د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سياسی ګوندونه په يوه بل ازميښت کې

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 15.12.2009 13:30

دادی يوار بيا دسياسی ګوندونو مشران ديوه ازمون مخ ته ودريدل . دا ازمون که له يوی خوا دوی ته نوی چلنج دی خو له بلی خو دا ورته يو ښه چانس هم دی چی سرخپل ګريوان ته ور دننه ، خدای ته مخ او بنده ګانو ته شاکړی او دتيرو څو کلنو خپلی بی ګټی هلی ځلی ترنظر تيری کړی . تر اوسه پوری خو دګوندونو دليکو او پرګنو دغوښتنو سره سره دنژدی ټولو موجودو ١١٠ ګوندونو مشرانو دوطن ملی ګټی دخپل شخصی مقام دساتلو په خاطر قربان کړی ،  ګوندونه يی په يوه بی اغيزه ګروپی حالت کي ساتلی ، په يوه يا بله پلمه يی دملی او دموکراتيکو وطنپالو قوتونو دسره يو ځای کيدو مخه نيولې ده . داچی دګوند ټاپه يی په جيبونو کی ده او ګوند يی پنامه راجستر دی نو دخپلو ليکو د جوړونکو وړانديزونو او هيلو هيڅ پروانلری او ټوله انرژی يی پدی لاره په کار اچولې څو دخپل مقام نه دفاع او ساتنه وکړی . 
          دسياسی ګوندونو په اړوند قانون کی نوی رامنځته شوی بدلونونه کولای شی دنوموړو ګوندونو مشران داځل دمجبوريت له مخی ودی ته اړباسی چی نور له خپلو لجبازيو نه لاس واخلی او دټولنی عينی واقعيتونو ته غاړی کښيږدی . په قانون کی راغلی نوی بدلونونه دوی ته يوازی شپږ مياشتی مهلت ورکوی چی ځانونه دسره دلږ تر لږه لسو زرو غړو په درلودلو راجستر کړی ، کنه ددغه فرصت تر تيريدو وروسته به لغو او منحل وګڼل شی . زما په اند دا يو نسبتا ً منطقی شمير دی ځکه يوه سياسی ګوند ته به سخته وی چی لدی نه په کم شمير سره دهيواد په سرترسری سياسی بهير کی داغيز درلودلو توان ترلاسه کړی . 
        دری کاله وړاندی ما په خپله يوه ليکنه کی د ( ناهيلی اوولس او د سياسی ګوندونو بی اغيزه سياست ) تر سرليک لاندی ديولړ منطقی لاملونو اود ټولنيزو - سياسی اړتياوو له مخی دسياسي ګوندونو پرمشرانو ږغ کړی وو چی خپل لويوالی ديوه واړه ګوند ( ګروپ ) په مشرتوب کی نه بلکه ديوه ستر او پياوړی ګوند په غړيتوب کی ولټوی . ښکاره خبر ده چی پدی کارسره به خامخا يوشمير مشرانو خپل مقام له لاسه ورکړی وای خو ملی او وطنپالو دموکراتيکو قوتونو به داوولس دښيګڼو او لوړو ګټو په لور پياوړی ګامونه اخيستی او ټاکلۍ رول به يی لوبولۍ وای .
        اوس دنوی بدلون له مخی دا مشران ديوه ازمايښت په وړاندی ودريدل . په همدی خاطر غواړم دخپلی هم هغی پخوانۍ ليکنی بسټيزټکی چی تر اوسه لا په کمپيوتر کي راسره پاته دی ، يوځل بيا دسياسی ګوندونو دليکو تر غوږه ورسوم څوپرخپلو  سرزورو مشرانو باندی زور واچوی او پدی يی پوه کړی چی د ورکيدو او يا سره يوځای کيدو تر منځ انتخاب وکړی . دريمه لاره نشته .
دپخوانی قانون له مخی  ګوندونو حق درلود د ٧٠٠ تنو غړو په درلودلوسره ځانونه په رسمی توګه راجستر کړی . داخبره که ديوی خوا لدی کبله په زړه پوري ده چی په هيواد کښی داوږده تاوتريخوالې او ورانونکو جګړو وروسته د دموکراسی مور حمل اخلې ، بچيان زيږوی او دټولنی دژوند په نژدی هره برخه ددی نوی پديدی نښی نښانی ترسترګو کيدلای شی . خو دبله پلوه داهم يو تجربه شوی واقعيت دی چی څومره ديوی مور روغتيا بشپړه وی ، په هغه پيمانه ئی ماشوم روغ رمټ وی ، جسمی اوذهنې انکشاف ئی د ډاډ وړ او دزياتو ناروغيو په مقابل کی مقاومت لری . او هرڅومره چی مور ناروغه وی ، ماشوم ئی ضعيف اوحتی فلج راځی اوکيلای شی دژوند تر پايه دبل د اوږو بار وی . 
          له بده مرغه په افغانستان کی د دموکراسی د سکې دغه دوهم مخ برجسته ، څرګند او رنګين دی  . پرځوانې تر لاسه شوی دموکراسې باندی له بلوغ نه وړاندی دروند بار واچول شو او ديوی پخی مور غوښتني تری وشوی ، دغه فشار هغه دناروغې تر پولې ورسول او بيله دی چی درملنې ته ئی پاملرنه وشی ، ورڅخه ناوړه ګټه اخيستل کيږی . داهم ديادونی وړده چی دسياست په ډګر کی د ګوندونو پر زيږولو باندی که روغ وی يا ناروغه ، کنترول راوستل داساسی قانون ترپښو لاندی کول دی . ددی خبری پايله داده چی ناروغ بچيان يو په بل پسی په ناروغ چاپيريال کی زيږی  او دناروغی مور په غيز کی دناروغ پرستار تر نيمګړی پاملرنې لاندی خپل نيم ژواندی ژوند داسی پرمخ بيائی چی نه مړه وی اونه ژوندی ، خو دنورو ژونديو کسانو رزق خوری . 
        که چيری واقعيت ته نژدي يو دلوړی کچی اټکل په پام کی ونيسو چی دافغانستان نفوس ٢٥ ميليونه تنه وګڼو ، لدغو څخه ئی ٢٠% دنسبتا مناسب سواد درلودونکې کسان وبولو ، نودابه شی ٥ ميليونه تنه . که داسی په نظر کی ونيسو چی لدغو باسواده کسانوڅخه ٢٠ % دفعال سياست کولو مينه وال دی ، دابيا يوازی يو ميليون تنو ته رسيږی . لدغي ډلی نه کولاي شو نژدی ٥٠ % په کابل ، ٤٠% په نورو لسو لويو ولايتونو او يوازی ١٠%  برخه ئی په پاتو ٢٤ ولايتونو کښی ولټوو .  
        ددی ټولنز سياسی پرنسيپ په پام کی نيولو سره چی يو سياسی ګوند هغه وخت کولای شی په سياست کی کوټلی واغيزمن ګامونه واخلی ، کله چی :
الف - په ټول هيواد کښی سرترپايه ريښی وځغلوی .
ب - دهيواد په کچه يوه ملی تګلاره ( خط مشی ، برنامه ، مرامنامه ) ولری . 
ج - مشرتابه اوليکی ئی وملی ګټوته وفاداره کسان وی .
د - کړه وړه ئی دملي ، سمتی ،ژبنی تعصبونو او نورومنفی تمايلونو څخه پاک وی .
ه - پراخ سياسی ليرليد ولری او دتنګو کوڅو څخه ئی مخ اړولې وی .
و - ټول ارګانونه ئی له کښته نه ترپورته پوری د دموکراتيکو ټاکنوله لاری منځته راغلی وی . 
       همدا اوس په افغانستان کی نژدی ١١٠ ګونده په رسمي ډول راجستر شويدی او داټوله ګوندونه اړدی چی دلوړو پرنسيپونو پر بنسټ خپلي ليکی پراخی او دهغوی په مټ دهيواد ترهره ګوټه ځانونه ورسوی . نو ايا داکار دپورته يادو شوو فيصديو سره انډول لګولای شی ؟ په طبعي توګه به ځواب منفی وی . د بله لوری په ټولنه کښي نژدی د درو لسيزو ناخوالو ، سياسی چاپيريال دومره کرغيړن کړی چی ځوانی اوبی تجربی دموکراسی لا تر اوسه داتوان ندی موندلې ترڅو په سياسی ډلو کښی سياسی زغم وروزی او سياستوال يو د بل منلوته وهڅوی .
        ددغو بد مرغيو پايله داده چی سياسی ګوندونه تش پنامه  بی اغيزی  پاته او دهيوادپه سياسی بهير کی خپله دند ه نشی ترسره کولای . هغه ژوندی موجود چی دخپلی دندی دترسره کولو وړتيا نلری ، يوناروغ موجود دی . دا ډول ګوندونه نه يوازی په ټولنيزی - اقتصادی پرمختيا اوسياسی ودی کښی رول نشی
لوبولای ، بلکه دټولنی پر اوږو يو دروند پيټی دی او ددغه درانده بار لويه برخه ګوندی ليکو پرغاړی اخيستې وی او لکه يوفلج اوناروغ زيږيدلۍ ماشوم چی نه ئی څوک خوشې کولای شی اونه ئی هم د درملنی لاری چاری ورته معلومی وی . دا پيټۍ لا هغه وخت زيات درنيږی چی دګوند مشرتابه دځان غوښتنې په مزمن مرض اخته اوليکی ئی سرګيچه دمايوسۍ په طو فان کښی غوټې وهی .
       داخبره هم دپام وړ ده چی دډيرو سياسی ګوندونو دنااغيزمنتوب يوبل مهم لامل هم اقتصادی بيوسې ده . دوی داقتصادی توان دلوړولو دپاره کورنی امکانات نلری او دبهرنی امکاناتو په مټ دا وړتيا ترلاسه کول بيا ددوی ملی کړو وړو ته زيان رسوی . که څه هم ځينی ګوندونه ، کوم چی دساړه جنګ پرمهال ئی دځينو دولتونو اواستخباراتی ادارو څخه بی حسابه مالی مرستی ترلاسه کړی  اويائی دنجيب الله تر پرزولو وروسته دهيواد پربانکونو باندي قبضه پلاس راوړی اودخپلی خوښی سره سم ئی دروسيې په امنيتی او مافياوی کړيو کښی دپيسو دچاپولو توان درلود ، دوی اوس هم بشپړه اقتصادی وړتيا لری . خوداچی داډول ګوندونه د جنګونو په جريان کی دځانګړو موخو پخاطر منځته راغلې ، نو هلته دهغو شرايطو سره برابر داسی کسان راټول شويدي چی اصلا جنګی ډلی او په نورمال حالت کی دسياسی مبارزی دهيڅ شکل سره بلد تيا نلری . ځکه نو ددغو ګوندونو توان دمنفی اغيزی ښندلو په موخه پياوړۍ دی چی لدی کبله ئی زيان دنورو اقتصادی ناتوانه ګوندونو په پرتله د دموکراسې څخه په ناوړه ګټه اخيستلو او د نورمال دموکراتيک بهير دپرمختګ په ورانولو کښی څوبرابره زيات دي .
       اصلې خبره داد چی ګوندونه د وران ويجاړ هيواد په بيارغونه او سياسی ټيکاو کی ترهغه ځايه چی ددولت پلانونه دخپلو تګلارو ( مرامنامو ) له مخی دتائيد وړګڼی ، بايد په ترسره کولوکښی ئی مرسته ورسره وکړی او په هغو چارو کی چی ئی کړنی ګټوری نه بولې ، بايد دسياسی لارو په زړه پوری مشوری ورکړی او دسياسي مبارزی داړينو شکلو څخه په کاراخيستلوسره ټولنزذهنيتونه وروزی ، دموکراسی پخه او وده ور کړی  ، نه داچی دا نيمګړتياوی بهانه وټاکی او دټيکاو ورانولو ته پښی را لوڅۍ کړی .
       که داخبره منو چی دموکراسی ديوه سياسی سيسټم دپاره ترټولو غوره اومنل شوی لاره ده ، نوپه ټولنيز نظام کی دسياسی ګډون په موخه ګوندی پلوراليزم او  دګوندونو جوړول هم يوه اړينه موضوع ګڼل کيږی . پدی هيله بيا څنګه کيدلای شی منځته راغلو ګوندونوته د سياسی اغيزې ښندلو رول پلاس ورشی ؟ 
         دسياسی څيړونکو په اند ، پکارده چی ټول ګوندونه پردريو ډلو وويشل شی : 
١ - کيڼ لاسی ګوندونه .
٢ - منځ لاری ګوندونه .
٣ - ښی لاسی ګوندونه . 
        پدی ډلو کی به ګوندونه دخپلو تکلارو ( خط مشی ، مرام ) دنژديوالې له مخی سره ټوليږې او ددی دپاره چی نوموړی ډلی په خپلو منځونو کښی ژر ګډ نظر اوپريکړوته ورسيږی ، بايد دتګلارو دورته والې پربنسټ يو په بل کی ورګډ اولوی واحد ګوندونه جوړ کړی . په هره پيمانه چی دګوندونو شمير دسره ګډيدو لامله کميږی ، په هم هغه پيمانه ئی دغړو شمير زياتيږی ، دهيوادهر ګوټ ته ريښی ځغلولای شی ، دپسيف حالت نه پاڅيږی اوپدی توګه ئی اغيزمنتيا لوړه ځی اوپه ټولنه کی سياسی اعتماد اواعتبار پلاس راوړی . يوازی پردغه ډول ګوندونو باندی اولس حساب کولای شی او دراتلونکی په هکله خپلې هيلې ورپوری تړلای شی . دانوهغه لاري دی چی له مخی ئی ګوندی غړی دخلګو نه رايي ترلاسه کولای اوپه سياسی سيسټم کی خپله برخه اخيستلای  شی . داګوندونه نور ژوندی ، فعال او دمعيوب ماشوم په څير دټولنۍ داوږو بار ندی .
      داوسنې موجودو ګوندنو له ډلې نه د يو دوو درو نه پرته چی دافراطی توپيريزو مفکورو پربنسټ منځته راغلې دی ، نور ټول ئی په درو لوړو سياسي ډلو کښی دخپل وزن سره سم ځانو ته مناسب ځايونه موندلای  شی .     داځکه چی داکثرو ګوندونو نه يوازی تګلاری بلکه نومونه ئی هم دومره سره نژدی او ورته دی چی حتی هغه کسان ئی لاهم يو له بله سره غلطوی ، کوم چی دسياست مينه وال او دسياسی ګوندونو سره اړيکی لری . د سياسی څيړونکو له نظره يوازنی ډير مهم لامل چی دګوندونو دسره نژديواې او پوره يووالې په کار کښی ځنډ ګرځيدلې ، هغه په يولړ ګوندونو کی د داسی مشرانو شتوالې دی چی يا په اوسنې شرايطو کښی دسياسی اړتياوو په هکله دپوهيدو توان او وړتيا نلری او يا دعقدو نه ډک ، پرځان مين او دخپلو طبعی متحدانو سره په يوځايوالې کی دخپل مقام دلاسه ورکولو څخه په ډارکی دی . ځکه نو د ذهنيتونو دغولولو پخاطر راز راز پلمې جوړوی ، کله دا ډله کله هغه ډله په ناوړو نومونو يادوی او په يوه يا بل ډول تورونو ئی توروی او ځانونه د وطنپرستۍ ټيکه داران ټاکی . 
     ګوندی ليکی بايد دی خبری ته پام وکړی چی  د زوريدلې اوناهيلې اولس غوښتنې يوازی او يوازی دټولو دموکراتيکو قوتونو دګډ کار ، سره يوځای کيدو او يووالې پربنسټ ترسره کيدلای شی . پدی خاطر نو د دغه ډول ګوندونو ليکو ته پکارده دهمدغه ټکې په پام کی نيولو سره خپل کمزوری مشران پدی پوه کړی چی په قانون کی دنوو بدلونونو له مخی ددوی پرمخ دريمه لاره نوره وتړل شوه او يوازی دوی لاری ورته خلاصی دی : يا به يو کيږی او يا ورکيږی .
 په مينه اوپيرزوينه . پای .