د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغريبانو تشه ګيډه که دموټر ډکه ټانکۍ ؟

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 12.06.2008 00:44
د (Nyhedsavisen ) پنامه دنمارکی ژبې ورځپاڼی په خپله (٢٠٠٨ می ٢١  ) ګڼه کښی د لوړ سرليک لاندی يو مطلب خپور کړی چی پښتو ژباړه ئی درنو لوستونکووطنوالو ته په لاندی کرښو کی وړاندی کوم :
په نړۍ کښی دلوږی پرابلم ديوه نړيوال ناورين په لور روان د ی اوددی ډيری زورونکې ستونزې سره سره بياهم ځينې هيوادونه دغريبانو ډوډۍ دموټرانو کيډی ته وراچوی . دبيلګی په توګه امريکايان اوس ګويا دپطرولو دسپما کولو پخاطر د بيو انرژۍ څخه کار اخلی ( داهغه انرژی ده چی دځمکې دداخلې فوسيلې بنزينو دسپما په موخه دځمکې د سطحی د عضوی موادو څخه ترلاسه او په موټرانو کی دسونګ دموادو په توګه کاريږی . ژباړونکۍ ) . دغه ډول سوزيدونکې مايع دامهال امريکايان د خوړلو وړ جوارو دپروسس څخه پلاس راوړی . ددغی مايع پواسطه ديوه ځل لپاره ديوه موتر دټانکۍ ډکول دومره جوارو ته اړتيا لری چی په خوارو وروسته پاتو هيوادونو کښی د يوه نفر ديوه بشپړ کال د وچی ډوډی دپاره کفايت کوی . داړوندو چارو ماهران پدی اند دی چی دامريکايي چارواکودغه کار داګړۍ دخوار انسانانو دژوند په قيمت تماميږی .
          د نړۍ دغريبو خلګو په کورونو کی دغله دانو او جوارو کندوان خالې ولاړ او پدغسی حالت چی دغريبو هيوادو خواروګړې دمخ پرزياتيدونکې لوږی تر فشار لاندی شپې تيروی ، دامريکا هيواد پدی بهانه چی دپطرولو پر ځای په موټرانو کی د بيو انرژی سوزيدونکی مواد کارول دچاپيريال دپاره ګټور کار دی  ، دژوند دلومړنې اړتياوو وړ مودا لکه غله دانو او جوارو څخه دا ډول مايع لاس ته راوړی او پدی توګه دغريبانو په ډوډی باندی دخپلو موټرو ټانکۍ ډکوی .
          د يوه کيلوګرام جوارو دپروسس نه يوازی نيم ليټر د بنزينو ځای ناستې مايع پلاس راځی . پدی توګه ديوه غټ امريکايی موټر ټانکۍ چی د سلو ليټرو ظرفيت ولری ، ددومره مقدار غله دانو او جوارو څخه ترلاسه کيدلای شی ، کوم چی ديوه نفر د ډوډۍ په موخه ديوه کال دپاره بس دی .
           د خوراکی موادو داقتصاد په انستيتوت کی د يوه ماهرHenning Otte Hansen په اند اوس مهال دا پوښتنه رامنځته شوی چی Food Versus Fuel ( ډوډۍ که بنزين ؟ ) . که ددغی بيوانرژۍ نه کاراخيستل شاته وغورځول شی ، کيدلای شی لدي لاری په سپما شوو غله دانو باندی په خوارو هيوادونو کښی د ډيروغريبو خلګو ګيډی ډکی او له مرګ نه وژغورل شی .
د   agazineTime M مجله په ملګرو ملتونو کی دخوراکی موادو دڅانګی ديوه ماهر Jean Ziegler له خولې ليکی : ٫٫ دا کار دبشريت پر ضد يو جنايت دی ،، . اما دچاپيريال ځينی ماهران بيا فکر کوی چی داکار دخوراکی موادو د کمښت په اړه زيات دپام وړ رول نلری . 
 ډوډۍ که بنزين ؟  
          د ډنمارک د کرهڼی کميسار Mariann Fischer Boel د بيوانرژی موادودتوليد په اړه د بروکسيل په کنفرانس کی داسی وويل : ٫٫ هغه کسان چی دخوراکی موادوڅخه دنوموړې موادو دکمښت او اوسنې مخ پر زياتيدونکې ناورين په مهال د بيوانرژی موادو توليدول تائيدوی ، داکسان نه يوازی داچي خپل په مخ کی ولاړ يوستر فيل نه وینې بلکه بشپړ دوه فيلان ليدلای نشی ،، . البته د فيلانو څخه د نوموړی کميسار موخه داوه چی پدی وروستيو کلونو کښی د چين او هند هيوادونه د غوښو او لبنياتو دپوره کمښت سره لاس او ګريوان دی . دغه هيوادونه دکارولو کافی ځمکی نلری او لدی نه پرته د ( ٢٠٠٦ - ٢٠٠٧ ) کلنو وچکاليو د نړۍ دډيرو هيوادونو د غله دانو حاصلات زيانمن کړيدی .
        همدا اوس د ټولې نړۍ دغله دانو دحاصلاتو له ٤% نه زياته برخه دبيوانرژی موادو دلاسته راوړلو په موخه کارول کيږی او امريکا چی دنړۍ په کچه دجوارو ډيره برخه حاصلات اخلې ، ٢٠% ئی دبيوانرژی دتوليد په موخه کاروی . د Henning Otte Hansen په اند هغه دانسانانو دخوراک وړغله دانې چی دلکسو موټرانو د ټانکيو د لاری سوزی ، که لدی کار نه لاس واخيستل شی نو کيدلای شی دزيات شمير وګړو ګيډی ور باندی ډکی او د ودی په حال کی هيوادونو خلګ به داوسنې نرخ په پرتله په سلو کی د لسو څخه تر پنځلسو پوری په ارزانه بيه خوراکی توکی ترلاسه کړای شی .
         ديادونې وړ ده چی دغله دانو څخه د بيو انرژی موادو تر لاسه کول هم يو موقتی او دلنډمهاله وخت پرابلم دی . د اټکل له مخی دری  څلور کاله وروسته به تخنيک پدی وتوانيږی څو دوچو بيکاره واښو او دلرګيو دټوټو  ( تراشو ) څخه  ايتانول ( Ethanol )  چی په موټرانو کی دسوزولو وړمايع ده ، پلاس راوړی . که داکار بريالۍ پرمخ ولاړ شی ، بيا به نو پدی موخه دغله دانو پروسس کولو ته ډيره اړتيا پيدا نشی . داهغه څه دی چی په لنډ مهال کی ورته سترګی په لاريو خو په اوږده مهال کی به دهغې ورځی په هيله شپې سباکوو چی انسانانو ته د انرژۍ نه خلاصيدونکې سرچينې پلاس ورشی . د ژباړی پای
د ژباړونکې يادونه :
پدی کی هيڅ شک نشته چی دانرژۍ اوسنې سرچينې نه ختميونکې او لايزال ندی . په ځمکی کښي دتيلو او طبعی ګازو معد نونه دتل دپاره دانسانانو اړتياوو ته ځواب ويلای نشی ، ځکه نو انسانان مجبور دی دانرژی نور ډولونه او سرچينې پيداکړی . مګردا خبره هم ديادولو وړ ده چی تر اوسه لا دځمکی په ګيډه کی په ډير مقدارسره کشف شوی تيل او ګاز پراته دی چی دڅونوروډيرو نسلونو اړتياوی هم پوره کولای شی . لدی نه پرته هغه ذخيری چی لاتراوسه کشف شوی ندی هم په ډير مقدار سره داټکل وړ ګڼل شويدی . دتيلو اوګازو دزيرمو داډول ميدانونه نه يوازی په افغانستان بلکه دنړۍ په ډيرو هيوادونو او په ځانګړې توګه دځمکی په شمالی قطب کښی دپام وړ ارزښت لری . لدی نه چی هم تير شو، امريکا همدااوس په نړۍ کښی دتيلو ډيری ستری کشف شوی ذخيری لري چی اکثره ئی قصدا کنسرو کړيدی . ددی خبری معنا داده چی دوی دخپلو ذخيرو څخه کاراخيستل اوږدی راتلونکې  ته ځنډولی او په حقيقت کی دامعدنونه دستراتيژيکو زيرمو په توګه ساتل کيږی . پخپله امريکايان داګړۍ دهغو تيلو څخه کاراخلی چی دبهر نه ئی رانيسی . ددی بر سيره دوی د جوارو ډيره برخه کومو ته چی دخوراکی توکو په موخه نړۍ اړه ده ، دبيوانرژی دلاسته راوړلو پخاطر پروسس او کاروی . دا پلمه چی ګويا دبيوانرژی ( مثلا داګړۍ جواری  چی ډوډۍ ده ) کارول دفوسيلې انرژی ( بنزين ) په پرتله د چاپيريال د ستره ساتلو دپاره ګټور کاردی ، دنړيوالو قناعت تر لاسه کولای نشی او ان داچی دبشر پرضد ئی دجنايت سره په يوه ترازو کی تلې . کله چی ټولې نړۍ په سترګو وليدل چی دځمکی د اقليم د ګرميدو دمخنيوی په چارو او د اټموسفير د کاربن  ډای اکسايډ 2CO په کمولو کښی دامريکا دولت تر دا اوسه پوری لاهم دپام وړ مرستې نه ځان کاږی ، بيانو ډيره ګرانه خبره ده چی نړيوال به  ئی نوموړی پلمې ته په درنه سترګه وګوری . دامريکادولت که د سعدی عليه الرحمه ددی مقولې سره ځان همغاړی بولې چی :
بنی ادم اعضای يکد يګرند
چودرافرينش زيک جوهرند
ګرعضوی بدرد اورد روزګار
ديګر عضوهارا نماند قرار
نو بايد پدغه ناورين کښی دبيوانرژۍ دکارولو نه لاس واخلې اوددی خبری په پام کی نيولو سره چی يوازی په تير ٢٠٠٧ ميلادی کال کی پر وسلو او نورو نظامی چارو باندی دامريکا لګښتونه پنځه سوه او اوه څلويښت ميليارډه (  000 000 000 547 ) ډالره وه ، چی دا ددوهمی نړيوالې جګړې راوروسته پدغه چارو کی  د امريکا ترټولو زيات لګښت او دټولې نړۍ دنظامی بودجی نيمه برخه جوړوی ( د Nyhedsavisen ورځپاڼه ٢٠٠٨ جون ٢٠ ) ، نوبيا امريکا ته پکارده خپل دلګښت وړتيل دخپلو زيرمو څخه تر لاسه کړی . پدی کار سره به ديوی خوا په نړيواله کچه د بنزينو نرخونه را ټيټ او په سپما شوو جوارو باندی به ئی دډيرو خوارو وګړو ژوند وژغورل شی . داخبره هم په يادولو ارزی چی انسانان به يو وخت د ډيری ارزانی انرژۍ د ډولونو په موندلو بريالې شی ، بيا به نو دامريکا دتيلو پراخی زيرمی بيکاره پاتې او دهيچا په درد به و نخوری : سپمولې سپو خوړلې .  والسلام