرال سکرټر ښاغلی سینال ایداماروکو ( ۶ ) چی سازمان یی د مزخرفاتو او اروایی چلبازیو پر ضد مبارزه کوی  د ډیلی میل ( ۷ ) سره په مرکه وویل : ٫٫ ما څو ځلی هیله وکړه چی اجازه راکړی تر څو دهغه اطاق د شنلو د پاره چی هلته څیړنی ترسره شوی دی ، یو بی پری هیات ولیږم . مګر هر ځل د رد ځواب راکړل شو . دا به دخندا وړ خبره وی که څوک ووایی چی فلانی کس ۷۰ کاله خو لا یوی خواته پریږده ، ان د ۱۵ ورځو په موده کی بیله خواړو او اوبو څخه ژوندی پاته شویدی ،، .  
                                                      د ژباړی پای      
 
( 1 ) -  MetroXpress
( 2 )  - Sterling Hospital
( 3 ) – Indien Defence Research and Development Organisation
( 4 ) – Ilavashagn
( 5 ) – Rationalist Association
( 6 ) – Senal Edamaruku
( 6 ) – Daily mail      

د ژباړونکی يادوونه : زه غواړم دطبی ډاکترانواو نورو اړوندو کارپوهانوڅخه هيله وکړم څو پدی اړه دعلمی بنسټونو له مخی خپل نظر وليکی . البته پدی هرڅوک پوهيږی چی په فزيکی او بيولوژيکی لحاظ داکار امکان نلری مګر داچی د روحی عواملو اغيز دلته څومره کارکولای سی ٫ پکار ده چی دچارو ماهيران خپل دپام وړ ټکی نا ويلی پری نږی . مننه .